د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

ولی په خطبه کی د کرزی نوم نه اخستل کیږی؟

وزیري
12.10.2010

وروڼو اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

آیا ویلای شی چی ولی د نن سبا علما‌‌ د کرزی نوم د جمعی د لمانځه په خطبه کی نه اخلی؟

وسلام

احب الاعمال الي الله أدومها وان قل


مومن مهاجر
12.10.2010

اول خوپه خطبه کي دوخت دواکمن نوم یادول زماله معلوماتوسره سم هیڅ شرعي دلیل نه لري،داهسي دوخت دواکمنودخوشالوپه موخه یودودګرزېدلی وو. خوله دې سره سره چي کوم علماء په خطبه کي دوخت دواکمن نوم یادول جائزبولي هغوئ دهر هغه واکمن نوم نه یادوي چي صرف دمسلمانانوپه وطن کي واک ته رسېدلی وي په خطبه کي دهغه واکمن نوم یادېږي چي مسلمان وي،دمسلمانانوپه لاس حکومت ته رسېدلی وي،اسلامي قوانینوته ژمن وي اودکفارومزدوري نه کوي خوپه کرزي کي له پورتنیوځانګړتیاوڅخه یوه هم نه شته نوڅرنګه به یې په خطبه کي نوم واخیستل شي ؟


میوند ننګیال
15.10.2010

سلامونه وزیری صیب !
ښو پو ښټنه وه زه یی هم لرم ولی د شاه شجاع نوم يه خطبه کی نه اخیستل کیږی


حذيفه
18.10.2010

السلام عليکم !
په خطبه کي دوخت دپاچانوم يادول يوبدعت دی،ځکه نه له رسول کريم صلی الله عليه وسلم اونه له صحابه رضی الله عنهم څخه ثبوت لري .څوک چي داکارکوي هغه دي خپل دليل وړاندي کړي .رماپه اندخويي په بدعت کي هيڅ شک نشته .وجه يي داده چي دوئ په خطبه کي وخت واکمن يادول دخطبې جزء ګڼي له دي پرته خطبه نيمګړې اوناقصه بولي يعني دپاچادنوم يادول دخطبې لپاره يوه تتېمه ده اوپه هم دي حيثيت هيڅ شرعي نص نشته که احياناصالح پاچاته په خطبه کي دعاوشي څه باک نه لري خوپه دشرط چي يادول يي ضروري اولازمي يادثواب سبب ونه بلل شي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more