د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

زمونږ ورخونه اوبه وړي، او مونږه ورته ګورو!!!!!!!!!!!!!!!!!!

داکتر هوسي
03.05.2004

ټولو درنولوستونکو ته سلامونه او نيکي هيلي
د قدر وړ لوستونکو !
داسي فکر نکوي چي زمونږه قلمونو د چپ روژه نيولي ده او ډير ځل د ريښتيا ويلو او ريښتيا ليکلو زحمت نه ورکوه،
او دا چي په مونږه کي د هيچا سره د وطن د ابادي غم نشته.
مشران او حاکمان د جيبونو په ډکولو بوښت دي ،چوکي پکي پلرني ميراث کڼل شوي
.تاپي او مهرونه د ريسانوصاحبانو په جيبونو کي ګرځي،په هر دفتر کي او هره شعبه
کي د امرصابانو خپلوان مقرر دي .نرخونه د اسمان د شنو نه هم اوچت دي ،
د بريښانه پوښتنه يي هيځ مکوه لاټينونه پکي که بريښنا وي هم نه مړه کيږي،
خانان او ملکان په خپلو غوړه ماليو او چپړوسماړيو بوخت دي،
د ديندارانو ځاي دنيا دارانو ډک کړي،
د کور خاوند بهر ملک کي دي او د هغه د کور پکي دري يا ځلورشرعي قوالي جوړي دي
معلمانو خوارانو تنخواګاني پکي ورکي دي ،
د علامانو او پوهانو خولي او قلمونه تړل شوي دي.
په هره ځو ورځو کي يوماشوم يا سپين ګيري د خاريجيانو د تانګ يا موترلاندي مري لاندي مري،
د شفاخانو په د هليزونو کي يي د سپيانو او پيشوګانو سختي نختي رواني وي ،
او د دارو ګانو په ګودامونو کي يي موږکان ساعتري کوي ،
مشرانو په رياستونو او امريتونو وار ايخي او د دي په خاطر چي سره وران نه شي نو په پچه چي هر يو ته راووت نو هغه ريس او امر دي .
ده چانه پکي دفاکولتو د اختصاصي سندونو اواجازه نامو پوښتنه نه شته ډير بي سوادان د فاکلتو او لوړو زدکړو سندونه لري، په کيبل سهار جلالاباد کي بنديز ولکيده او مازيګر په هلمند کي افتتاح شو.................................. زه نه پوهيږم دا زما حق دي کنه چي وپوښتم !چي د ډيوي لاندي تياره ولي ده؟؟؟؟؟؟؟؟
اقتصاد مو تبا ولي شو ؟؟
کورونه او سرکونه مو وران ولي شو؟؟
او اوس په پرديو دروازو کي ولاړ ولي يو؟؟؟؟؟؟
د چانه بايد دا پوښتنه وشي تاسي ته ځوک معلوم دي؟؟؟؟؟؟؟
که خفه کيږي نه نو زه به ووايم مونږه تول ملامت يوپه خپلو ناکاميو اعتراف نه کو.
راځي د دي دښمنيو نه تير شو، خپل عزت د بل عزت کي ولتو،ګذشت وکړو، بدي خاطري ښخي کړو،
په يو محور راتول شو، سوله خپل شعار وګرځو، د وطن د ابادي سوچ وکړو،اود اعتدال خوا ته لاړ شو،
په درناوي ستاسي نوي همکاره[quote:cf6184a29c][/quote:cf6184a29c][code:1:cf6184a29c][/code:1:cf6184a29c][color=darkred:cf6184a29c][/color:cf6184a29c]


نقاد
06.05.2004

[color=blue:ad348ff653]درنې او د قردروړ خور ډاکتر هوسۍ ته سلامونه ، ښه راغلاست او نيکې هيلي سره يو ځای وړاندې کوم .
په ټول افغان کې ستاسې کوانده غړيتوب او ليکنې زمونږ د وياړ او ډيرې خوښۍ سبب ګرځي ، خدای دې وکړي چې د خپل اند بهير او قلم مو څپاند وساتئ . که کيدای شيزه ولري او خپله يوه لنډه بيو ګرافي هم، که هر څومره په يوه ابستراکت (مجرد) چوکاټ کې هم وي، د ټول افغان په ګرانو لوستونکو ولوروئ ، ډيره مهرباني به مو ځکه وي ، چې د افغاني خويندو په استازيتوب تاسو د خپل علميت سره د ټول افغان په چوکاټ کې هم ډير اغيزمن چوپړ د وطنې خويندو ميندو ، ورونو ، قام او وطن په ګټه وړاندې کولی شئ .
په هر صورت تاسو په پورتنۍ ليکنه کې په ټولګړې توګه ډير واقعيتونه په ګوته کړي دي، چې کيدای شي مشخصه منځپانګې به يې په خپل وار ستاسو په راتلونکو ليکنو او د لوستونکو سره په بحثونو او خبرو اترو کې لا روښانه شي . ستاسو د ﻻ زياتو برياو په هيله . په ډير درناوي . پاڅونوال [/color:ad348ff653]


داکتر هوسي
13.05.2004

زه هوسۍ په خټه پښتنه،او په يوه سوچه پښتنه کورنۍ کي زيږيدلې يم، او د ننګرهار يوه ښکلې او شنه دره مې د پلار نيکه ټاټوبی دی .
خپل تحصيلات مې په کابل کې کړي دي او اوس د کابل د طب دپوهنځي د پنځم صنف محصله يم ډير وبخښئ که څه هم تراوسه پوره ډاکټره نه يم او يو يا دوه کاله د ستاژدوره مې پاتې ده خو ځان ته ډاکټره وايم .
په هر صورت کله کله به مې په شاعرۍ کي هم قلم واهه
خو د کله نه چي مې ټول افغان فورم ليدلي نو ډيره خوشحاله شوې يم ځکه دلته مې ټول افغانان او په تيره بيا پښتانه، درنې خويندې ورورنه په حقيقتونو خبري اتري کړي
بس نو په اخر کي ز ما هم زړه و شو چې له تاسې سره په دې قلمي جهاد کې شريکه شم . که څه هم زما ليکنې د ليکوالانو د ليکنو د پښو خاورو ته هم نه رسيږي ، خو زه غواړم ستاسي شاګرده اوسم او تاسي نه څه زده کړم هيله ده ما سره په دې لاره کې مرسته وکړئ .
بله مهمه خبره :
پاڅونواله وروره ،
زه چي کله دې پاڼې ته راغلم نو پدې هم نه پوهېدم چې چيرته ليکنه وکړم او هغه ليکنه بيا څنګه تاسې ته درورسوم خو بلاخره يو څه ناڅه ما خپله ليکنه تاسي ته درورسوله ، خو له ما نه يوه غلطي وشوه چي هلته مې په اقتباس باندي کليک کړی وه ، نو وروسته چي مي هر څومره خواري وکړه بيا مې ونشو کولای چي سم يي کړم.هيله ده زما دا غلطي د معافيدلو وړ يي . نور مو په ذوالجلال (ج) سپارم ستاسي يوه پښتنه خور هوسۍ


محترمې خورې


Kliwal
13.07.2004

قدرمنې خورې زمونږ په گېډيو گېډيو سلامونه هم ومنه. په دنيا او آخرت مو زمونږ ټولو سره ښاده غواړو د احساس نه مو يوه نړۍ مننه.
ستاسې ليكنه په ريښتيا چه واقعي ليكنه ده. لكه څنګه چې تاسې درى مهم ټكي ياد كړي:
۱[color=brown:d9b46149af]- دوطن هر اړخيزه ناورين، زمونږ مسؤليت او د حاكمانو مزې او چرچې. :cry: :cry: :cry: :(
۲- ستا ځينې مهمې اواساسي پوښتنې چې دا د هر بااحساسه افغان سوالونه، چې ولې داسې وشي:cry: :?: :?: :?:
۳- د ټولو افغانانو نه ستا غوښتنه چې راشئ نور ځان ته (افغانان) ووايو،مسلمانه، مخلصه وروري وكړو. [/color:d9b46149af]
چې زه په خپل وار سره د هرې خبرې په اړه ويلاى شم:
[color=red:d9b46149af]۱[/color:d9b46149af]- متاسفانه چې هر څوك مو حاكم شي يو پر يو بلا ترې جوړه شي، هر څومره چې د يو حاكم په واكدار كولو كې خوارۍ او زحمتونه وګالو همدوره راته د ستوزو او ربړو لامل شي.
كه بل چا راسره ناروا كړې واى نو حاكمانو ته به مو شكايت كړى واى داچه دوى دا راسره كوي نو بيا چا ته مخ واړ وو.
هغه د يو مصري كيسه چه د مصر پاچا سادات ورسره زياتى وكړ نوموړي ورته وويل: كه بل چاراسره دا ناروا كړې واى نو تاته به راغلى وم داچې ته راسره دا ناروا كوې بې له الله د شكايت بله مرجع نه لرم.
[color=red:d9b46149af]۲-[/color:d9b46149af] داخو بلكل پرېږده چې مونږ ووايو: ولې مو اقتصاد تبا دى او ولې مو هر څه ګډ وډ دي، بلكه دغه خپله بېوزلي، خواري، پرېشاني او وير هم را ته سور اور ده ددې پر ځاى چې ناروغي مو دوا شي جېلخانې ته بېول شوي ياستو او تحقيقونه رانه كېږي
[color=red:d9b46149af]۳-[/color:d9b46149af] داخو ستا ښكلې غوښتنه ده خو څوك به يې راسره ومني.
مهربان الله مو دې دغه زخمونه پتۍ كړي.
څومره چې پر يو قوم ستونزې او غمونه راځي هغومره بيدارېږي ويښېږي، متحد او يو موټى كېږي له يو او بل سره دوستان كېږي،خو مونږ نور هم بيده كېږو غافل كېږو، تيت پرك او بې اتفاقه كېږو.او يو له بل سره مو دښمني زياتېږي.
خلك مو ښه مرگ ته وهي او مونږ صرف ((مه)) ويل هم ناروا بولو.او يا خو يو او بل ورته نيسو ترڅو يې راته ستۍ كړي.
[color=red:d9b46149af]كټ مټ همغه د ځنګله كيسه ( بېلا شپه) ده چې يو زمرى او درى ( تور، سور او سپين) رنګه غوايان ملگري وو. زمرى چې وږى شو نو يې ويل كه يو ناڅاپه پر غوايانو حمله وكړم نو د يو كېدو امكان يې شته نو بايد لږ تكتيك وكاروم، نو سور غوايي ته ور په غوږ شو چې راځه دغه يو غوايې هسې نه هم تور دي لده څخه خو ځان خلاص كړو.
بيا چې كله وږى شونو سپين غوايي ته ورپه غوږ شو چې راځه لدغه سره غوايې نه هم ځان بې غمه كړو، بيايې سور غوايي نوشيجان كړ، وروسته وار د سپين غوايي راغي او هغه ته يې هم وويل يره ستا هم بايد چاره وكړم. دغه وخت سپين غوايي په خپله غلطۍ پوه شو چې څنګه يې دوكه وخوړه. [/color:d9b46149af]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more