نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتوپه فضاکې !
مجيب انګار
02.05.2004
[color=black:2d61798474]د٣٠مليونونه ډيرپښتانه دسيمې پرځمکه ژوندتيروي.يووخت،چې پښتانه ٢٠ مليونه وو،دنړۍ په قومونوکې دشميرله مخې څلورڅلويښت راتلل.اوس،چې ديرش مليونه دي ،کيدای شي داشميره لږڅه وړاندې لاړه شي.
پرپښتنواوپښتوژبې دخدای پاک (ج)لوی فضل شوی اودنړۍ په هغوژبوکې حسابيدای شي،کوموته چې نړيوالو
دشلمې پيړۍ په وروستيولسيزوکې دفضايي ژبونوم ورکړی دی.
په فضايي ژبوکې روسي،انګريزي،عربي،پښتواونورې ژبې يادې شوي دي.
پښتو؛ ځکه فضايي ژبه ګڼل کيدای شي چې داګست په ٢٩مه کال ١٩٨٨دغرمې پر١٢بجو٤٩دقيقې او١٧ثانيې ،دافغانستان يوملي اتل عبدالاحدمومندفضاته دخپلوروسي سيالانوسره يوځای پورته شواوله راستنيدومخکې يې له هغه ځايه له خپلې موراودهغه وخت ولسمشرډاکټرنجيب الله سره په خپلې مورنۍ اوملي ژبې پښتوخبرې وکړې اوپښتوژبه يې دفضايي ژبوپه قطارکې ودروله.
دغه اتل دجنوري په لومړۍ نيټه کال١٩٥٩ په سرده نومي سيمه کې زيږيدلی.[/color:2d61798474]
(دورځ مجلې نه په مننه)
[[img:2d61798474]http://www.khyber.org/images/people/abdulahadmohmand.jpg[/img:2d61798474]
م ن غروال
02.05.2004
ښاغلئ انګار صاحب سلام
تاسو خو ﻻ پخوا دغه فورم ته راغلي وئ خو بيا مو درک نه وو اما ګيله خو ځکه نشته چه ښه په وخت خبرونه او ښه خبرونه ليکي چه دا لوئ کار دي چه تاسو يې سر ته رسوئ٠ او پښتو فضايي ژبه !!! څومره ښه! اما ګرانه کله چا دا لقب ګرانې پښتو ته ورکړ که معلومات يي درسره وي نو هغه هم د لطف له مخې که وليکئ مهرباني به مو وي٠
په درناوې ـ ورور مو غروال
مجيب انګار
03.05.2004
دروندغروال ورورته سلامونه اوښې چارې !
وروره ! دخبرونوپيټی دومره درونددی چې په نوروبرخوکې دليکنووخت نه راکوي خونوربه هڅه کوم چې دلته هم څه ناڅه وليکم
مجيب انګار
17.05.2004
پښتو،عربي اوڅونوروژبوته دفضايي ژبولقب په کومه خاصه غونډه کې يادکوم کس اوادارې له خوانه دی ورکړشوی بلکې دغوژبوته ځکه فضايي ژبې وايي چې دنوموړوژبوويونکي فضاته تللي، په هغه ځای کې په خپلوژبوګړيدلي اوهم يې له فضانه دخپلوهيوادونوله مشرانواواړوندوکسانواواداروسره په خپلوژبوخبرې کړي ، دبيلګې په توګه عبدالاحدمومندله فضانه دافغانستان دهغه وخت له ولسمشر ډاکټر نجيب الله سره په پښتوخبرې کړي،نوپه دې اساس دغوژبوته فضايي ژبې ويل کيږي. په تيره بياپه افغاني ټولنه کې داډول القاب پخپله دولس لخواورکول کيږي لکه : صوفي شاعرعبدالرحمن ته دبابالقب ورکول،حمزه بابا،خوشحال خان خټک بابا،احمدشاه بابا،ميرويس نيکه،نازوانا،ملاله انا ...