د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

یوځل بیادطالبانو ډانګپیرلی ځواب اشغالګر او اجیرانو ته ې

tandar
13.10.2010

یوځل بیادطالبانو ډانګپیرلی ځواب اشغالګر او اجیرانو ته ې
،،،،،,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دافغانستان اسلامي امارت خپل مسلمان مجاهد اولس او ټول اسلامي امت ته ډاډ ورکوي چې ترڅو دافغانستان اشغالوونکي له دې خاورې څخه نه وي وتلي ترهغوبه په هیڅ قیمت له متجاوز دښمن اودهغوی له اجیرانوسره مذاکراتواو اوربند ته چمتو نه شي .
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دیو مسلمان ،افغان او نر خبره یوه ده زه درته دا شعر تکراروم٠
داچه ګوری هریخواته لوړ لوړ غرونه
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,, ډک له زمریانوپه کی پریمانه سنګرونه
تور پټکې پسر دشهادت جام ې په لاس کی
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,په الله اکبر لری ایمان ورسره نشته کفنونه
هم ې ځوانی ،هم ې جذبه او هم ې دشمن شته
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,, راځی ورسره یو شو بیا به کله جهادونه کوو
طالبه دشمن دی وار خطا دی٠
انشاالله ژر به ورکیږی او ټول جهان ته به شرمیږی٠
یوالی دبری لومړی شرط دی


نوروز خان
13.10.2010

څوک وایي چې داد مسلمان نر افغان خبره ده ،زمونږ دهمدې حجرې یوه شملور او شین ټیکي مشرپښتون ښاغلي پتوال صیب په ډکه خوله راته وویل چې دا ډول نردریځ یوازې آی ایس آی درلودلی شي ،داای ایس ای ده چې داسي دایماني پرتم او افغاني غیرت نه مالامال سرشاره او بې باکه اعلامیې نشروي په ټوله دنیا یي سترګې نه ډکیږي او له ما اتل نشته دحماسو څرکونه یي په هرټکي کې ځلکیږي ،تندرصیب لوستونکي حیران دي اوس دچاومني ته وایي دا دنرانو طالبانو کاردی او پتوال صیب وایي دادښځې چرګې نارینه اذان دی او داډول ټولې اعلامیه دکوټې دشورا په نوم دپاکستاني استخباراتو په دیکته او فرمان نشریږي :roll:

ددې متنازع فیها نارینه خبرې ؟؟؟ متن په لاندې ډول دی

بسم الله الرحمن الرحيم:::: وقاتلوهم حتى لا تكون فتنة ويكون الدين كله لله دمذاکراتو اړوند ددښمن دبې بنسټه ادعاوو اوپوچوتبلیغاتو په اړه داسلامي امارت اعلامیه
چارشنبه, 13 October 2010 14:44 - .
څو ورځې وړاندې امریکایي ورځپاڼې واشنګټن پوسټ دیوه نامستند او بې بنسټه راپور په ورکولو سره ادعا وکړه چې داسلامي امارت نږدې پنځلسو تنو لوړرتبه کسانو دامارت درهبرۍ په امر او تصمیم دکابل له رژیم سره پټې لیدنې کتنې اومذاکرات کړي دي ،له دې وروسته دیوشمیر افغان او نړیوالو رسنیو لخوا داسې خبرونه هم خپاره شول چې ګنې داسلامي امارت دنمایندګانو او دکابل درژیموالو ترمابین دپلازمینې کابل په سرینا هوټل کې پټې خبرې راونې دي ،

له دې وروسته ددوشنبې په ورځ دکابل دلاس پوڅي رژیم مشر حامد کرزي له امریکایي تیلویزوني چاینل سي این این سره په مرکه کې یوځل بیا همدا پوچه اوازه تکرار کړه اوادعا یي وکړه چې له تیرو څومیاشتو راهیسې داسلامي امارت له نمایندګانو سره په مذاکراتو لګیادي اولاهم دابهیر تعقیبوي .

دافغانستان اسلامي امارت دتل په شان یوځل بیا ددښمن دا ډول پوچې ادعاګانې او بې بنسټه تبلیغات په کلکه ردوي او ددښمن له خوا دپیل شوې رواني جګړې یوه تنظیم شوې هڅه یې بولي اوداخبره هم روښانه کول غواړي چي داډول اوازي دپخواپه شان اوس هم یوازي ددرسنیوپه ژبه بدرګه کیږي اوپه عمل کې مذاکرات څه چي دمذاکراتو په نامه ددښمن له لوري داسلامي امارت له مشرانو سره تماس قدري هم ندی نیول شوی اوحتی دتماس نیولوکومه مستقیمه او غیر مستقیمه عملي هڅه لاهم نده شوي .

،دافغانستان اسلامي امارت خپل مسلمان مجاهد اولس او ټول اسلامي امت ته ډاډ ورکوي چې ترڅو دافغانستان اشغالوونکي له دې خاورې څخه نه وي وتلي ترهغوبه په هیڅ قیمت له متجاوز دښمن اودهغوی له اجیرانوسره مذاکراتواو اوربند ته چمتو نه شي .

اسلامي امارت دمذاکراتوپه اړه دخپل ثابت دریځ له مخې د دروغجنو امریکایانواودهغوی دمزدورانوددغومکرروتبلیغاتوپه مقابل کې تل اعلان کړی چې که ریښتیاهم ستاسودغه ډنډورې واقعیت لري نو مهرباني وکړئ دهغوداثبات لپاره خواقلایوداسې سند وړاندې کړئ چې له مخې یې په مذاکراتوکې داسلامي امارت داستاځیو دګډون خبره سپینه شي اوکه تاسوداسلامي امارت څوتنه دګوتوپه شمیر پخواني مسئولین چي یا تاسوته تسلیم شوي او یاهم ستاسو له لوري لمړی اسیران شوي او بیا په کابل کې اوس دنيمه اسيرانوپه ډول ستاسوپه ولکه کې تر نظارت او مرا قبت لاندي ژوند کوي داسلامي امارت نماینده ګان بولی اوپه مختلفو غونډوکې یې دنمایش په ډول ښکاره کوئ نو پوه شئ چي هغوئ هیڅکله هم داسلامي امارت نمایندګي نشي کولای اونه هم اسلامي امارت هغوئ ته اجازه ورکړي چي په داډول غونډوکې دي ګډون وکړي اویادي هم داسلامي امارت نمایندګي وکړي

په دې اړوند دافغانستان مجاهد اولس او دهیواد په لراوبر کې دحق دسنګرساتونکي مجاهدین هم باید په خپل مجاهدزعامت ډاډه واوسي اوپه دې دې باوري وي چې په هیڅ قیمت به د دوی په وینو او قربانیو باندې پټې معاملې او سودا بازي ته څوک پری نه ښودل شي .

دغه راز اسلامي امارت دسولې دشورا په نامه ددښمن له خوا دګمارل شوي تازه جریان په اړه هم یوځل بیا خپل غبرګون تکراروي او دا دامریکایي ستراتیژیستانو له خوا دافغانستان داشغال له مسئلې څخه دتوجه اړولو او عامه اذهانو دګمراهۍ یوه منظمه هڅه بولي چې سرله اوسه یې په وړاندې دافغانانو او نړیوالومنفي غبرګون اوبې اعتمادي اوج ته رسیدلي .

بایدروښانه کړو چې دمذاکراتو په اړه اسلامي امارت له پیله خورا واضح او نهایي شوی دریځ لري هغه داچې دیرغلګرو په وجود کې مذاکرات یوازې د وخت ضیاع ده چې دافغانستان داستقلال او یوه واقعي شرعي حکومت دتاسیس په لاره کې هیڅ هم ترې ترلاسه کیدلای نه شي علاوه له دې دا ډول مذاکرات دافغانستان روان اشغال ته یوډول قانونیت ورکول دي هغه څه چې له مجاهد اولس او ګران هیواد سره تاریخي جفابلل کیږي .

که چیرې دافغانستان بهرني اشغالګر او هیوادني اجیران یي رښتیا غواړي چي نورله دي نکامه جګړي ځانونه وباسي ،سیاسي حیثیت یې نورترپښولاندي نشي ،ملاماتونکی اقتصادي بار یې له اوږو واوړي ، دافغان اولس ستوماني او روانه جګړه پای ته ورسوي باید له هرڅه لومړی له افغانستانه څخه دبهرنیو پوځیانوپه ایستلو پیل وکړي ،برعکس که چیرې دښمن بیاهم په عملي ډګر کې په جګړه ټینګار کوي او په مطبوعاتو کې بیاپه لوړه کچه دمذاکراتو دروغجنې اوضداونقیض اوازې خپروي پرته له دې چې دنړیوالو او افغانانو په وړاندې ددښمن اعتبار لا له خاورو سره خاورې شي نوربه هیڅ هم ترګوتو نکړي .

دافغانستان اسلامي امارت

4/11/1431 هـ - 13/10/2010


عنوان

tandar
13.10.2010

وروره سلامونه .
اول شاید غلط پوه شوی وی ٠دوهم پنجابی اولین دشمن زمونږ دی٠
دپتوال صاحب لیکنی او وړاندیزونه دخپل ملت لپاره که په غور سره ولولی ، نو افغانستان به فوری ازاد او جنایت کاران به خپله سزا رسیدلی او هر افغان ته به هر سړی دانسان په سترګه ګوری٠
د افغان طالب سره یو ځای دهر افغان ملی قیام په کاردی٠
پنجابی نن اعلان کړی چه زمونږ له رضایت په غیر به افغانستان کی صلحه رانه شی٠
پنجابی دهعه چا دلاس اله ده چه ١٠٠ کاله مخکی ې افغان ځانته غلامولو ،خو زور ې ونه رسیدو٠
که څوک بی ناموس نه وی اودخپل ملت درد ورسره وی او ازاد افغانستان غواړی او ځانته افغان واې او جسمانی توان هم ورسره وی نو نن دډیرو خبرو او سیاست وخت نه دی ،نن دعمل وخت دی باید ټول افغان سره یو شی او اشغالګر ته او دهغو ملګرو ته تر پنجابی پوری په هر رقم او هر ځای کی چه وی په ؟؟؟؟ داسی لرګی ورننه باسی ،چه دکړوسی ،کړوسی ې دافغانستان داشغال نوم دخپل مذهب په کلیمو سره هم یاد نه کړی٠
او دی کار ته دهر افغان وینه نن په جوش راغلی ده لکه زما،نن دهر افغان دغیرت ورځ ده٠
ژوندی او بریالی دی وی ازادی خواهان طالبان ٠



15.10.2010

........................................................ [color=red:a3c3fec437]د طالب او ملت يوه چغه [/color:a3c3fec437].........................................
[color=blue:a3c3fec437]
مونږ امريکايان په خپل وطن کې پرېښودی نشو
.............................................................. مونږه باداران د پنجابي دلته زغمی نشو

مونږ دسپين سونټ - او تورسونټو کونجنګي غواړو
......................................................... مونږ تر اباسينه هر پردی ستي پتي غواړو [/color:a3c3fec437]
[color=red:a3c3fec437]ينکي ، پيرنګيه او پنجابيه ولې آورې نه
.............................. ځئ ! ، وځئ چټک !! د لوی افغان سپېڅلې خاورې نه ! [/color:a3c3fec437]
[color=blue:a3c3fec437]مونږه د طالب او طالب مونږ سره يو ورونه يو
.......................................................... ستا په سر ،يو موټی ، د پلکونو ګوزارونه يو

چيت به شې او وريت به شې کباب او لولپه به شې
............................................................ دې د ځمرو ځاله کې يو غړم سره کپه به شې!

دغه د بازانو افغانانو ځمرو ځاله ده
.................................................. تړه ستا د مرګ زمونږ په منځ کې خوږه خواله ده ![/color:a3c3fec437]


عنوان

tandar
15.10.2010

پتوال صاحب په دغه کرښه کی دی زما دزړه بړس دی هم ورسره و ایستلو ،،،یو غړم سره کپه به شی ،،٠
خو ارمان می دادی چه دغه صحنه می په ستر ګو هم لیدلی وی ٠
یوالی دازادی لومړی شرط دی٠


حذيفه
10.11.2010

نن که په افغانستان کي هرڅوک دامريکايي اتحادپه وړاندي جنګيږي الله دي بری ورکړي .له وخته وړاندي پرخلکوتورونه لګول به ښه نوي،ترامريکايانوپاکستانيان په هرحال ښه دي خوددي دامطلب نه دی چي موږنودامريکايانوپه دغلامۍ په مقابله کي داپاکستان غلامي منوالبته که پاکستانيان په هيوادکي له روان جهادسره مرسته کوي نوښه خبره اوموږيي بايدترې قبوله کړو.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more