د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دا ولې (؟) : آيا دکرزي محبوبيت اوس هم له ملا عمر نه کم نه دی (؟ ؟) او حکمتيار په دواړو بر دی ؟؟


11.10.2010

http://www.tolafghan.com/posts/20006


عنوان

tandar
11.10.2010

پتوال صاحب ستاسو دسوال ځواب به هلته سړی وواې چه یرغلګر له خاوری ووځی او په ټوله خاوره کی بدون له خیانته یو افغان ددی ملت دمشر،،سرپرست،،انتخاب شی ،بیا معلومیږی چه کوم یو او څوک دی ملت ته ډیرمحبوبیت لری؟
او زما په نظر چه د شهراراه د هندوانو له درمساله یو څوک که پیدا کړی او اولسمشر شی شاید خلک په راټول شی ځکه په مسلمانانو کی چه دا اوس دمقام غوښتنه کوی، دهر یو مخ ې په جنایت تور او پیژندل شوی دی او دی ملت ته کوم اعطبار نه لری٠
دا ملت یو پاک افغان او انسان ته اړ دی ،چه چاته دا وخت ورنه کړی ، خپله خاوره بیا په روس ، امریکا او پنجابی خرڅه کړی ٠
انشالله پیدا کیږی او ډیر ژر٠


مومن مهاجر
11.10.2010

دټول افغان پرټول پوښتنه سړی اعتمادنه شي کولای . څوک داتضمین ورکوي چي په دې ټول پوښتنه کي درغلي اولاس وهنه نه ده شوې؟ کله چي ددې تضمین نه وي نوپه دې ټول پوښتنه کي ترلاسه شوې پایلې هم هیڅ اعتبارنه لري .



11.10.2010

[quote:e631a8cd0d="mumin muhajir"]
دټول افغان پرټول پوښتنه سړی اعتمادنه شي کولای . څوک داتضمین ورکوي چي په دې ټول پوښتنه کي درغلي اولاس وهنه نه ده شوې؟ کله چي ددې تضمین نه وي نوپه دې ټول پوښتنه کي ترلاسه شوې پایلې هم هیڅ اعتبارنه لري .[/quote:e631a8cd0d]
ښايي ددې امکان چاته نه وي ورکړ شوی چې په نظر پوښتنه کې لاس ووهي، ولې داچې په دې نظر پوښتنه کې صرف د ټول افغان لوستونکو
برخه اخيستې ده، نودا پوښتنه پر ځای ده چې څومره کېدای شي ددوی نظر د افغاني ټولنې د نظر انځور وبلل شي ؟
زما په اند په هېڅ صورت دا د افغاني ټولنې استازيتوب نشي کولای . خو بر عکس په ټوله کې پخپله د ټول افغان د لوستونکو دنظر
ښه څرګندونه کوي . داچې زيات پلوی محمود خان اڅکزي ګټلی له ټولو ډلو څخه
ددوی بېزاري او د يو ملي شخصيت پسې ددوی لټه او تنده ښيي
او ملتپالنه د هيواد دآزادۍ او خپلواکۍ له پاره يو لاينفک عنصر بولي . دا هم د کابل حکومت او هم د مقاومت ( او د هغوی مشرانو ) ته
يوخبرداری دی چې نه د اشغالګرو ګوډاګيان او نه هم د ګاونډي دوښمنانو دوستان د باور وړ دي . په دې ترتيب سره دا د ټول افغان د درنو
لوستونکو د سياسي شعور يوه په زړه پورې کچه په ګوته کوي !
په درنښت او سلامونو !


عادل عادل
12.10.2010

سلامونه

پتوال صیب

دا او دې ته ورته ټولپوښتنې خو ماته د هغه ماشومانو لوبې رایادوي چې د خاورو نه ډکه کوڅه کې به د سهار نه تر ماښامه د مردکیو، سپښتیو، چندل، منډو، ..... او داسې نورو عبث سرګرمیو باندې بوخت وو، په دې کوڅه به هر چا مرور کولو اعم له ماشوم، نر، ښځې، ځوان، سپین ږیریو، لوستي، نالوستي، زده کوونکي، زده کړیال، عالم، ادیب، شاعر، لیکوال، ډم/هنرمند، سیاستوال او ................. خو تاسو به ډیر کم حتی هیڅکله هم نه وي کتلي چې چا ورسره پدې لوبو کې برخه اخیستې وي.

یو دوه نیم به یې که تماشې ته دریدل او یا به یې پکې برخه اخیسته هم د پورتنیو حسابي خلکو له ډلې څخه نه وو. .....


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more