د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

یوبل ناورین

نوروز خان
02.10.2010

یوبل ناورین

څو ورځې وړاندې دهرات ــ کابل په لویه لار دسفر په مهال په کندهار کې راباندې ناوخته شو او ددې ښار په کابل اډه کې یوه هوټل ته دشپې تیرولو په موخه وروګرځیدم هوټل له خلکو ډک وه اوڅومره چې ما حس کوله زیاتره دافغانستان دمختلفو سیمو هغه ځوانان په کې راپنډوه چې ایران ته دژمنۍ مسافري لپاره روان وه په هوټل کې بیخي ګڼه ګوڼه وه ، په شمال ختیځ کونج کي یې ټیلویزون روښانه وه چې دغه مسافر ځوانان چې شمیریي نږدې اویا اتیا تنو ته رسیده ټول پرې ورټول وه ،ماددې لپاره چې تیلویزون مې حواس نور ستومانه نه کړي او یوڅه بیغمه او هوساشم دهوټل شمال لویدیځ کونج مې دناستې لپاره غوره کړدماخستن له ډوډۍ اوچای خوړلو وروسته دلمانځه وخت راغی لمونځ مې ادا کړخوڅرنګه چې دټیلویزون له شور سره سره دنورومسافرودغږیدا شور هم ملګری وه نو ځکه دخوب مجال نه وه په دې وخت کې ددې نورو مسافرو له ډلې هم یوڅو تنه رابیل شول او ماته نږدې دهوټل له غربي دیواله سره په لمانځه ودریدل خوددوی بې سوره او ژرژري لمونځ زما ستومانه فکر او توجه هم ورجلب کړه او دې ته مې فکر شو چې څرنګه چې ددې هوټل لسګونه مسافر دافغانستان دبیلابیلو سیمو دځوانانو ښه نمایندګي کولای شي راځه نن ځان ته دا اندازه معلومه کړه چې دافغانستان په ځوان کهول کې داسلام د دوهم رکن (فرضي لمانځه ) پالنه په کومه حالت کې ده دهمدې ضروري پوښتنې دځواب موندلو په موخه په هوټل کې موجودو ځوانانو او لمونځونو ته یي متوجه شوم .
مګرپه ډیرتاسف سره باید ووایم چې په هوټل کې دموجودوتر۶۰ ډیرو کسانو له جملې څخه یوازې ۱۵ تنو یي لمونځونه ادا کړل او نور بیغمه ترهغو پورې دفلمونو نندارې ته ناست وه چې خوب وزنګول اوپه خپلو ځایونو کې اوږده شول خو کومو چې لمونځونه اداکړ ل دهغو لمونځونه دې هم خدای سلابلا قبول کړي ځکه څومره چې ما لمونځ له فقهي اړخه مطالعه کړی ددغو ښاغلیو دیوه لمونځ هم عبادت نه وه یوازې په لمانځه ملنډې وهل وه ،مابه دتجربې لپاره د دوی له تکبیره اولی سره یوځای لمونځ ورسره پيل کړ اوله ټول سرعت سره سره به مې چې سبحانک اللهم ثناء خلاصوله دوی به رکوع ته لاړل معلومیده چې هسې شونډې رپوي او خلک دوکه کوي دغه راز څرنګه چې دهوټل غربي دیوال هم کړکۍ او هندارې درلودې نو دمقابلې خوا دروښانه ټیلویزون یوانځور په دې هندارو کې هم ځلیده یوځوان دلمانځه په مهال په همدې دیواله کې سترګې ښخې کړې وې زماګومان وه چې ښه توجه یي برابره کړې خووروسته مې پام شو چې دغه مسلمان ځوان دلمانځه په مهال هم فلم تعقیبوي ځکه یې سترګې په مخامخ هنداره کې په ښکاریدونکي ټیلویزون پورې ګنډلي دي ( نعوذبالله )
څومره چې ما ددغو ځوانانو لمونځونه ولیدل زیاتره راته تنها غاړه خلاصول او دوکه بازي ښکاره شوه ځکه داسې معلومیدل چې د یوه هم نه ورته سمه اراده شته او نه یي توجه او حواس ورته برابردي ځکه زیاترو دقومې او جلسې خیال نه ساته درکعتونو شمیرته یي پام نه کاوه یوه یي وترڅلور رکعته وکړل او نورو بیا قاعدې بې ځایه کړې دغه راز به څرنګه چې له یوې شفعې فرضو یاسنتو خلاص شول دبل ځل نیت کولو نه وړاندې به یی یوځل مخ ټیلویزون ته ورواړاوه او دلمانځه په دې مابین کې به یي ښه اوږده ننداره وکړه .
دغه راز ماته له دې وجې هم ددوی لمونځونه بې معنی او پوچ رامعلوم شول چې دلمانځه صفت الله تعالي داذکر کړی چې انسانان له فحشاء اوناروا کړنو راګرځوي مګر دغه ځوانان مالیدل چې دلمانځه له خلاصولو وروسته به په همدې ځای او دلمانځه لپاره په هماغه ویړکړي څادره باندې راوڅرخیدل او مخ په ټیلویزون به دلوڅو صحنو کتلو ته متوجه شول ( اعاذناالله )
بایدیادونه وکړم چې مادخلکوپه شخصي کړنو او عباداتو پسې داڅراغ اخیستنه او معلومات اخیستل ددې لپاره نه وکړل چې ځان ته دخلکو عیبونه معلوم کړم ،خدای حاضر دی چې یوازې مې دا جاج اخیست چې دسپیڅلي اسلام په نامه دهمیشه ځار اولس په ځوانانو کې ( چې نهه کلنې دیموکراسۍ سخت ځپلي دي ) داسلام ددوهم رکن په وړاندې وفاداري په کوم کچه کې ده مګر په ډیرافسوس چې زمادغه ارزونه خورا بوږنوونکي وختله زه دانه وایم چې له لویه سره به په درست اولس او افغانستان کې حالات همدې خونړۍ کچې ته رسیدلي وه خو دا باور خامخا کولای شم چې ځوان کهول مو دلمانځه او داسلام دنورو مهمو اساساتو په وړاندې ډیرپه تیزۍ سره بې تفاوته کیږي او دبیلمازۍ په شان بدمرغه او سپيره امراض اوس دنورې نړۍ په شان زمونږ ټولنه هم ځپي ( خدای دې نکړي ) .

(له الاماره ویب سایټ نه په مننه )


مومن مهاجر
02.10.2010

ښاغلی نوروزخانه! سلام وړاندي کوم
ماشاء الله ډېره ښه لیکنه موراخیستي اودلوستونکوحضورته مووړاندي کړې ده .
له بده مرغه ګڼوناخوالوزموږټولنه په هرلحاظ خوراځپلې ده . دستونزمنوشرائطوله امله زموږډېری خلک ددین له اساسي تعلیماتوبې برخي دي . کوم کسان چي څه ناڅه په دین کي معلومات لري هغوئ هم په ټولنه کي خپل دعوتي مسؤلیت سم نه دی اداکړی . په هیڅ سیمه کي یوملاامام داسي نه دي کړي چي دورځې په اوږدوکي یووخت داسي حلقه جوړه کړي چي په هغې کي دعامواولسي وګړودیني ښوونې ته توجوشوې وي . دادپیش امامانومسؤلیت دی چي په خپل مسجدکي په ورځ کي لږترلږه دیوڅه وخت لپاره خپلومقتدیانوته ددین لومړني تعلیمات ورکړي . فکرکوم که حالات همداسي وي نوډېرژربه له خلکوهرڅه ورک شي هرعبادت به یوازي دیوکولتورپه ډول کوي چي هیڅ شرعي شرائط اوقیودبه پکي ملحوظ نه وي .


pattang
02.10.2010

نه وروره داسې نده ، اشغالګرو او فا سد رژيم ملت د ديموکراسي په څنګ کې
د کونسيوم په مرض او وېروس ککړ کړی او نور يې هم ککړوي نو څکه اولس خپل
اسلامي اوځايې ار زښتونه ورکه وي او اولس غرق کېږي ٠
ددې مردارې فاجعې اودسيسې تر شا دامريکااو صليبيانو د لويو کونسرنو
(conserns) دالر او اېرو ولا ړدي٠
د سارې په توګه په افغانستان کې داسې کورونه شته چې دکور هر غړی يې
Handy لري نو دتاسې خپل فکر وکړۍ چې داپيسې چېرې ځي او دا مرض چا
راؤ ړ !



04.10.2010

نو که طالبان بيا قدرت ته ورسېدل لمونځ دې د ډانګ په زور نه تحميلوي او څوک دې ضد ته نه تړي !
د لما نځه د تعميم ښه اهتمام او چاره داده چې ملا امامان دې رسمي شي او له دولت سره دې په همکارۍ دا مرسته وکړي چې دولت ته د هر سړي
پته لګيږي چې لمونځ کوي که فاسق دی، څومره کوي او څومره ترې قضا کيږي ، په جمع که بې جمعې يې کوي او څومره ترې جمع قضا کيږي .
بيا دې چور بيلمانځۀ فاسقانو ته د هغه قانون سره سم چې په دې اړه تصويب شوی وي په هېڅ کار کې له ٢ تنو زيات د درې تنو مشري
هم نه ورکول کيږي . که فاسق نه وي خوډير لمونځونه ترې بيا هم قضا کيږي تر يو سرکاتب سر ښونکي يا آمِر ګوټي لوړه چوکۍ دې نه ورکوي،
که لمونځ ترې نه قضا کيږي خو د جَمعې لومونځ يې ٢٥ فيصدو ته نه رسيږي تر مديريت لوړه چوکۍ او د هغې معادل کار دې نه ورکول کيږي .
خو که څوک لمونځونه تل په جمع کوي خو ٢٥٪ دجمع لمونځونه تر ې قضا کيږي بايد هېڅ چيرې د هېڅ اداري او غير اداري کار د رياست مقام ورنکړل شي !
وزارت او د شورا وکالت ته هغه څوک کانديد کېدای شي چې هر لمونځ يې په جمع او هېڅ کله لمونځ ترې نه قضا کيږي !
د رياست جمهوري کانديدانو ته بايد نور ديني معيارونه تاسو وټاکئ !
هو دا ټول د کار او وظيفو د درجو شرايط دي چې بايد قانوني شکل و موندي ، نه ارکان، ارکان يې له وړتيا، امانتکارۍ او صداقت ،
د تعليم ، تحصيل او تخصص له درجو څخه عبارت دي ! خو که دا دا ټول ارکان يې پوره هم وي ولې د لمانځه نوموړي
شرايط ونه لري بايد له اړونده امتيازاتو بې برخې وګرځول شي او بس !
ځکه چې لمونځ د دين او ايمان د سلامتۍ ستن ده
که هغه کيږدۍ چې په يوه ستن دريږي ، ستن ونه لري هيڅکله هغه کيږدۍ نشي
قايم کېدلای ، لمونځ هم د دين د کيږدۍ ستن ده!
طالبان دې په اساسي قانون کې دغسې يوه ماده ورزياته کړي ، نور که حکومت يې په لاس کې وي او که نه وي، د لمانځه په قايمولو سره نور ټول
اسلامي فرايض او رکنونه اتوماتيک عملي پشپړتيا موندي ، نو الله سبحانه و تعالی دې مونږ ټولو ته د بشپړ لمانځه د ادا کولو توفيق راکړي ! امين !


حذيفه
19.10.2010

ګرانووروڼوالسلام عليکم !
لمونځ په اسلام کي تربل هرعبادت لوړه درجه لري،دمسلمان اوکافرتوپيرپه همدي لمانځه سره کيږي،داسلام له پنځوارکانوڅخه يورکن دی،نبي کريم صلی الله عليه وسلم وايي :رماسترګې په لمانځه يخيږي،دصلاة لفظ په قرآن کريم کي په سلګونوځله ذکرسوی دی،دارنګه دلمانځه په هکله په قرآن کريم اونبوي احاديثوکي زيات تاکيدپرې سوی دی،نوکه دمسلمانې جامعې نوي ځوانان په داسي هلاکوونکي مرض اوناروغۍ اخته وي يقينادډيرافسوس ځای دی،البته په دي کي دجوماتونوملاامامان زيات پړه دي،ځکه هيځ وخت دوئ داسلامي احکامواومسائلوپه هکله ويناوي نه کوي،دخپل زکات اوتنخواغوښتنه خوسمدستي کوي لکن دعامومسلمانانودهلاکت هيڅ فکرنوي ورسره .طالبانوهم دخپل حکومت پرمهال دي لورته پوره توجه نه وکړه،دامربالمعروف اونهي عن المنکرپه څانګه کي يي داسي بې فکره،بې تجربې،نااهله اوبې علمه کسان ټاکلي ووچي دخلکودسمولوپرځای نورهم له دینه نفرت ته وهځول،ددي پرځای چي خلکوته په ښه توګه معلومات ورکړي،ديني احکام وروښيي،له دينه سره يي اشناکړي،ددوئ دي څانګې داسي کړنې وکړې چي دالله په ذات قسم نن هم خلک له دغه کبله نيوکې پرې کوي .زه په يوه مجلس کي ناست وم يوکس چي دتحريک پروخت شايدطالبانوځورولی وويوه ملاته چي په دي مجلس کي دميلمه په توګه ناست وودتحريک دوخت دغه ټولي خبرې وکړې اوملايي چوپ کړپه دي خبره زه هم ډیره پرې شانه شوم ځکه داعام مجلس اوخلک هم زيات ناست ووهغوئ ټولوهمداخبره ورسره تائيدکړه .الله تعالی مودي له دي هلاکته وژغوري .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more