د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

"You Can Rent an Afghan But Never Buy One"

عبد السلام
02.10.2010

درنو ورنوته سلامونه وړاندې کوم :
ښاغلي کامران په یو بحث کې داسې لیکلي :
[quote:e3d0b06e40]تکړه لیکوال او شنونکي استاذ محمد زمان مزمل په خپل کتاب (افغانستان د ستراتیژیو بحران) کې څه ښه ويلي:

"[color=darkblue:e3d0b06e40]افغانان کرایه کیدی شي خو اخیستل کیدی نه شي[/color:e3d0b06e40]". [/quote:e3d0b06e40]

"You Can Rent an Afghan But Never Buy One"

دا دانګریزی مستعمرینو یو زړه derogatory( سپکه ګڼنه ، په خواره سترګه کتنه) منفی ،او توهین امیزه مقوله ده ، چې ما په اول ځل د
Rudyard Kipling (1865-1936) په لیکنو کې لوستې ده، ویل کیږي چې په انګریزانو کې دې دامقوله تر کیپلینګه هم پخوا رایجه وي . دانګریزانو مطلب ددې سپکې خبرې نه دا دی چې افغان اویا په خاصه توګه پښتون ، بې وفا ، مطلب اشنا قوم دی چې یواځې کرایه کیدی شي نه خپل ، اوهر چا چې کرایه ډیره ورکړه دهغه دی . افغان هیڅ مبد‌ء او اصل نلري ،اوپه همدې علت پخپلو کې هم هیڅ تړون او قول ته ژمن ندي .
داسې ښکاري چې زړو انګریزی استعمار چيانو دې دا خبره دکونې دسوي کړې وي .

خو دداسې سپکې مقولې تکرار د افغان له خولې په مثبته معنی راته ډیره عجیبه ښکاري !!!
تاسو په کې څه وایئ ؟


عادل عادل
02.10.2010

سلامونه

[quote:4123acff93]افغان کرایه کیدای شي خو اخیستل کیدای نشي[/quote:4123acff93]

عبدالسلام وروره ستاسو خبره سمه ده، د نوموړې خبرې تشریح مو سمه کړې خو اساسي ټکئ درنه پاتې دی، هغه دا چې په پورتني قول کې د افغان د کلمې سره جوخت یو پټ قید پروت دی او که دا قید ورسره څرګند ولیکو نو لاندې بڼه به خپله کړي او د ټولو افغانانو د سپکاوي شک به ترې وتوګل شي:

[color=white:4123acff93]لاسپوڅئ افغان کرایه کیدای شي خو اخیستل کیدای نه شي[/color:4123acff93]

په سلهاوو ژوندي او څرګند مثالونه یې مونږ او ستاسو سره شته چې ذکر یې اړین نه بولم، که وي نو د مهربانئ له مخې یې تاسو وړاندې کړئ.


عبد السلام
03.10.2010

[quote:e4c2cc0cf0]عبدالسلام وروره ستاسو خبره سمه ده، د نوموړې خبرې تشریح مو سمه کړې [/quote:e4c2cc0cf0]
ګران عادل صاحب ! سلامونو ته مو وعلیکم السلام ورحمه الله وبرکاته :
له تایده مو ډیره مننه .
که دنوموړې خبرې تشریح سمه وي، دې لاندې رد ته څه اړتیا ؟ ولې زه یې رد نه بلکې دفاع ګڼم ، او دفاع هم ضعیفه دفاع ! ( انډواله چې خدای مه کړه خپه نشي بحث سره کوو،نور هسې راباندې ګران یي ) .
[quote:e4c2cc0cf0]خو اساسي ټکئ درنه پاتې دی، هغه دا چې په پورتني قول کې د افغان د کلمې سره جوخت یو پټ قید پروت دی او که دا قید ورسره څرګند ولیکو نو لاندې بڼه به خپله کړي او د ټولو افغانانو د سپکاوي شک به ترې وتوګل شي:[color=white:e4c2cc0cf0]لاسپوڅئ افغان کرایه کیدای شي خو اخیستل کیدای نه شي[/color:e4c2cc0cf0] [/quote:e4c2cc0cf0]
اوبیا د انګریزی مقولې داسې تاید :
[quote:e4c2cc0cf0]په سلهاوو ژوندي او څرګند مثالونه یې مونږ او ستاسو سره شته چې ذکر یې اړین نه بولم، [color=darkblue:e4c2cc0cf0]که وي نو د مهربانئ له مخې یې تاسو وړاندې کړئ[/color:e4c2cc0cf0].[/quote:e4c2cc0cf0]
که زه یې ستاسو په قول څرګند مثالونه وړاندې کړم ، دا به په دې معنی نوي چې زړو ښکیلاک ګرودې په دې خبرې : (You Can Rent an Afghan But Never Buy One) په ريښتیا دنښې منځ ویشتی وي ؟
اوبیا دا خبره داسې اصلاح کوئ :
[quote:e4c2cc0cf0][color=darkred:e4c2cc0cf0][color=darkblue]لاسپوڅئ [/color:e4c2cc0cf0]افغان کرایه کیدای شي خو اخیستل کیدای نه شي [/color][/quote:e4c2cc0cf0]
چې لاس پوڅې شي څه په کرایه شوي، څه اخیستل شوي فرق یې په څه کې دی ؟
فرق یې په دې کې دی چې په لاس پوڅو کې انګریز هم راځي !
خو تهمت لګونکو او مختورو استعمارچیانو په دې خبرې یواځي افغانان په نښه کړي دي.


ډاکتر څپاند
03.10.2010

ګران ورور عبداسلام،سلامون ونئ،

ستاسودليک پا تائيد غواړم وليکم چه :

Can Rent an ...... But Never Buy One

ځما دپلټنې پايله، ددې انګريزي متل د معني په هکله داده :کيدی شي چه يوه فاحشه په کرايه کړې ،مګر دکورميرمن به نشي :!:


عادل عادل
03.10.2010

سلامونه

عبدالسلام وروره ............. الحب جانبین والبغض هکذا .................. لږ کار درکې شته ...... لمده خټه لږ اوبه غواړي ....... :wink:

زه هیڅکله دنوموړې جملې د اهانت امیزه بڼې دفاع نه کوم، خو نه باید چې د خپلواکو افغانانو په صفت یې ځان ته کش کړو، دا چې انګریزان او استعمارګر زمونږ په خرڅ شوي افغان ورور هم اعتماد نه کوي، او زمونږ د اند خلاف یې کرایه شوي نوموي، نو په دې ځای کې ظاهرا د افتخار احساس کیژي، چې په اصل کې افتخار نه بلکه د خرڅ شوي افغان ورور په سر د ډیر شرم د احساسولو کچه لږ راټیټیژي او په څنګ کې یوه هیله هم منځ ته راځي چې که استعمارګر دښمن مو په ګونډو او تیښتې ته اړ کیژي، نو کرایه شوئ افغان ورور به یې خامخا جامې ترې وباسي.

تاسو به خداي خبر د ضعيف النفسه هندوستانیانو د غلامئ او لاسپوڅئ تاریخ ته نظر کړئ وي کنه، تر څو یې د افغاني لاسپوڅو سره پرتله کړئ.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more