د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

عنوان

tandar
02.10.2010

عنوان


Shir Baz
02.10.2010

باوري صیب زه هم دمکتب ددوران ډيرې ټوکې لرم.
ټوکې نه دي البته خاطرې دي. یو څو خاطرې به ترې ولیکم.

په دولسم ټولګي کې زمونږ د کیمیا او بیولوژي استاذ وه، دی وه د وردګو، وردګ خو هسې هم ډیر ټوکیان او ګپ شپي خلک وي، خو چې ټوکي او ګپ شپي سړی یو ځل په خلکو کې ریشخند شي او دخلکو حیا ترېنه نه کیږي نو بیا خو ورسره ګپ شپ ډیر خوندور شي. او بیا چې لا همدا سړی استاذ هم شي نو واه واه!!! د استاذ سره شوخي خو بیل کیف کوي :)
الله دې راته عفوه وکړي په ټولګي کې زه ډیر شوخ وم چې دکومې شوخۍ ډبره به مې کېښوده ټول همصنفیان به راپسې وه د دري استاذ مو وه ډیر د نزاکتونو خیال یې ساته، په وخت حاضري، کورنۍ وظیفه، د تیر شوي درس پوښتنه، لغات په صحیح جملو کې استعمالول،تنبلو شاګردانو ته جزا ورکول، ددرس پرمهال سکوت او چوپتیا...........او دا کیسې خو دهغه په خټه کې اغږل شوې خبرې وې. یوه ورځ مو له همصنفیانو سره په دې سلا وکړه چې ددې استاذ نه خو دوه وو پوزو ته راغلي یو، راځئ څه چاره ورته وسنجوو فیصله مو په دې وکړه چې کله استاذ صنف ته راننوځي هر شاګرد به په پټه خوله په ستوني کې بنګیږي او چې استاذ به صنف ته راننوت نو په صنف کې لکه د مچیو په شان بنګیدل شروع شوه (که تاسو چیرته دا کار تجربه کړئ په ناستو کسانو کې ترټولو نږدې هم نشي پوهیدی چې څوک بنګیږي)او ټول به دې ته په تمه وه چې اوس به استاذ غصه شي. خو استاذ که څه هم تر اخیري حده په تنګ وه هیڅ یې نه ویل.
کله چې مونږ له مکتبه فارغیدو او د فراغت ورځ شوه د څه کار لپاره د سرښوونکي دفتر ته ورغلم ګورم چې زمونږ ددري استاذ هم ناست دی چې مونږ به (قاروک) استاذ باله، خو د توقع خلاف یې غږ راباندې وکړ:
فلان (زما نوم یې واخیست) ایطور فکر نه کني که من به مزاحمت هایت نمي فهمیدم اګر من عکس العمل نشان میدادم شما بسیار لذت میبردید ازي خاطر کارای شما را نادیده میګرفتم.
هسې هم په مکتب کې اخیري ورځ وه او زړونه مو د مکتب، همصنفیانو، استاذانو، او درسي ماحول پسې ډیر خوږیدل خو استاذ ته مې په دې خبرې سره په په زوره زوره وخندل او لاس مې وراوږد کړ او هغه هم په خندا سره په کړس پنجه راکړه.

خبره مې د کیما او بیولوژي د استاذ کوله، دی چې یو وخت یې چیرته د داود په وخت کې مدیریت هم کړی وه خلکو به مدیر صیب باله، مدیر صیب به ډیر زیات سګرټ څکول خو زمونږ نه پټ، چې کله به تفریح شوه د مکتب نه بهر په داسې ځای کې چې دچا لار ورباندې نه وه کیناست او د شاګردانو نه پټ سکرټ به یې څکول. مونږ به څه کول؟ چې کله به استاذ سګرټ ولګاوه او یو کش به یې ترې وکړ او لوخړې به یې د خولې او پزې له لارې بیرون ته خوشې کړې نو مونږ به ورښکاره شوو د استاذ څخه په فاصله کې خو ورته نږدې به مو شورماشور جوړ کړ او دهغه توجه به مو جلبوله چې ګنې مونږ درته متوجه یو خو هغه به هیڅ نه راکتل کتل به یې سګرټ ته خو زړه به یې له مونږ سره وه، او هیڅ به مو د سګرټ څکولو خوند ته پرېنښود.

په مدیر صیب کې دا کار ښه وه چې که به غصه مو کړ د نورو استاذانو غوندې له لښتې یې کار نه اخیست په رټلو او کنځلو یې په مونږ خپل زړه تشاوه، یوه ورځ چې غالبا د (میتان ) درس یې راکاوه څه پوښتنه مې ترې وکړه، مدیر صیب اوس زمونږ هرې خبرې ته د شک په سترګه کتل درس پرېښود او په رټلو یې شروع وکړه، د هغه یوه خبره چې همصنفیانو ته ډیره دلچسپه پریوته دا وه چې په غصه یې وویل: د استاذ احترام او قدر نشته په تاسو کې، استاذ درته داسې ښکاري لکه زما چپه خوټه.
او ټولو همصنفیانو دومره په کړس کړس وخندل چې شاوخوا صنفونه یې هم په ځان راخبر کړل او استاذ یې هم حیران کړ.
او ددې وروسته چې به چا د استاذ لږ غیبت وکړ نورو به ورته ویل: غلی شه استاذ داسې هم نه ښکاري درته لکه چپه خوټه.
او د شاګردانو ترمینځ یو تکیه کلام جوړ شو.


عنوان

tandar
02.10.2010

عنوان


Shir Baz
03.10.2010

باوري صیب زه به یوه بله په زړه پورې خاطره هم درسره شریکه کړم.

زمونږ یو بغلانی استاذ وه، د الجبر او مثلثات مضامینو درس یې راکاوه، په اصل کې غوسه ناک نه وه خو زمونږ له صنف سره یې جوړه نه وه.
په کورنۍ وظیفې به یې نمرې ورکولې او بیا یې د کلنۍ ازموینې له نمرو سره جمع کولې. که به چا کورنۍ وظیفه نه وه لیکلې یا به یې لیکلې وه خو په کمو نمرو کې به یې لږ چیړ ورسره وکړ سمدلاسه یې به یې کتابچه څیرې ویرې په صنف کې تیت او پرک پرته وه. تختې ته به ودرید چې کوم اوږد سوال به یې حل کاوه او تخته به په نیمايي کې ډکه شوه بې له ځنډه به یې تخته پاک راواخیست او تخته به یې پاکه کړه دې ته یې نه کتل چې مونږ یې کتابچو ته ورسوو.

یوه ورځ د تفریح نه وروسته اولنی ساعت د همدې استاذ وه. د یو ټولګیوال سره مې مشوره وکړه چې داسې کار به وکړو چې تخته به غوړه کړو (پخوا به د ځینوانځورونو د رنګولو لپاره یو قسم غوړې رنګې کاریدې، ډیرې کلکې نه وې خو چې ډیر زور به دې ورکړ په لاس کې چیتیدی شوې) دا رنګې مو راواخیستې او په تخته مو وموږلې او تخته مو ټوله غوړه کړه. چې ددرس وخت شو همصنفیان هم راغلل لږ وروسته استاذ هم راننووت او ټول غلي کیناستل. درس شروع شو او چې استاذ تباشیر راواخیست او تختې ته ودرید غوښتل یې د نوي درس عنوان په تخته لیکي، که ګوري چې تباشیر په تخته باندې ښوییږي، او لیکل نه شي پرې کولی بیا یې دتختې په بل طرف د څه لیکلو کوښښ وکړ خو بې فایدې، یا یې لاس پورته منډې وهلې یا ښکته طرف ته، یا به هاخوا وښویید یا دیخوا. چې کله وپوهید دا یو پلان شوی کار دی تباشیر یې ایسته خطا کړ مخ راواړوه په داسې حال کې چې له غوسې نه سور او شین خوټیده وپوښتل: دا په تختې چا غوړي موږلي دي؟
هیچا ځواب ورنکړ، زه اګر که په زړه کې ډاډه وم چې نه شي مې پیدا کولی خو بیا هم ډاریدم.
یو ته غوسه کیدل بل ته متهمول، بل تهدیدول........ خو په دې کارونو یې چیرته اصلي کس پیدا کولی شو؟ بالآخره ادارې ته لاړ هلته یې شکایت وکړ او ویې ویل یا به کس پیدا کوئ او یا زما په دې صنف کې اخیري ورځ شوه.

اخیر کله چې ادارې هم اصلي کس پیدا نه شو کړی په دې یې فیصله وکړه چې مونږ ته به د الجبر او مثلثات لپاره بل استاذ راولیږي ځکه چې دې استاذ په هیڅ قیمت زمونږ د صنف په دروازه پل ایښودو ته زړه نه ښه کاوه.
کله چې نوی استاذ راغی او مونږ هم مطمئن شوو چې نور له پخواني استاذ نه بېغمه شوو، بیا مې همصنفیانو ته وویل: تاسو خبر یئ چې تخته چا غوړه کړې وه؟؟ هغوی وویل: نه. او چې کله پوه شول چې دا کار ما او یو بل همصنفي په ګډه کړی هر یوه به زمونږ دې کار ته په ډیره غټه سترګه کتل او ستاینه به یې کوله او حیران به وه چې څنګه مو داسې پلانګزاري کړې وه؟.


عنوان

tandar
03.10.2010

سلامونه٠


رښتینی
06.10.2010

.

درنو یارانو سلامونه اونیکی هیلی می ومنئ !

تندر صیب ستاسو دا لیکنه نده تړلی نو بیا مو ولی خپلی
لیکنی ړنګی کړی دی؟؟


عنوان

tandar
06.10.2010

حامد صاحب زمونږ ټوکی که شوخی هم وی مګر عام وی، یو نفر ته مستقیم لکه دا باشعوره چلونکی نوروته ،، دخوټکی ځامن،، او کوم ،،ځوی می،، دده لیکنی لری کړی او دی پخپله د ټوکو دپروګرام ،سایټ،،، میړه ،، دی ٠
او څوک چه دلته لیکنی کوی هغه به دده نوکران وی ٠
زمونږ ټوکی نظر دده لیک ته او شکل دخبرو ته ې ډیر شرف لری په چا مو تعرض نه دی کړی ،یوه عام شوخه ټوکه به وی٠
او زه ټوکی لیکم ،ددوستانو سره همیش ټوکی لرم٠


خوشحالی دی وی د ټولو په برخه

پښتون.
06.10.2010

تندر صیب سلامونه او زما نیکی هیلی هم ومنه. الله تعالی دی تاسی، سره د ټولو یارانو روغ او خوشحاله او د پراخی حوصلی خاوندان لری.
تاسی ولی خپلی لیکنی ړنګه کړی .داسی خو سمه نده چی مونږه هر یو په قهر شو او دخپلو لیکنو په پاکولو شروع وکړو،خدای دی وکړی چه په قهر نه اوسی او هغه د بی زده کړی کوچی پشان چه په ۷ او ۸ ځل باندی یی دعوه پورته شوی وه.دسر نه یی څو برابره ورزیات کړی ،او په نره یی لیکه او پردی چه دالیکنی نور هم وګوری او که چاته یی خوند نه ورکاوه نو د بل چا لیکنه دی ګوری یا دی خپله نر شی څه دی ولیکی او پخپله دی همغه لولی زه هم د بعضو لیکنی نه لولم .
نو هماغسی چه د زړه نه دی د یو لاری نه د خپل وطن او پښتو لپاره خذمت کول غواړی او تیار ورته مټی دی هم وهلی دی نو بیا همداسی مخکی ځه او هیڅ خنډ دی په مخکی مه پریږده.
هیله ده چه د دغه ساده ورور خبری د خوابدی نکړی .
اوس نو خانده کنه او ورکه د کیبورد بټنو ته ټسونه ،او ورک کړه خپل غمونه.


tandar
06.10.2010

پښتونه سلامونه٠
زما فکر ې داسی را خراب کړی چه دا ٣ ورځی می سګرټو څکولو ته هم ځواب ورکړیدی٠ په مبارز شاه می ډیر خوښ شوم چه راپیدا شو٠
تر وروسته


پښتون.
07.10.2010

[quote:ef71029190="tandar"]پښتونه سلامونه٠
زما فکر ې داسی را خراب کړی چه دا ٣ ورځی می سګرټو څکولو ته هم ځواب ورکړیدی٠ په مبارز شاه می ډیر خوښ شوم چه راپیدا شو٠
تر وروسته[/quote:ef71029190]
دا هم ښه اوشو چه ستا مبارزشاه تاته پیدا شو . نو اوس هغه چیرته دی؟
که دواړه چیرته چیت کوی .
او دا چه سګرټ دی پریښودی دی دا خو ډیر ښه او لا ډیر ښه کار دی کړی دی خو غوسه کیږی به نه .چه بیا بیرته شروع کیږی.


عنوان

tandar
07.10.2010

پوښتونه تل دی پوښتون وی٠
مبارزشاه په نوم مبارز نه دی ،بلکه سنګری اوقلمی افغان پوښتون مبارز دی٠
زما نه هم ډیر لری دی ،بعضی وختو کی تیلفون کار نه کوی٠
د بعضو عزتمندو وروڼو نظر داسی یو روحی طاقت او غیرت راکی پیدا کړی ،چه ٥ تاریخ نه تر اوسه می سګرټ نه د ی څکولی٠
مګر ډیره سخته ده٠
مننه


رښتینی
07.10.2010

ياره ښاغلي تندر همدا دی وخت دی چی نور هم عزم مزبوت
او هوډ پوخ کړی څویی همداسی پریږدی ګومان کوم عمر به
مو له پنځوسوډیر اوښتی وی که زما ګومان سم وی نو په
دی عمر دومره سګریټ بیخی تباهی جوړوی
الله دی نجات درکړی

او دپښتانه هوډ خو نو په نړۍ کی متل ګرځیدلی

زموږ دعاوی به درسره ملی وی


عنوان

tandar
07.10.2010

حامد صاحب باعذته اوسی٠
ددوستانو مرسته ده، او که نه د کار په خونه کی می باور وکړی دیوالونه او کاغذونه دسګرټو بوی کوی٠ او دکمپیوټر رنګ هم ژیړ اوختی ، بس بله دنیا ده خدای دی نه درښېی ٠
زمونږ په وطن کی چه دعمر پوښتنه کوله ،نو داسی به ې کوی ،
ما ما څو خولی دی زړی کړیدی ؟
تاریخ تولد نشته ٥٠ کاله خو په وطن کی درس ،تعلیم ،تحصیل او وظیفه کی تیر کړیدی
٣٠ کاله په غرب کی، وه وروره د٩٠ کالو په شاهوخوا کی امکان لری٠
مګر دوجود نه دا ٤٠ او٥٠ شاه وخواکی ځان احساسوم،هغه کوچی که دی په یاد وی ځان ې په شاګردانو کی حسابوم٠ هسی دخدای فضل دی٠
کور دی اباد له تشویق څخه دی٠
یوه ټوکه راغله مګر ساتمه ې، ځکه نور به بس وی٠
د ټوکی سرخط دی، ، ټولی نښې ې صحیح ،، واقعېت ،، دی٠
...................... ........................ ................................ ............................؟
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more