نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
کوم یو حقیقت ته نیږدې ښکاري؟
سپیلنی
30.09.2010
په کندهار کې هوايي ډګر ته څیرمه په بهرنیو ځواکونو برید ترسره شو.
لومړی د بي بي سي خبر واورئ او بیا دطالبانو راپور ولولئ.
-------------------------------------------
http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2010/09/100930_hj-kandahar-suicid-attack.shtml
په کندهار کې ځانمرګي درې ولسي وګړي وژلي دي
بي بي سي پښتو ډاټ کام
کندهار د افغانستان په سوېل کې پروت نا ارام ولايت دی چې د طالبانو د واک پر مهال د هغوی اصلي مرکز او له هغه را وروسته يې د جګړې پر يوه کلک مورچل بدل کړی دی .
[color=red:315fdb6394]چارواکي وايي [/color:315fdb6394]نن سهار په کندهار کې شوي ځانمرګي بريد [color=red:315fdb6394]درې ولسي وګړي وژلي او نهه تنه نور يې ټپيان کړي دي .[/color:315fdb6394]
بريد د کندهار ښار سوېل ختيځ ته د هوايي ډګر پر سړک شوی دی .
[color=red:315fdb6394]د والي وياند زلمی ايوبي وايي [/color:315fdb6394]يوه ځانمرګي بريد خپل سراچه ډوله موټر هوايي ډګر ته څېرمه د بهرنيو ځواکونو کاروان ته نژدې والوزاوه خو [color=red:315fdb6394]هغوی ته يې زيان و نه رساوه.[/color:315fdb6394]
طالبانو تر اوسه پورې د بريد په اړه څه نه دي ويلي .
دغه بريد داسې مهال کېږي چې بهرنيو ځواکونو له تېرې جمعې راهيسې په کندهار ولايت کې د طالبانو پر ضد د ښامار د ګزار په نوم عمليات پيل کړي دي .
ددغو عملياتو ډېر پام ژېړۍ ولسوالۍ تته دی چې له پيله راهيسې څو تنه وسلوال طالبان وژل شوي دي .
بهرني ځواکونه وايي د طالبانو مشران ډېر وخت له دغه ځايه د بريدونو پلانونه جوړوي او پر لويو لارو بريدونه کوي.
-----------------------------------------
که څه بي بي سي وايي چې طالبانو په دې اړه تراوسه څه ندي ویلي خو لاندې د طالبانو هغه راپور ولولئ چې دبی بی سی دراپور له خپریدو څخه تقریبا یو ساعت مخکې پرلیکه شوی وه:
http://shahamat.info/index.php?option=com_content&view=article&id=4453:2010-09-30-07-01-22&catid=1:news&Itemid=3
عاجل خبر:دکندهارهوايي ډګرته نژدې دامریکايانوپه کاروان فدايي بريدوشو
پنجشنبه, 30 September 2010 07:01 قاری/یوسف احمدي
له کندهارولايت څخه يوتازه خبرچې همدااوس راورسيدوايي ددې ولايت هوايي ډګرته نژدې دامریکايي ځواکونوپه پوځي کاروان فدايي بریدترسره شو.ر ارسیدلی خبرزياتوي نن سهارنهه بجې دخارجي ځواکونوپوځي
کاروان ددې ولايت ددامان ولسوالۍدمنډي حصارپه سیمه کې چې دکندهارهوايي ډګرته نژدې پرته ده دکندهار-بولدک په لويه لاره دتیریدوپه حال کې ووچې ديوه تن قهرمان مجاهد(نورالله )له خواچې ددې ولايت اوسيدونکی دی دفدايي بريدښکارشو.
دمعلوماتوله مخې دغه خونړۍ بريدچې ديوه سرايچه موټرپه واسطه رامينځته شوی په نتيجه کې يي [color=red:315fdb6394]دکاروان يوه عراده زغروال ټانګ په بشپړه توګه ټوټي ټوټي شوی اوپکښې سپاره اوه تنه امریکايي عسکرووژل شول .[/color:315fdb6394]
سيمیزخلک وايي دزوروري چاودني له امله [color=red:315fdb6394]دتخريب شوي ټانګ ټوټي اوپکښې دوژل شویوکسانودبدن غړي اوس هم شاوخواکروندکې پرتي دي .[/color:315fdb6394]
خونړۍ بريدپه داسي حال کې ترسره شوی چې ددښمن پلي اوزغروال ځواکونه ديوې اونۍ راهيسې ددې ولايت دژړۍ په ولسوالۍکې دمجاهدينوسره په مخامخ جګړه کې ښکيل دي .
--------------------------------
د ازادۍ راډیو په اصطلاح: راپور زمونږ قضاوت ستاسې.
اوس نو قضاوت پخپله وکړئ راپور خو مادرته راووړ.
01.10.2010
دا د مخالفو غاړو خبرونه دي ، د چارواکو او طالبانو ، نه د بي بي سي او طالبانو ،
حکه بي بي سي ته د طالبانو خبر نه دی رسېدلی، طالبانو هم د وروستني ساعت د عاجل خبر په توګه نشر کړی دی ، بلکل څرګنده ده چې بي بي سي ته په خبل وخت دغه خبر نه دی رسېدلۍ !
نور خو څرګنده ده چې حکومت هغه خبرونه نه نشروي، چې په زيان يې تماميږي !
سپیلنی
01.10.2010
[quote:9b0e2264a0]څرګنده ده چې حکومت هغه خبرونه نه نشروي، چې په زيان يې تماميږي ![/quote:9b0e2264a0]
خیر یوسې پتوال صیبه زما هدف هم دا وه چې باید په دې حقیقت باندې اعتراف وشي. او همدا مې غوښته کوم چې تاسو ویلي.
نو چې داسې شوه بیا ستاسو خبرې هم سره ضد اونقیض ښکاري:
راځه چې لږ دې پوه کړم په مطلب مې:
[quote:9b0e2264a0]دا د مخالفو غاړو خبرونه دي ، د چارواکو او طالبانو [/quote:9b0e2264a0]
آیا یوازې افغان حکومت دطالبانو مخالفه غاړه ده؟ که ټولې هغه هیوادونه چې په افغانستان کې سرتیري لري من جمله انګلستان؟
دا خو تاسو هم راسره منلې چې دجګړې د دواړو غاړو( طالبانو او مخالفینو) خبرونه دي نو څه فکر کوئ چې BBC دطالبانو د مخالفې غاړې (بریتانیې) په ګټه خبرونه نه نشروي؟؟ او څه فکر کوئ چې دا خبر به د مخالفې غاړې په زیان نه تمامیده؟
حتما د مخالفې غاړې په زیان تمامیده.
نو خودبه خود خبره دې ته راغله چې بریتانیه هغه خبرونه چې په زیان یې تمامیږي نه پریږدي چې د BBC له لیارې خپاره شي.
نو دلته اوس یوه ډیره مهمه پوښتنه راټوکیږي هغه دا چې:
[color=blue:9b0e2264a0]ولې مونږ همیش دجګړې د یوې غاړې په خبرونو باور کړی او د بلې غاړې لږترلږه د اوریدو تابیا هم نلرو؟؟ په داسې حال کې چې پوهیږو هم چې BBC هغه خبرونه نه خپروي چې د بریتانیې په زیان تمامیږي، لکه څنګه چې پتوال صیب هم اشاره کړې.[/color:9b0e2264a0]