د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

راځئ چې له کافره يې زده کړو!


14.10.2010

راځئ چې له کافره يې زده کړو!
سيد صابر لوګری

14.10.2010 10:44

که ټولو ته نه وي، ښايي زياترو لوستونکو ته به معلومه وي چې د لاتينې امريکا د چيلي هيواد د سرو زرو په يوه کان کې له نږدې لس اوونيو راهيسې د بوليويا د يوه تبعه په ګډون ۳۳ کان کيندونکي بند شوي وو. د چيلي حکومت د دې کسانو د ژغورنې له پاره څه د پاسه ۶۲۰ متره تونل وايست څو دغو بندو شويو کسانو ته د مرستې لاس ور وغځوي. د چيلي حکومت په دې کار سره د انسانيت د ژغورنې يوه ستره بيلګه وړاندې کړه، چې په تاريخ کې يې ښايي ساری تر سترګو نه شي. د ژغورنې د موخې له پاره يې يوه نوې استوانه اختراع کړه څو وکولی شي له ۶۹ ورځو پرله پسې هلو ځلو څخه وروسته ژغورل کيدونکي کسان په خوندي ډول راوخيژوي. د کسانو د را ايستنې پر مهال د نږدې ۱۷۰۰ خبريالانو په ګډون د چيلي او بوليويا هيوادونو ولسمشرانو هم شتون درلود. هغه کس چې تر ټولو لومړی ځمکې ته راوخيژول شو، د بوليويا هيواد تبعه وو.
په ريښتيا چې د چيلي هيواد د تاريخ په پاڼه د انساني ارزښت په هکله داسې ليکنه وکړه چې د تاريخ هيڅ لوستونکی هم ترې بې پروا کيدی نه شي. د چيلي د حکومت په دې انسانپال ګام کې د ټولې اسلامي نړۍ، او په ځانګړې توګه د افغانستان د واکمن او تر واک لاندې ولس له پاره چې له څه د پاسه درې لسيزو راهيسې د خپلو د ناپوهۍ او د پرديود يرغلونو په اور کې وريتيږي، يو ستر درس پروت دی. دا يوه داسې پيښه ده چې له ولسه نيولې تر واکمنه، له اُمي نيولې تر ملا، او له سياستپالو نيولې تر سياستوالو بايد هر يو درس ترې واخلي.
له دې ستر تاريخي ګام څخه چې د ۳۳ کسانو د ژغورنې له پاره ۶۲۲ متره غر سوری کيږي، بايد هغه کسان (چې مرتکبين به يې لا هم د افغانستان د ننه يا بيرون ګرځي) درس واخلي چې د کمونيستي او له خدايه منکر حکومت راوستلو له پاره يې د ۱۳۵۷ل کال د حوت د ۲۴ په څير څارويانه جنايتونو مرتکب شول. له دې پيښې څخه دې د حفيظ الله امين د د دولت هغه کارکوونکي هم درس واخلي چې په يوه شپه يې د څرخي پله له زندان څخه ۱۲۰۰۰ کسان تري تم کړل. له دې پيښې څخه دې زما د هيواد هر خلکی او پرچمی درس واخلي چې په هيواد کې يې د کفر د واکمنولو له پاره يو نيم ميليون انسانان د مرګ په کنده کې وغورځول.
له دې څخه دې زما د هيواد هغه واکمنان هم زده کړي چې د چوکۍ د جګړې په خاطر يې هيواد په کنډواله بدل کړ، او د افغانستان او اسلامي اُمت د شهيدانو په وينو ګټل شوي سپيڅلي جهاد ميوه يې د خپلمنځي ډغرو او شخصي ګټو د سر نذرانه کړه.
له دې څخه دې د ليلې دښتې قاتلان هم د انسان ارزښت وپيژني، هغه قاتلان چې په زرګونو زلموټي يې په ډيره ناځوانۍ ژوندي له خاورو لاندې کړل.
له دې څخه دې هغه انسان وزمه وګړي هم درس واخلي چې د يرغلګرو د خوښونې په خاطر يې په جنګي کلا کې په سوونو کسان د تيلو په لمبو کې وسوځول.
له دې څخه دې هغه کسان هم درس واخلي چې د طالبانو د امارت د سقوط په پايله کې نيول شوي بنديان يې په اوسپنيزو کانتينرونو کې لولپه کړل.
له دې څخه دې هغه کسان هم د هيواد پالنې درس واخلي چې په افغانستان کې د لويديز صليبي انقلاب د بريا له پاره يې په زرګونو مسلمانان په ډالرو بدل کړل.
له دې څخه دې هغه کسان هم درس واخلي چې خپل مسلمان ورور د وژنې له پاره يې په توره بوړه کې له يرغلګرو مخکې منډې وهلې.
له دې څخه دې هغه کسان هم د هيوادوالو ارزښت زده کړي چې د پرديو د جنګ د ګټنې له پاره په يوه او بل نوم خپل هيوادوال وژني.
له دې ستر تاريخي نوښت څخه دې اوسنۍ واکمنه اداره هم د هيوادوالو ارزښت وپيژني چې د پايتخت په اتيا کيلومترۍ کې ترې په سوونو کسان له واورو لاندې مړه شول، او هره ورځ يې د پرديو له خوا په لسګونو اتباع وژل کيږي.
له دې څخه دې زما د هيواد هغه نابالغه مفتيان هم درس واخلي چې د خپل مخالف له پاره له کفره راټيټ بل لقب نه لري، او د مخالفت له پاره له وژنې پرته بله سزا نه لري.
هو! د دې کافر له دې نه هيريدونکې کارنامې څخه دې زما د هيواد کاپيران هم د خپلو هيوادوالو د وينې ارزښت وپيژني، او له دې کارنامې څخه دې زما د هيواد بوسولمانان هم د مسلمان د وينې ارزښت وپيژني.

http://www.tolafghan.com/posts/20073


ډاکټر څپاند
14.10.2010

له هماغه ځايه!

انارګل

14.10.2010 17:54
لوګری صاحبــــــــــــــــــــــــــه !
که یوار دې وغولولم نو مادې خدای ووهي ، که دویم وار دې وغولولم نوبیادې خدای
ما ووهي ، اوکه دریم وارمې وغولوي نوبیادې خدای تا ،ملامحمدعمر اوحمیدګل درې واړه ووهي چه انصاف او اندازه موهیره کړیده !
ترڅوبه دبوټانواوکالیوسره یوځای په سترګوراننوځئ ، اخیرمونږهم سترګې لرو، مونږهم غوږونه لرو،مونږهم ستاسوپه شان سرونه لرو،ولې نه پوهیږې چه دتااسلام دسیاف ،رباني اومجددي اسلام موپه خپلوسترګولیدلی دی ، دتاله همدغه غولوونکي پنجابی اسلام اودفلسطینیانوسره دیهودوظلم مونږته هیڅ توپیرنلري،څه چه موداسلام اوجهادپه نوم کړي اویائې نن کوئ ایافکرکوې چه زمونږله سترګوپټ اویاموهیردي ؟ تاسوداخیرې زمانې بدکاره اوبدعمله دنبي (ع) په پاکه اوسپینه جامه کې شیطان پلوه(پنجاب پلوه)هغه شیطانان ئئ چه اسلام اوپښتانه مونړۍ ته دعلم ،بشري تمدن مخالف ،دبشریت دقتلوونکواودوینود بهوونکو اوخوښوونکوپه حیث معرفي کړ .
خدای دې تنکي نسل ته خیرکړي چه دکمپیوټراودموکراسۍ سره رالوئيږي ! که داد
تاسواودپاکستاني ملایانوپه منځګړیتوب دغربي ستروسرمایدارانوسره داسلام
په سرمعاملې اوخرڅوونې وي نوبیاخوداسلام دراتلونکي لپاره له خدایه مرسته غوښتل په کار دي .
لوګری لالاجي !دومره درته په نره اوزغرده وایم هغه څه چه دااوس دکرزي سره دملت دمسلمانوخلکودغوښواووینوپه خوړنه ،لوټونه ،شوکو اولوټمارکې داخته مجاهدینواودتادپنجابي سپین سترګومزدوروطالبانواسلام دروس اوپنجاب سره داپټې اوښکاره معاملې موولیدې نودهرخلقي اوپرچمي دلاسونوښکلول دمجددي دلاسونونه زیات اوزیات ثواب اوپرځای بولم ځکه دهیچاپه ټنډه دجنتي ټاپه نه ښکاري خودعمل په کتنه شریعت هم په ظاهري بڼه تاکیدکوي .
نولوګری صاحبـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــه ! دکرزي لالا په حکومت کې دملت په غوښولګیا دیني اواسلامي پروفیسوران اومولایان اوپه پنجابي مدرسوکې افغاندښمنه دطالبانوغولوونکي مولایان اومشران دچیلي کفارونه دانساندوستۍ زده کولوته دروبوله ! دکرزي دحکومت دشریکومجاهدینواودپنجاب دغلامانو(طالبانو) دکورونو واورې دافغانستان دعادي اودتاسودواړو خواوو نه دمتضرروخلکو دکورونوانګړ ته مه غورځوه ! مونږپوهیږواوپوره پوره موسرپرې خلاص دئ چه دکرزي لالاحکومت ،طالبان ،پنجاب اوامریکا سره پخپلوکې خبراوجوړدي ، منافقت اودښمني داسلام اوهیوادپه نوم ددې هیواددبېګناه خلکوسره کیږي اوهسې عبس ددواړو خواووپه فتوا بې ګناه وژل کیږي اوبیا ټولې خواوې زیارباسي چه ددې مظلومو خلکو اصلي مدعي نامعلوم وښئي .
نولوګری اوپنجابی صاحبه ! ځه داداسلام اوافغانیت په احساساتوکې نغښتي خوپه پنجابي زهروککړسندرې دې مونږته مه وایه ! مونږدې پیژنوچه څوګ ئې !
مونږنورله په سپینه جامه کې دپټوشیطانانونه سخت ستړي شوي یو !


عبد السلام
15.10.2010

درونو پتوال صاحب او ثابت ثبات صاحب!
دواړو ښاغلوته تاوده سلامونه اودرناوی:

دادوه لیکنې چې یوه ښۍ اوبله چپه یوه څه سپینه اوبله تکه توره !
روستۍ له دفاعې نظره شرمیدلې اوبې وزله ، اولمړۍ دځینو ډلو په جهل سترګۍ پټول !
او دواړه لیکنې دهیواد دریښتینې واقع نه لرې د نا مشروعه استفادې په لټه ! ددواړو نیت بیرته پاتی سیاسی پروپاګند او سیاسی ښکار، یو دطالب او جهادی مشرانو په جهالت او لاسپوڅۍ سترګې پټول ، اوبله دخلق اوپرچم په بویناکې او اجیرې دورې خاورې اړول !.

هغه واقعیت چې په دواړو لیکنو کې ترې دسیاسی پلمې په توګه استفاده شوي ،او په پای کې ورک دی څه اوکوم دی؟
په هغه ورک واقعیت دې خبرې وشي ، اود هیواد او دهیوادوالو ريښتینې اړتیاوی اوګټې دې وڅیړل شي ، نه د محدوده سیاسی ډلو ټپلو د ګټو تآمین ته تبلیغ !

تاسو دواړو ښاغلو چې خپل شخصی نظرو نه مولاتر اوسه ندی څرګند کړی ، په دې اړه څه وایئ ؟

په درنښت


ډاکټر څپاند
17.10.2010

محترم عبدالسلام صيب سلامونه ومنئ،

ځما په اند که دځوابيه ليک نه چه ما رانکل کړی دی دا يوه جمله
[quote:4a20bd66a8]
نودهرخلقي اوپرچمي دلاسونوښکلول [/quote:4a20bd66a8]
تفريق کړی شي،نو دا ليک ډير مناسب او منطقئ بريښي٠

زه او تاسو پوهيږو چه په هر سياسي جريان اوځواک کې سم،ناسم صادق،منافق،ښه اوبد وجود لري٠

حتي په شوری نظار کی هم وطنپالونکي افغانان ول اوشته٠
که دخلق -پرچم رهبري دروس نه فرمان ترلاسه کاوه،مګر عادي صفوف ئي
ملي او وطنپال وګړي ول٠دغه راز سره ددې چه داسلامي تنظيمونو او طالب
مشر تابه دپاکستان،ايران اوانګريز غلامان دي،مګرپه صفوفوکی ئي يوګڼ
شمير واقعي اسلامي،ملي او وطنپاله عناصر شتون لري،که څنګه؟


مومن مهاجر
19.10.2010

په اسلامي ټولنه کي بشري حقوقوته نه درناوی،خپل مخالف په هرډول اوهرځای په هره طریقه له منځه وړل هغه طرزالعمل دی چي زموږاسلام پالوله ډېره وخته خپل کړی اوبیاداسلام نوم ورکوي . که څوک اسلامي تعلیمات سم ولوي،ځان پرې پوه کړي اوپه عمل کي ورته معتقدشي . خوافسوس!


عبد السلام
19.10.2010

[quote:902c5e55d6]حتي په شوری نظار کی هم وطنپالونکي افغانان ول اوشته٠
که دخلق -پرچم رهبري دروس نه فرمان ترلاسه کاوه،مګر عادي صفوف ئي
ملي او وطنپال وګړي ول٠دغه راز سره ددې چه داسلامي تنظيمونو او طالب
مشر تابه دپاکستان،ايران اوانګريز غلامان دي،مګرپه صفوفوکی ئي يوګڼ
شمير واقعي اسلامي،ملي او وطنپاله عناصر شتون لري،که څنګه؟[/quote:902c5e55d6]
ثابت صاحب! سلامونه وړاندې کوم خدای مو روغ جوړ اوتکړه لره، وروره! زه یې داسې وینم : لیوني دکتاتوری رژیمو نه او یا وسلوال بانډونه په زور، دیوه هیواد درست وګړې ،مخالف او موافق یو شانتې برمته کوي . دکومو رژیمونو او ډلو مثالونه چې مونږ او تاسو ته ښه معلوم دي ،او په ډله کې یې زمونږ اوستاسو دواړه کمونیستې اواسلامی ګوډاګیان پوره برخمن دي .کومو چې دخپلو مشرانو او دهغوي د کورنیو د سرونه دخوړلو او خوراک تر څنګه یې د میلونهاو انسانانو سرونه هم دخپلې بې ځایه او لیونۍ مفکورې نه جار کړل او جاروي . دا درسته ده چې د یؤ هیواد اویا یؤ وسلوال سیاسی او یا مافیایي بانډد دکتاتوری ر ژیم اوسیستم د ماشین په غوړولو کې عام وګړي جبراً دسراو مال په تهدید استخدامیږي ، ولي په عقل او وجدان روغ وګړي د یرغمله روسته دظالم په وړاندي اقلاً خپل انزجار ښيي .ورنه تاسو ته بهتره معلومه ده چې په ځینو مرضی حالاتو کې داوږ‌ده تجاوز او تیری په نتیجه کې معتدی علیه، دمعتدی په مدافع اوړي . زما ویره هم خدای مکړه همدا ده .

زه داسې فکر کوم چې سم سړی د ورانو خلکو سره یا جبراً او یا جهلاً یو ځای کیږي . چې په دواړو حالاتو کې د خلاصون موندلو روسته هرومرو باید پښمانی
ښکاره کړي والی پخپله روغ ندی .

په درنښت


عبد السلام
19.10.2010

[quote:83bbb2e071]په اسلامي ټولنه کي بشري حقوقوته نه درناوی،خپل مخالف په هرډول اوهرځای په هره طریقه له منځه وړل هغه طرزالعمل دی چي زموږاسلام پالوله ډېره وخته خپل کړی اوبیاداسلام نوم ورکوي . که څوک اسلامي تعلیمات سم ولوي،ځان پرې پوه کړي اوپه عمل کي ورته معتقدشي . خوافسوس![/quote:83bbb2e071]
تر سلامه روسته:
انډیواله ! خبرې دې تفسیر غواړي !!! زه پرې پوه نشوم .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more