د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دصلحی جرګی ته که دامریکایانو او غربیانودننواتی جرګه نوم کیښودل شی ؟ دابه له واقیعت سره سمه نه وی؟

tandar
07.10.2010

صلحه دهغه چا تر مینځ په کار ده چه اقلا یو فیصد مقابل خوا حق ولری٠
دڅه لپا ره ؟
صلحه له چاه سره ؟
له اشغالګر سره ؟
په زوره می په کور راننوتی ې ،تجاوز دی هم کړیدی او کوی ې ،صلحه هم غواړی؟
لطفا عذر می هم وکړه تاوان هم راکړه او په مړو سترګو وځه ٠
افغانستان فعلا دولت نه لری ،بیا صلحه له چا سره او په څه مورد؟
نن ملت پورته شوی دخپل ناموس ازادی غواړی ،اشغالګر باید خپل کور ته لاړشی٠
دا څوک چه فعلا ځانته دولت واې ،دا خلک خو اشغالګرو راوستی او دنورو جنګسالارانو سره یو ځای په چوکیو ې داسی کښینولی چه فقط یو تربله ځان وساتی، او هغه هم نشی کولای٠
که بیا دا دولت وی او له ملت نه انتخاب شوی وی ؟ بیا مشکل څه شی دی ؟بیا دڅه په باره کی صلحه غواړی٠
که ملت انتخاب کړی وی ؟ بیا راوځه په ټول ملت دی وګرځه او وګوره چه خوشحاله دی ،ارام دی او که په سرو سترګو ژاړی ٠
افغان باید دومره هوښیار اوسی چه دپرون سهوه نن تکرار نشی، هغه داده چه افغان اولس چه نن ماتی ورکوی یواځی امریکا ته نه بلکه جهان ته ماتی ورکوی٠
زمونږ په احمدشاه او میرویس خان په یو وار ټول جهان حمله نه وه کړی لکه نن چه وینو ،نو دا نوی تاریخ به له هغی نه زیات په طلائ ټکو ولیکل شی٠
،،،,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
دا جرګی اصلی دغرزی جرګی نه دی ،دا له جهانیانو سره دی٠
په دی جرګو کی دافغانستان اصلی او دایمی سرنوشت باید داسی تعین شی ،چه افغان وروسته دخپل حق غوښتلو لپاره دچا دروازی ونه کړبوی٠
افغانه نن له ټول جهان سره مخ ې خپل حق دی سره له سرحدونو باید ځانته نن تعین کړی ،چه سبا ته دپنجابی سره دنیویارک په کوټو و نه ګرځی٠
اشغالګرو سره له لاسپوڅو لاره ورکه کړی غواړی چه داوړو پزه ځانته پیدا کړی او وتښتی٠
یوالی دبری لمړی شرط دی٠
غرزیه دشاه شجاع مدال به هم اخلی؟


كريم كامران
07.10.2010

تندر صاحب السلام علیکم
حقایق مو ویلي او په ځينو خبرو مو بلکل د حق تل ته کوز شوي یاست.

- کرزی او د سولې عالي شورا یې یو فیصد هم په خپل سر د تصرف حق نه لري.
- چې اشغالګر شوې، نو بیا سوله څه معنی؟؟؟؟
له اشغالګرو سره چا سوله کړې؟؟؟؟
له دوی سره هله د سولې امکان وه چې د اشغالګرو په سترګه ورته نه کتل کیدل، ترهغه چې بهرنیانو ته د اشغالګرو په سترګه ګورم او په عین وخت کې سولې ته هم کینم، ددې معنی داده چې د هیواد په اشغال راضي یم، او دا ځکه چې د اشغالګرو سره خو پرته د تورې په بله ژبه نه اسلام د خبرو اجازه ورکوي او نه افغانیت.

تاسو ډیره په زړه پورې خبره کړې، ولس دا ځل یوازې له امریکا سره نه، بلکې له ټول جهان سره په جګړه اخته دی، ددې جګړې ګټل به دا معنی ولري چې افغانانو ټولې نړۍ ته ماته ورکړه، او نه پوهیږم خوشبختانه ووایم که بدبختانه ووایم، چې نن ورځ ددې ستر افتخار ګټونکي یوازې او یوازې طالبان دي او بس.
خو په دې ولس کې ځینې داسې عناد ځپلي خلک هم شته چې پرځای ددې چې دطالبانو ددې ستر احسان مننه او قدردانی وکړي، دهغوی پسې د پوچو تبلیغاتو خولې پرانیزي هغه تبلیغات چې د ذرې هومره دولس په درد نه دوا کیږي بلکې نیغ په نیغه یې فایده دښمن ته رسیږي هغه دښمن چې نه زمونږ په دیني مقدساتو بند وواز دی نه په ملي او افغاني ارزښتونو.

ډیر د شکر ځای دی چې الحمد لله تراوسه پورې طالبانو د ولس هغو امیدونو ته په درنه سترګه کتلي کوم چې له دوی څخه یې لري. افغان ملت، بلکې ټوله اسلامي نړۍ له طالبانو څخه همدا توقع لري چې د صلیبي اشغالګرو سره په وسلواله مقاومت کې په اسلامي احکامو همداسې ټینګ پاتې شي لکه چې پاتې دي، ذلیلو اشغالګرو ته د یوې ذرې هومره تنازل ونه کړي، او د خپل ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم هغه تاریخي خبره پنځلس سوه کاله وروسته نړۍ ته په معاصره بڼه تازه کړي چې فرمايي:
(والله لو وضعوا الشمس في يميني والقمر في يساري على أن أترك هذا الأمر ما تركته): په الله مې دې سوګند وي که چیرته کفار زما په ښي لاس کې لمر کیږدي او په کیڼ لاس کې مې سپوږمۍ کیږدي او راڅخه وغواړي چې دین ته له بلنې او دعوته لاس واخلم، هیڅکله به دا کار ونه کړم.

الحمد لله الذي لم يخيب ظننا في الطالبان.
ډیر د شکر ځای دی چې هرڅومره طالبان د فتحې او بري پړاو ته نیږدې کیږي هومره ترینه د ولس نیک توقعات په یقین بدلیږي، او دحال په ژبه داسې وايي چې: هغه الله ته ډيرې ستاینې دي کوم چې د طالبانو په اړه یې زمونږ امیدونه په ناامیدۍ او مایوسۍ وانه ړول.

نشته داسې کومه عادله او منصفه مرجع، چې اوس یې د طالبانو دا دریځ په سرو زرو لیکلی وی چې: ترڅو اشغالګر نه وي وتلي مونږ د مذاکراتو په نامه هیڅ شی نه پیژنو.

دې ته وايي د خپلې خاورې حقیقي مدافعین، دې ته وايي د خپل ولس په درد اصلي دردمند، او دې ته وايي د (اشغال) په معنی پوه ولس، دا هغه خلک دي چې نړۍ ګومان کاوه چې په سیاسي ډګر کې د کم تجربۍ څخه په استفادې به یې وغولوي، خو نړۍ چې د دنیاپالو مسلمانانو په تیرایستنه روږدې شوې وه، په دې نه وه پوه چې د هغه چا تیر ایستل محض سادګي ده چې زړونو او فکرونه یې د الهي بصیرت په رڼا روښانه وي، او د الله ددین دسرلوړۍ او خپلې خاورې د ازادۍ په لار کې د سر، مال، کور، بچي، او ټول حکومت څخه تیریدی شي، نړۍ په دې پوه نه وه چې لا هم په دې عیش او نوش کې ډوبو او غافلو مسلمانانو کې یوه داسې ډله هم پیدا کیدی شي چې د دین په وړاندې دنیا ورته د مچ د یوه وزر هومره ارزښت هم نه لري.
له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې صلیبي یرغلګر په داسې حال زمونږ له ګران هیواد څخه شرمیدلي وباسي چې امریکا یې مخکې وي او په پاتې په لسګونو ډوله سرتیري ورپسې د پښیمانۍ او خجالت اوښکې تویوي او په خړو سترګو بیرته د خپلو هیوادونو پر لور روان وي.
او له الله څخه سوال کوو چې طالبانو ته لا زیات توفیق ورکړي چې لکه داوس په څیر دخپل تاریخي موقف څخه تیر نه شي، او خپل ویاړلی تاریخ په تاریخ کې همداسې ویاړلی وساتي.
دهمداسې ورځ په هیله.


عنوان

tandar
07.10.2010

کریم خانه دا ستا اوزما نوم لاندی ٢ ابی ستوری دی ٠ دلته هم لکه دضابطانو رتبه ورکول کیږی او که بله معنی لری٠؟
که رتبه ,مقام، معنی ورکوی دچا چه ډیر ابی ستوری دی ، دوی به دمارشال فهیم او جنرال دوستم په مقامو کی،، یعنی درتبی له نظره، نه دشخصیت له نظره،، قرار لری او زه او ته لکه چه په خوردضابطانو کی حسابیږو٠
ستا څه نظر دی
مننه٠



07.10.2010

څنګه چې د الله سبحانه وتعالی په دربآر کې نيمګړی سوال ښه نه وي ، نو د عادل صيب سره لاندې جملې او دعا د دوه ټکو په بشپړولو سره ، چې په آبي رنګ کښل شوي ، غبرګوم :[quote:7a82518405]
نړۍ ...په دې نه وه پوه چې د هغه چا تیر ایستل محض سادګي ده چې زړونو او فکرونه یې د الهي بصیرت په رڼا روښانه وي، او د الله ددین دسرلوړۍ او خپلې خاورې د ازادۍ په لار کې د سر، مال، کور، بچي، او ټول حکومت څخه تیریدی شي، نړۍ په دې پوه نه وه چې لا هم په دې عیش او نوش کې ډوبو او غافلو مسلمانانو کې یوه داسې ډله هم پیدا کیدی شي چې د دین په وړاندې دنیا ورته د مچ د یوه وزر هومره ارزښت هم نه لري.
له الله جل جلاله څخه سوال کوو چې صلیبي یرغلګر په داسې حال زمونږ له ګران هیواد څخه شرمیدلي وباسي چې امریکا یې مخکې وي او په پاتې په لسګونو ډوله سرتیري ورپسې د پښیمانۍ او خجالت اوښکې تویوي او په خړو سترګو بیرته د خپلو هیوادونو پر لور روان وي.
او له الله څخه سوال کوو چې طالبانو ته لا زیات توفیق ورکړي چې له[color=blue:7a82518405] خپل تاریخي موقف څخه تیر نه شي، د ليرې لويځوال دوښمن او د نږدې ګاونډي ميرڅمن لاسلرنه او لاس لرنه د تل له پاره له خپل هيواد څخه قطع کړي، [/color:7a82518405]څو خپل ویاړلی تاریخ په تاریخ کې همداسې ویاړلی وساتي.
[/quote:7a82518405]
[color=red:7a82518405] امين امين ثم امين يا رب العالمين ![/color:7a82518405]


عادل عادل
07.10.2010

سلامونه

دروند پتوال صیب

له زیاتونې او بشپړونې څخه مو مننه کوم، دا په دې خاطر نه چې د ښاغلي کامران صیب د لیکنې نسبت مو ماته کړئ، بلکه په دې خاطر چې زیاتونه مو زما د تایید وړ ده، د لرې ښکاره دښمن ماتول او په ګونډو کول ان شاء الله چي حتمي دي، هغه ټکئ چې افغانان یې بدمرغئ سره مخ کړي، هغه د ړوستوڼي ماران او د دوست په جامه کې مغرض او بې غیرته دښمنان دي چې د نن وخت ښکاره مثالونه یې د ایران یهودی الاصله اخوندان او د پاکستان حرامزاده سیاستمداران دي.

ستاسو له حسن ظن څخه هم مننه کوم


میوند ننګیال
07.10.2010

تاړده اوړدزړه له تله سلامونه !
کامران صیب پتوال صیب عادل او تندر صاحبانو شه وخت درته غواړم .
خبری نو د تایید دی خو تر څو چی دکورنیو سپو خرڅ شوو او بی عزته ایجنټانو مخه و نیه نیول شی د همسایه او د لستو ڼو د مارانو ماتول ناشونی دی .

کیدای شی تاسو خبر یی چه :
پډغه حکومت کی 12000 داسی بی پټه او خرځ شوی اجیران شته چی تنخواه یی پآکستان اود اخندیزم ایران ورکوی حتی داسی اسناد او شواهد را سره ښته چی یو نس قانونی ته پاکستان کمپآین کړی ترځو چی دغه بی ناموسه وی و الله که دا ملک جوړ شی [color=blue:28684917d6][/color:28684917d6]


عنوان

tandar
07.10.2010

وروڼو دا ټوکه نه کوم پوښتنه شرم نه دی٠
دا د نوم لاندی ستوری راته را لطفا تشریح کړی ٠
یوه ته زیات او بل ته کم دی ولی ؟
مننه


رښتینی
07.10.2010

تندر صیب دسلو لیکنو که هرډول لیکنی وی ان که (.)وی په سر یو
شین ستورۍ ورکول کیږی ستاسو لیکنی په دووسوو اوړی نو دوه
ستوری درکړل شوی دی او په ځینی ویب پاڼو کی په مختلفو لیکنو
سره القاب ورکول کیږی
بس نو دومره مالومات له غریب سره شته چی ستاسو حضورته مو
وړاندی کړل

او الله دی ټول عمر له سګریټو خلاص کړه


عنوان

tandar
08.10.2010

وروره با عذته اوسی او خدای دی په خوله برکت کړه ،مګر مازدیګر کی د خلکو سره چه په ګیلنه کی اوبه څښکلی دی،وظیفوی تماس لرم ،٨٠ فیصده ې سکرټ وهی لږ سخته تمامیږی٠
او بل داد ستورو حدس می هم رښتیا وخوت، همغه درتبی معنی ورکوی مګر په بل شکل ، مقصد دخوردضابطی نه لږ مخکی شوی و ،داهم غنیمت دی٠
مګر له یاده ې مه باسه، هر ملت چه یوالی ولری تل نیکمرغه او بریالی وی ،دا د تجربو حاصیل دی٠
مننه٠


كريم كامران
08.10.2010

پتوال صاحب که ستاسو مطلب پکې هر څه وي، وي به، خو دعا مو ښه دعا ده، دا دی زه یې هم درسره په آمین غبرګوم:

آمیـــــــــــن


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more