د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

تقلید فرض، واجب، مباح او که ناروا دی؟

وزیري
14.10.2010

محترمو ورونو اسلام علیکم:

زه غواړم چی په دی موضوع باندی مفصل بحث ولرو.

آیا د یو مجتهد امام تقلید د عامو مسلمانانو لپاره فرض، واجب، مباح او که ناروا دی؟

وسلام

اتقوا فراسة المؤمن فإنه ينظر بنور الله


مومن مهاجر
14.10.2010

محترم الوزیري صاحب! سلام اواحترام
پردې موضوع وړاندي ډېربحثونه شوي اوموضوع ښه شاربل شوې ده . خوبیاهم زه په لنډډول خپل نظرداسي درته څرګندولای شم چي په عمومي ډول انسانان پردوه ډوله دي یوهغه خلک دي چي علم نه لري،ددلائلوترمنځ تفکیک نه شي کولای،په اصطلاح عوام دي اومسأئل له نوروپوښتي هغوئ چي څه ورته وايي دوئ یې مني دا ډول خلک ترډېره حده معذوردي،ځکه دوئ په خپله ددې جوګه نه دي چي له خپل پوښتل شوي عالم څخه داړوندي مسئلې پوره جزئیات دلائل اوراحج ومرجوح وپوښتي اوبیادی پرې پوه شي . پاتي شول هغه خلک چي الله دعلم پېرزوینه پرې کړې، دبېلابېلواستدلالونوترمنځ دچاڼ وس لري،کولای شي راجح ومرجوح معلوم کړي،سم وناسم سره وپېژني،ضعیف اوقوي معلوم کړي نودداسي سړي لپاره په هر حالت کي دیومشخص سړي خبره منل له اسلامي شریعت سره ظلم دی ځکه په دې سره دهغه معلوم سړي خبره ترشرعي دلیل لوړه اوقوي وبلل شوه چي دې ته مذهبي تعصب اویاشخصیت پالنه ویل کېږي . په اسلامي نړۍ کي څلورمذهبونه هغه فکري اوروزنیزمکتبونه دي چي داسلامي علوموپه وده،نشراوخپراوي کي یې نه هېرېدو نکي هڅې کړې خوددې معنی هیڅکله دانه ده چي اسلامي احکام،دلائل اونصوص داشخاصوپه نوم تقسیم اووېشل شي،پرځینوسره لیکه تاوشي اوویل شي چي ګورئ داخلک به تردې لیکې نه اوړې هغه ترهغې بلې اوداسي نور. داډول افکارنه یوازي په اسلامي امت کي انشقاق زېږوي بلکي فکري جمودهم رامنځ ته کوي چي داسي حالت هیڅکله داسلام اوامت په ګټه نه دی .
زماپه انددټولولپاره ترټولوښه حل دادی چي په منصوصي مسائلوکي دمسئلې بیا نولوپرمهال اړوندنص راوړل شي هغه ډول دریځ خپلول نه دي په کارلکه زموږځیني وروڼه چي یې کوي هغوئ چي کله داحادیثوکتابونه تدریسوي وارله مخکي خپلو شاګردانوته وايي چي ګورئ ددې کتاب لیکوال له فلاني مذهب سره تړاولري هغه به کوشش کوي چي خپل مذهب تقویه کړي مګرموږډېرځوابونه ورته لروچي پرخپل ځای به یې ددوئ احادیثوته ورکړو. انصاف خودادی چي کله په یوه مسئله کي دعلما وونظرونه سره مخالف شي اودواړي خواوې په نصوصودلائل وايي نولومړی باید ددواړوغاړودلائلوته وکتل چي کوم یوقوي اوکوم یوضعیف دی؟ که هره خواقوي وه په هغه دي عمل وشي که ترجیح نه معلومېده اوپه دواړوکي یوپه یقیني ډول منسوخ هم نه وونوبیاپه دواړوعمل روادی هریوچي کوي جوازلري هلته بیاداولی او نه اولی خبرې هیڅ ګټه نه لري دواړه عمله په شرعي نصوصوثابت شول مطلب یې دادی چي شریعت په دې عمل کي تنوع ته جوازورکړی اومکلف کولای شي دواړه وکړي . علماء بایدعواموته دمسائلوبیانولوپروخت ترخپله وسه په آیت اوحدیث تمسک وکړي که یې په کوم ځای کي فهم قاصروونه یې شوای کولای دنصوصوپه رڼاکي دمسئلې په صحیح حقیقت پوه شي نوهلته دي دسلفوصالحینوفهم او اجتهادته رجوع وکړي په هغوئ کي چي هرنظرقوي ورته معلوم شوخپل دي کړي په دې سره به له یوې خواپه اسلامي امت کي ان شاء الله وحدت راشي اوله بلې خوابه ان شاء الله دمسلمانانواوږدفکري جمودپای ته ورسېږي . واخردعواناان الحمدلله رب العلمین .


وزیري
14.10.2010

مهاجر صاحب! لیکنه خو دی ښه وه خو د سوال مطابق نه وه. ځکه چی ما د فرض، واجب، مباح او ناروا پوښتنه کړی وه.
تاسو خو الحمد الله بهتره پوهیږی چی هر عمل په اسلام کی باید فرض، واجب، سنت، مستحب، روا، ناروا، مکروه، کفر یا داسی نور وی. نو آیا تقلید ته په کومه سترګه کوری، داسی منځغړپه پریښودل خو یی د دین په ناقصتوب باندی دلالت کوی.

وسلام

أجملوا في طلب الدنيا فإن كلا ميسر لما خلق له


مومن مهاجر
18.10.2010

محترم الوزیري صاحب! لومړي دتقلیدپه اړه ته خپل نظرڅرګندکړه چي ته کومه درجه ورکوې؟ فرض یې بولې،که واجب،مستحب اویامباح؟ کله چي ته ددلائلوپه رڼاکي خپل موقف څرګندکړې هله به موږیاستادریځ تائیداویاردکړو.


حذيفه
18.10.2010

مهاجراووزيري صاحب سلامونه مي ومنئ!
مومن مهاجرپه دي هکله ښه دريځ خپل کړی دی،رښتياهم هرکس که کومه موضوع بحث ته وړاندي کوي نواول بايدخپل نظرڅرګندکړي .وروسته به نودبحث نورګډونکونکي هم په دي اړه خپل نظريات وړاندي کړي .

مننه


وزیري
20.10.2010

ګرانو او محترمو ورڼو اسلام علیکم ورحمة الله و برکاته

مطلق تقلید په قرانی نص فرض دی.

(۱) فَاسْئَلُوْآ اَھْلَ الذِّکْرِ اِنْ کُنْتُمْ لاَ تَعْلَمُوْنَ
(۲) اطیعوا الله و اطیعو الرسول و اولی الامر منکم. د اولی الامر تفسیر حضرت جابر بن عبد الله او حضرت این عباس، عطا، مجاهد، ضحاک، ابوالعالیه، حسن بصری او نورو اصحابو، تابعینو، تبع تابعینو رح په خلفاو او فقهاو سره کړیدی.

(۳) وَلَوْ رَدُّوْہُ اِلَی الرَّسُوْلِ وَ اِلَی اُولِی الْاَمْرِ مِنْھُمْ لَعَلِمَہُ الَّذِیْنَ یَسْتَنْبِطُوْنَہ مِنْھُمْ.

(۴) وَجَعَلْنَاھُمْ اَئِمَّةً یَّھْدُوْنَ بِاَمْرِنَا

له دی ټولو آیتو نه د تقلید مطلق ثبوت معلومیږی

احایث مبارکه:

عن حذیفة -رضي اللہ عنہ- قال: قال رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم: إني لا أدري ما بقائي فیکم فاقتدوا بالذین من بعدي أبي بکر و عمر-رضي اللہ عنھما-

قال النبي صلی اللہ علیہ وسلم: أصحابي کالنجوم فبأیھم اقتدیتم اھتدیتم (مشکوٰة: ص554)

عن ماذ بن جبل -رضي اللہ عنہ- أن رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم لما بعثہ إلی الیمن قال: کیف تقضي إذا عرض علیک قضاء قال: أقضي بکتاب اللہ، قال: فإن لم تجد في کتاب اللہ؟ قال بسنة رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم، فإن لم تجد في سنة رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم، قال: أجتھد برأیي ولا آلو، فضرب رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم علی صدرہ وقال: الحمد للہ الذي وفق رسولّ رسولِ اللہ صلی اللہ علیہ وسلم لما یرضی۔ (أبوداوٴد: ص149، مشکوٰة: ص324)

إن أھل المدینة سألوا ابن عباس -رضي اللہ عنھما- عن امرأة طافت ثم حاضت قال لھم: تنفر قالوا: لا نأخذ بقولک وندع قول زید. (بخاري: ۱/۲۳۷) له دی حدیث نه دا معلومیږی چی د مدینی خلکو د حضرت زید رضی الله عنه شخصی تقلید کاوه.

عن عمر بن الخطاب -رضي اللہ عنہ- قال: سمعت رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم یقول: سألت ربّي عن اختلاف أصحابي من بعد فأوحی إلي یا محمد إن أصحابک عندي بمنزلة النجوم في السماء بعضھا أقوی من بعض ولکل نور فمن أخذ بشيء مماھم علیہ من اختلافھم فھو عندي علی ہدی. (مشکوٰة: ص554)

له دی ټولو حدیثو مبارکو نه قولی او فعلی تقلید ثابتیږی.

د علماو، محدیثینو، مفسرینو او مجتهدینو عظامو نظریات:

(۱) مشہو رمحدث او مفسر قاضی ثناء اللہ پانی پتی رحمہ اللہ فرمایلی دی: فإن أھل السنة والجماعة قد افترق بعد القرن الثلثة أو الأربعة علی أربعة المذاھب، ولم یبق في فروعالمسائل سوی ھذہ المذھب الأربعة فقد انعقد الإجماع المرکب علی بطلان قول من یخالف کلھم․ یعنی په دریمه یا څلورمه صدی کی په فروعی مسایلو کی د اهلسنت و الجماعت مذاهب جوړ شول، کوم پنځم مذهب پاتی نه شه. نو په دی باندی اجماع وشه چی کوم شی چی په دی څلورو مذاهبو کی نه وی هغه باطل ده. (فتاویٰ رحیمیہ: ۸۰ جدید، بحوالہ تفسیر مظہری:۲/۶۴)
(۲) حضرت شاہ ولی اللہ محدث دہلوی رحمہ اللہ فرمایلی دی: وھذہ المذاھب الأربعة المدونة المحررة قد اجتمعت الأمة أو من یعتد بھا منھا علی جواز تقلیدھا إلی یومنا ھذا یعنی دغه څلو مذاهبه چی ترتیب شویدی ټول امت یا د امت مشهورو علماو په دی تقلید باندی اجماع کړیدی او دا اجماع تر نن پوری باقی ده. (فتاویٰ رحیمیہ: ۱/۷۵ جدید، بحوالہ حجة اللہ البالغہ: ۱/۳۶۱)
(۳) علامہ ابن ہمام رحمہ اللہ فرمایلی دی: وعلی ھذا ما ذکر بعض المتأخرین منع تقلید غیر الأربعة لانضباط مذاھبھم وتقلید مسائلھم وتخصیص عمومہا ولم یدر مثلہ في غیرھم الآن لانقراض اتباعھم وہو صحیح (فتاویٰ رحیمیہ: ۱/۷۹، بحوالہ التحریر في اصول الفقہ: ۵۵۲)
(۴) علامہ ابن نجیم مصری لیکی: وما خالف الأئمة الأربعة فھومخالف للإجماع یعنی د ائمہ اربعہ خلاف فیصلہ د اجماع نه خلاف فیصلہ ده۔ (الأشباہ: ۱۳۱)
(۵) شیخ احمد المعروف بملا جیون تفسیرات احمدیہ کی وایی: قد وقع الإجماع علی أن الاتباع إنما یجوز للأربع الخ یعنی په دی باندی اجماع شویده چی اتباع صرف د څلورو مذاهبو روا ده. وړاندی وایی: وکذا لا یجوز الاتباع لمن حدث مجتھدًا مخالفًا لھم یعنی که چیرته نوی مجتهد راپیداشی او د دی څلورو مذاهبو خلاف وی نو دهغه اتباع جایز نه ده (فتاویٰ رحیمیہ ۱/۷۹)
(۶) امام ابراہیم سرخسی مالکی رحمہ اللہ وایی: ر وأما في ما بعد ذلک فلا یجوز تقلید غیر الأئمة الأربعة یعنی د اولی دوری نه راپه دیخوا غیر له ائمہ اربعہ نور د هیچا تقلید جائز نه ده۔ (فتاویٰ رحیمیہ: ۱/۸۰ بحوالہ الفتوحات الوہبیہ: ۱۹۹)
(۷) محدث ابن حجر مکی رحمہ اللہ فرماتے ہیں: أما في زماننا فقال أئمتنا لا یجوز تقلید غیر الأئمة الأربعة: الشافعي ومالک وأبي حنیفة وأحمد رضوان اللہ علیھم أجمعین یعنی زمونږ په زمانه کی د مشائخ دا خبره ده چی غیر له ائمہ اربعہ یعنی امام شافعی، مالک، ابوحنیفة او احمد تقلید جائز او د نورو ټولو ناروا ده (فتاویٰ رحیمیہ: ۱/ ۸۰، بحوالہ فتح المبین ۱۶۶)
(۸) شارح مسلم شریف علامہ نووی فرمایلی دی: أما الاجتہاد المطلق فقالوا اختتم بالأئمة الأربعة الخ یعنی اجتہاد مطلق په همدی څلورو امامانو ختم ده. (فتاویٰ رحیمیہ: ۱/۸۱ بحوالہ نورالہدایہ: ۱/۱۰)
(۹) سید احمد طحطاوی د فرقه ناجیه په باره کی وایی: وھذہ الطائفة الناجیة قد اجتمعت الیوم في المذاھب الأربعة ھم الحنیفون والمالکیون والشافعیون والحنبلیون ومن کان خارجًا من ھذہ الذاھب الأربعة في ذلک الزمان فھو من أھل البدعة والنّار یعنی فرقه ناجیه هغه خلک دی چی په دی څلورو مذاهبو کی وی او خارج له دی څلورو مذاهبو په دی زمانه کی، دا له اهل بدعتو نه دی او اهل د اور دی. (فتاویٰ رحیمیہ: ۱/۸۲، بحوالہ طحطاوی علی الدر المختار: ۴/۱۵۳)

(۱۰) نور الانوار کی راغلی دی: رکن الإجماع نوعان: عزیمة وھو التکلم منھم بما یوجب الاتفاق أي اتفاق أي الکل علی الحکم بأین یقولوا أجمعنا علی ھذا إن کان ذلک الشيء من باب القول أو شروعھم في الفعل إن کان من بابہ․ ورخصة: وھو أن یتکلم أو یفعل البعض دون البعض وسکت الباقون منھم ولا یردون بعد مضي مدة التأمل وھی ثلاثة أیام ومجلس العلم ویسمی ھذا إجماعا سکوتیًا وھو مقبول عندنا: ۲۱۹۔:

اعلم أن في الأخذ بھذہ المذاھب الأربعة مصلحة عظیمة وفي الإعراض عنھا کلھا مفسدة کبیرة ۔۔۔۔ وثانیا قال رسول اللہ صلی اللہ علیہ وسلم: اتبعوا السواد الأعظم، ولما اندرست المذاہب الحقة إلاّ ھذہ الأربعة کان اتّباعھا اتّباعًا للسّواد الأعظم (عقد الجید للشاہ ولي اللہ)۔

اوس دی خپل علم او ددی علماو علم سره وتله او ووایه چی دوی سهوه شویدی.

وسلام علیکم ورحمة الله و برکاته


مومن مهاجر
20.10.2010

الوزیري صاحب! سلام اواحترام
تاخوله خپل زعم سره سم هغه دلائل نقل کړل چي ته وايي تقلیدثابتوي . نویوځل بیامهرباني وکړه لومړی دتقلیدتعریف وکړه اوبیاداووايه چي ایاشخصي تقلیدهم واجب دی اوکه نه؟ که واجب وي دلائل دي ذکرکړه اوپام دي وي چي کله یوآیت، یاحدیث اویادکوم کتاب عبارت نقلوې،نوپه آیت کي سورة اودآیت نمبر،په حدیث کي له سندسره اصل مأخذاوپه کتاب کي جلداوصفحه په تفصیل ذکرکوه همدارنګه ډېروخت چي کله ته دیوکتاب عبارت نقل کوې نوهغه نه ویل کېږي . مهرباني وکړه عبارت سم نقلوه څویې په مطلب پوه شو.


وزیري
21.10.2010

شخصی تقلید واجب ده

دا خبره له علماو نه پټه نده چی د عربی قبایلو ژبی په عربی ژبو کی د مشترک کیدو باوجود مختلفی وی لکه په هندوستان کی د مشرق او مغرب خلکو او ډلی او لکهنو اوسیدونکو ژبی مختلفی ګڼل کیږی ځکه خو محمد ص دعا وفرمایله چی قرآن کریم په دغو اوه ژبو کی نازل کړی سی ترڅو کومی ډلی ته شکایت او یا په لوستلو کی ورته تکلیف نه وی. د محمد ص ددغی دعا او تمنا له کبله قرانکریم په اووه لغتونو نازل شو چی د حدیثو په الفاظ کی په (سبعة احرف) سره تعریف شویدی (موطا امام مالک) او په نبوی زمانه کی ددغه اووه لغتونو په موافق قران کریم لوستل کیدی. مګر د حضرت عثمان غنی رض د خلافت په زمانه کی عجمی سیمی فتح سولی او قران کریم په عجمو کی شایع سو په هغه وخت دا اوو لغتونو د تفرق په وجه عجمیان حیران شول او اندیښنه پیدا شوه چی دغه اووه لغتونه چی د آسانی لپاره غوښتل سوی وه اوس چیرته د مشکلاتو بلکی د تحریفاتو ذریعه ونه ګرځی. لهذا جامع القرآن حضرت عثمان غنی رض حکم وکړ چی اوس دی قرانکریم صرف په یو لغت کی ولوستل سی او په نورو لغتونو کی د لوستلو او لیکلو ممانعت وکړ او د اصحابو کرامو ټولی مجمع دغی فیصلی ته د ثواب په نظر وکتل او نهایت ضروری یی وګڼله او هیچا ورباندی نکیر ونکړ. غرض دا چی د اصحابو په اجماع له سبعه احرف څخه پر یوه حرف باندی اقتصار کول ضروری او واجب وګڼل شوه.
بعینه همدغه مثال د شخصی او غیر شخصی تقلید دی. څرنګه چی په خیرالقرون کی د هوا او هوس د اتباغ غلبه نه وه نو په هغه وخت دواړه تقلیدونه کیدل دچا به چی کوم یو خوښ و پر هغه یی عمل کوی مګر ددریمی پیړی په پیل کی چی کله د هوا او هوس غلبه زیاته شوه او د محمد ص د پیش ګویی او وړاندوینی په مطابق نفسانی خواهش د خلکو په رګونو رګونو کی سرایت وکړ نو د وخت علماو په اتفاق سره دا خبره ضروری وګڼله چی له غیر شخصی تقلید نه خلک منع کړل سی او یوازی شخصی تقلید واجب وګرځول شی که نه نو د شخصی تقلید په پرده کی به خلک د خپل نفس مقلد وګرځی چی د امت په اجماع سره دا کار حرام دی.
حافظ ابن تیمیه چی غیر مقلدین حضرات هم هغه امام ګڼی هغه پخپل فتوی کی پدی باندی د اجماع امت دعوه کړیده چی د خپل نفسانی خواهش په مطابق ګڼلو سره د هوا د اتباع په غرض د کوم حدیث یا د کوم امام مذهب اختیارول حرام دی.
(حیث قال فیمن نکح عند شهود فسقة ثم طلقا ثلاثا فاراد التخلص من الحرمة المغلظة بان النکاح کان فاسدا فی الاصل علی مذهب الشافعی رح فلم یقع الطلاق ما نصه و هذا القول یخالف اجماع المسلمین فانهم متفقون علی ان من اعتقد حل الشی کان علیه ان یعتقد ذلک سوا وافق غرضه او خالف و من اعتقد تحریمه کان علیه ان یعتقد ذلک فی الحالین و هولاء المطلقون لا یقولون بفساد النکاح بفسق الولی الا عند الصلاق الثلاث لا عند الاستمتاع والتوارث یکنون فی وقت یقلدون من یفسده و فی وقت یقلدون من یصححه بحسب الغرض والهوی و مثل هذا لایجوز باتفاق الامه (ثم قال بعد ثلاثه اسطر) و نظیر هذا ان یعتقد الرجل ثبوت شفعة الجوار ادا کان طالبا له و عدم ثبوتها ادا کان مشتریا فانه لایجوز بالاجماع و کذا من بنی علی صحة ولایة الفاسق فی حال نکاحه وبنی علی فساد ولایته حال طلاقه لم یجز ذلک باجماع المسلمین ولو قال المستفتی المعین انا لم اکن عرف ذلک و انا الیوم التزم ذلک لم یکن من ذلک له لان ذلک یفتح باب التلاعب بالدین و یفتح الذریعة الی ان یکون التحلیل و التحریم بحسب الاهواء. (فتاوی ابن تیمیه جلد ثانی ، صفحه 240 او 241)

په مقلدینو باندی اعتراض کونکی خلک دی فکر او غور وکړی چی هغو اصحابو کرامو ته هغوی څه وای چی هغوی د عوامو په غلطی کی د غورځیدو له ویری د محمد ص له خوا جاری شوی له اووه لغتونو څخه یی صرف یو مقرر او واجب کړ او نور یی ناجایز وګرځول. که چیرته هغوی د هغو حضراتو له طرف نه کومه توجیه کوی نو ایا مقلدین به له هغو نه دا توقع وکړی چی د هغو له طرف نه دی هم همغه توجیه قبوله کړی سی.

یوه فقهی مسله: ددی یو نضیر او مثال یوه فقهی مسله هم ده چی سبع قراات چی له محمد ص څخه په تواتر منقول دی په اووه قرائتونو کی د قران تلاوت کول همیشه معمول پاته شویدی لیکن د منیه شارح علامه حلبی رح لیکلی دی چی دا زمانه د جهل او نادانی ده لهذا بهتره داده چی لدی قراات نه پرته چی پخپل ملک کی رائج وی بل قرائت ونه ویل شی تر څو عوام په دی مغالطه کی ونه غورځیږی چی د قران په الفاظو کی اختلاف دی.

دوهم سوال: شخصی تقلید له کوم وخت نه او ولی شروع شو؟

په خیرالقرون کی یعنی د اصحابو او تابعینو په زمانه کی څنګه چی پورته عرض وشو کوم سړی به چی د کومی مسلی نه خبر نه وه هغه به له کوم عالم نه د مسلی پوښتنه کوله او پر هغهی به یی عمل کولو او پدی کی د تقلید شخصی او غیر شخصی دواړو نظائر او مثالونه ترسترګو کیږی. چونکه د اهل حدیث حضرات هم د غیر شخصی تقلید معترف دی لهذا د هغو مثالونو د وړاندی کولو ضرورت نسته صرف هغه څو واقعات لیکل غواړم چی له هغو نه دا معلومیږی چی د اصحابو او تابعینو په زمانه کی هم ځینی خلک د شخصی تقلید پابند وو او صرف یو عالم یی خپل مقتدا ګرځولی وه او په ټولو اختلافی مسایلو کی به یی د غهوی مذهب راجح ګڼه او عمل یی ورباندی کوه.
(اختلف فی کثیر من الاحکام و اتبعه فی ذالک اصحابه من اهل مکة)
یعنی کله چی حضرت ابن عباس رض په مکه کی استوګن سو نو په ډیرو مسایلو کی د نورو اصحابو خلاف وه او د مکی ډیرو اوسیدونکو د حضرت ابن عباس رض قول مرجح ګاڼه او دهغه په فتوی یی عمل کاوه. د اختلاف په محل کی د ابن عباس رض قول ته ترجیح ورکول او د هغه په فتوی عمل کول همدغه ته شخصی تقلید وایی:
همدغه راز په حجت الله کی فرمایی:
(وکان ابراهیم و اصحابه یرون ابن مسعود و اصحابه اثبت الناس فی الفقه)
یعنی حضرت ابراهیم نخعی او د هغوی شاګردانو حضرت عبدالله ابن مسعود او د هغه شاګردان به یی په فقه کی اثبت الناس ګڼل.
په اختلافی مسایلو کی به یی د هغوی قول ته ترجیح ورکوله او شخصی تقلید لدینه زیات مفهوم نه لری.

او په ابوداود مجتبایی ص ۶۸ کی لیکلی دی:
عن عمرو ابن میمون قال قدم علینا معاذ بالیمن رسول الله ص الی قوله فالقیت محبتی علیه فما فارقته حتی دفنته بالشام میتا ثم نظرت الی افقه الناس بعد فاتیت ابن مسعود رض فلزمته حتی مات (الحدیث)
عمرو ابن میمون وایی چی کله معاذ ابن جبل رض په یمن کی د محمد ص د قاصد په توګه تشریف راوړی وه نو ماله هغه سره محبت وکړ او تر هغه ترینه جدا نه شوم ترڅومو چی په شام کی دفن کړ. لدینه پس ما وکتل چی افقه الناس څوک دی زه د حضرت عبدالله بن مسعود خواته راغلم او دهغه په خدمت کی و اوسیدم تردی چی هغه هم وفات شو.
حاصل دا چی تقلید د محمد ص له زمانی نه شویدی او د هغه ص په حکم شویدی او بیا په اصحابو کی همیشه پاته شو. ځینو حضراتو د مطلق تقلید څخه کار واخیستی او ځینو له شخصی تلید څخه.

دریم سوال:
یوازی د څلورو امامانو تقلید ولی ضروری دی؟
آیا کوم بل امام دغه درجی ته نه دی رسیدلی چی د هغه تقلید دی وکړل شی؟
آیا د آئمه اربعه و د تقلید حکم په کوم نص کی راغلی دی؟

د وخت د کموالی له امله دا او داسی نور ځوابونه به ان شاء الله ډیر زر ولیکم


مومن مهاجر
21.10.2010

الوزیري صاحب! کله چي ښه پرارامه شي لیکنه وکړه خوګوره دلائل سره ګډوه مه که حدیث اویادکوم کتاب عبارت نقلوې نواصل مأخذته سمه حواله ورکوه څودځوابي لیکنې پرمهال ستادلائل سم تجزیه کړای شم .په دې وروستۍ لیکنه کي دي یوځل بیاهرڅه سره ګډوډکړي دي .اوبایدووایم ته چي هرڅه دلائل لرې هغه ذکرکړه کله چي ستاوارخلاص شوبیابه زماواروي ترهغوبه بیاته لیکنه نه کوې چي ماخپل دلائل په مفصل ډول درته نه وي ذکرکړي اویوه بله خبره چي یادول یې اړین ګڼم هغه داده چي دبحث پرمهال به ګوره هیڅ وخت نه احساساتي کېږې،بحث به کووخوپه معقول، منطقي اودورورۍ په چوکاټ کي . یوبل ته به سپکې سپوري نه وایواومتقابل احترام ته به پوره پاملرنه کووزمااوستاترمنځ روان بحث به دپوهولواوراپوهولویوه وسیله وي نه دخپګان اوکرکې پیداکېدوسبب .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more