د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

....لالی پورغواړي !


مجيب انګار
03.05.2004

( دسهارنه په مننه )

......لالی پورغواړي ؟ !
داسلامي انتقالي ادارې دبهرنيوچارووزارت دمنابعوپه قول روسيې له افغانستان څخه د٩،٨مليارده ډالروپورغوښتنه کړې ده.
ددې منابعوپه قول دانه طنزدی اونه هسې آوازه، جدي مساله ده اوروسيې دهغه پورغوښتنه کړې ده چې پخواني شوروي ياسورښامارآن له ١٣٣٠لمريزکال راهيسې افغانستان ته ديوشميرمهموپروژولپاره ورکړی ؤ،دغه خبره هم اوس ډاګيزه شوې ده چې په دې نژدې لس مليارده ډالروکې زياته برخه دهغوپروژوپيسې اوسود دي چې پخواني شاهي رژيم اوياخدای بخښلي سردارداودخان مرحوم جمهوري حکومت ته ورکړی شوي دي اولږبرخه يې دوروستيوشوروي پلوه واکمنوپه وخت پورې اړه لري.
په دې مساله که له احساساتوپرته دنړيوالواصولواونورمونوپه رڼاکې که قضاوت کيږي دوه ټکي پکې دپام وړدي :
لومړی داچې پخوانی شوروي اتحادچې په پنځلسومستقلوجمهوريتونووويشل شو،اوس روسيې دهغه دځای ناستي دعوه کړې ده. که دروسيې دعوه دنړيوالوقوانينو اونورمونوله مخې پرځای وي نوبياخودشوروي اتحاداوزموږدهيواددقانوني حکومتونو ترمنځ چې کوم تړونونه اولوظونه شوي دي دواړه لوري يې په منلواومراعات مکلف دي .
پردې حساب دپخواني شوروي دقراردادونواوتړونونوله مخې چې کوم پورونه پاتې دي روسيه يې دغوښتلوحق لري.
خوددې ترڅنګ روسيه که دپخواني شوروي دځای ناستې دعواداره ده نوزموږدهيواديوه بله معامله هم ورسره پاتې ده چې دهغه هيواددنامردانه يرغل اوتيري حساب کتاب دی.
دشوروي پلوه رژيم له رانسکوريدوڅخه مخکې پخوانی شوروي اتحادړنګ شوله همدې امله تراوسه پورې افغان حکومتونوزموږپرهيواددشوروي ديرغل دجګړې اوبرباديودتاوان مرجع نه پيژندله،اوس چې روسيې دپخواني شوروي دامتيازاتو دعوه کړې ده دنړيوالومنل شويونورمونوله مخې بايددپخواني شوروي اتحادتاوان هم دغه هيوادوګالي.
دابه ډيره مسخره اوخندنۍ وي چې روسيه اوس يوازې دپخواني شوروي دوخت دهغو پروژوپوردسودسره غواړي چې زياتره يې ياپخپله روسانوله منځه يووړې يادهماغه نامردانه يرغل په عواقبوکې له منځه ولاړې.
داپرځای پريږده چې پرروسيې زموږديونيم مليون تنودوينوپوردی. زموږدهيواددټول هست اوبوددهمدغه تيري په ترڅ کې بربادشول. اوترننه چې افغان ولس په بدمرغيوکې راښکيل دی دادهماغه تيري اووحشت پايلې دي چې هيوادمويې دباروتوپرانبارونوډک کړ.
که دافغان ولس اوسنۍ بدمرغۍ اومادي اومعنوي زيانونه شميرو،روسيه به ددغو زيانونودسلمې برخې پوراداکولوتوان ونه لري ،خوکه روسيه دخپل پورپه غوښتلوکې جدي ده، افغان چارواکي اونړيواله ټولنه دهغوبرباديوتاوان هم جدي وغواړي اودوی بايد داستادرباني دحکومت خيانت تکرارنکړي چې دخپل اقتدارلپاره يې داولس پرقربانيو پښې کيښودې اودهيوادله تاريخي دښمنانوسره يې پټې اوښکاره معاملې وکړې.
دوروستيوخبرونوله مخې په پام کې ده چې دافغانستان دبهرنيوچارووزيرډاکټرعبدالله به په راتلونکې اونۍ کې ددغې خبرې په اړه روسيې ته تشريف وړي خودالانه ده جوته چې ډاکټرصيب به روسيې ته څه وايي ؟ الله دې وکړي چې داسې څه معامله ورسره ونکړي چې ........


م ن غروال
03.05.2004

ښاغلئ مجيب الرحمن انګار صاحب نکې هيلې او سلامونه
افغانستان په ريښتيا چه د روس پوروړۍ دي او د خپل پور غوښتنه يې هم د حق خبره ده٠ دا دومره وخت چه روس پدې هکله څه نه ويل علت يي دا وو چه تل يي خپل ګوډاګۍ درلود او خپلې هر اړخيزه ګټې يې په پام کي لرلې٠ همدا علت وو چه د رباني او احمدشاه مسعود سره يې خپلې هر ډول مرستې کولې٠ اوس روس پوه شو چه افغانستان لکه چه نور هغه ﻻر نه لري چه د روس پکښي کوم ډول سياسي يا ستراژيکي او اقتصادي ګټې وليدل شي٠ د نجيب رالوېدو ورورسته که افغانستان يو قانوني حکومت شکل پيدا کړۍ وای او دملت ټول پرهارونه هم ټول د روس لخوا پرهارونه وو نو د افغانستان د جګړې غرامت غوښتل به نړېواله مسئله ګرځيدﻻی وای٠ خو له بده مرغه هغه څه وشول چه په چلنج سره تاريخي بې سارېتوب لري٠ اوسنۍ افغانستان ﻻ هم يو قانوني حکومت او او خپلواک هېواد نشو بللای نو روس چه اوس څه وايي دا هم د بل چا خبرې دي٠
دا خبره ډيره ښه شوه چه د روس لخوا رابرسېره شوه ځکه چه اوس د هغه ګوډاګيان فهيمي او عبدالله دغوی به دغې غوښتنې ته څه واي؟ که د خبرې پلوي وکړي او په مقابل کي ترې جګړې غرامت ونه غواړي نو په خپلو متبرکه مخو به نور هم د ملت نفرت او تاريخي وطنپلرونکي خاوري وپاشي او مخونه به يي نور هم تور شي٠ او که داسي شوه چه يره روسه وروره ددې منل مونږ ته ګران دي لږه ګذاره وکړه يا هم په شکل د اشکالو منفي ځواب ورکړل شوو نو ددوي تر منځ دا ننې تودې اړيکي به خامخا زيانمنې کيږي٠ چه دا به د افغانستان لپاره خورا ګټوره وي٠ تر هر حده چه د روس لاس د ګران هېواد څخه لنډيږي هماغومره د وطن سوله او امنيت يو ګام پر مخ ځي٠ اوس به دغه ټکي ته ګورو چه له کومه ځايه دا خبره رابرسېره شوې ده موخه يي څه ده او د چا د حکم او مشورې لاندی روس د خپلو پورونو غوښتنه کړېده٠ په درنښت ـ غروال


Azad Nazer
03.05.2004

که د افغانستان دبهرنيو چارووزارت ته دجنايتونود نړيوالې محکمې پته نه وي معلومه ، زه به يې وروښيم او نور خو کېس جوړدې اود افغانستان چارواکي کولای شي چې د دغو قضيو په درج کوول محکمو روسيه نړوالې محکمې ته کش کړي :

١ - په دوست او بې خطره ګاونډي باندې تېرې کول
٢ - دملګروملتونو دسازمان د اساسنامې ، قراردادونو اودنړيوالو اصولو څخه سرغړونه
٣ - دافغانستان په کورنيو چارو کې مستقيمه مداخله
٤ - افغانستان ته عسکر اووسلې لېږل
٥ - دافغانستان کلي او ښارونه ويجاړول
٦ - دوه ميليونه افغانان په خپل کور کی په بې رحمۍ قتل کول
٧ - په لکونو افغانان معيوبول
٨ - شپږ ميليونه افغانان له افغانستان نه فرارول
٩ - دافغانستان اقتصادي نظام لمنځه وړل
١٠ - دخپل دوست سره غداري کول اونور

ټوله نړۍ ددغه پورته روسي جرمونو شاهده ده ٠

روس په افغانستان کی داسې اورلګولې چې ترننه يې په لمبو کی افغانان سوځي ٠ هغه پښتو متل دې چې وايي د ووزې چې ......... خارښ وکړي نو دچوپان ډوډۍ وخوري ٠

بس يو څه نوشادر غواړي نور هيڅ نه

ازادنظر



ع کريم حليمي
04.05.2004

ډېرګران قدرمن غروال صاحب او انګار صاحب سلامونه وړونو !
تاسو داسي اند کړی (((دا خبره ډيره ښه شوه چه د روس لخوا رابرسېره شوه ځکه چه اوس د هغه ګوډاګيان فهيمي او عبدالله دغوی به دغې غوښتنې ته څه واي؟ که د خبرې پلوي وکړي او په مقابل کي ترې جګړې غرامت ونه غواړي نو په خپلو متبرکه مخو به نور هم د ملت نفرت او تاريخي وطنپلرونکي خاوري وپاشي او مخونه به يي نور هم تور شي٠ او که داسي شوه چه يره روسه وروره ددې منل مونږ ته ګران دي لږه ګذاره وکړه يا هم په شکل د اشکالو منفي ځواب ورکړل شوو نو ددوي تر منځ دا ننې تودې اړيکي به خامخا زيانمنې کيږي٠ چه دا به د افغانستان لپاره خورا ګټوره وي٠ تر هر حده چه د روس لاس د ګران هېواد څخه لنډيږي هماغومره د وطن سوله او امنيت يو ګام پر مخ ځي٠ اوس به دغه ټکي ته ګورو چه له کومه ځايه دا خبره رابرسېره شوې ده موخه يي څه ده او د چا د حکم او مشورې لاندی روس د خپلو پورونو غوښتنه کړېده٠ )))

[color=red:2baa6fc2ea]زه داسي فکر کوم ٠ روس هم يو هوښيار قوم دئ ٠ دغه ئی ډير ښه وخت دئ چه ځان دجنګ له تاوانه خلاص کړي !!
عبدالله عبدالله به ورسي ته داسي اسناد ور امظا کړي ٠ چه پور اخستلو حق نه لرې روسه همسايه وروره٠
هغه پور موږ ګرځوو په تاوان کي دجنګ ٠ نو روس به سند واخلي ٠ په ارشيف دولتي کي کښيږي ٠
او کابل به د وزارت په خاصو الفاظو ژبه وکړوي ٠ غوټه ورکه
که د افغان دولت يو وخت د جنګ د تاوان ږغ پورتکۍ ٠ نوبه روس سند ښکاره کړي ٠ چه د جنګ په تاوان کي
موږ پور او سره دګټي و عبدالله ته پريښاوه ٠ (دنړۍ محکمه به د افغان دوسيه نه اخلي )
که عبدالله داسي جواب ورکړي ٠ تر څو چه موږ يوه مشروع شورا نوي راغوښتې ٠ خبرو ته نه يوو اماده ٠
نوبيا به ګور چه څه پالسي روس په کار اچوي ٠ [/color:2baa6fc2ea]
حليمي



مجيب انګار
05.05.2004

[color=brown:15e19ee797][size=24:15e19ee797]زه درنه پوزه غوڅوم ته رانه چارګل غواړې !!! [/size:15e19ee797] [/color:15e19ee797] ليک : مولوي عبدالشکورياسيني . (دسهارنه په مننه )
( دټول افغان درنومينه والو ! داچې يوشميرليکوالان ياخوپه کمپيوټربرلاسي نه لري اوياهم دکمپيوټرله اسانتياوونه بې برخې دي نودهغوی ليکنې ترتاسې رسول خپله دنده ګڼم ، دهرې ليکنې ځواب په ليکوال پوردی،پرمانه )
دثورپه دولسمه مې دسهارپه ورځپاڼه کې ولوستل چې روسيه دافغانستان څخه پورغواړي داپور چې روسيې افغانستان ته ورکړی ؤ رښتياده اوکه دروغ دي که رښتياوي خوروسيې به دخپلوبچودروزلو لپاره افغانستان ته داپيسې راليږلي وي چې کمونستان وروزي اوبياپرې دافغانستان حکومت چپه کړي ،هماغسې وشوداودخان خوستاسې سړی ؤاوتاسې پرتخت کښيناؤ په پولې تخنيک کې هم ستاسې يوشميرتالي څټي تربيه شوي دي اودننګرهارفارمونه موچې جوړکړي دي ددې مالټې ، زيتون اوترنجان دباغ باغوان هډوندي خوړلي دباغ باغوان باندې به چې دروسيې شک راغی چې مالټه يې خوړلې ده اوکه نه دقی اواستفراغ يوه ګولۍ به يې باغوان ته ورکړه چې څه به باغوان خوړلي ؤ هغه ټول به يې استفراغ کړل که په استفراق کې به يې دمالټې څه نخښه پيداشوه باغوان به يې بندي کړاوکه نه نوخوشې به يې کړ، ټول هرڅه روسيې وړي دي په ننګرهارکې چايوه مالټه هم نده خوړلې ،دجنګلک فابريکې ته به موداغمه اوفرسوده سامان راليږه چې په هغې هيڅ نه کيده چادجنګلک دفابريکې توليدي سامان ليدلی نه دی ، دشبرغان ګازله ډيروکلونوراهيسې روسيې ته روان دی چې افغانانوپرې يوالو( کچالو) هم پوخ نکړاوداګازدنړيوال نرخ نه په ډيرکم څه روسانوځان ته تيرکړی دی اوداټولې پيسې پرې پاته دي.
٤٠٠بستره روغتون کې خوهغه زخميان تداوي کيدل چې ستاسې په طيارو ،ټانکونواوبمونوباندې زخمي شوي ؤ .
دمزاردفابريکې توليدهم تاسې وړی دی اودسالنګ په تونل تاسې يونيم ليک سرې لښکرې دافغانستان دويجاړولواودمعصوموبچيانودوژلولپاره په همدې سوري کې راتيرکړي زموږ مودوه مليونه شهيدان اودوه مليونه مومعلول اومعيوب کړل چې يوانسان به خپله يوه عضوه په لس مليارده خرڅه نه کړي ! زه خوبه دخپل چپ لاس کچه ګوته هم په لس مليارده ورنکړم پاته شوه ددوه مليونو شهيدانواودوه مليونومعيوبينوتاوان ، داټول شوروي اتحادچې خرڅ کړي کوم تاوان چې يې موږته را اړولی دی هم به پرې پوره نشي دافغانستان ډيرښکلي ځوانان اوپوهان لاتراوسه پورې ژوندي ورک دي ناوې ،ميندې اوټوله کورنۍ يې لاتراوسه هم دراتلوپه تمه دي اوهيڅ درک يې نشته ياروسانوژوندي ښخ کړي يايې په سيندلاهوکړي اويابه دشوروي په زندانونوکې پراته وي ،داډيره سپين سترګي اوګستاخي ده چې دوی زموږکسان په توره شپه بيولي دي ماشومان اوسرتورې يې په ژړاپريښي اوهغوی يې تري تم کړي دي ،دوی لس مليارده پوروايي چې هغه يې هم خپل ځان باندې مصرف کړي دي موږته دې دوی دموجوده خپلې کابينې دخپل رئيس په شمول لس کسه مشران راکړي چې دافغانستان يتيمان ددوی په مرګ خپله خوايخه کړي کيدلای شي چې دايتيمان يې بياپورومني اوکه نه روسانوخو زموږبيخ اوبنيادوويسته دچانه چې يوه ورځ سبق قضلشي يوه هفته په نوردرس نه پوهيږي يوماشوم چې دموره نوی وزيږيږي په ٢٥ کلنۍ کې ترې پوره عالم، ډاکټر ، انجنير، سياستمداراوپوه جوړيږي زموږد٢٥مليونه انسانانوبچيان بې مکتبه اوبې تعليمه پاته شول ، ټول بيسواده پاته شول، ويالې اوبندونه موويجاړ،زراعتي ځمکې موپه شاړوبدلې شوې زموږدمملکت تيراواوسني چارواکي چې ځانته په يوڅه قائل هم دي ددې خبرې نه ګونګ پاته شوي دي په دوی کې داحس ولې نه پيداکيږي ! افغانان دومره غيرتي خلک دي که څوک يې سپی مړکړي دقاتل سره يې دسړي په مرګ نه جوړيږي اودوی دادومره فجايع ددښمن هيرې کړي چې اوس هم ورسره دوستي کوي دپښتومتل دی( دبې غيرته کورميلمه واکمن وي ) بادرده افغانانونه زماداهيله ده چې دهرتيري کوونکي نه دي چې زموږپه خاوره اوپه سريې تيری کړيدی اول دې ترې خپل بدل واخلي اوکه نه ديت اوتاوان خودې ترينه حتماٌ وغواړي برسره پردې ، دولس مليونه ماينونه چې روسانودافغانستان په ځمکه کې کرلي دي دااوس هم خښ پاته دي چې نوربه پرې لاڅومره افغاني بچي معلواوشهيدان شي ترکی اوحفيظ الله امين که کمونستان هم ووخوافغاني ميندوزيږولي وو ددوی دمرګ تاوان هم له روسانوڅخه غواړو ځکه چې هغوی هم روسانووژلي دي.
هغه روسي عسکراومنصبداران لااوس هم ژوندي دي چې زموږپه ځمکو کې يې ماينونه کرلي دي هغوی دې راشې اوداخپل سوغات دې بيرته دځمکې څخه راوباسي چې موږورباندې نورمړه نه شو (ګل دکدوګل ګوره يوپورته کوه ورلاندې بل ګوره )
عجب انصاف اوعجب عدالت دی اوعجب حقوق بشردي اوعجب دافغانستان حکومت دی چې اوس هم ددښمن سره دوستي لري اوتګ اوراتګ ورسره کوي خالق (ج) فرمايي (چې تاسې کافرپه دوستۍ مه نيسئ)



مجيب انګار
07.05.2004

[color=darkred:56c1803e85]دشفيقي ليکنه (دسهارنه په مننه)[/color:56c1803e85]

دمنځمهالې ادارې دبهرنيوچارووزارت وياندتائيدکړه چې دمې په شپږمه به ډاکټر عبدالله مسکوته سفرکوي،دنوموړي دسفراساسي هدف له خپل روسي سيال سره دهغو پورونوپه اړه خبرې دي چې په دې وروستيوکې يې له افغانستان څخه بياغوښتنه کړې ده.
روسيې لومړی ځل وړم کال دبيړنۍ لويې جرګې دجوړيدوپه درشل کې دپخواني شوروي اتحاددوخت د٩،٨مليارد ډالروپورغوښتنه وکړه چې اوس دادی بياهم خپله دغه غوښتنه جدي تکرارکړې ده.دروسيې دغه غوښتنه دهغه متل مصداق ده چې دادوپور غواړي لالی نورغواړي.
افغان ولس دپخواني شوروي پلوه کمونستي رژيم له رانسکوريدوروسته له خپلو چارواکوڅخه تل داګيله درلوده چې ولې يې له روسيې څخه دڅه دپاسه دنهوکلونود پوځي تيري اوجګړوتاوان ونه غوښت افغان چارواکوپه دې موده کې له روسيې سره له سره اړيکې ټينګې کړې.ځکه چې دوی پخپلوکې سره لاس اوګريوان وو،اوڅوک چې پخپلوکې سره لاس اوګريوان وي خامخابه بهرنيوته سرونه ټيټوي،زموږتيروواکمنوچې په اولس کې دخپل اقتدارعرابه داولس په وينوګرځوله همدغه يې پايلې دي چې اوس روسيه دهغوپروژوپورترې غواړي چې زياتره يې دشوروي پوځونوپه يرغل کې ويجاړې اوله منځه تللي دي.
داولس له قربانيوسره دلوبوپايلې به خودهمدغسې وي. په هرصورت که شپه تياره ده خومڼې په شماردي،که زموږواکمنوديوه ډيربې رحمانه تيري حساب له يرغلګروسره ونکړای شوکه يې دخپل غرض لپاره ملي مصالح ترښولاندې کړل که يې داقتدارهوس پرخولولاسونه ورکيښودل،نړيوال ضميرخوبه ژوندی وي دومره څوک خوبه وي پرروسيې غږوکړي چې دالاڅه ملنډې دي ؟
خدای (ج) دې وکړي چې هم نړيوال ضميرژوندی وي اوهم افغان چارواکي څه شهامت وښيي روسانوته خودومره ووايي چې که زموږدلکونوځوانيودوينوپورنه اداکوي، که زموږدلوټه لوټه شوي هيواددويرانوتاوان نه ورکوي چې دامودرباندې مسلم حق دی، اوکه دپخواني شوروي جناياتو،وژنواوبرباديوپړه نشي ګاللی دامتيازدعوه يې په کومه خوله کوي؟
که نړيوال ضميرمړنه وي دومره خوبه خامخاکيږي.[color=indigo:56c1803e85][/color:56c1803e85]


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more