اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د سحر لمونح په جماعت
Erfan Wahdat
05.10.2010
گرانو ورونو اسلام علیکم ورحمت الله و برکاته
آیا د سحر له جماعت نه بعد بل جماعت روا دی او که یه؟
اذا تردد الحکم بین سنه و بدعه کان ترک السنه راجحا علی البدعه. :D
مومن مهاجر
07.10.2010
هو! وروره ترڅوچي وخت پاتي وي بل جماعت کېدلای شي . په احادیثوکي تریوه جماعت وروسته دبل جماعت مطلقااجازه راغلې ده قیدمیدورسره نه دی لګول شوی ځکه نویوخوترلمانځه وروسته بل جماعت کېدلای شي اوهم په یوه جماعت کي بل جماعت هیڅ پروانه لري .
رښتینی
07.10.2010
په دی مسئله کی اختلاف شته ځینی علما دویم جماعت په دریو صورتونو کی مکروه نه بولی لکه په داسی جومات کی دایمی ملا ونلری یا داسی جومات
چی ملا امام لری خو مالوم کلیوال یی نه وی لکه دلاری یا دبازار لوی جوماتونه
یاداسی چی ملایی وی او دکلی جومات هم وی خو دجماعت لمونځ دکلی نه بلکی
بل چا کړی وی نو اوس کلیوالو ته روا ده چی په جماعت سره لمونځ وکړی
او له دی پرته په نورو صورتونوکی دجماعت لمونځ مګروه دی
او دا لاندینی علماء داخبره کوی
قاسم بن محمدوإبراهيم النخعي و الثوري و ابن المبارك وسالم والليث بن سعدوالأوزاعي و أبو حنيفة ومالك والشافعی وجمع من العلماء
اوو دی علماو دا لاندینی حدیث دلیل ګرځولی دی :
1- حديث أبي هريرة - رضي الله عنه - أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال: "والذي نفسي بيده، لقد هممت أن آمر بحطب فيحتطب، ثم آمر بالصلاة فيؤذن لها، ثم آمر رجلاً فيؤم الناس، ثم أُخالف إلى رجال فأحرق عليهم بيوتهم، والذي نفسي بيده لو يعلم أحدهم أنه يجد عرقاً سميناً أو مرماتين حسنتين لشهد العشاء".
قال العثماني في إعلاء السنن: "دلّ الحديث بعبارته أن الجماعة الأولى هي التي ندب الشارع إلى إتيانها كمايفيده قوله صلى الله عليه وسلم : "هممت أن آمررجلاً يصلّي بالناس ثم أخالف إلى رجال يتخلفون عنها"فلو كانت الجماعة الثانية مشروعة لم يهم بإحراق من تخلف عن الأولى لاحتمالإدراك الثانية، إذا ثبت هذا فنقول: إن وجوب الإتيان إلى الجماعة الأولىيستلزم كراهة الثانية في المسجد الواحد حتماً، فإنهم لا يجتمعون إذا علمواأنهم لا تفوتهم الجماعة الثانية.
2 - وحديث أبي بكرة - رضي الله عنه - قال: أقبل النبي صلى الله عليه وسلم مننواحي المدينة يريد الصلاة فوجد الناس قد صلّوا فمال إلى منزله فجمع أهلهفصلى بهم.
قالوا: فلو كانت جائزة بغيركراهة لما ترك فضيلة الصلاة في مسجده.
3 - وعن الحسن قال: إن أصحابرسول الله صلى الله عليه وسلم كانوا إذا فاتتهم الجماعة صلّوا في المسجد فرادى.
4 - ولأن التكرار يؤدي إلى تقليل الجماعة، لأن الناس إذا علموا أنهم تفوتهمالجماعة فيستعجلون فتكثر الجماعة، وإذا علموا أنها لا تفوتهم، يتأخرونفتقل الجماعة، وتقليل الجماعة مكروه
اوځینی علما بیا دویم جماعت مکروه نه بولی بلکی روایی بولی
ددوی له پاره هم دلایل شته او له ماسره دومره وخت نشته
مومن مهاجر
08.10.2010
محترم حامدصاحب احترامات اوسلامونه موومنه!
په دې مسئله کي به دعلماووترمنځ اختلاف وي اودلیل به هم لري خوکوم دلیل چي دوئ وړاندي کوي هغه ځکه داعتباروړنه دی اوشرائط یې نه دي صحیح چي رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپله په مسجدکي ددویم جماعت اجازه ورکړې ده . امام ابودوودپرې داسي باب ایښی : باب فی الجمع فی المسحدمرتین : حدثناموسی بن اسمعینل ثناوهیب عن سلیمان الاسودعن ابی المتوکل عن ابی سعیدالخدري ان رسول الله صلی الله علیه وسلم ابصررجلایصلی وحده فقال الارجل یتصدق علی هذا فیصلي معه .
ددې حدیث په رڼاکي ویلای شوچي په مسجدکي دویمه جمعه هیڅ پروانه لري بلکي دلومړنۍ هغې په شان رواده . اماپاتي شوه دعلماووهغه خبره چي تانقل کړې نودحدیث په شتون کي سړی بایدپه حدیث عمل وکړي نه دعلماووپه خبروداددوئ اجتهاددی چي له خطاسره سره به الله جل جلاله یواجرورکړي .
شبيراحمد
08.10.2010
سلامونه اوښې ارزوګاني
زماپه آنددحامدصيب دلايل به قوي وي ځکه هغه يې هرڅه
په واضحه توګه نقل کړي دي اوپه دې سربېره ډېرهم دي
مهاجرصيب تاسوخويوازي يوحديث نقل کړى اوله ملايانومي اورېدلي
چې ابوهريرة رضى الله تعالى عنه بيخي ډېره موده له رسول الله
صلى الله عليه وسلم سره تېره کړي ده
نوويلاى شوچې ابوهريرة رضى الله تعالى عنه له ابوسعيدخدري رضى
الله تعالى عنه څخه زيات دنبي عليه السلام په کړو وړوخبروو
اوبل داچې دحامدصيب دذکرشويوعلماء کرامودليلونه چې دمصلحت له امله
دوه جماعته په يوه مسجدکي مکروه ګڼي زه وايم ډېرقوي دي
اوريښتياهم که يوسړى خبرشي چې ځه ياره لومړۍ جمه دي پاتي وي
هسي هم بله جمه کېږي هغې ته به ځان ورسوم نوپه دې سره سستي ډېره غالبه کېږي
اوکه داسي ډېري جمي دودشي ډېرى خلک به په دې تمه چې بله جمه
به ونيسي له جمي څخه پاتي وي
رښتینی
08.10.2010
.
عن أبي بكرة - رضي الله عنه - قال: أقبل النبي صلى الله عليه وسلم من نواحي المدينة يريد الصلاة فوجد الناس قد صلّوا فمال إلى منزله فجمع أهله فصلى بهم قال الهيثمي رجاله ثقات
ژباړه : یعنی رسول الله صلی الله علیه وسلم دمدینی له باندی کومی سیمی نه
راغی اودجماعت لمونځ شوی ونو خپل کورته ولاړ خپل کوروال یی راجمعه کړل
او هغوی ته یی جمعه ورکړه
او مومن صیب خدای دی وکړی دا اختلافی مسئله زموږ ترمنځ دخوابدی
لامل نشی نودی اجتهاد ته زه خطا نشم ویلی او بل دامامانو قول ته زه نعوذ
بالله په حدیث هیڅکله ترجیح نه ورکوم ځکه دا کار غلط ده خو هلته هم
حدیث شتون لری او ورسره دحدیث له عباره النص نه هم استنباط شوی دی
نو زه دی لوری ته ځکه ترجیح ورکوم او که تاسو یی هغه بل لوری ته ورکوی
دا ستاسو کار دی زه نیوکه او اعتراض نلرم الله مو مل اوبریا مو په برخه
ستاسو ورور حامد
مومن مهاجر
08.10.2010
محترم حامدصاحب! بیاهم سلام درته تقدیموم الله دي وکړي چي هیڅکله زمااو ستا ترمنځ په دیني اونوروچاروکي دنظراوتحقیق اختلاف دکرکې اوزړه په اختلاف بدل نه شي . پورته چي تاکوم حدیث نقل کړی که دهغه مأخذله پوره حوالې سره راته په ګوته کړې مهرباني به مووي .
رښتینی
08.10.2010
مهاجر صیب مننه
ددویم جماعت دعلماو همدا حدیث دلیل دی خو علماء لیکی چی دا استدلال
سم نده ځکه محل داختلاف دفرضی لمانځه جماعت ده او په دی حدیث کی
موضوع بیله ده دلته یومتنفل دی اوبل مفترض دی دلته ماموم غنی دی اووه
ویست درجی ثواب یی ګټلی لمونځ یی په جماعت سره کړی دی له امام سره
ښیګڼه کوی او صدقه ورکوی (فلیتصدق علیه )
نودلته موضوع بیله ده په حدیث کی دفرضی لمانځه خبره نده
او دابوبکره دروایت مخرج را اخلم فعلا بوخت یم
رښتینی
10.10.2010
.
.
عن أبي بكرة – رضي الله عنه – :
" أن النبي – صلى الله عليه وسلم – أقبل من نواحي المدينة يريد الصلاة ، فوجد الناس قد صلوا ، فمال إلى منزله ، فجمع أهله فصلى
بهم " .
أخرجه الطبراني في (( المعجم الكبير )) – كما في (( مجمع الزوائد )) ( 2 / 45 ) – ، وفي (( المعجم الأوسط )) ( 5 / 35 / 4601 )
و ( 7 / 51 / 6820 ) ، وابن حبان في (( المجروحين )) ( 3 / 4- 5 ) ، وابن عدي في (( الكامل )) ( 6 / 2398 ) .
من طريق الوليد بن مسلم ، نا معاوية بن يحيى ، عن خالد الحذاء ، عن عبدالرحمن بن أبي بكرة ، عن أبيه ، به .
قال الطبراني : " لا يروى عن أبي بكرة إلا بهذا الإسناد " .
وقال الهيثمي : " رجاله ثقات " .
وقال الألباني في (( تمام المنة )) ( ص 155 ) : " سنده حسن " ، وأقره مشهور حسن سلمان في ( إعلام العابد ) ( ص 34 )