نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
په افغاني ناموس د دې ځوان ننګ او غيرت څرنګه ارزوئ؟
پښتون.
30.09.2010
دا لیکنه په فیسبوک کی د وهاج صافی لخوا شوی ده. او ما وغوښتل چه د ټول افغان سره یی شریکه کړم.
په افغاني ناموس د دې ځوان ننګ او غيرت څرنګه ارزوئ؟
دغه غيرتي افغان زلمی چې دوه کاله يې په ملي اردو کې کار هم کړی دی، خو کله چې ويني چې د دنيا د فاحشترين نمونه يي دولت پولنډ فوځيان په پخه شپه کې د غيرتي افغانانو د کورونو دروازي ماتوي، او د تالاشۍ په نوم د هغوی بې پتي کوي، وينه يې په جوش راځي، اسلامي او افغاني ولولې يې په طوفاني څپو بدليږي، او د خپل ماشينګڼ خوله په دغو کرغېړنو فحاشو عسکرو ور اړوي، پنځه يې مرداروي، او دی خپله له صحنې څخه روغ رمټ سالم غانم پښې وباسي.
سل آفرينه په دغه غيرتي ځوان باندې، همداسې ځوانان وي چې د پوره قام سترګې پورته کوي، او د وياړ او فخار لوړ لوړ مډالونه خپلو ملتونو ته وربخښي.
http://www.youtube.com/watch?v=Pn0wX5PvOQg&feature=player_embedded[url][/url]
01.10.2010
دغه ځوان اتل چيرې دی، بايد په وياړ يې جشنونه ونيول شي او دا اتلولي يې ونمانځل شي ، هر چيرې چې وي افغانان يې ونازوي ،
صحيح غازي دی او الحمد لله چې ژوندی پاتې شوی دی ، دده څېره بايد په مطبوعاتو کې و ځلول شي ، سل ځله دې په داسې ځوانانو
د خدای رحمت وي ، دده افغاني غيرت او اسلامي جذبه ډيره د قدر او وياړنې وړ ده !
عنوان
tandar
01.10.2010
ملیکه لندن کی نن ژړیږی
................................ جنازی ې له هلمنده ورباریږی
دملالی بل بچی غازی شو
.............................د شهس په نوم سره یادیږی
انګریزه وځه په حیا کی
..............................نور مو خلق درته تنګیږی
څو ځلی دی کوښښ وکړو
...............................که تاریخ درته یادیږی
دغلامی خوبونه هیر کړه
................................دلته داکبر بچی اوسیږی
دباوری نصیحت واوری
................................چه په حیا کی نور ورکیږی
كريم كامران
01.10.2010
تکړه لیکوال او شنونکي استاذ محمد زمان مزمل په خپل کتاب (افغانستان د ستراتیژیو بحران) کې څه ښه ويلي:
"افغانان کرایه کیدی شي خو اخیستل کیدی نه شي".
په تیرو څو کلونو کې په اردو او پولیسو کې ګڼې ورته غیرتي پیښې دپورتنۍ خبرې غوره بېلګې دي.
ولې په تاسف سره باید ووایو چې ځینې مزدور افغانان د پردیو په خدمت کې لا هم پټې سترګې لګیا دي او له شعور څخه کار نه اخلي، هغوی په دې کار سره خپل (افغانیت) تر پوښتنې لاندې راولي.
له الله تعالی نه سوال کوو چې ددې ځوان جهاد قبول وګرځوي او په مزدوره اردو او پولیسو کې نور ځوانان هم دهغه په پل پل کیږدي.
pattang
01.10.2010
شهيد هجرت الله دتوره بوره دوزيرو د جبهي مجاهد وو هغه وخت چې وحشي
امريکايانوپه خوګياڼويو کې ډېر بې ګناه خلک ووږل نو هجرت الله
ددې کار او نونور بې ناموسويو په مخ کې کلک ودرېده او په غزني کې يې څو تنه
پولنډي عسکر مردارکړل ٠ له دې نه وروسته يې خپل جهادته له طالبانوسره يوځای
دوام ورکه ٠ په يوه مخامخ جنګ کې له امريکايانو سره په شهادت ورسېده چې
زرګونو خلک يې جنازې ته راغلي وو٠
د هجرت الله نوم د هر پښتون او پښتنې په ټټر کې پروت دی٠
[color=darkred:99c96de60e]پټه دې نوي پاتې هجرت الله په قام پښتون وو ، دغسې د وياړ کارونه پښتانه کوي تر اوسه پورې يوه اوز بک ، تاجک او يا هزاره داسې کار ندی کړی. او پښتانه نور هم ډېر داسې مسالونه په اوس وخت کې لري٠
که داسې واقعاتو ته ځير شم نو دافغان نوم مې خولې ته نه راځي ، ځکه چې خواص
مخلوطيږي٠ [/color:99c96de60e]
الله دې دی د جنتو سردار کړي او افرين په داسې مور او پلار چې داسې زوی يې
زېږولی وو٠
[quote:99c96de60e="پتوال"]دغه ځوان اتل چيرې دی، بايد په وياړ يې جشنونه ونيول شي او دا اتلولي يې ونمانځل شي ، هر چيرې چې وي افغانان يې ونازوي ،
صحيح غازي دی او الحمد لله چې ژوندی پاتې شوی دی ، دده څېره بايد په مطبوعاتو کې و ځلول شي ، سل ځله دې په داسې ځوانانو
د خدای رحمت وي ، دده افغاني غيرت او اسلامي جذبه ډيره د قدر او وياړنې وړ ده ![/quote:99c96de60e]
عادل عادل
02.10.2010
سلامونه
[color=white:90c0f29127]قاصده یوه دغه ځواني راسره نن وکړه
د زړه اواز مې د اشنا تر غوږو ورسوه[/color:90c0f29127]
د لاسپوڅي ملحد نجیب د سقوط نه راپدیخوا په کابل کې د مجاهدینو په لاس حکومت کې د شهیدانو او معلولینیو په نوم وزارت جوړ شو خو نه تنها چې د شهیدانو وینو، ورثه وو او د جهاد معلولینو ته یې خدمت ونکړ بلکه د هغوی په حق کې یې نه بښونکې جفاوې اوخیانتونه وکړل، دا خیانت د کرزي تر فاسد رژیم پورې هم په پراخه پیمانه غزیدلئ دی، ملي خاینین یې ملي قهرمانان کړل، د انسانیت قاتل ته یې د مارشال رتبه ورکړه، تبعید شوو ورستو ککریو ته یې د بابای ملت نوم وکاراوه او داسې نور.
زه د ولس په منځ کې د روان مقاومت اتلو بچیانو او ددوی مشرتابه حکیم زعامت ته وړاندیز کوم چې سر له اوسه د سپیڅلو شهیدانو، اتلو غازیانو او قهرمانانو د لمانځلو او پاللو په اړه خپل مربوطه فرهنګي کمیسیون ته دنده وسپاري تر څو د ګران هیواد افغانستان د ښارونو، سړکونو، څلورلارو، لویو لارو، غونډیو، دنګو غرونو، رودونو، نهرونو، معادنو، او ........ تاریخي ځایونو نومونه د تیر جهاد او روان مقاومت د اتلو شهیدانو او قهرمانو غازیانو په نومونو سره ثبت او بختور کړي، دا کار به له یوې خوا د شهیدانو د ارواحو خوښي، د هغوی د ورثه وو د زړه سکون، او د ټول افغان ولس لپاره تاریخي او تلپاتې ویاړ ثابت شي.
کلاتوال
02.10.2010
قدرمن عادل عادل صیب یوځل بیاهم دااصطلاح کارولي ده چې ( تیرجهاد او روان مقاومت ) دغه ډول پخواني هغه ته جهاد ویل او اوسني ته مقاومت ویل دوهاج صیب او نورو ګڼو ملګرو په لیکنو کې هم ترسترګو کیږي ،زما پوښتنه داوه چې دااطلاق تصادفي دی او که اوسنۍ مبارزې ته جهاد نه شوي ویلای او ضرورا یي باید مقاومت وبولو که تصادفي وي نوباید چې په راتلونکې کې ورته توجه وشي او جهاد وبلل شي ځکه مونږ دمبارزو په نومونو کې تر (جهاد ) بل ویاړلی او په شرعه برابر نوم نلرو .ستاسو په بحث کې له مداخلې کولو نه بښنه غواړم
02.10.2010
عادل صيب عجيب ښه بيت دې ليکلی :
قاصده [color=yellow:a0ccc0bb54]یوه دغه [/color:a0ccc0bb54]ځواني راسره نن وکړه
د زړه اواز مې د اشنا تر غوږو ورسوه
خو :
راځه چې چې يو اسانه اړ ترې جوړ او ووايو :
آيا په پورتني بيت کې څه سکتګي وينئ ، که وي سمون به يې څه وي ؟
ځواب :
(دغه) په [color=blue:a0ccc0bb54]( دا )[/color:a0ccc0bb54] واړوئ او بيا يې صرف ځای د [color=red:a0ccc0bb54](يوه) [/color:a0ccc0bb54]سره بدل کړئ ؟
هو، که صرف (نن ) ترې حذف کړو څپې يې سره برابريږي، خو د (قاصده ) او (يوه) تر منځ سکته يې نه ورکيږي .
د ښاغلي کلاتوال صيب د اندتوګې په اړه همدومره ويلی شم چې:
دروسانو پر ضد جهاد هم ملي او هم اسلامي جهاد و، او د لويديځوالو پر ضد هم زمونږ جهاد هم ملي او هم اسلامي دی، نو د يوۀ اسلامي جهاد
چې موخه او هدف ملي هم وي هغه جهاد ته ملي مقاومت ويل هم اړين دي او له جهاديت سره يې څه تضاد نه لري ،بلکې يو بشپړاوی دی !
سر بيره په دې څومره چې د شورويانو په ضد جهاد ته چا (دوښمنانو) دملي مقاومت يا ملي آزادۍ نوم نه ورکاوۀ هومره په کې
د هغوی لاسوهنې دوام وموند ، د جهاد تنظيم، رهبري ، هدفټاکنې او اولويتونه ټول ISI (اختر محمد او حميدګل ) ټاکل ، نو له بري وروسته يې د افغانستان په برخليک خپلې ناوړه لوبې هم وکړې .
اوس هم پاکيان ، په تيره ISI د ملي جهاد يا ملي مقاومت له نامه سره حساسيت لري او دخپلې لاسوهنې په وړاندې يې يو توان کچه(potenziell )ګواښ
بولي او د له اسلامي جهاد سره د ملي وحدت نه غواړي، خو دا به د طالبانو د مشرتابۀ درک او ادراک ، پوهې او سياسي درايت ته
وسپارو چې ايا کولی شي د خپل سپېڅلي جهاد ملي ځانګړتيا ، ملي موخې او ملي کرکټر وساتي او د اسلامي جهاد سره هيواد د القاعدې
او ISI له منګولو څخه هم وژغوري ! که نه د ګاونډ او سيم هر اسلامي هيواد لاسوهنې او لاسلرنې ته د اسلامي جهاد نوم
هر در او دروازه پرانېستل کيږي او افغانستان د تير په څېر يوځل بيا ددوی د ښکار نخښه ګرځي ! نو دعا کوو چې الله تعالی دې
مونږ او تاسې د شيطان او طالب رهبري دې د ISI له شره وژغوري !
امين امين ثم امين !
سپیلنی
02.10.2010
پتوال صیب تاسو هم دعادل صیب سره ځواني وکړه او بیت مو په معمولي توپیر سمې ته برابر کړ.
خو ولې تردې هم اسانه کار نه کوې؟
د (نن) کلمه ترېنه حذف کړه نوره خبره جوړه ده.
نوټ: لوستونکي دې زما او پتوال صیب تبصرې د ورستني دیدن په شوق ولولي ځکه چې عنقریب د بحث دډریورانو لخوا د سړک نه د اوښتو په جرم پارچه او پټې شي.. :)
كريم كامران
02.10.2010
السلام علیکم
عادل صاحب الله شاهد دی چې ستاسو پورتنۍ لیکنه او وړاندیز مې ډیر خوښ شو، او د ګل پاچا الفت صاحب خبره ستاسو (لوړ خیال او ژور فکر) ته ګوته په غاښ پاتې شوم فکر مو لا زیات تاند غواړم.
په ریښتیا هم کله چې په هیواد کې ځینې مهمې سیمې، څلور لارې، او سړکونه ووینې چې دهغه چا په نامه نومول شوي چې په ټولنه کې ترهغه لوی خاین او غټ مجرم نه وي نو سړي ته افسوس ودریږي چې دښمنانو مو څومره پخه مونږ پسې راخیستې چې آن د راتلونکي نسل په هکله هم فکر کوي ترڅو ملي خاینان د ملي اتلانو په نامه وپیژني، نه د مجرمینو په نامه.
دا د مسعود چاراهي ده، او هغه د شهید ؟ عبدالحق څلورلارې ده، او هغه د بل خاین او هغه د بل مجرم.. او داسې نورې ډیرې بیلګې به مو ترسترګو شي.
زه چې خپله ددې خاینانو په نامه نومول شوي ځایونه وینم ډیر کړیږم، خو تراوسه مې ورته د حل لاره نه وه پیدا کړې، ستاسو په تاند فکر دې برکت وي چې ډير مناسب او پرځای نعم البدیل مو په ګوته کړ، په دې کار سره رښتیا هم د ملت د اتلو بچیانو یاد تازه پاتې کیږي، هغوی ته درناوی او احترام ترې څرګندیږي، او په خپل ویاړلي تاریخ باندې د ویاړ او افتخار معنی لري، او دراتلونکې نسل لپاره د قدوې په توګه پاتې کیږي.
زه هم په خپل وار د سپیڅلي مقاومت د مشرتابه څخه همدا هیله لرم چې دا وړاندیز سر له اوسه تر جدي غور لاندې ونیسي.
عنوان
tandar
02.10.2010
ټولو ته سلامونه .
نن دتمرین وخت نه دی دجهاد وخت دی که په قلم وی او یا برچه وی٠
دعادل صاحب دی خدای دارمان پوره کړی ٠
نن مطلب ډیر مهم دی٠
هغه کولی شوه چه داسی لنډ هم نوشته کړیوی٠
قاصده یوه ځوانی راسره وکړه
................زړه اواز می ،اشناته تر غوږو کړه٠
اوبل دوه ورځی مخکی یو چا قیصه راته وکړه چه یو وخت دالمانیانو سره په قندوز کی و،په٢٠٠١ کال په کابل کی امریکاې مشاورینو د سیاف ،ربانی،فهیم ،دوستم او یو څو نورو سر ه غونډه لرله٠
غونډه چه خلاصه شوه نو نیکلی بکسونه راوړل شول او په هر بکس باندی ددوی نومونه لیکل شوی وه٠
سیاف چه خپل بکس خلاص کړ ٣،٥٠ میلونه ډالر په کی وه دربانی ٥ میلیونه وه ټولو ته په یوه اندازه نه وه٠
سیاف یوځلی غږ پورته کړ چه زما ولی کم دی او په همدی خبره بس بکس جنګی شروع شوه چه بیا امریکاې عسکرو سره خلاص کړیدی٠
ددی قیصی ویدیو ې فلم دیو هلک سره چه جرمنی پاسپورت لری او دفرخار څخه دی شته اوهغه سړی دخارجیانوسره هلته کار کوی او دا فلم ې دنورو جناې فلمو سره زما همکارته دخپل لیپټوف څخه ښکاره کړی او لیدلی دی او زه کوښښ کوم چه دا په لاس راوړم ٠
نو دا هم پخوانی جهادیان دی که روسانو دوی ته هغه وخت کی هم ډالر ورکړی وی ولا که ې جنګ کړی وی٠
جهاد چاوکړو و څوک ې کوی او خیټی چا ډکی کړلی٠
خدای دی په دی ملت رحم وکړی٠
یوالی دبری لومړی شرط دی
عادل عادل
02.10.2010
سلامونه
محترمو هر یو پتوال صیب او سپینلئ صیب
ستاسو له نیوکو او سمونو څخه یوه نړی مننه ........ ما پکې د ډیر التماس د ښکاره کولو له وجې داسې ولیکل، ستاسو له وړاندیز سره سم لاندې بڼه خپلوي:
قاصده دا یوه ځواني راسره نن وکړه
د زړه آواز مې د اشنا تر غوږو ورسوه
ان شا ء الله چي زما د خوښې التماس به لا پکې تر اوسه پاته وي.
ستاسو څخه مننه او ستاسو څخه د شهیدانو د یادساتلو او قدردانئ په هیله
ښاغلئ کلاتوال صیب
که زما شخصي نظر غواړئ نو باور مو وشه چې نننئ جهاد د سختئ، کیفیت او تقدس له لحاظه تر پخواني یو په زره لوړ دی، په ننني جهاد او مقاومت کې د ریا او شهرت مجال اصلا شته نه ، ددې مطلب دا نشو چې زمونږ په ټولنه کې ریاکار او شهرت غوښتونکي نشته، زښت ډیر دي، د تیر جهاد صفونه پرې ډک وو، خو په دې یوه ټکي کې دې یرغلګر خیر یوسي چې ځمکه یې د مقاومت په لیکو داسې سره کړې چې د سوچه او صادق مسلمان پرته بل څوک د مقاومت په صف کې نشي ټینګیدای، ......................... پاتې شوه د جهاد یا مقاومت د اصطلاح کارول، ... خبره داده چې د مقاومت کلمه عامه ده، او یو ډول د هغو خیال پکې ساتل کیژي، چې د وطنپالئ مینه یې له عقیدې سره یو شان او یا یو څه ورباندې غالبه وي خو زما له خوا یې په تصادف سره وشمیرئ :wink:
نوروز خان
02.10.2010
ټولو ته سلامونه او درنښت
چې خبره دعادل صیب په شعرونو شوه نوپه دې اړوندبه یوه غلطي زه هم ورسمه کړم
عادل عادل صیب چې په خپل لاسلیک کې دسترشاعر خوشال بابا کوم شعرلیکلی دی نیمګړی یي رااخیستی سمه بڼه یي داده
څودې توان رسي په لوی دریاب کې لامبه
په ویاله کې دې زوال وینم نهنګه
05.10.2010
[color=yellow:169600c523]اوس هم يوه بله څپه او بيا داسې بدلون غواړي :[/color:169600c523]
قاصده نن راسره دا يوه ځواني [color=blue:169600c523]خو[/color:169600c523] وکړه :
د زړه آواز مې د اشنا تر غوږو ورسوه !
ولې اصلي موضوع ته د راستنېدو له پاره دغه لينک هم تاسوته وړاندې کوم، هلته بيا په پای کې ورکړ شوي لېنکونه ضرور وګورئ !
http://www.khyberwatch.com/forums/showthread.php?8691-