اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
تر سپوږمۍ ښکلې!!
Shir Baz
02.10.2010
[color=red:17e475decf]ددې لیکنې د خوندي کولو لپاره بله مناسبه بحثخونه په نظر رانغله. که چلوونکي یې مربوطه خونې ته نقلوي نقلولی یې شي.[/color:17e475decf]
امام القرطبي لیکي: عیسی الهاشمي له خپلې ښځې سره بې کچې مینه درلوده.
نو یوه ورځ یې خپلې ښځې ته وویل:
که ته له سپوږمۍ نه ښایسته نه وې په ما طلاقه یې!!
ښځې یې سمدستي مخ ترېنه په پرده کې پټ کړ چې زه طلاقه شوم او ته اوس پردی سړی یې.
سړی ډیر زیات خپه شو چې دا مې څه وکړل؟
نو عباسي خلیفه ابو جعفرمنصور ته ورغی او کیسه یې ورته وکړه.
خلیفه فقهاء راوغوښتل او دمسئلې په اړه یې ترې فتوا وغوښته.
ټولو فقهاوو فتوا ورکړه چې ښځه طلاقه شوې ده.
پرته له یو کس چې د امام ابو حنیفه شاګرد وه چوپ ناست وه او هیڅ یې نه ویل.
خلیفه ترې وپوښتل ولې څه نه وایې؟
هغه وویل: ای امیر المومنینه! الله پاک فرمايي: لقد خلقنا الانسان في احسن تقویم.
نو په دنیا کې دانسان څخه ښایسته څیز نه شته.
خلیفه وویل: رښتیا دې وویل.
او ښځه یې بیرته خپل میړه ته ورولیږله.