ادبي ټوکې ټکالې
د ساحل لمر
عادل عادل
10.10.2010
سلامونه
یوه ورځ د ایران ولسمشر ښاغلي محمود احمدي نژاد وویل چې زما د نیویارک د سفر په مهال امریکايانو زما سره دومره مینه ښوده چې ماته به یې "د ساحل لمر " خطاب کولو.
یو چا تري ترې پوښتنه وکړه چې امریکایانو څنګه کولای شول تاسو ته په فارسي کې خورشید ساحل ووایي؟
ولسمشر ځواب ورکړ:
په نن وخت کې هر ولسمشر ته ښايي چې په انګریزي ژبه بشپړ تسلط او لوړه پوهه ولري، امریکایانو په فارسي نه بلکه په انګریزي کې ماته د ساحل د لمر خطاب کولو او زه یې په مانا پوهیدم چې په انګریزي کې داسې ویل کیژي:
......................
.................................
................................................. Son of a Bitch
عنوان
tandar
11.10.2010
عادل صاحب داسی راته معلومیږی چه د ټوکو ډیر شوقی ې٠
مګر پوښتونه غوږ شه٠
ظاهر شاه په ارګ کی دمازدیګر چکر وهلو٠
دا عمومی دروازی ته نا رسیده چپ خواته یو ډیر ګڼ جمبخړ بوټی وه ٠
نو ډګروال اصف چه وروسته دجنرال اصف خرکار مشهور او د ارزاقو رئیس و په یو چل ارګ ته ننوتی او په دی ګڼ بوټو کی ې ځان پټ کړی دی.
او بله داخبره وه چه ده ته چا جنرالی نه ورکوله٠
نو ظاهر شاه چه بوټو ته ورنژدی شو ،نو دسپی اواز ې تر غوږو راغلو ،نفرو ته ې امر وکړو چه وګوری چه دا بوټو کی سپی له کومه شو؟
باډیګارد ورغله چه ګوری ډګروال اصف په بوټو کی ناست دی او دسپی غوندی غپیږی ،خلاصه ظاهر شاه خبر شو او ځان ته ې وغوښت او تپوس ې ځنی وکړو چه ولی څه درباندی شوی چه په بوټو کی پټ او دسپی غوندی غپیږی٠؟
اصف ورته وویل چه،، صاحب سګ دربار تان از ترفیع مانده،،
بس ظاهرشاه ورته مسکی شو او فوری ې خان محمد خان او سردارولی ته امر وکړو چه دجنرالی ترفیع ورکړی٠
دسپی په یو اواز ایستلو سره جنرال اصف شو٠