د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

اسلام، وطن، وطنپالي، کمونستان، او کمونيزم

و.افغان
09.10.2010

افغانستان ته د شوروي د راتګ سره اسلام او وطن دواړه په خطر کې وو، ځکه چې کمونستانو اسلام او مسلمانانو ته د سرسخته دښمن په سترګه کتل، همدا وجه وه چې د کمونيزم لومړني قربانيان 100 مليونه مسلمانان وو.

مجاهد که په وطنپال حس نه وو تربيه شوی، مګر وتوانېده چې د اسلامي احساس له مخې اسلام ته له کمونستي خطر څخه نجات ورکړي، او داسې وطن هم په اسلام وګټل شو.

مګر آيا کمونستان (خلق+پرچم) د وطنپالنې دعوی کولی شي؟ آیا دوی وطن ساته؟ وطن خو په اسلام ګټل کېده، او وګټل شو، کمونېزم خو نه وطن غوښته، او نه آزادي، ټول د يوه داسې نړيوال نظام په لټه کې وو، چې ورته د رسېدو لپاره يې له ځان پرته نور هر څه د نړۍ له مخې محوه کول،

هغه که اديان وو، که کلتورونه وو، که عنعنات وو، او که نور څيزونه وو.

آيا همداسې نه وه؟

دوی او د دوی اوسني بېخبره نسلونه او د خپلو غلطو اسلافو په پلونو تلونکي په کومو سترګو او په کومه خوله د وطنپالۍ خبره کوي؟؟؟!!!!

دا خو د اسلام مقدس مبارک دين دی، چې نه تنها له نورو قامونو، مختلفو ژبو، او اديانو سره سولييز ژوند کولی شي، بلکه مسلمانان دغه سولييز ژوند ته تشويقوي، بلکه يو الاهي حق واجب او ضروري فرض يې ګڼي.

ځينې دوستان به وايي: چې کمونستان او کمونست د تاريخ اسفل السافلين ته غورځېدلي دي، ولې يې تاريخ تازه کوې؟ نو ځواب دا دی: چې دا پروني کمونستان، د شوروي دسترخوان ډوډۍ خواره، نن د امريکايي امپرياليزم په دسترخوان ناست دي، يو ځل بيا يې ځمونږ د ملت په ستونو خولې خښې کړي دي، او ارګې تر اوسه د هماغې زړې معشوقې باسي.

دا پوښتنې شته افغان کمونستانو+خلقيانو+پرچميانو او د هغوی په پلونو تلونکو ځوان نسلونو مخې ته ږدم.

هيله لرم، چې هغوی ښه په موضوعي توګه زما د پوښتنو ځواب ووايي.

په درنښت

موضوع يواځې د کمونستانو +خلقيانو +پرچميانو د وطنپالنې دعوی پورې اړه لري، او بس..

په درنښت 



09.10.2010

[quote:5f03772ba1]دوی او د دوی اوسني بېخبره نسلونه او د خپلو غلطو اسلافو په پلونو تلونکي په کومو سترګو او په کومه خوله د وطنپالۍ خبره کوي؟؟؟!!!! [/quote:5f03772ba1]
تره کي او تر هغه زيات امين به حان وطنپال او ملتپال بلل، خو دروغ يې ويل .
دا نور پيروان يې پرې يا غولېدلي او يا يې په دواړو جامنو دروغ خوري .
کمونيزم او وطنپالنه(؟) او ملتپالنه (؟) خو سره بالکل شپاړس دي . هغوی صرف انټرناسيوناليزم يعنې د نړۍ په کچه د مسکو غلامي پيژندله اوهمدې غلامۍ ته يې انقلابيت وايه ! مارکسيزم لېننيزم يوه غير علمي ، ضدعلمي او ضد انساني ديکتاتوريزه لار وه او له همدې کبله يې ماتې وخوړه او دتاريخ کندې ته ولوېد اوبس !


Sangar Watan
10.10.2010

سلامونه،

دستاسودواړومحترمينوپه تاعيد،يوه پوښتنه:

نن سبا چه دوطن دازادئ سنګرونه دشهيدانو په سرووينو دوطن د باغ دګلانودتازه ساتني لپاره، رنګين دي " د ISI اوCIA دغرضونو نه دباندي"،دافغان ولس دقهرمانو او اسلام مينو ځلميانو دننګ او 
غېرت په اړ شک او شبهۀ ناروا بريښي٠
دغه راز کوموشهيدانو چه پرون دکمونيزم په مقابل کې دخپل وطن،ناموس،
کلچر او مذهب دساتنې لپاره کومې قربانئ ورکړي،هم دسوال موقعيت ضعيف بريښي٠

مګر داپه لسګونو زره خلقيان او پرچميان چه ځانونه ئی دخپل "هدف"دترلاسه
کولو په لاره کی "ځار" کړه او دهديرو نه ئي سره بيرغونه هم لری کړی شوي
او کورنئ ئي "اکثرا" دفقر او بيچارګئ سره لاس ګرېوان دي،ددې سبب 
څه وه؟
پدې کی شک نشته چه ددوی يو شمير "مشران" دکرزي دډاړه مارانو په مرسته
دغرب په دسترخوان ناست او غټ،غټ غږيږي،مګر اکثريت ئي ځموږ دنورو
بيوزله هيواد والو په شان يوې  مړۍ ته حېران ناست دي٠

زه پخپله لااقل ١٠٠ داسې کورنۍ پيژنم چه هغو يو يا څو تنه د"ثور دانقلاب"
ددفاع اوحتی دمسعود يا حکمتيار سره په ائتلاف کې ئې خپل ژوند له لاسه 
ورکړی دی٠
په دويمه نړيواله جګړه کی،جرمن ځوانان،دخپل رهبر په نامه،ځانونه ګړنګونو
ته غورزول،ترڅو دخپل پوځ لپاره دبري لاره جوړه کړي،مګر ولې؟؟

خلص داچه دا رنګه خلکې،دلوی خدای (ج) درضا او پدی وسيله دابدي ژوندون
او هلته ددوي دقربانيو دبدل دترلاسه کولو لپاره نه بلکه د "مارکسستي ايديولوژي"،"وطنپالنې" دتکثير او ترويج په خاطر قرباني شوی دي،مګر ولې؟؟

ايا دوي احمقان ول؟ دوی ته مارکس او لينن د"جنت ،حورو-غلمانو" وعدې
ورکړې وې؟؟ اويا داچه دا دهر ژوندي موجود خدای ورکړی او طبيعي خاصه
او استعداد دی چه بايد ديوې عقيدې اويا ديوه هدف دلاس ته راوړلو لپاره
ځان قربان کړي؟؟؟

په سړه سينه ځواب!!  


و.افغان
10.10.2010

عربان متل کوي چې: المرء أدری بنفسه.
سړی په خپل ځان له نورو ښه پوهيږي.

دا پوښتنه تاسو خپله ځواب کړئ:

چې دا قربانۍ تاسو د وطنپالنې په موخه ورکولې، او که د کمونستي انقلاب د
راوستو او ساتنې لپاره؟؟؟
واضحه خبره ده چې د کمونستي انقلاب راوستو او ساتنې لپاره مو قربانۍ ورکولې.
او کمونستي انقلاب لکه چې پتوال صاحب روښانه کړی:
د نړۍ په کچه د مسکو د غلامۍ منل وو، اوهمدې غلامۍ ته افغان کمونستانو
انقلابيت وایه.

آيا همداسې نه وه؟
وطنپالنه، او وطن ساتنه په کې له کوم ځايه راغله؟؟

محترما:
يو د يوه حرکت اهداف او مسير وي، او بل په حرکت کې له ځينو غافلو ناپوهو
او حتی ځينو مخلصو خلکو څخه څخه کار اخيستل وي، د يوه حرکت ارزورل د هغه
د اهدافو او مسير له مخې کيږي، نه ځينو ناخبرو، غافلو يا مخلصو عناصرو ته په کتلو
سره.

په درنښت


حمید هڅــاند
11.10.2010

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته

[quote:23ab22813b]آيا کمونستان (خلق+پرچم) د وطنپالنې دعوی کولی شي؟[/quote:23ab22813b]

دروند ورور وهاج ساپې ته له سلامونو وروسته.
خلق+پرچم= ګمونستان فورمول مو له سره وګورئ. دخلکو ګوند یو سیاسې ګوند ؤ. دهغوی غړې مسلمانان ؤ. هغوې هیڅکله کمونیزم ته پر اسلام برترې نه ده ورکړې. هو؛ جنګې جنایتونه شوي دي. خلطو خلکو د خلقیانو په نوم ډېر جنایتونه کړې دي. خو؛ جنایتونو ټولو، او هرې خوا کړې دي.
ډیری خلقیان(ټول نه) پر هېواد مین خلک ؤ.

[quote:23ab22813b]دوی او د دوی اوسني بېخبره نسلونه او د خپلو غلطو اسلافو په پلونو تلونکي په کومو سترګو او په کومه خوله د وطنپالۍ خبره کوي؟؟؟!!!![/quote:23ab22813b]

زما پلار د خلق د ګوند غړی ؤ. ما له پلار سره د خلق ګوند په اړه خبرې کړي دي. د خلق د ګوند ستره تېروتنه داوه چې هغوې هڅه کوله افغانستان د پرمختګ په لور بوزې. خلق ګوند دې موخې ته د رسېدا لپاره عملا هم هڅې وکړې خو؛ داچې هر څوک په ګوند کې ننوتل او پر وړاندي یې ټنګار هم په هېواد کې شروع شو؛ ګوند په دې هڅه کې شو چې دهېواد او نظام ساتنه وکړې. له بله پلوه شوروې د خپلې څارګرۍ په مرسته وضیعت په بل ډول واړوه. په خلق ګوند کې یې خپل روزل شوې کسان ننه ایستل. ډېری دا کسان په لوړو پوړونو کې ځای پرځای شول. او دا چې څه مخې ته راغلل، ټول پوهېږي. خو؛ هغه شمېر خلکیان چې زه یې پېژنم، هغوې په اسلام او هېواد مین خلک دي. دهغوی موخه هیڅکله دهېواد او دین پرضد نه وه.

[quote:23ab22813b]دا پروني کمونستان، د شوروي دسترخوان ډوډۍ خواره، نن د امريکايي امپرياليزم په دسترخوان ناست دي، يو ځل بيا يې ځمونږ د ملت په ستونو خولې خښې کړي دي، او ارګې تر اوسه د هماغې زړې معشوقې باسي.[/quote:23ab22813b]

هوکې، د پخوانې دولت یوشمېر کسان له اوسنې دولت سره ناست دی. خو؛ د هغوی شمېر د جهادې مشرانو په پرتله خورا کم دی.

[quote:23ab22813b]افغان کمونستانو+خلقيانو+پرچميانو او د هغوی په پلونو تلونکو ځوان نسلونو مخې ته ږدم.
[/quote:23ab22813b]
دروند ورور وهاج ساپی ته غواړم ووایم چې نه زه دخلک او پرچم په پلونو تلونکی یم، نه زما پلار د کمونیزم په پلونو تلونکی ؤ. زه د خپل پلار او هغوی چې زه یې پېژنم، په اسلام مینتوب او هېواد مینتوب باندې پوره باور لرم.

[quote:23ab22813b]دا رنګه خلکې،دلوی خدای (ج) درضا او پدی وسيله دابدي ژوندون
او هلته ددوي دقربانيو دبدل دترلاسه کولو لپاره نه بلکه د "مارکسستي ايديولوژي"،"وطنپالنې" دتکثير او ترويج په خاطر قرباني شوی دي،مګر ولې؟؟
ايا دوي احمقان ول؟ دوی ته مارکس او لينن د"جنت ،حورو-غلمانو" وعدې
ورکړې وې؟[/quote:23ab22813b]

تاسو ته به عجیبه ښکاره شې. زما تره د مجاهدینو په لاس شهید شوی دی. زما تره دهغه ښوونځې ساتنه کوله چې زموږ د کور تر څنګ ؤ. په دې هیله نه چې دولت او یا خلک به ورته څه ورکړې. بکله په دې موخه چې هغه وخت ګډوډې زیاته وه. د ښوونځې د چوکیو، مېزونو او قرطاسیې د غلا کېدا ترڅنګه د ښوونځې د سوځېدا خطر هم ؤ. یو سهار وختې چې له ښوونځې بېرته کورته راته؛ مجاهدینو ضربه کړ.
زما تره ته نه لینن څه وعده ورکړې وه او نه دولت.
[quote:23ab22813b]د يوه حرکت ارزورل د هغه
د اهدافو او مسير له مخې کيږي، نه ځينو ناخبرو، غافلو يا مخلصو عناصرو ته په کتلو
سره. [/quote:23ab22813b]
په ټولیز ډول؛ د خلقیانو په پرتله غیر خلقیانو ډلو هېواد ته ډېر تاوان اړولی دی.

په درنښت


و.افغان
11.10.2010

محترم حميد هڅاند صاحب:
په دې پوهېږم چې د خلکو ګوند سياسي ګوند وو، په دې هم پوهېږم چې ډېر وطنپال خلک په کې وو، په دې هم پوهېږم چې ډېر خلک يې په کمونستي عقيدوي مفکوري ايمان نه درلود.

په دې هم پوهېږم، چې ډېرو خلکو ته چې د خپلو مشرانو د جنايت او جرمونو پته ولګېده
په کورونو کښېناستل، يا يې يواځې د خپل وطن د ملي ګټو څخه دفاع کړېده، ستاسو
پلار او تره هم کېدای شي په همدغو خلکو کې وي.

زما ليکنه د هغو عقيدوي خلقيانو او پرچميانو په اړه ده، چې کمونستي، الحاد، د اسلام او وطن په وړاندې يې جنايت او جرمونه له هيچا پټ نه دي، لکه نور محمد ترکی، حفيظ الله امين، وطنجار، سروري، کارمل، ډاکټر نجيب او داسې په سلهاوو نور.

چې اوس يې ځينې ناپوهه ځوانان د خلقي يا پرچمي مقدسو رموزو په توګه يادوي، او غواړي چې د دغو کرغېړنو نومونو او څېرو تر نامه لاندې خلک په يوې يا بلې بڼې
راټول کړي.

په سردار داود خان باندې د کمونستانو کودتاه، اوپه ډېره بېرحمانه توګه د هغه او
دهغه کورنۍ په شهادت رسول، نر او ښځې ګډو ګډاګانو او اتڼونه ته هڅول، د قرآن
بېعزتي کول، کفري شعارونه علنا اعلانول، د ملايانو او روحانيانو وژل، پوره پوره
کلي د ځمکې لاندې کول......

دا ټول هغه کارونه وو چې په دغو ګوندونو کې يې په هر مسلمان او وطنپال باندې
توجيبوله، چې له دغو ګوندونو څخه خپل براءت اعلان کړي، او په وړاندې يې مبارزې ته لاس کړي.

د کمونستانو انقلاب يو مسکوي کرمليني لينني غلام انقلاب وو، د وطنپالۍ هيڅ
څرک په کې نه لګېده، دا چې ځينې مسلمان او وطنپال خلک يې د تطور او پرمختګ په نامه له ځانونو سره ملګري کړي ، يا يې غولولي وو، نو دا د هر انسان او الله جل جلاله تر منځ خبره ده، مګر د هر څه له وضاحت څخه وروسته هيچا ته څه عذر نه وو پاتې.

زمونږ په کونړ کې کمونستانو آن د داوود خان د رياست په وخت کې کفري شعارونه
ورکول، په اسلامي رموزو باندې به يې په ليسو او مدرسو کې برملا ټوقې او مسخرې
کولې، زما خپل والد صاحب په ليسه کې استاذ وو، هغه ويل چې د ظاهر شاه په وخت
کې مو په دې خلکو زور رسېده، خو د داود خان په وخت کې زمونږ زور ختم وو، په
ښکاره به يې په اسلامي رموزو پسې ريشخندونه وهل.
او همدا سبب وو چې له بره بيا قومي لښکرې راکوځېدلې، او هر څه به يې لوټل.
د يوه کليوال شعر به درته ووايم.
د سمې خلکو کفر خوښ کړی وو »»««« زمونږ مخه ی نيوله
سرتيري وو ټول »»»««« له مجاهدو سره دوی جګړه کوله

له داود خان وروسته د ترکي په وخت کې بيا په حکومتي دفاترو ، ليسو او پوهنتونونو کې د مسلمان لپاره هيڅ ځای نه وو پاتې، يواځې هغه مسلمان پاتې کېدلی شو، چې په ظاهره د دوی خبرې وکړي، له دوی سره غاړه يوسې، ولو که په زړه کې به مسلمان وو.
دا هغه وخت وو، چې بايد هر مسلمان، او هر وطنپال له دوی څخه لاره بېله کړي وی.
د دې سره سيلاب د خطر چيغې خو آن شهيد موسی شفيق او د هغه په څېر خلکو د
ظاهرشاه په وخت کې وهلې وې.
د ترکي له کښېناستو سره يواځې په کابل کې 1200 صاحبمنصبان او د هغوی ملګري
تري تم شول، چې زمونږ ځينې خپلوان هم په کې ول، تر اوسه يې د مړي ژوندي پته ونه لګېده.

نه پوهېږم چې تاسې په کوم دليل خلکيان په اسلام او وطن مين خلک بولې؟
د هغوی د ښکته غافلو خلکو موخه که هر څه وه؟ د وطن ترقي او که بل څه وه، مګر د
د انقلاب حقيقت له هيچا پټ نه وو، چې يو غلام کمونستي الحادي کفري، لينني،
مسکوي او کرمليني انقلاب وو.
دا د ګوند ستره تېروتنه نه وه چې غوښتل يې هيواد مترقي کړي لکه چې تاسې ويلي،
بلکه د ترقۍ په نوم يې ډېر مخلص او پاک خلک غولولي وو، مګر قيادت په بله لاره
روان وو، خو د کمونستانو د حقيقت د برملا کېدو وروسته له هغوی سره په ملګرو
خلکو باندې د اخلاص او پاکۍ وصف نشي اطلاقېدی.

په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more