د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

طالبانو یو ځل بیا یوه ښځه ووژله؟

لاونګ
30.09.2010

د متحده ایالاتو حکومت دپاکستان په شمال لویدیز کی د طالبانو له خوا د یوی ښځی سنگسارول غندلی دي.

په یو ویدویی فلم کی چه په انټرنیټ باندی راښکاره شوی دی، ښودل کیږی چه د خلکو یوه ډله لگیاد ه یوه میرمنه بار بار په تیږو او ډبرو باندې ولي، تر څو چې مړه شي او په ځمکه باندې راولویږي.

ویل کیږی چه دا ویدویی فلم د اورکزو دقبایلی سیمی نه په پټه توگه یو سړي را وړی دی او د دوبئ د العان تلویزونی شبکی ته یی ورکړی دی. دا هم ویل کیږی نوموړی میرمن یوه نامحرم سړي سره د لیدلو له امله سنگسار شوه.

تر اوسه پوری په درست ډول ددغه فلم داصلیت او واقعیت معلومول ممکن نه دي او معلومه نه ده چه کله فلم جوړ شوی دی، خو دامریکا دخارجه چارو د وزارت نطاق پی جی کرولی پرون یوه بیانیه خپره کړه او ویی ویل چې دا ډول بی رحمانه حمله د انسانی شرافت هر ډول نورمونه تر پښو لاند ی کوی .

د امریکا دخارجه وزارت نطاق وویل چې سنگسارول د هغه په وینا د انسانی ژوند په مقابل کی د تندروانو د بزدلانه بی تفاوتئ یو بوگنوونکی مثال دی.

د ویدویی فلم لینک:
http://www.youtube.com/watch?v=QD-Nllr1FjM&feature=player_embedded


پښتون.
30.09.2010

دا تلویزیون هم د اسلامی معیار نه خارج تلویزیون دی د لوڅی نطاقی سره، او داخلک هم طالبان نشی کیدای، په پنجشیر او بدخشان او،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،،، په کشمیر کی او همداسی نور ډیر ځایونو کی خلک دا ډول جامی یا کپړی اچوی او بیا جعلی صحنی او یا فلمونه جوړوی او د طالبانو د بدنامولو لپاره یی پدی چاینلونو خرڅوی .او خپلی نادودی په هغوی تپی.


لاونګ
01.10.2010

سلامونه او نیکی هیلی پښتون وروره،

ډا خلک څنګه طالبان نشی کیدای؟ دا همغه طالبان ندی چی په کابل کی د فوټبال سټیډیم نه یی د جزا ورکولو سټیډیم جوړ کړی وو؟ د طالبانو د ډار او زور رول مو هیر کړی که څنګه؟


pattang
01.10.2010

[quote:d1cf9cf806="لاونګ"]سلامونه او نیکی هیلی پښتون وروره،

ډا خلک څنګه طالبان نشی کیدای؟ دا همغه طالبان ندی چی په کابل کی د فوټبال سټیډیم نه یی د جزا ورکولو سټیډیم جوړ کړی وو؟ د طالبانو د ډار او زور رول مو هیر کړی که څنګه؟[/quote:d1cf9cf806]

دا خو ښه کار وو ، ځکه چې قانون يې عملي کاوو٠
نورو عبرت ترې اخيست ٠


مومن مهاجر
02.10.2010

لونګ خانه! ستانیوکه پردې دي چي طالبان ولي زناکاران اعداموي؟ اوکه دي اعتراض پردې دی چي تورن کس ته په محکمه کي هغه حقوقي چانسونه نه ورکول کېږي چي په اسلامي محکمه کي دیو تورن شرعي حق دی؟ ته یوځل دخپل اعتراض نوعیت راته په ډګه کړه چي بیاموږستاپوښتنې ته مثبت اویامنفي ځواب درکړو.


Lotfollah
02.10.2010

دوستانو سلامونه
[quote:71f2a1dc6b="mumin muhajir"]لونګ خانه! ستانیوکه پردې دي چي طالبان ولي زناکاران اعداموي؟ اوکه دي اعتراض پردې دی چي تورن کس ته په محکمه کي هغه حقوقي چانسونه نه ورکول کېږي چي په اسلامي محکمه کي دیو تورن شرعي حق دی؟ ته یوځل دخپل اعتراض نوعیت راته په ډګه کړه چي بیاموږستاپوښتنې ته مثبت اویامنفي ځواب درکړو.[/quote:71f2a1dc6b]
څوک د محاکمه کولو شرعی حق لري؟ آیا هر شخص یا یوه ډله ځانته دا حق ورکولای شی چې خلک محاکمه کړي؟
افغانستان او پاکستان له ځانه نظامونه لري چې په شمول د اسلامی هېوادونو د نړۍ نور هېوادونه یې په رسمیت پېژني آیا دا امکان شته هغه کسان چې دا حکومتونه نه مني، که څه هم په نړۍ کې هېڅ څوک دوی په رسمیت نه پېژني خو سره لدې هم ځان ددې هېوادونو واکداران وګڼي او له وګړو سره یې هر هغه څه وکړي چې دوی یې غواړي.
آیا پرته د یوه مشروع حکومت درلودل د خلکو محاکمه کول شرعاً مجاز دﺉ؟

د منطقی ځوابونو په هیله

په درناوی


مومن مهاجر
02.10.2010

ترځواب وړاندي بایدیادونه وکړم چي دموضوع څېړلوپه وخت کي به یوازي اسلامي احکاموته پاملرنه کوو،اوسني دروغجن سیاست،خپلوشخصي عقدواوله موضوع وتلوتحلیلونوته به ځای نه ورکوو.
زماله معلوماتواوتحلیل سره سم نن داسلامي نړۍ په هیوادونوکي حاکمان شته خو ډېری یې دګڼووجوهاتوپربناددې جوګه نه دي چي دمسلمانانومشران ورته وویل شي هغوئ بدماشان دي په اسلامي هیوادونوکي یې په مخلتلفوچلوټوځان واک ته رسولی دی،په سیاسي نظام کي ترهرڅه وړاندي هغه څه دودوي چي نامسلمان ځواکمن نظامونه یې له ده غواړي ددین داسي شعبه نه شته چي دغرب په مټ واک ته رسېدلیومشرانوپه هغې کي دنامسلمانې نړۍ په خوښه رنګارنګ بدلونونه پکي نه وي راوستي پرهمدې بناپه اسلامي نړۍ کي واکمن نظامونه دشرعي حدودوپلي کول یوکرغېړن عمل بولي،دادانساني کرامت مخالف کارګڼي اوغرب هم پرله پسې لګیادی زموږدمسلمانانوپه ذهنونوکي داورپیچکاري کوي چي په اسلامي کي دځینوجرمونوپه وړاندي ټاکل شوي حدودظلم اوله انسانیت سره جفاده اسلامي ټولنې ته مختلف افرادیادناخبرۍ اویادنورووجهوپربناله هغوئ سره دهوسرښووروي . پاتي شوه داچي یوه ډله پرته له دې چي نړۍ وال یې په رسمیت وپېژني کولای شی پریوچاحدجاري کړي؟ نوداهسي دننۍ نړۍ دسیاسي کړیوخبرې دي په شریعت کي دنړۍ رسمیت اونه رسمیت هیڅ معنی نه لري په شریعت کي دقضا لپاره اصول ټاکل شوي دي کله چي هغه اصول موجوداودمجرم دتورنولوپرمهال مرعات شي بس هغه قضاشرعي ده .


و.افغان
02.10.2010

لطف الله خانه
په خير راغلې.
يو حکومت په اسلامي نظام کې د ملګرو ملتونو له خوا يا د غربي هيوادونو له خوا په رسميت پېژندنې شرعيت لاسته نشي راوړلی.
که چېرې داسې وی، نو بيا خو به د جناب رباني حکومت هم شرعي وو. د رياست چوکۍ
يې ځان پورې تړلې وه، کله به دوشنبې ته ځغلېده، او کله نورو دولتونو ته.
په اسلام کې يو حکومت شرعيت په دوه څيزونو لاسته راوړي، د مسلمانانو بيعت، او
استتباب د امن.
بلکه په ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو سازمانونو کې، او بين المللي روابطو کې هم، حکومت هغه وخت د رسمې پېژندنې جوګه کيږي، چې کله وکولی شي، امن راولي.
ځکه چې د ملګرو ملتونو په منشور کې د سيادت د مادې مطابق، نه خو ملګرو ملتونو
ته دا حق حاصل دی، او نه نورو هيوادونو ته چې د يوه هيواد په داخلي چارو کې مداخلت وکړي.
(د قرغېزستان وروستي حوادث يوه بېلګه).

راځم افغانستان ته:
که چېرې په امريکايي ښکېلاک سترګې پټې کړو، يا وبولو چې بيخي نشته دی، او کرزی صاحب هم مثلا د خلکو له خوا ټاکل شوی دی (؟؟؟؟)، بيا هم د کرزي حکومت شرعيت نه لري، ځکه چې کرزی د دې توان نه لري چې په 5٪ افغانستان کې خپل حکم وچلوي.
له دې سره چې دا خبره هم ملګري کړو چې د هغه ټاکلو پروسه هم يوه امريکايي ډرامه
وه، نه يوه آزاده افغانۍ پروسه؛ نو د کرزي شرعيت نور هم په صفر کې ضربيږي.
له دې سره چې د ښکېلاګ خبره ملګرې شي، نو د کرزي حکومت په اسلامي شرعه، او
نړيوال قانون دواړو کې دوه پيسې شرعيت نه لري.
د نورو اسلامي هيوادونو په اړه د هغو هيوادونو علماء خپل خپل نظرونه او دريځونه
لري، او هغوی دا حق حاصل هم دی.
البته زمونږ وطن اشغال دی، د اشغال په وړاندې مقاومت فرض دی، هم په اسلام کې
هم په ټولو وضعي قوانينو کې جايز او قانوني بلل شوی دی.
هر هغه څوک چې د ښکېلاګ سره په يوه صف کې ودريږي، د هغه حکم هم د ښکېلاګر
دی.
که چېرې بالفرض والتقدير کرزی صاحب، بهرني ځواکونه وباسي (؟؟؟!!!) نو بيا
د يوه مسلمان په توګه حق لري، چې د مسلمانو افغانانو امير شي، هغه هم په مخکنيو
دوه شرطونو: بيعت + استتباب الأمن (د امن په راوستلو کې برلاسي کېدل).

په درنښت


pattang
02.10.2010

[quote:44a2e0e558="Lotfollah"]دوستانو سلامونه
[quote:44a2e0e558="mumin muhajir"]لونګ خانه! ستانیوکه پردې دي چي طالبان ولي زناکاران اعداموي؟ اوکه دي اعتراض پردې دی چي تورن کس ته په محکمه کي هغه حقوقي چانسونه نه ورکول کېږي چي په اسلامي محکمه کي دیو تورن شرعي حق دی؟ ته یوځل دخپل اعتراض نوعیت راته په ډګه کړه چي بیاموږستاپوښتنې ته مثبت اویامنفي ځواب درکړو.[/quote:44a2e0e558]
څوک د محاکمه کولو شرعی حق لري؟ آیا هر شخص یا یوه ډله ځانته دا حق ورکولای شی چې خلک محاکمه کړي؟
[color=darkred:44a2e0e558]افغانستان او پاکستان له ځانه نظامونه لري چې په شمول د اسلامی هېوادونو د نړۍ نور هېوادونه یې په رسمیت پېژني [/color:44a2e0e558]
[color=orange:44a2e0e558]آیا دا امکان شته هغه کسان چې دا حکومتونه نه مني، که څه هم په نړۍ کې هېڅ څوک دوی په رسمیت نه پېژني خو سره لدې هم ځان ددې هېوادونو واکداران وګڼي او له وګړو سره یې هر هغه څه وکړي چې دوی یې غواړي.[/color:44a2e0e558]
آیا پرته د یوه مشروع حکومت درلودل د خلکو محاکمه کول شرعاً مجاز دﺉ؟

د منطقی ځوابونو په هیله

په درناوی[/quote:44a2e0e558]
انډيواله ستا پوښتني معقولې ندي او انفيکڅيون لري !
کومه نړۍ ? هغه نړۍ چې اسلامي او دمنطقې ارزښتونه وروسته پاتې
پرېميتيو بولې او غواړې چې په خپلو کپېټاليستي او کانسرني اخلاقو دنورو
خلکو کلتور هم دځان د کلتور په ډول فاسد کړي!٠
نن ورځ 03.10 دجرمنانو ديووالي په ورځ به د ې د يو اخيم ګوګ خبرې نوي
اورېدلې ? هغه دڅلورم صليب حمله غيرې مستقيم وستايله .
نالت په لاسپوڅيو ، ژوندي دې وي طالبان


Lotfollah
03.10.2010

[quote:d73687f2c2="وهاج ساپی"]
په اسلام کې يو حکومت شرعيت په دوه څيزونو لاسته راوړي، د مسلمانانو بيعت، او استتباب د امن.
[/quote:d73687f2c2]
وهاج ساپی صیب د ستاسوله توضیحاتو څخه ډېره مننه! يوه پوښتنه چې د همدې بحث پر ټاپیک پورې اړه لری پخپل ځای بې ځوابه پاتې ده او هغه دا چې دغه کسان چې دغه ښځه په هر دلیل چې وي وژني آیا دوی د شرعیت دا دوه شرطونه( د مسلمانانو بیعت او استتباب د امن ) پر ځای کړي دي؟
که د مسلمانانو بیعت لږ څه تشریح کړﺉ! مقصد مو له کومو مسلمانانو دﺉ؟ آیا دڅو محدودو مسلمانو کسانو او یا په ننی معیارونود یوه مشخص جغرافیایی قلمرو مسلمان وګړي؟ آیا دا بیعت باید چې په رضا وشی او یا که له ډاره بیعت کول هم مجاز دی؟

http://www.bbc.co.uk/persian/afghanistan/2010/08/100809_k02-woman-execution-taleban.shtml

په درناوی


لاونګ
10.11.2010

[quote:e8984421a5="مومن مهاجر"]لونګ خانه! ستانیوکه پردې دي چي طالبان ولي زناکاران اعداموي؟ اوکه دي اعتراض پردې دی چي تورن کس ته په محکمه کي هغه حقوقي چانسونه نه ورکول کېږي چي په اسلامي محکمه کي دیو تورن شرعي حق دی؟ ته یوځل دخپل اعتراض نوعیت راته په ډګه کړه چي بیاموږستاپوښتنې ته مثبت اویامنفي ځواب درکړو.[/quote:e8984421a5]

مومن خانه،

په اسلام کی د زنا د جزا ورکول اسانه کار ندی. اسلام کی راغلی چی هغه څوک چی په زنا تورن دی له جزا نه مخ کی باید:

۱- څلور باورونکی شاهدان مخ ته راشی. که یوه شاهد کوم وخت یی یواځی یو ځل دروغ ویلی وی نو هغه شاهد د منلو وړ نلری او د شاهدانو په لست کی باید و نمنل شی.
۲- دا څلور شاهدان باید هغه تورن کسان د زنا په وخت کی لیدلی وی. داسی نشی کدای چی هغه څلور کسانو تورن په یوه بنده کوټه کی مندلی وی. نه! بلکی هغه کسان یی باید په خپلو سترګو لیدلی وی چی پوره زنا کی بوخت دی - د شرم ځای دی چی نور نشم لیکلی - سر له دی - اسلام د زنا معنا ټولو ته سپینه کړی او که څوک وغواړی چی نور هم پوه شی نو بیا دوی کولای شی چی په اسلامی کتابو کی یی وګوری.
۳- دواړه تورن کسان باید ووایی چی هو مونږ زنا وکړه.
۴- په اخر کی به هم شاهدان او هم تورن کسان ووایی چی دوی ټولو پوره ریښتیا ویلی او که یی دروغ ویلی وی الله پاک د جزا ورکړی.

دا د جزا نه مخ کی شرطونه وو.

جزا یی څه ده که زنا یی کړی وی؟ سنګساری؟؟؟


حذيفه
11.11.2010

په اسلام کي دازاني اوزانېې لپاره دوې جزاوې ټاکل سوې دي :
۱ـ :که دواړه محص نه ول يعني واده يي نوي نوسل درې به وهل کيږي.
۲ـ :که زاني اوزانيه دواړه محصن وي نوسنګسارکيږي به .
ددي لپاره چي پردويودوحدجاري سي نومخکي به ياهغوئ خپله اقرارکړی وي يابه څلورشاهدان پردوئ شاهدي ورکوي بيانوددي سزاوړدي .
که څلورشاهدان موجودسي نوبياددوئ اقرارته ضرورت نسته .اوکه دوئ خپله اقراروکړنوبياشاهدانوته اړتيانسته .
ښاغلي لونګ !تاسوله کومه ځايه داخبرې ثابتې کړې دي اوماخذدي کوم دی؟
رسول کريم صلی الله عليه وسلم پرماعزاسلمي هغه وخت حدجاري کړچي کله هغه خپله اقرارورته وکړ.
اوکه خپله اقرارونکړي نوبيادقران کريم فيصه داسي ده :
وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاء فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلاَ تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ .
په دي ايت کي الله تعالی وايي چي که هغوئ دخپلې دعوې دثبوت لپاره څلورشاهدان تېرنکړونوبياهغوئ ګنهګاردي اواتيادرې به دحدقذف پرې جاري کيږي .دلته خوالله تعالی څلورشاهدان معتبرکړي دي نولونګ صاحب !تاداخبرې په کوم سندکړې اوله کومه ځايه دي اقتباس کړې دی ؟له ځانه سړی په شريعت کي ګوتې نوهي .دطالبانوپه تعصب کي دومره ژورولاړې ان چي دشرعي احکامودبدلولواړتيادي هم حس کړه .اعاذناالله من ذلک !.


لاونګ
14.11.2010

[quote:0409f53dfa="حذيفه"]په اسلام کي دازاني اوزانېې لپاره دوې جزاوې ټاکل سوې دي :
۱ـ :که دواړه محص نه ول يعني واده يي نوي نوسل درې به وهل کيږي.
۲ـ :که زاني اوزانيه دواړه محصن وي نوسنګسارکيږي به .
ددي لپاره چي پردويودوحدجاري سي نومخکي به ياهغوئ خپله اقرارکړی وي يابه څلورشاهدان پردوئ شاهدي ورکوي بيانوددي سزاوړدي .
که څلورشاهدان موجودسي نوبياددوئ اقرارته ضرورت نسته .اوکه دوئ خپله اقراروکړنوبياشاهدانوته اړتيانسته .
ښاغلي لونګ !تاسوله کومه ځايه داخبرې ثابتې کړې دي اوماخذدي کوم دی؟
رسول کريم صلی الله عليه وسلم پرماعزاسلمي هغه وخت حدجاري کړچي کله هغه خپله اقرارورته وکړ.
اوکه خپله اقرارونکړي نوبيادقران کريم فيصه داسي ده :
وَالَّذِينَ يَرْمُونَ الْمُحْصَنَاتِ ثُمَّ لَمْ يَأْتُوا بِأَرْبَعَةِ شُهَدَاء فَاجْلِدُوهُمْ ثَمَانِينَ جَلْدَةً وَلاَ تَقْبَلُوا لَهُمْ شَهَادَةً أَبَدًا وَأُوْلَئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ .
په دي ايت کي الله تعالی وايي چي که هغوئ دخپلې دعوې دثبوت لپاره څلورشاهدان تېرنکړونوبياهغوئ ګنهګاردي اواتيادرې به دحدقذف پرې جاري کيږي .دلته خوالله تعالی څلورشاهدان معتبرکړي دي نولونګ صاحب !تاداخبرې په کوم سندکړې اوله کومه ځايه دي اقتباس کړې دی ؟له ځانه سړی په شريعت کي ګوتې نوهي .دطالبانوپه تعصب کي دومره ژورولاړې ان چي دشرعي احکامودبدلولواړتيادي هم حس کړه .اعاذناالله من ذلک !.[/quote:0409f53dfa]

اول راته ووایه چی د کومو ټکو پښتنه کړی چی زه سم او پوره ځواب درکړم.

دوهم چی د اول ټکی نه هم موهم ټکی دی: تاسو د قران شریف ایات معنا نا مکمله لیکلی.

[u:0409f53dfa]پوره معنا یی دا ده:[/u:0409f53dfa]
"او هغه کسان چی اولی محصنی ښځی (یا محصن سړی نسبت د زنا ورته وکړی) بیا رانه ولی (په مخ د قاضی حاکم کښی) څلور شاهدان پس ووهي تاسو (ای حاکمانو) دغه (قاذفان که اصیلان وی) اتیا دری [b:0409f53dfa][u:0409f53dfa]او مه قبلوي تاسی له دوی نه شاهدی هیڅکله (تر وقته د مرګه پوری) او دا (قانون) هم دوی دی فاسقان[/u:0409f53dfa]."[/b:0409f53dfa]


حذيفه
18.11.2010

لاونګ جانه !
زماليکنه دي په غورنده کتلې ماهلته پوښتنې کړې اوهغه ځواب کړه .
دايت ترجمه دي ګډه وډه داخوندانوپه څېرکړې ده .
پښتودي هم داسي ليکلې ده چي کوم نابلده يي هم داسي نه ليکي لږيي دويم ځل ګوره !


لاونګ
29.11.2010

[quote:07c9ac5b1c="حذيفه"]لاونګ جانه !
زماليکنه دي په غورنده کتلې ماهلته پوښتنې کړې اوهغه ځواب کړه .
دايت ترجمه دي ګډه وډه داخوندانوپه څېرکړې ده .
پښتودي هم داسي ليکلې ده چي کوم نابلده يي هم داسي نه ليکي لږيي دويم ځل ګوره ![/quote:07c9ac5b1c]

ګرانه وروه سلامونه او نیکی هیلی،

د ایات معنا می له قران شریف له مخه لیکلی ده. په دی معنا کی زما نظریه هیڅ نشته! هر څه می چی لیکلی په قران شریف کی عینی شی دی.

ستا پوښتنه: تاسوله کومه ځايه داخبرې ثابتې کړې دي اوماخذدي کوم دی؟

ما پوښتنه وکړه چی "کوم ټکی" ځکه چی تاسو معلومه نکړه چی تاسو د ټولو ټکی پوښتنه کړی او که د یو څو. خو په هر حالت زما ځواب دا دی:

دا څلور ټکی چی ما لیکلی له دینی کتابونو څخه می زده کړی او زما په یاد پاتی شوی دی. زه پوهیږم چی دا ځواب به تاسی و نه منی - او ښه به هم وی چی دغسی ځواب هیڅ څوک ونه منی - نو زه به دا ټکی په قران شریف او احادیث کی درته وګورم چی سم معلومات یی درکړم.

تر هغه وخته، الله پاک مو سلامت او د اسلام په لور لره، آمین.


حذيفه
30.11.2010

لانګ جانه!
ته څېړنه وکړه اوبيابه ان شاءالله !دلته دڅه ليکلواړتياپاتې نسي خپله به موضوع حل سي .ستااوسنی ځواب خويوکوچنی هم نه وايې .


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more