نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اشک تمساح
ډاکتر څپاند
03.10.2010
[color=yellow:3a7f37aab9]اشک تمساح[/color:3a7f37aab9]
دټول افغان پ لمړي مخ د اشغالګرو دلاسپوڅي او سرپه سجدې غلام،کرزي نه
دملاتړ په اند چا داسې خوشخمدي اوغوړه مالي کړې:
[quote:3a7f37aab9]
د وحشتونو په بازار كې د يوه عاطفي انسان اوښكې!
عبدالله افغان
01.10.2010 18:50
د وحشتونو په بازار كې د يوه عاطفي انسان اوښكې!
م – شاهد
ولسمشر كرزى يو ځل بيا د هېواد روانې غميزې اوښكو تويولو ته اړ كړ، كله چې نوموړي وويل چې نه غواړم ميرويس زوى مې او د هېوادنور ماشومان له هېواده بهر تلوته اړ شي غريو ونيو.
په دې كې شك نشته چې ولسمشر كرزى په ډير حساس او بد وخت كې د هېواد ولسمشر دى داسې وخت چې زموږ په هېواد كې د عاطفې او رحم احساس ګناه ګڼل كېږي، داسې مهال چې زموږ په هېواد كې ستر كمال د انسان وژل او د هغو پر مادي او معنوي شتمنيو خيټه اچول كمال دى. داسې مهال د هېواد ولسمشر كرزى د خپل ولس پر غميزو اوښكې تويوي چې شاوخوا ته سترګې واړوې د بخت او ځواك خاوندان هماغه څوك ګڼل كېږي چې له غاښونو يې د خپل ولس د مظلومو خلكو وينې څڅيږي و چې جيبونه يې د خپل ورور د غوښو په بيه درانه وي.
د ویسا ورځپاڼی څخه
ولسمشر يو عاطفي انسان دى چې وخت پر وخت دهېواد د غميزو په ياد بې اختياره د ژړا څپه پرې راشي.
يو شمير خلك او د نظر خاوندان دا دده كمزوري ګڼي واقعيت هم دادى چې دده اوښكې زياتره د شا و خوا د كبر، غرور او وحشت د خاوندانو له خوا په كړ سندو خنداګانو كې داسې خپ شي چې هيڅ اغيز يې ښكاره نشي.
ولسمشر كرزى به ډيرې كمزورۍ لري، واقعاً د هغه له ټولو سياستونو او كړو وړو سره هيڅوك هم موافق نه دي، هسې هم نن زموږ په هېواد كې قضاوتونه د شخصي ګټې او تاوان پر كچ او ميچ دي نه د ملي ګټو او مصالحو پر بنسټ. دا هم بايد و منو چې ولسمشر انسان دى له انساني كمزوريو خالي او پاك نه دى، خو له دې نه يې انكار نشي كيداى چې نوموړى د ولس په اوسنۍ ورځ ځوريږي، د ده دغه ځور ډير ځله ډير برالا احساس شوى دى كله كله دده همدغه ډيره عاطفه لويه كمزورى او غلطي احساس شي، په داسې حال كې چې د هېواد په ګوټ ګوټ كې د يوې لويشتې ځمكې پر سر افغانانو يو د بل وينې و بهولې، د وړوكې قوماندانۍ پر سر يې يو د بل سرونه وريبل، د څو ورځو تش په نامه واك لپاره يې د هېواد د محرمو رازونو له افشا ډډه و نه كړه، د خپل نامه او غرور لپاره يې قومونه سره و جنګول او د خپلو قومونو او خپلو عزيزانو په ككرو ودريدل د فتحې رجزونه يې وويل، ولسمشر د عام ولس مرګ ژوبلې پر سر، د خپل ولس د غرور او وقار پر سر له خطرناكو ځواكونو سره ټټر وواهه.
څو ورځې وړاندې چې د ولسي جرګې انتخابات وو ولسمشر خپله رايه هندو مذهبې اناركلي ته واچوله، ښايي د دې لپاره چې د خپلې لورېينې يو مثال وړاندې كړي، واقعيت دادى چې د وخت بې رحمه څپې د دغه عاطفي انسان پر ډيرو ښېګڼو پر دې اچولې او كه خداى مه كړه دغه وضعه بدله نشي او همدغسې دوام وكړي.د دې عاطفي شخصيت ارمان به بيا زموږ ولس هغه مهال وكړي چې د واك او ځواك پر سركشه نيلي بل څوك سپاره شي.
دريغه اوس يا دا مهال بدل واى، د وحشتونو په بازار كې د واكمن له سترګو د اوښكو توئيدل هيڅ بازار نه لري، يا ولسمشر پردې بريالى شوى واى چې زموږ پر بې رحمه سياسي چاپيريال د انساني ارزښتونو عاطفي او اخلاقي روشونو څپې برلاسې كړي.
[color=white:3a7f37aab9]دا به هغه مهال ممكمن واى چې ولسمشر د ځان په څېر كاري ټيم، مخلص ملګري، مشاورين او دربار درلوداى.[/color:3a7f37aab9]
كاشكي داسې واى، بيا به هيڅكله هم د افغان زمين بې ګناه نارينه او ښځې داسې د پردۍ جګړې په اور كې نه سوځيدل، هيڅكله هم، او يا ولسمشر داسې ځواك او مخلص ټيم درلوداى چې د ظلم لاس يې په يوه اشاره په مړوند كې غوڅولاى شواى، چا چې د هېواد د پت پر خلاف خوله خو ځولې واى ژبه يې په تالو كې پرې غوڅه كړې واى، چا چې په هېواد كې د قومي لانجو اور ته لمن وهلاى پښې يې غبرګې پرې ماتولاى، افسوس چې د وحشتونو په بازار كې د تنها انسان اوښكې هيڅ قدر نه لري او هيڅكله هم د وحشت روانې څپې پر بله نشي اړولاى.
كاشكي ولسمشر پر خپل مظلوم ولس د اوښكو تويولو پر ځاى داسې پولادي پنجې درلوداى چې ظالم يې له مرۍ نيولى شواى كاشكي.[/quote:3a7f37aab9]
نه پوهيږم چه اشک تمساح څنګه په پښتو وژباړم،دسمسيارې اوښکې؟
خو پدې پوهيږم چه تمساح هغه خطر ناک ژوی دی چه دنورو ژويو يا حيواناتو
دخوړلو په وخت ئي له سترګو اوښکې څاڅي٠
په هرمخ،زه داسې ډير وګړي پېژنم چه که وغواړي چه وژاړي او اوښکې توئي کړي،دا کار په ډيره اسانئ سره کولی شي٠د ځينو فلمونو او ډرامو
کارکونکي پدې توګه معاش يا تنخواه ترلاسه کوي٠
داچه کرزی کله ناکله په تلويزون کی ژاړي او له سترګو ئي اوښکې بهيږي،
يواځې دپورتني متن ليکونکي پشان خلک پری تيروزي٠
مګر دافغان ولس اکثريت پدې پوهيږي چه کرزی په داوطلبانه ډول دې ته حاضرشوی چه داشغالګرو دغلامئ ځنځير په غاړه او دهيواد په تاريخ کی د يوشتمې پېړۍ دشاشجاع لقب وګټي٠
داوښکو تويول يوبل منافقت،چوتاري اوعوامفريبي ده ،مګر څنګه؟
مومن مهاجر
03.10.2010
هو!ښاغلی څپاندزه هم درسره موافق یم. دکرزي وروستۍ اوښکې دخواخوږۍ اوښکې نه بلکي دیوې رنډۍ په شان دمنافقت،مکراوفریب اوښکې وې . کرزی دخپلوجنیایاتوکرغېړنوپایلوته دومره په اندېښنه کي دی چي اوس دېوې مکارې بوډۍ په شان په مطبوعاتوکي ژاړي . کرزی خانه! اوسم هم وخت شته په پټه الله ته وژاړه له ملته بخښنه وغواړه اودوخت په موندلوله اشغالګروجلااودجهادي مقاومت په لیکوورګډشه کېدای شي په دې سره هم الله درڅخه خوشاه اوهم ملت درڅخه راضي شي . جنایات دي ډېرلوی دي اوس یوه داسي قرباني درڅخه غواړي چي ستاپرڅېره داناولي داغونه دتل لپاره ومینځي . ښه لاره یې همداده چي له اشغالګروسره نورپه جنایاتوکي شرکت ته دوام ورنه کړي سمدستي له هغوئ بېل شي مجاهدینوته ځان وسپاري اوله ملته په وازکومې دبخښنې خواست وکړي کنه په مکارواوښکودي له دغه بې حسه لیکوال پرته هیڅوک نه غولېږي ټول دي ښه پېژني .