د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د خوشالي اود زېري خبره!

pattang
11.10.2010

د خوشالي اود زېري خبره!
د قندوس والي عمر (اومر ) او دهغه نور ٢٠ تنه نږدې ملګري طالبانو جهنم ته وليږل
او مردار يې کړل٠ په اشغالګرو دماتم ورځ ده ځکه چې يو جاسوس يې کم شه ٠
عمر خپله په خټه پښتون د نظار دشورا سپی ، ډېرسخت انتي پښتني سلوک لا ره ٠
په قندوس کې ټول پښتانه له دې خرڅ شوي سپي بيغيرته جاسوس څخه په تنګ
وو او هر چيرته به يې پښتانه ځورول ٠ دده په مردارې نن ورځ زما لپاره جشن دی ٠
دنورو ورځ به هم انشاالله راشي ٠


عنوان

tandar
11.10.2010

پتنګ لالا جنایت کاران دخپل عمل سزا به حتمی وینی، خو چه ژر ې په همدی دنیا ووینی ،دکونډو او یتمانو به لږ تسل وشی٠
په خلقیانو او پرچمیانو دجنایتونو حساب خوپاتی دی اوس خو ګلګلمیری ده او ددی حالت نه دځان په ګټه استفاده کوی٠
هغه چا چه ددی ملت وینی ې توی کړی او جبونه ې ډک کړی ،هغه که مجاهدو کی دی او که کمونیستو کی و او دی دحساب ورځ ې راتلونکی ده٠
او پتوال صاحب ډیر ښه ښه او واضیح مثالونه لیکلی دی٠
داچه نن له کمونیستانو څخه پوښتنه وشی چه دغرب په امپریالیزم کی څه غواړی ؟ ولی دمسکو له بادارانو سره پاتی نه شوی؟ کور،کالی ،ډوډی به ې درکړی وی که نه ،چه بعضو ې حتی تر ناروی پوری تښتیلی دی،که نور څه نه وی په سترګو کی چاته پورته کتلی نشی، لکه دا ټول ملت ته ې چه ؟؟؟؟ ورکړی وی٠
دپل چرخی په پولیګون کی مو چه ژوندی هره شپه ډلی ډلی انسانان تر خاورو لاندی کول هخه تاسوته موچان وه، هغوی هم اولادونه لرل اود دژوند حق ې لرلو؟٠
بریالی دی وی افغانی طالبان چه ددشمن په دین او مذهب ډیر ښه پوهیږی ٠


shokoor
11.10.2010

سلام علیکم
[quote:8fc1f5d58c]د خوشالي اود زېري خبره! [/quote:8fc1f5d58c]
دوستانو تاسې پوهېږﺉ چې څه لیکئ؟ زما په نظر دا کار یو بل مصیبت دی چې په بېلابیو پلموپر افغان ولس تحمیلېږی. تاسې خبر یاست چې دا پېښه په جومات کې چې ګڼ شمېر مسلمانان د جمعې لمونځ یې کول شوې ده. دلته د کندز والی او ملا امام ترڅنګ ګڼ شمېر نور هېوادوال هم شهیدان او ټپیان شوي دي. دوی هم له ځانه یتیمان او کونډې پر ځای پرې ایښی دي. شرم او ګناه ده چې پر داسې پېښو خوشحالی وشی!

والسلام
____________________________________________________

د کندوز والي ووژل شو

کندوز( پژواک د تلې ١٦مه٨٩ ) : د کندوز والي انجينرمحمدعمر د جمعې د لمانځه په مهال د تخار په يوه مرکزي جومات کې له ګڼو نورو لمونځ کونکيو سره ووژل شو .

د تخار د والي وياند فيض محمد توحيدي د تلې په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې والي له ١٢تنو سره د سپين زر په جامع جومات کې په يوه چاودنه کې ووژل شو.

نوموړي وويل چې په دې چاودنه کې ١٥تنه نور ټپيان شوي ، چې زياتره ټپيان او وژل شوي کسان ملکي وګړي دي .

د هغه په وينا ، چاودنه د يوه ځاى پرځاى شوي ماين له امله رامنځته شوې ، چې کېداى شي د مرګ ژوبلې شمېره تر دې هم زياته شي .

د تخاردعامې روغتيا سرپرست حسن بسيج پژواک خبري اژانس ته وويل، چې روغتون ته د والي په ګډون د١٢تنو مړي او ٣٣ تنه ټپيان راوړل شوي دي.

هغه وويل،چې د ټپيانو په ډله کې د اوو تنو روغتيايي حالت دانديښنې وړ و،چې د درملنې په موخه کندز ولايت ته انتقال شول

د تالقانو اوسېدونکى حاجي محمد حکيم چې د چاودنې په مهال په ياد جومات کې و ، پژواک ته د ټېلېفون په کرښه وويل چې د والي ، ملا امام او يوبل قومي مشر جسدونه يې ليدلي دي .

هغه زياته کړه : (( فرض لمونځ شوى و، په سنتو ولاړ و ، چې يو ناڅاپه داسې درنه چاودنه وشوه، چې ټول جومات يې ولړزاوه . ))

محمد حکيم وايي چې لومړى د ده په ګډون ټولو کسانو منډې کړې او چې کله بېرته راغلل او جومات ته ننوتل، نو ګڼ شمېر کسان په وينو ککړ و.

نوموړى زياتوي چې اوس خلک په قربانيانو کې خپل خپلوان او د کورنۍ غړي لټوي .

هغه زياته کړه : (( ټول جومات په وينو ولړل شو . ))

http://www.pajhwok.com/ps/2010/10/08/%D8%AF-%DA%A9%D9%86%D8%AF%D9%88%D8%B2-%D9%88%D8%A7%D9%84%D9%8A-%D9%88%D9%88%DA%98%D9%84-%D8%B4%D9%88


پښتون.
11.10.2010

[quote:30ef78fc1b="pattang"]د خوشالي اود زېري خبره!
د قندوس والي عمر (اومر ) او دهغه نور ٢٠ تنه نږدې ملګري طالبانو جهنم ته وليږل
او مردار يې کړل٠ په اشغالګرو دماتم ورځ ده ځکه چې يو جاسوس يې کم شه ٠
عمر خپله په خټه پښتون د نظار دشورا سپی ، ډېرسخت انتي پښتني سلوک لا ره ٠
په قندوس کې ټول پښتانه له دې خرڅ شوي سپي بيغيرته جاسوس څخه په تنګ
وو او هر چيرته به يې پښتانه ځورول ٠ دده په مردارې نن ورځ زما لپاره جشن دی ٠
دنورو ورځ به هم انشاالله راشي ٠[/quote:30ef78fc1b]
صد زدن زرګر (طالبان)یک زدن آهنګر(ناټواو شمالی ګوډاګیان) .
چی د دی په بدل کی به نور څومره بیګناه پښتانه وژنی. خدای خبر د کندز او تخار پښتنو ته یی نور څه چل اچولی دی او په کومه بهانه به یی رټی او وژنی.


pattang
11.10.2010

لوی ډاکو د المانانو مخبر ، رشوتخور ، جنګي ګوړا خر مخ يې دجنايتګر دی٠
هغه وخت چې المانيانو ١٤٠ عام وګړي کوچنيان او لويان وسوڅول او مړه يې کړل
نو ډاکو ووېل چې : دا ټول طالبان دي او نور هم بايد داسې مړه شي٠
لعنت الله پر دې فاسد مردار خواره ٠

[img:29a0de3320]http://www.pajhwok.com/affiles/imagecache/lead_l/photo/2008/1/IMG_1585[1]%20(Small).jpg[/img:29a0de3320]


پښتون.
11.10.2010

هو پتنګ صیب زما هم همدا مطلب وو چی دوی به ددغه مردار لپاره زمونږه د بیوزلو پښتنو نه غچ اخلی.



11.10.2010

مجرمان دې داسې مړۀ شي ، چې بل څوک په کې مړۀ نشي
................................................... چې کرزی پرې ملامت دی، طالبان به هم پرې پړه شي

ظالم زيات له مظلوم نۀ دی، چې يوۀ سره شل وژنې
............................................................... دا اختر ستا مبارک شه، دا اتڼ له مونږ نه نشي !

يوسپی لرې بل به راشي د سپيتوب دوام له پاره
.............................................................. مظلومان چې لاړۀ لاړۀ ، آ - به بيا راستانۀ نشي !

زه لا ورونه خويندې ژاړم چې بمبارد کړل اشغالګرو
.............................................. ستا يوې سپږې له پاره د پوستين په سوخت خوالۀ شي ؟؟

هم له دې خوا پښتانۀ مري هم له آ خوا پښتانه مري
............................................... چې له هرې خوا اوربل شي دوښمنان په کې مړۀ نشي (!)

يو د خير دعا پکار ده ، د خير تيږه بايد کيږدو
.................................................. په ټوپک جنګ او جګړې خو به ملي سوله رانشي !

د ملي سولې يو شرط هم دي وتل د بهرنيانو
........................................................ خو دا شرط به بې له شرطه د ملي سولې ونشي!

بايد دواړه اماده شي په باور او په ډزبند کې
............................................................ [color=blue:721368097e]امکان نه لري څو دواړه : په يوۀ ځل پلي نشي ![/color:721368097e]

داخاپوړې دي د سولې نړيوال تضمين به غواړي
....................................................... آزادي به يې منطق وي خپلواکي به پکې نغاړي .


عنوان

tandar
12.10.2010

پتوال صاحب خدای دی بری درکړی٠
که مادا کار کړی وی نو لاروی صاحب به ویل ،چه نثر ې لیکه٠
مګر ته دی شعرونه نور پری نږدی زیات ې کړه ،ځکه چه لنډ او ډیر څه په کی ځای شوی دی٠
مثال ې دا لاندی دوه کرښی دی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
د ملي سولې يو شرط هم دي وتل د بهرنيانو
........................................................ خو دا شرط به بې له شرطه د ملي سولې ونشي!
ډیر عالی٠
مګر که په واقعیت سره ې ملی صلحه غوښتله ،نو ربانی ې راڅخه به هغه غونډه کی هم ناست نه و،رئیس خو لا څه کوی٠
دا وړی نه شړی کیږی، ځکه اشغالګر جنایات کاران صلحی ته مخکی ،مخکی کوی٠
یوالی دبری لومړی شرط دی٠
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,


پښتون.
12.10.2010

د پتوال صیب د شعر دا بیتونه هم ډیر د پاملرنی وړ دی.

يوسپی لرې بل به راشي د سپيتوب دوام له پاره
.............................................................. مظلومان چې لاړۀ لاړۀ ، آ - به بيا راستانۀ نشي !


حذيفه
17.10.2010

ترهرڅه مخکي احترامات تقديموم
له اسلام اوافغان ملت سره جنايت کوونکي بايدپه داسي توګه مړه کړای شي چي نورترې عبرت واخلي .خوپه مساجدوکي دخلکوله وژلوبايدډډه وسي .ځکه هلته دمسجدبې ادبي هم کيږي اوهم نورعام اوبي ګناه مسلمانان په کي وژول کيږي .



18.10.2010

له باوري صيب او پښتون ورور څخمه مننه کوم چې د مطلب مهم ټکي راسره تائيدوي او ټينګار پرې کوي !
کاش که ډير شي بصيرت مو ......... د نفرت کډې به بارشي
د وحدت ناوې به راوړي..................... نفاقونه به مهار شي
نظر يې به شر بل کيږي .................کچوبي به ترې تيار شي
ازادي به زيږون وکړي ............... که ملي وحدت يې پلار شي
د اسلام ملتپالنې..................... ولسواک ژوند که عيار شي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more