د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

په دې کي څه وایاست؟

مومن مهاجر
04.10.2010

که څوک راباندي ډزي کوې آيا زه د دفاع حق نه لرم؟
05-09-2010 03.:31 AM

حقپال

يوه محترم ورور د هغو ليكنو په اړه ځيني ملاحظات او مشورې رالېږلي چي په دې وروستيو كي په شهادت او تنوير كي خپرې شوې وې، هغه ته مي په ځواب كي ضروري وضاحتونه كړي چي زه ئې د شهادت په ورځپاڼې كي خپرېدا گټوره گڼم. له متقابل سلام وروسته مي هغه ته ليكلي:
• ستا له پېرزوينو او نېكو مشورو ډېره ډېره مننه. زما متقابل سلامونه او نېكي هيلي ومنه.
• دعاء كوم چي الله تعالى موږ ټولو ته له حق نه د دفاع په سنگر كي صبر او استقامت راپه برخه كړى او پر دې دښمن همغسي برى راكړي چي پر مخكني دښمن ئې راكړ، او هغه بختوره ورځ راباندي وگوري چي زموږ هېواد آزاد او خپلواك وي او په گوټ گوټ كي ئې د اسلام او آزادۍ شين بيرغ رپېږي. اميد دئ چي الله تعالى زموږ او زموږ د شهيدانو دا سپېڅلې هيله ترسره كړي.
• اطمئنان دركوم چي موږ به تل، د مخكي په څېر او تر هغه هم زيات د اسلامي امت يووالى غواړو، د امت پر هغو پرهارونو وير كوو او اوښكي تويو چي ستر عامل ئې قومي او مذهبي اختلافات ول، د همدغو كرغېړنو اختلافاتو له كبله ټوټې ټوټې او له ذلت او سپكاوي سره مخامخ شو، هيله مو دا ده چي اسلامي امت د الله تعالى پر مضبوطي رسۍ منگولي ولگوي، متحد شي، خپل تېر برم او عظمت تر لاسه كړي، د ټولو حقه مذاهبو صادق او مؤمن پلويان يو ځل بيا د متحد او تفرق نه منونكي امت په توگه راڅرگند شي؛ د وروڼو په څېر يو د بل خوا ته په ډاډ او اطمئنان سره او له كركي او دښمنۍ پرته ژوند وكړي، نه يو بل تكفير كړي، نه په فروعي مسايلو كي اختلاف د دوى تر منځ په دښمنۍ واوړي، نه اصلي مسايل هېر كړي او په فروعي مسايلو پوري ونښلي، نه ستر ستر خطرناك بهرني او كورني دښمنان له پامه وغورځوي او هغوى ته شا كړي او په داسي شخړو كي ځان مصروف كړي چي د مسلمانانو تر منځ له فروعي اختلافاتو راولاړېږي، موږ غواړو افغان ولس په يوه ډاډمن او متحد اسلامي صف كي راغونډ كړو، زما وروستۍ ليكني فقط ردالعمل او له ځانه دفاع وه، كه نور پر موږ او زموږ پر مذهب نيوكي كوي، حنفيان مشرك او بدعتي بولي، مصروفيت ئې دا دئ چي په افغانانو كي د مذهبي اختلافاتو نوې لړۍ پيل او نوى مذهب رايج كړي آيا موږ حق نه لرو چي له خپل ځان او خپل مذهب نه دفاع وكړو او دومره څه ووايو چي زموږ هر څه د قرآن او سنت مطابق دي؟!
• د اختلافي مسايلو په اړه د ليكنو لړۍ مي د ځينو سختو مجبوريتونو او د ځينو وروڼو په غوښتنه پيل كړه، دې ته د يوه كتاب بڼه وركول هم د ډېرو وروڼو غوښتنه ده، له كويټي نه هم ځينو وروڼو دا غوښتنه كړې ده، دوى ويلي چي دغو ليكنو ډېر ښه اغېز كړى، له يوې خوا ئې هغه تورونه ځواب كړي چي پر حزب لگېدل او له بلي خوا ئې هغه كسان ساكت كړي چي د مذهبي اختلافاتو، شخړو او مجادلو بازار ئې تود كړى، د افغانانو پر مذهب نيوكي كوي او ټوله مشغولتيا او مصروفيت ئې همدا دئ، دا طبيعي خبره ده چي ځيني كسان به پرې خفه شوي وي، ځيني به غلط تبليغات كوي، خو اميد دئ دا تبليغات د تاوان پر ځاى گټه وكړي، خلك به دې ته هڅوي چي كتاب ولولى او په حقيقت ئې ځان پوه كړي، د پيغمبر عليه السلام په ضد د قريشو د تبليغاتو يوه گټه همدا وه.
• إن شاء الله زما په ليكنو كي به هيڅكله كوم مخالف داسي څه ونه مومي چي د قرآن او حديث خلاف وي، موږ خو له قرآن او حديث نه د دفاع په موخه او د دې لپاره دا مبارزه پيل كړې چي زموږ په ټولني كي هم او په ټولي نړۍ كي هم د قرآن او حديث رڼا خوره شي، زموږ په ضد به يا داسي جاهل او متعصب انسان تبليغات كوي چي دوست او دښمن نه پېژني او يا د اسلام دښمنان.
• د معراج په اړه چي ما څه ليكلي د قرآن او حديث په رڼا كي مي ليكلي، دا زما شخصي رأيه نه ده، د قرآن او حديث شرح ده، ټول محقق علماء په همدې رأيه دي، څوك چي له دې پرته بل څه وايي وينا ئې د قرآن د صريح آيتونو خلاف ده. د ځينو خلكو بد عادت دا دئ چي خپل هر مخالف يوې او بلي منحرفي ډلي ته منسوبوي، چا ته جهمي وايي، چا ته پرويزي، څوك د سنت و جماعت خلاف گڼي او څوك وهابي بولي. دوى په خپل جيب كي ټاپې گرځوي، سل تكفيروي، هم په غلطو فتواگانو سره او هم په خپلو كچه او بدخونده افكارو او ويناوو سره، خو يو كس نشي مسلمانولى، مسلمان تكفيروي او اسلام ته راتلونكي له اسلامه خوابدي كوي. د دوى له تكفيري مسلكه نه عادي مسلمانان خوندي دي او نه زموږ درانه فقهاء او ائمه، زه به ډېر خوښ شم چي څوك په دې اړه علمي بحث وكړي، قرآن په داسي صريحو الفاظو سره چي هيڅ تأويل په كي نشي كېدى وايي چي دا يوه رؤيا وه، گڼ شمېر روايات وايي چي دا يوه رؤيا وه، څنگه به د قرآن خلاف خبره په خوله راوړو او هغه رأيه به منو چي هم د قرآن خلاف وي او هم د دغو رواياتو؟!
• ما د پيريانو په اړه ليكلي چي قرآن وايي: نه تاسو پيريان ليدلى شئ او نه رسول الله صلى الله عليه وسلم پيريان ليدلي، د هغه رواياتو د سند او متن په اړه مي تحقيق كړى چي وايي پيريان ليدل شوي، دا مي ثابته كړې چي دا راوايات هم د سند له پلوه د اعتبار وړ نه دي او هم د متن له پلوه، زه په دې اړه يوازي نه يم د امت ډېر محقق علماء همدا رأيه لري. كه قرآن په صريحو الفاظو سره وايي چي تاسو پيريان نشئ ليدلى، زه خو پر قرآن ايمان لرم، هغه د الله تعالى كلام گڼم، د حق او باطل وروستۍ او بشپړ معيار ئې گڼم، څنگه به هغه خبره منم چي د قرآن خلاف وي او وايي چي پيريان ليدل كېږي، څنگه به رسول الله صلى الله عليه وسلم ته د داسي خبري انتساب منم چي د قرآن خلاف وي؟!! څوك چي وايي پيريان په اصلي شكل كي نه ليدل كېږي خو خپل شكل بدلولى شي!!
هغه ته وايم: دا خبره تا له خپله ځانه جوړه كړې، قرآن نه دي ويلي چي پېريان خپل شكل بدلولى شي او هغه مهال ئې تاسو ليدلى شي، ستا دا خبره هم د قرآن خلاف ده، ځكه الله تعالى فرمايي چي هيڅوك په الهي خلقت او سننو كي تبديلي نشي راوستى، هيڅ مخلوق نشي كولى خپل خلقت بدل كړي او د بل مخلوق په څېر شي. څوك چي په دې اړه د قرآن ضد خبري جسارت كوي هغه دي ووايي چي د دغو آيتونو په ځواب كي به څه وايي؟ خپل انكار به څنگه توجيه كوي؟ كه د نړۍ ټول خلك راغونډ شي او ووايي چي موږ پېرى په خپلو سترگو ليدلى زما ځواب به هغوى ته دا وي چي تاسو غولېدلي يئ، بل څه مو ليدلى او د پېري گمان مو پرې كړى، دا ځكه چي د قرآن وينا غلطه نشي ختى.
• هو؛ زه په دې عقيده يم چي حديث د وحي شرح دئ نه بېله وحي. څوك چي حديث ته د خفي وحي نوم وركوي دا نوم ئې له ځانه وضعه كړى، نه په قرآن كي كوم شاهد ورته لري او نه په احاديثو كي. دا خبره د قرآن د آيتونو او احاديثو په رڼا كي كوم.
• ما نه دي ويلي چي هر څه په عقل ثابتېږي، بلكي ويلي مي دي چي نه د قرآن پرېكړي د عقل خلاف دي او نه د عقل پرېكړي د قرآن خلاف. زه له هغو سره موافق نه يم چي وايي: په شريعت كي عقل اعتبار نه لري، دوى ته وايم: د عقل اعتبار د شريعت له مخي دومره دئ چي بې عقله له فرايضو هم معاف بولي.
• ما ليكلي دي چي كاش موږ د احاديثو يوه متفق عليها مجموعه درلودى، د دې مقصد دا نه دئ چي ولي صحابه وو دا كار ونه كړ، د احاديثو كتابونه له صحابه وو نه ډېر وروسته ليكل شوي، د دې هيلي معنى دا ده چي اوس بايد دا كار وشي، همغسي لكه چي عثمان رضى الله عنه د قرآن د نسخو په اړه وكړ، ما ليكلي چي كه اسلامي حكومت جوړ شو نو زما لومړنى وړانديز به ورته دا وي چي دغه كار وكړي، روايات تنقيح او د احاديثو كتابونه توحيد شي چي په دې سره د اختلاف يوه اساسي وجه له منځه ولاړه شي. دې ستونزي ته ټول ائمه او محدثين متوجه وو، د احاديثو كتابونه د همدې لپاره وليكل شول او فقهاوو د دغي ستونزي د حل لپاره زيارونه وايستل. كمعقله او بې علمه خلك به هر څه هر څه وايي، خو حقيقت دا دئ چي د اسلام هر خواخوږى به همدا خبره كوي چي په امت كي د اختلاف يوه لويه وجه هغه متضاد روايات دي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم او صحابه رضى الله عنهم ته منسوب شوي خو هم له قرآن سره تضاد او تعارض لري او هم له صحيح احاديثو سره.
• په ضلالت د ټول امت د نه راغونډېدا معنى دا نه ده چي ځيني به هم پر ضلالت نه راغونډېږي، دا اوس عملاً گورو چي لويي لويي ډلي (چي كله كله ئې شمېر مليونو ته رسېږي) پر ضلالت راغونډي شوې دي، كه له ټول امت نه يوه وړه ډله پر حق ثابته پاته وي او په سلو كي تر نوي زيات ئې بې لاري شوى وي، دا هم د دغه حديث مصداق دئ، كه له دوه اويا فرقو څخه يوه ئې په حقه وي همدا د دې حديث مصداق دئ.
• د دې خبرو د بيانولو ضرورت دا دئ چي له يوې خوا حق خبره بايد تر خلكو ورسوو، له بلي خوا د هغو خلكو مخه ونيسو چي پر همدغو خبرو د تركيز له لاري غواړي په افغانانو كي اختلافات راولاړ كړي، دا خو ځواب دئ، د هغه چا چي د همدغو مسايلو په اړه پر موږ نيوكي كوي.
• د اسلام په اړه د خلكو د تشويشونو او د هغو وسوسو د رفع كولو لپاره مو دا مسايل څېړلي چي ځيرك دښمنان ئې له يوې خوا او جاهل دوستان ئې له بلي خوا په خلكو كي خوروي. ما په خپلو ليكنو كي دا هڅه كړې چي خلكو ته ثابته كړم چي نه په قرآن كي د عقل خلاف خبره شته، نه په احاديثو كي، نه د قرآن د آيتونو تر منځ تعارض او تضاد شته او نه د قرآن او حديث تر منځ.
• د باريكو مسئلو څېړل هغه مهال د گټي پر ځاى تاوان كوي چي يا مخاطب ناپوه وي او يا دا مسئلې تر دې د مخه نه وي څېړل شوې، زما مخاطبان هغه خلك دي چي په ليك لوست پوهېږي، او دا مسائل مي ځكه څېړلي چي عملاً ورسره مخامخ يو، زه نه پوهېږم ما كومه داسي مسئله څېړلې چي په ټولني كي د هغې په اړه پوښتني نه وي او كومه ډله ئې په ډېر زور شور سره نه مطرح كوي؟
• زموږ مخالفين كه خلكو ته هغه خبري وكړي چي موږ ئې كوو نو د شكايت پر ځاى به مننه ترې كوو، الله تعالى دي هغه چا ته اجر او مزيد توفيق وركړي چي زما وينا او ليكنه په امانت سره تر خلكو ورسوي، كه له ما او زما له نظر سره موافق وي يا مخالف، ما هغه څه ويلي او ليكلي چي د قرآن او حديث له مخي راته حق معلوم شوي او خداى پال محقق علماء مي په همدې رأيه موندلي، خو كه په موږ پسي دروغ وايي نو دروغجن دښمنان په هر صورت كي دروغ جوړولى او ويلى شي، كه موږ څه وليكو او كه ئې ونه ليكو. هغه مهال چي د دغو قضاياوو په اړه مو څه نه ليكل نو دښمنانو به ويل: حزبيان وهابيان او مودوديان دي، تر سلو كمونيستانو د يوه مودودي او وهابي وژل ډېر ثواب لري!! نه ئې زموږ مرامنامې ته كتل او نه دې ته چي موږ نه په لمانځه كي رفع اليدين كوو او نه آمين بالجهر.
• زه گمان كوم چي ښايي تاسو به يوازي له يوې خاصي ډلي سره ليدلي وي او د دوى نظريات به مو منعكس كړي وي، له دغو ليكنو سره د دې ډلي اختلاف يوه طبيعي خبره ده، هغوى پر ټولو ائمه وو اعتراض كوي، د مذاهبو پلويان مشركان او بدعتيان بولي. د دوى اعتراض پر ما دومره نه دئ لكه پر امام ابوحنيفه، امام شافعي، امام مالك او امام احمد حنبل باندي، دوى د خاص مذهب پلويان دي، كه د الله تعالى كلام، د پيغمبر عليه السلام احاديث، د صحابه وو اقوال او د ائمه وو آراء هم د خپل مذهب خلاف ومومي نه ئې مني.
• بايد ملت ته واضح كړو چي موږ له هغو خلكو څخه نه يو چي غواړي په افغانستان كي د مذهبي اختلافاتو اور بل كړي. موږ له هيڅ مسلمان سره، كه د هر صحيح مذهب پلوي وي دښمني نه كوو، موږ د سلفيانو او ټولو نورو مذهبي ډلو په اړه وايو چي نه حساسيت ورسره لرو او نه ئې مخالفت كوو، ټولو ته په درنه سترگه گورو، دا ليكني له ځانه د دفاع په موخه ليكل شوې. كه څوك په دې خفه كېږي چي موږ له خپلي مذهبي تگلاري دفاع كوو خفه دي شي، كه دوى شپه ورځ د تعرض په حال كي دي، زموږ پر مذهب نيوكي كوي او ټوله مشغولتيا او مصروفيت ئې همدا دئ، آيا ضروري نه ده چي لږ تر لږه د دوى د ساكتولو لپاره څه وليكو؟
• د تبليغاتو زياته پروا مه ساتئ، د گوتو په شمېر خلك به چي د خاص مذهب پلويان دي د دې ليكنو په ضد تبليغات كوي، په مقابل كي به ئې إن شاء الله ډېر خلك خوښوي او په دې سره به يوه فتنه ختمه يا سړه كېږي.
• تا په خپل ليك كي د مرحوم سيد ابوالاعلى مودودي يادونه كړې وه، هو؛ د هغه مخالفت وشو، خو نه د حقيقي علماءو له لوري بلكي د غرضي او مرضي ملايانو له لوري، د حقيقي علماءو رأيه د ده په اړه داسي وه چي د شهيد سيد قطب په څېر علماءو هغه ته د استاد په سترگه كتل، په لكونو خلك د هغه د دعوت په سبب اسلام ته راگرځېدلي، زه په داسي حال كي ورته د خير دعاء كوم او په جنت الفردوس كي ورته لوړي درجې غواړم چي په ډېرو مواردو كي ورسره موافق نه يم، د معراج موضوع يو له دغو مواردو څخه دئ، هغه د معراج سفر ته د رؤيا په توگه نه گوري بلكي هغه د ويښي سفر گڼي، او وايي چي دلته له رؤيا نه د قرآن مطلب په ويښه څه ورښودل دي نه خوب!! او دا هغه څه دي چي له قرآن سره اړخ نه لگوي، ځكه قرآن په ټولو ځايونو كي چي د رؤيا يادونه كړې مقصد ئې فقط خوب دئ نه بل څه. د دې اختلاف رأى معنى دا نه ده چي د ده له ټولو سترو سترو ښېگڼو سترگي پټي شي او ستر ستر خدمتونه ئې هېر كړى شي.
• تا د پروېزيانو يادونه كړې، زه بايد تاسو ته ووايم چي د دوى په اړه زما باور دا دئ چي دا ډله د انگرېزانو له لوري جوړه شوې او تر ننه ئې انگرېزان پالنه او مرسته كوي، انگرېزانو داسي ډېري ډلي جوړي كړې دي او پالنه ئې كوي، د دې لپاره چي په امت كي مذهبي اختلافات راولاړ كړي، زه هر هغه څوك له اسلامه وتلى گڼم چي پر پيغمبر عليه السلام ايمان نه لري، رسول الله صلى الله عليه وسلم خاتم الانبياء نه گڼي، پيغمبر عليه السلام مطاع مطلق نه بولي، د پيغمبر اطاعت د الله تعالى اطاعت نه گڼي، د ټول سنت يا كومي برخي متابعت منتفي بولي او رسول الله صلى الله عليه وسلم ته هغه څه منسوبوي چي له قرآن سره تعارض لري.
• تا هغو خلكو ته هم گوته نيولې ده چي وايي: دا د صحابه وو په اړه بې احترامي ده چي څوك ووايي: كاش ټول احاديث په يوه داسي كتاب كي راغونډ شوي وى چي ټول امت پرې متفق وى او موږ نن د رواياتو له داسي بېلو بېلو كتابونو سره مخامخ نه وى چي بېلي بېلي فرقې او مذهبي ډلي پرې استناد كوي او په امت كي ئې اختلافات راولاړ كړي. داسي اعتراضونه هغه څوك كوي چي د بې خبرو په كلي كي اوسي، همدغه خلك دي چي په پنځمي طبقې كي د يوه كس له لوري غريب روايت به مني او سخت به پرې ټينگار كوي خو د صحابه وو له اجماع سره به مخالفت كوي، هغه غريب روايت مني چي وايي رسول الله صلى الله عليه وسلم نه د روژې په مياشت كي او نه په نورو وختونو كي تر اتو ركعتو زيات تهجد او تراويح نه دي كړي، خو دا نه مني چي ټولو صحابه وو په شل ركعته تراويح اجماع وكړه او دا شل ركعته تراويح موږ ته په تواتر رارسېدلې!! ما ته ووايئ: د صحابه وو د منهج مخالف څوك دئ او د دوى په اړه گستاخ او بې باك څوك؟ هغه چي وايي: د تراويح له سنت نه د صحابه وو انتباه صحيح وه، بايد د دوى پر منهج عمل وكړو او كه هغه چي وايي: عمر رضى الله عنه دا حق نه درلود چي اته ركعته تراويح په شلو ركعتونو واړوي!!؟ موږ بيا هم او په ټول جرأت سره دا خبره كوو چي د رواياتو كتابونه جدي تنقيح ته ضرورت لري، د امت صالح او خداى پال علماء بايد راغونډ شي او بايد دا ستر او د امت د يووالي لپاره ضروري كار ترسره كړي، د احاديثو كتابونه صحابه وو نه دي ليكلي، دا اعتراض دوى ته نه دئ راجع، د دوى له مبارك دور نه ډېر وروسته دا كار شوى.
• د دغي تكفيري ډلي چي له خپلي گېډي فتواگاني راباسي، يوه كس ويلي: د حقپال نوم پر ځان اېښودل ناروا او د ځان تزكيه ده چي الله تعالى ترې منع كړي يو!! دا په داسي حال كي چي ده په خپلي ليكني كي خپل ملگري حق پرستان گڼلي!! دا اعتراض داسي دئ لكه ځينو غرضي او مرضي وگړو چي د مرحوم مودودي په اړه ويلي وو: د ابوالاعلى نوم پر ځان اېښودل حرام دي، ځكه اعلى د خداى نوم دئ!! د دې جناب د غلط اعتراض په اړه وايو: ښايي هغه د حقپال په معنى سم نه پوهېږي، د ده له كچه او له علمي او ادبي پلوه سر تر پايه غلط خط نه همدا معلومېږي، چي پښتو ادب ئې د ده د ديني پوهي په څېر ډېر كمزورى دئ، حقپال يعني خداى پال، يعني د حق په لټه كي، د حق ملگرى، د حق مرستندوى، يعني عبدالله، نه پوهېږو څوك چي په خپلي مورنۍ ژبي پښتو سم ليك لوست نشي كولى، په ليكني كي به ئې داسي جمله ونه مومئ چي له ادبي او علمي پلوه صحيح او سمه وي، هغه به په قرآن او حديث څنگه پوهېږي، څنگه به د قرآن د يوه آيت او د كوم حديث سم تفسير او تعبير وكړى شي؟ خو همدا به پر ځان د مفتي نوم ږدي، او دا نوم به د ځان د تزكيې په معنى نه نيسي!! همداسي خلك دي چي د دې فتوى هم وركوي چي خپل مخالف مجاهد هم ترور كړئ او د خپلو مخالفينو د وژلو لپاره په جومات كي هم چاودنه كولى شئ!! آيا دين، ايمان او عقل د دې اجازه وركوي چي د بهرنيو اشغالگرانو په شتون كي، د كمونيستانو، ملحدو او لنډغرو غربپالو په ضد د څه كولو پر ځاى د داسي چا په ضد عمليات كوي چي ځان ته مسلمان وايي او په جهاد كي ئې برخه وه؟!! آيا يو مسلمان او پر دين پوه عالم به كله هم دا جسارت وكړي او دا غلطه فتوى به وركړي چي په مسجد كي، د لمانځه پر مهال او د قرآن د تدريس په وخت كي د يوه كس د وژلو لپاره چاودنه وكړي؟ باور وكړئ چي كه د بوش او نتن ياهو په څېر كوم كس هم په داسي چاودني كي وژل كېږي زه به ئې هيڅكه فتوى ورنه كړم، د جومات هتك حرمت او د بې گناه لمونځ كوونكو مسلمانانو د وژلو جسارت يوازي يو وحشي او د خداى او دين دښمن انسان كولى شي. ما د روسانو په ضد د جهاد په دوران كي مجاهدينو ته د دې اجازه هم نه وركوله چي په كوم خره او اوښ باندي باروت بار كړي او د دښمن لوري ته ئې د چاودني لپاره وشړي، خو دا احمق مفتيان مخلص خو بې خبره فدايان په جوماتونو كي د چاودنو لپاره كاروي!! آيا په جومات كي د مولوي نورمحمد تر څنگ د دېرشو داسي مسلمانانو وژلو لپاره كومه عقلي او شرعي توجيه موندلى شو چي د قرآن اورېدو لپاره راغونډ شوي؟! متأسفانه دين د داسي بدمغزو مفتيانو په لاس كي پرېوتى. نه پوهېږم ده ته چا ويلي چي داسي نومونه پر ځان اېښودل ناروا دي؟ د ده په دې نوي عجيب مذهب كي به ښايي د علي نوم پر ځان اېښودل هم حرام وي!! ځكه دا د الله تعالى نوم دئ!! خو رسول الله صلى الله عليه وسلم علي رضى الله عنه ته ونه ويل چي خپل نوم بدل كړه!! دا جناب به د احمد او محمد نوم هم صحيح نه بولي او وايي به چي په دې كي د ځان تزكيه او ستاينه شوې!! دى دا هم ناروا گڼي چي څوك الله تعالى د خداى په نامه ياد كړي، وايي: د الله تعالى نوم الله دئ او ژباړه ئې ناروا ده!! هغه ته وايم: له آدم عليه السلام نه تر محمد عليه السلام پوري يوازي دوو پيغمبرانو او د دوى امتونو خداى تعالى د الله په نامه ياد كړى، هغه دوه چي په عربو كي مبعوث شوي، نورو ټولو په هغو نومونو ياد كړى چي خپل خپل قوم ئې پر الله تعالى ايښي ول، اسمعيل عليه السلام او محمد عليه السلام هم په هغه نوم ياد كړى چي عربو پر الله تعالى ايښى وو، د الله نوم عربو پر خداى تعالى ايښى، كه قرآن په پښتنو كي او په پښتو نازل شوى وى نو د الله تعالى نومونه به داسي وو: خاوند، څښتن، بخښونكى، ساتونكى، پالونكى او ... ده دا هم ليكلي چي د خداى نوم له مشركو ايرانيانو اخيستل شوى!! دا په داسي حال كي چي دا نوم له پښتو فارسي ته انتقال شوى، اصل ئې خاوند دئ، په فارسي كي خداوند ترې جوړ شوى، بيا هغوى مختصر كړى او خدا ئې ترې جوړ كړى، پښتنو خداى ترې جوړ كړى. په فارسي كي د خداوند اصلي معنى خاوند دئ، دوى (ده خدا) د كلي ملك ته وايي، خداوندگار خاوند او مالك ته وايي. الله تعالى په هغو نومونو يادول چي د انسانانو مختلفو قومونو پر الله تعالى ايښي هيڅ مانع او حرج نه لري، په تورات، انجيل، زبور، او ټولو هغو كتابونو او صحيفو كي چي له قرآن مخكي نازل شوي الله تعالى د (الله) يا په بل عربي نوم نه دئ ياد شوى. نورو ژبو ته د الله تعالى د نومونو او صفاتو ژباړه نه يوازي جائز كار دئ بلكي ضروري دئ، له دې پرته د هغوى په معنى پوهېدا ممكنه نه ده، موږ بايد خلكو ته ووايو چي د رب، رحمن، رحيم، مالك، غفور، تواب معنى څه ده، داسي نومونه ناروا دي چي د غلطو مقاصدو لپاره كارول شوي، لكه جانان، نگار، صنم، معشوق، ساقي، پير مغان ...
• د دوى يو بل مفتي چي علمي او ادبي سويه ئې د ده له لاندنۍ ليكني معلومولى شئ، وايي: په جهر سره آمين ويل فرض دي او په صف كي پښې او اوږې سره نښلول د الله تعالى د حكم مطابق كار دئ، څوك چي دا كار ونه كړي د دې آيت مصداق دئ چي فرمايي: و يقطعون ما امر الله به أن يوصل!!! راشئ د ده خپل الفاظ وگورئ: ليكي:
هو ! دلته بله مسئله شته هغه داچى دجماعت په لمانځه کى به لمونځ کونکي ديوبل سره پښي او اوګي سره لګوي اوکنه ؟ نودامسئله مونږکړى اوبيايي هم په زيات ټينګار سره کووځکه چي څوک په لمانځه کي دبل ملګري سره پښه اواوګه ونه لګوي نوداګناهنګاردى په لمانځه کى ولاړدى خودالله نافرماني کوي اوقران کريم دادمفسدانوصفت ذکرکړى دى لکه الله (جل جلا له ) فرمايي : الذين ينقضون عهد الله من بعد ميثاقه ويقطعون ماأمرالله به أن يوصل ويفسدون في الأرض أولئك هم الخاسرون (الاية، ژباړه: هغه کسان چى دالله لوظ ماتوي وروسته دکلکوالى دهغي نه ، اوپري کوي هغه شي چى الله پرى امر کړى چى هغه دى وصل (پيوست) کړى شي اوفسادکوي په ځمکه کى نوهمدغه کسان هم دوي تاوانيان دي . الله (جل جلاله) دلته وايي : چى تاوانيان هغه خلک دي چى هغه څه چى الله دهغى دپيوست کولوحکم اوامرکړى دى هغه دوي پري کوي اودالله مضبوط لوظونه ماتوي اوپه ځمکه کى فسادکوي نوددي تاوانيانويي درى صفتونه بيان کړل : يولوظ ماتول ، دوهم پريکول دهغه شي چى الله يي په وصل کولوحکم کړى ، اودريم فسادکول په ځمکه کى!!
ورپسې ليكي: نوصفونه برابرول واجب (فرض) دي اوپه هغي کى کوتاهي کول حرام دي . بيا ليكي: يعني هغه څه چي رسول الله (صلى الله عليه وسلم ) پري امرکړي وي نوهغه منل فرض اولازم دي!!!
كه څه هم دا ليكنه نه په لوستلو ارزي او نه په څېړلو، نه له ادبي پلوه سمه جمله په كي مومو او نه له علمي پلوه، په كوم آيت چي ده په صف كي د پښو وصلولو په اړه استناد كړى، نه د دې آيت معنى او مقصد دا دئ او نه ئې د بحث موضوع د پښو وصلول، د آيت د بحث موضوع هغه اړيكي ټينگي او مضبوطي ساتل او له شلولو ئې ډډه كول دي چي الله تعالى ئې د ټينگ ساتلو او مضبوطولو امر كړى، لكه له الله تعالى سره په خپلو ژمنو وفا، له الله تعالى سره خپلي اړيكي ټينگي ساتل، له انسانانو سره په خپلو ژمنو وفا كول، له خپلوانو سره صله رحم پالل او ټول هغه فطري او شرعي اړيكي په سمه توگه پالل چي الله تعالى موږ پرې مكلف كړي يو. په صف كي د پښو وصلول له دې آيت سره هيڅ تړاو نه لري. په نورو مواردو كي هم په آيتونو د دوى استناد دې ته ورته وي، دا مفتي صاحب چي په ښكنځلو او د نورو تكفيرولو كي ډېر جسور او تېز ژبى دئ، په دې هم نه پوهېږي چي فرض څه ته وايي او د لمانځه فرايض كوم دي، موږ خو تر اوسه داسي څوك، فقيه او غير فقيه نه دئ موندلى چي وايي په صف كي پښې وصلول فرض دي، او نه وصلول ئې حرام!! په دې هم نه پوهېږي چي رسول الله صلى الله عليه وسلم كله موږ پر فرايضو مأمور كړي يو او كله ئې په مستحباتو عمل كولو ته هڅولي يو، كله ئې د امر اطاعت فرض دئ، كله سنت او كله مستحب، رسول الله صلى الله عليه وسلم د مسواك وهلو سپارښتنه كړې ده خو كه چا مسواك ونه واهو يو سنت ئې ترك كړى نه يو فرض. په صف كي نظم او تعادل ساتل او فرجه نه پرېښودل په دې معنى دي چي يو به له بله مخكي او وروسته او لري نه ودرېږي، كه اوږې، ورنونه او زنگونه سره ولگېږي همدا كافي ده، نه ټول اړخ او ټوله پښه، د دوو كسانو تر منځ ټوله تشه په هيڅصورت كي نشي ډكېدى، كه بېډۍ او د پښو تله هم سره وصل شي په اړخونو كي ډېر ځايونه تش پاتي كېږي، د فرجې د ختمولو معنى دا نه ده چي ټولي تشي به ډكوو، مراد ئې دا دئ چي له همڅنگه به لري نه ودرېږو، شيطان ته د فرجې نه پرېښودو معنى په حقيقت كي همدا ده، چي څوك د كبر او له مسلمان ورور نه د كركي له كبله له هغه لري، يا مخكي او وروسته ونه درېږي. اللهم اهدنا الصراط المستقيم.
یاده دي وي چي دالیکنه مي له شهادت څخه رااخیستي ده .


و.افغان
04.10.2010

عربي ژبه کې يو متل دی:
رمتني بدائها وانسلت.
خپل مرض يې په ما راوتپه، او پښې يې وويستې.

حقپال صاحب: دا خو تاسو ياستئ چې په دې نازک وخت کې د خپلو سياسي موخو
لپاره د افغانانو تر منځ مذهبي اختلافاتو ته لمن وهئ.
کله سلفيان چارجوئ، او کله مذهبيان.
اوس ستاسې لپاره د سلفيانو د ټکولو وخت ډېر ښه مناسب بريښي، ځکه مو په هغوی پسې
راخيستې ده، د دې لپاره چې القاعده او عربو ټکولو ته لاره برابره کړې.
زه او زما په شمول د ډېرو افغانانو دا نظر دی چې د القاعده او عربو په اړه تاسې ته نږدې نظر لرو، چې بايد د هغوی د فعاليت مخه دې ونيول شي، که چېرې له مقاومت وروسته په افغانستان کې يې مسالم ژوند غوره کاوه، فبها ونعمت، د اسلامي ورورولۍ او افغاني دروند دود له مخې پاتې کېدی شي، او که نه نو خپلې بسترې دې تړي، او وځي دې.
البته مونږ نه غواړو چې دغه
نظر د يوې سياسي معامله ګرۍ لپاره وکاروو، خو تاسې
دغه ټکول د سياسې معامله ګرۍ لپاره کوئ، د کابل حکومت او امريکا ته پرې ځان
نږدې کوې، استازې خو دې لا د مخه ورليږلي دي، د همدغه استازو په سر دې
د محصلينو تنظيم هم لغوه اعلان کړ.
نه دا چې په حقيقت کې د القاعديي يا تکفيري افکارو کلک مخالف يې، مخالف يې
اوس ځکه يې، چې له تاسې سره يې غاړه وې نه وړه.
هغه وخت چې دغو افراطي افکارو کار ورکاوه، په خپله ګټه دې د نورو تنظيمونو
په شمول ښه په پراخه پيمانه کارولي دي.

يو وخت دې د يوه کتاب په ليکلو صوفيان د اسلام له دائرې وويستل، اوس لګيا يې
په سلفيانو پسې دې راخيستې ده، سره له دې چې په درې لسيزې تا سره
څنګ په څنګ پاتې شوي دي، کله يې وهابيان بولې، کله وايي چې دوی احنافو ته
مشرکان او بدعتيان وايي، کله وايي چې دوی داسې او هغسې دي.
ګوره حقپال صاحب: د محترم حاجي فريد صاحب يوه خواخوږې مشوره درته وړاندې
کوم، چې ګوره هاغه خلک دې په حقه يا ناحقه له ځان وترهول، اوس دا نور خلک هم
له ځانه ترهوې، تا خو يوه سياسي لوبه روانه کړېده، او امکان دې ولري، چې دا
سياسي لوبه دې ناکامه شي.
په نورو شرعي مسائلو کې خو ستا شذوذيت او د اهل سنت والجماعت له عقيدې
څخه ښکاره سرغړونې، او د قرآن او حديث غلط تفسيرول او شرحه کول، خو له هيچا
پټ نه دي.
بيا دې د حديثو او رواياتو تصحيح او تضعيف چېرته زده کړل؟ او د کومو اصولو له
مخې روايتونه تصحيح او تضعيفوي؟؟؟؟؟

من تکلم في غير فنه أتی بالعجائب.
د مولوی ګوهر رحمان خبره درته تکراروم چې درته يې ويلي وو: چې جهاد دې منم،
خو دغه تفسير ستا کار نه دی.
نورې سياسې لوبې دې په خپل ځای، خو د شرعي مسائلو تسييسولو نه ځان ساته،
ځکه چې د اسلام په وړاندې طلاب العلم او علماء هيڅکله ستا لحاظ نشي کولی، او نه د بل غير معصوم انسان لحاظ کولی شي.

په درنښت


و.افغان
04.10.2010

د معصوميت دې کفري دعوا ته يې ګورئ!
دې خبرې ته يې ګورئ، چې د دده مخالف يا جاهل دی، يا د اسلام دښمن دی.
توبه توبه توبه

[quote:4d2815e20f]

• إن شاء الله زما په ليكنو كي به هيڅكله كوم مخالف داسي څه ونه مومي چي د قرآن او حديث خلاف وي، موږ خو له قرآن او حديث نه د دفاع په موخه او د دې لپاره دا مبارزه پيل كړې چي زموږ په ټولني كي هم او په ټولي نړۍ كي هم د قرآن او حديث رڼا خوره شي، زموږ په ضد به يا داسي جاهل او متعصب انسان تبليغات كوي چي دوست او دښمن نه پېژني او يا د اسلام دښمنان.

[/quote:4d2815e20f]


عادل عادل
05.10.2010

سلامونه

د لیکنې د متن نه خو داسې بریښي چې لیکوال دې خپله د حزب امیر وي او د خپل تنظیمي مذهب؟ یادونه او ملاتړ کوي ....... والله اعلم

[quote:da626e89b2]چي زموږ هېواد آزاد او خپلواك وي او په گوټ گوټ كي ئې د اسلام او آزادۍ شين بيرغ رپېږي. اميد دئ چي الله تعالى زموږ او زموږ د شهيدانو دا سپېڅلې هيله ترسره كړي. [/quote:da626e89b2]

دا شین بیرغ به دې خدای سپین کړي ........... آمین

تاسو د تیر جهاد د شهیدانو د هیلو سره څه وکړل چې د روان جهاد د شهیدانو له هیلو او ورثه وو سره به یې وکړئ؟؟؟

[quote:da626e89b2]........ چي خپل مخالف مجاهد هم ترور كړئ او د خپلو مخالفينو د وژلو لپاره په جومات كي هم چاودنه كولى شئ!! ...... آيا دين، ايمان او عقل د دې اجازه وركوي چي د بهرنيو اشغالگرانو په شتون كي، د كمونيستانو، ملحدو او لنډغرو غربپالو په ضد د څه كولو پر ځاى د داسي چا په ضد عمليات كوي چي ځان ته مسلمان وايي او په جهاد كي ئې برخه وه؟!![/quote:da626e89b2]

دا ټول ستا خپل ذاتي فرهنګ دی، ايا په تیر جهاد کې تاسو همدغه کارونه نه کول، نور تنظیمونه یوې خواته پریږده د خپل تنظیم د مخلصو منطقوي سرلښکرو په ضد مو بدیل افراد نه روزل ؟؟، ډیر مو ترور نه کړل؟ ؟؟ ډیر مو ژوندي تري تم نه کړل ؟؟؟؟ تاسو چې په کومو منطقو کې پراخ نفوذ درلودی، ایا هلته مو د نورو تنظیمونو د محو کولو کوښښ نه کاوه؟؟؟؟؟؟ ایا تاسو دایم الوقت د هر خپلمنځي برخورد یو غاصب طرف نه یې پاتې شوي؟؟؟؟؟؟؟

مجاهد ولس ستاسو د سیوري نه بیزاره دی، خدای مو ژوندي لره، په یرغلګر دښمن مو برلاسي غواړي، خو پام چې د یرغلګرو تر وتلو وروسته د یوې لحظې لپاره هم د سیاسي قدرت او قلابي خدمت خوب ونه وینئ چې خدای مکړه د ولس په غصه کې به محو شئ!

[quote:da626e89b2] ما د روسانو په ضد د جهاد په دوران كي مجاهدينو ته د دې اجازه هم نه وركوله چي په كوم خره او اوښ باندي باروت بار كړي او د دښمن لوري ته ئې د چاودني لپاره وشړي!![/quote:da626e89b2]

پدې کې شک نشته چې د اوښانو او خرو خیال به دې ساتلئ وي، خو په پټه کې دې خپلو قاتلو اطلاعاتو ته حتی د خپل ورور شهاب الدین د وژلو امرونه هم صادرول، دا زما تهمت نه بلکه ستا د وخت د اطلاعاتو د مشر خبره ده، شهاب الدین دې ځکه واژه چې یو عادي ژرنده ګړئ وو او وجود به یې ستا د خودخواه او والیشانه شخصیت لپاره خامخا کسر شان او شرم وو .

تاسو دښمن دومره نه دی ځپلئ لکه د افغان مسلمان ولس او شهیدانو هیلې مو چې ځپلي او تر ننه مو په ناهیلو اړولې دي، د هغوی ورثه مو په خپل در کې رټلي، شړلي، او بالاخره نسیان ته سپارلي، هغه ټکئ مو میلیون ځله تر پښو لاندې کړئ کوم چې تاسو د اخوان المسلمین له نړیوال اسلامي نهضت سره تړي، مودودي او سید قطب رحمه الله تعالی علیهم ستاسو له عملي کړنو او خودخواهانه نیتونو څخه بیزاره دي، نور د ټلوالې په شان د هغوی له تحقیره لاس واخلئ.

ستاسو مخالف یوازې دښمن او یا جاهلان نه دي ....... بلکه:

ستاسو په څنګ کې د ولس بې شمیره ناهیلي شوي وروڼه شته چې ستاسو څیرې ډیرې ښې او له هستې څخه پیژني او ستاسو د کړو وړو مستند لاسوندونه په لاس کې لري !!!


حذيفه
18.10.2010

دحقپال له نوم سره په لومړي ځل اشناشوم .ليکنه يي راته خطرناکه اوګډه وډه ښکاري لويه کمزوري يي داده چي دمقابل لوري دلائل يي نه دي نقل کړي له همدي وجې دده دريځ په ضعف اوقوت نسي پوهېدای اونه دامعلومولای سي چي خبره پره يوه موضوع روانه ده اوکه ډېري دي .حقپال په خپله ليکنه کي ډېره څه سره مروړلي دي .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more