د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په کند هار کې د هند کونسل څه کوي ايا دا کار سياسي مداخله نده !

pattang
02.10.2010

[color=darkred:6defaf872b] په کند هار کې د هند کونسل څه کوي ايا دا کار سياسي مداخله
نده !
زما پوښتنه داده چې دغه کنسل څه کوي ? ايا دغه کار اقتصادي ، کلتوري
او سياسي ګټې دې او که د جنګ او بد بيني زور مالومولو او جاسوسي لا س وهنه
او دپا کستان په سترګو کې اغزي منډل دي٠ [/color:6defaf872b]

د هندوستان هيواد جنرال کونسل کندهار ته راغئ

د دوست هيواد هندوستان جنرال کونسل پير مال چي د کندهار د باندنيو چارو رئېس شاه احمد سيد يې ملتيا کول نن تر غرمې وړاندي د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا سره د هغه د کار په دفتر کي وليدل او يو ځل بيا يې د خپل هيواد د هر اړخيزو مرستو يادونه وکړه.

په دې کتنه کي لومړى کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نوموړي ته ښه راغلاست ووايه او د کندهار د خلکو په نماينده ګي يې د هندوستان هيواد د هر ازخيزو مرستو مننه او ستاينه وکړه او د هند هيواد مرستي يې د کندهاريانو لپاره ډيري د اهميت وړ يادي کړي.

هغه زياته کړه (( د هندوستان هيواد تعليمي نصاب ډير په ښه ډول سره مخ ته ځي او هغه شمير محصلين چي له افغانستان څخه ورغلي هغه هم ډير خوښ او په لوړه سطحه يې زدکړي کړي چي د افغانستان د راتلونکي لپاره ډير ګټور تماميږي))

د دوست هيواد هندوستان جنرال قونسل پير مال د کندهار والي سره د خپلو خبرو پر مهال يو ځل بيا د خپل هيواد د هر اړخيزو مرستو اعلان وکړه او وې ويل(( زموږ هيواد همدا مهال د کندهاري محصلينو لپاره پر بورسونو، په کندهار کي د ميوه جاتو لپاره سوړ ساتنځاى او د هند هيواد ځانګړى روغتون باندي کار کوي او په راتلونکي کي به يادو برخو کي نوره مرسته هم وکړو ))

هغه همدا راز وويل چي په کندهار کي د هند هيواد د ځانګړي روغتون کار دوام لري او په نږدې راتلونکي کي به پکښي د ناروغانو تداوي پيل سي او ډير ژر به سوړ ساتنځاى ته ٢٥ کيلو واټه جنراتور هم برابر کړي او همدې سوړ ساتنځاى ته څېرمه به دوه نيم کيلو ميتره سړک په پاخه او اساسي ډول ورغول سي .

په ياده لېدنه کي د هندوستان هيواد جنرال کونسل د ښځو په برخه کي هم د خپلو مرستو يادونه وکړه او زياته يې کړه چي ددوى هيواد ژمن دى چي د افغاني ښځو سره مرسته وکړي .

د هغه په ځواب کي کندهار والي وويل (( د کندهار په ليري پرتو سيمو کي ښځي د بيلا بيلو ستونزو له امله کړيږي چي په دې برخه کي مرسته کول هم د هند هيواد د مرستو يوه برخه ده او هر څومره ژر چي امکان لري په دې برخه کي بايد لومړنى او اړيني مرستي وسي.

کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا د هند هيواد جنرال کونسل ته ډاډ ورکړ چي په راتلونکو ٦ مياشتو کي به دکندهار بريښنا څلويښت ميګاواټه زياته سي چي په دې سره به په کندهار کي د هند هيواد له خوا د جوړسوي سوړ ساتنځاى د بريښنا ستونزه هم حل سي.

والي همدا ډول زياته کړه چي دکندهار محلي ادارې د يو شمير بهرنيو پوهنتونو سره هم تماس نيولى چي په کندهار ولايت د محصلينو لپاره اسانتياوي برابري کړي

د افغانستان دوست هيواد هند د هغو مرستندويه هيوادونو په کتار کي راځي چي تل يې د افغانستان سره د ښووني روزني. روغتيا، کرهڼي او بيارغوني په چارو کي دوامداره مرسته کړي او د افغانستان ستراتيژيک ملګرى بلل کيږي.

انجينر نسيم عليزی


عنوان

tandar
03.10.2010

پتنګ صاحب سلامونه .
دستا دپوښتنی سره چه په دی لاندی پوښتنو غور وکړی هغه دا ده چه،،دهیچا دسپارت په مخ کی داسی بمی چاودنی او جانی تلفات تر اوسه مینځ ته نه دی راغلی لکه د هند دسپارت په مخکی او څو ځلی، ولی؟٠
څومره دپنجابی د جاسوسی شبکی نن په افغانستان کی فعالیت لری؟
دڅه پاره لپاره هند دومره مصارف په افغانستان کی کوی در حالیکه چه دبمبې په ښار کی ښځی ې په سرکو کی لنګیږی یعنی بچی راوړی او سرپنا په سر نه لری ولی؟
ایا هند او پنجابیان دوستان دی ؟ ولی پنجابیان په افغانستان کی مداخله کوی؟
ایا دا ټول دافغانستان له زړه نه دوستان دی او که خپلی سیاسی او اقتصادی ګټو پسی ګرځی؟
ددی پوښتنو په ځواب کی ستا دپوښتنی مکمل ځواب پروت دی٠
او بل په قندهار کی له کابله زیات هندوان ژوند کوی نظر پنجابیانو ته٠
ملی قیام او یوالی دبری لومړی شرط دی



ع کريم حليمي
03.10.2010

ګران پتنګ صاحب ، سلامونه او ښې هیلي
زه په کندهار کي زېږېدلی یم ، چه زما پیادېږی ، د هند قنسلګري په کندهار کښی وه ، پنځوس کاله به کیږي
[quote:b70f3a5c0c]په کند هار کې د هند کونسل څه کوي ايا دا کار سياسي مداخله
نده !
زما پوښتنه داده چې دغه کنسل څه کوي ? ايا دغه کار اقتصادي ، کلتوري
او سياسي ګټې دې او که د جنګ او بد بيني زور مالومولو او جاسوسي لا س وهنه
او دپا کستان په سترګو کې اغزي منډل دي٠
[/quote:b70f3a5c0c]
ّهغه څه کوي ، چه دا پنځوس کاله ئې کوي !!!


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more