اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د امریکا هارپ اسلحی او د هیټی، چین زلزلی او نور افات قدرتی نه بلکی د امریکا له دی نویو اسلحو له وجی راغلی دی، د م
احمدبلال
05.10.2010
د امریکا هارپ اسلحی او د هیټی، چین زلزلی او نور افات قدرتی نه بلکی د امریکا له دی نویو اسلحو له وجی راغلی دی، د مختلفو ویپ پاڼو دعوه!
ګرانو عالمانو او پوهانو السلام علیکم!
خدای دی وکړی چی ټول روغ جوړ او خوشحاله اوسی.
ګرانو ورونو ابله ورځ زه د یو څو داسی ویپ پاڼو سره مخامخ شوم چی هغی کی یی دا دعوه کړی وه کومی زلزلی چی په هیټی او چین کی راغلی وی ددی ذمه وار یواځی د امریکا هغه هارپ اسلحی دی کومی چی د وینزویلا د صدر په ژبه، دغه زلزلی راوستی، دکومی تجربی چی په بحر کی کیدلی.
اوس زه دا لاندی ویپ پاڼی ستاسو په مخ کی ګدم، چی آیا ریښتیا هم کوم انسان په دی دنیا کی زلزلی، بریښنا او وغیره شیان راوستلی شی؟؟!
لاندی مختلفی ویپ پاڼی دی.
مننه!
http://sabbah.biz/mt/archives/2010/09/24/the-devils-haarp-weather-weapons/
http://uswgo.com/i-believe-the-incident-at-haiti-was-caused-by-a-tectonic-weapon.htm
http://www.ikhwanweb.com/article.php?id=26493
http://www.examiner.com/natural-disasters-in-national/earthquake-weapon-responsible-for-haiti-and-china-temblors
احمدبلال
05.10.2010
ددی هارپ اسلحو تاریخ تاسو په لاندی ویپ پاڼه کی کتلی شی !
http://www.astronautix.com/articles/abroject.htm
حمید هڅــاند
06.10.2010
اسلام علیکم
دا ډول اوازې شته خو داچې تر کومه ځایه رښتیا دې، نه ده مالومه.
د یو، ایف ، او یا unidentified flying object په اړه هم ویل کېږي چې امریکا د یو ډول هوایې نوې ټکنالوژۍ په لټه کې ده، ویل کېږې چې امریکا داډول تکنالوژې تر لاسه کړې هم ده چې کولی شي په ډېره کم مهال کې دیو هېواد بنسټیزي موخې له مینځې یوسې او هغه هم په دې ډول چې دا ټول څه د یوې طبیعي پېښې په توګه څرګند شې. په دې موخه ناسا د یو، ایف ، او په نوم یوه نوې موضوع رامینځته کړه او په پراخه کچه یې تبلیغات ورته وکړل. ددوی له خولې؛ یو، ایف ، او یو ډول فضایې اوسېدونکې دې چې تر انسانانو ډېر پرمختللې دې. دوې دا هم وایې چې له یو ایف او څخه نړۍ ته شونې ده ګواښ هم پیدا شې او شونې ده انسانان(کوم هېواد) يې یوه نه یوه ورځ نښه وګرځې.
د ځینو documentaries له مخې، که په راتلونکې کې امریکا وغواړې، مثلا، د چین ځواب ووایې نو کېدای شې د خپلې همدې پرمختللې فضایې ټکنالوژۍ په مټ یې اساسات خراب کړې چې نوم به ورته یوه طبیعې اویا د یو ایف او نه راپیداشوې پېښې نوم ورکړې.
والله اعلم