د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دبلجیم افغانانو خپل غیرت ښکاره کړو٠

tandar
12.10.2010

دبلجیم افغانانو خپل غیرت ښکاره کړو٠
دافغانانو وینه نور په خوټیدو ده دخپل ملت ناوالی نور نه شی ځغملی او خپل غږ نه په قلم بلکه دعمل په سنګر کی باسی٠
دبلجیم افغانانو دا بیرغ په اول کی د اروپا په زړه کی پورته کړ٠

بلجیم:په افغانستان کې د جګړې په اړه لاریون وشو

د بلجيم هيواد په پلازمينه بروکسل کښې د افغانانو او د بلجيم د سولې غوښتونکې ټولنې له خوا نه يو سوليز لاريون تر سره شو
ټولو لاريون کونکو په ګډه او په جګ غږ داسی وویل
مونږ بمونه نه ښونځی غواړو
مونږ جنګ نه روغتون غواړو
...جنګ بس کړی جنګ بس کړی
مونږ جنګ نه غواړو
په دغه لاريون کې ټولو په ګډه د ناټو او نورو بهرني سرتیرو ژر تر ژره له افغانستان څخه د وتلو غوښتنه کوله او د بې ګناهو وژل شو افغانانو په احترام 2 ځلی 30 ثانيه په خپلو ځایونو کې ودريدل
په اخره کې لاريون په ښه توکه او بې له کومی ستونزی پای ته ورسید.
جاوید احمدزی٠
یوالی دبری لومړی شرط دی٠

په لر او بر کی عکسونه هم لیدلی شی ،خدای دی ټولو کی داسی غیرت پیدا کړی چه ملی پاڅون جوړ او ددی بدبختیو څخه دا ملت خلاص او وژغوری٠






OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more