د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

پښتونخوا او القاعده

م ن غروال
01.05.2004

عزتمنو او محترمو وروڼو او پتمنو او معززو خويندو !
د احتراماتو په وړاندې کولو سره، که خداي ج کول په لره پښتونخوا کي ننې نظامي او سياسي کړکيچ ته به په افغانستان کي د هغه سره اړونده چارو ستاسو د قدرمنو ليکوالو او لوستونکو په بلنه او پوره مرسته سره وڅيړو٠
د پاکستان پوځ څه چه د خپل سياسي اهدافو لپاره په پښتونخواکي سرته رسوي هغه نه په ترهګرو اړه پيدا کوي او نه هم د افغانستان لپاره د القاعده او د ترهګرو راننوتلو د مخ نيوي لپاره٠ پاکستان په خپل ټول عمر کي تل دوه اصلي او خورا مهم سياسي تګلارې درلودې :
١ : د پښونخوا د سيمي ساتل، چه باېد دده د قبضې لاندې وي او يا دده خاوره بايد وبلل شي٠
٢ : له غرب بالخصوص له امريکا سره نږدې خوږې سياسي اړيکې٠
دا دوه هغه مهم ټکي دي چه که پاکستان چيرته د ﻻسه ورکړل نور به يا دئ خپله په افغانستان او هندوستان تجزيه يا منحل کيږي يا به نور هم دده ژوند د نهايت غربت او فقر او بدبختۍ تر سيورې ﻻندی وي چه ګذران به پکي ډير مشکل وي٠
اوس چه امريکا افغانستان ته راننوتې ده د پاکستان سياسي او اقتصادي راتلونکۍ له ډيرو پوښتنو سره مخامخ کيږي چه پاکستان به وکړای شي د امريکا لپاره يوه مهمه ستراژيکي اهميت ولري که نه ؟ امريکا به راتلونکي کي له پاکستان څخه څه غواړي يا څه نظامي تمه ولري؟ او پاکستان به هم راتلونکي کي وکوﻻی شي چه خپله سياسي تګ ﻻره تل د پخوا په شان وساتي تر څو هم پښتونستان ولري او هم له امريکې سره خپلې خوږې اړيکي وساتي؟
که څه هم پدې هکله لږ يا ډير بحث شوئ دي اما بيا هم بده نده چه که ننې نظامي عمليات په پښتونخوا کي لدې اړخه وګورو چه ايا ريښتيا هلته ترهګر شته؟ او دا نظامي عمليات په ريښتيا د ترهګرو د ورکېدو او نيولو لپاره دي؟ [color=red:f9e1f0f2e2] له ټولو ډيره مهمه چه زموږ ګران هېواد افغانستان سره به ددغو عملياتو موخه او اغېزه څه وي؟[/color:f9e1f0f2e2]
ددغو پوښتنو په پام کي لرلو سره که تاسو درنو ليکوالو او لوستونکو د خپل هېوادپالني په روحيې سره خپل نظريات وليکل لوئ احسان به مو وي ٠
په درناوې ــ غــــــروال


انځورګر
01.05.2004

'ګرانووړونو او خوندو سلامونه


م ن غروال
02.05.2004

ښاغلئ حيدري صاحب سلام
الله تعالی مو راوله دا زمونږ په بحثو کښي اوس نو اصلا ونډه نه اخلئ چه علت به يې څه وي او شاعر زه نه يم چه هلته مي د زړه خواله درسره کولای خير په هر حال٠
ستاسو ليکنه صيح ده خو زه فکر نه کوم چه پاکستان به د هغو خلکو په لټون کي وي ځکه هغوئ اکثره خپل نورمال عادي ژوند لري٠ لدغه ډول خلکو څخه زه يو پيژنم چه خوست کښي اوسيږي چه ﻻ تراوسه چا څه ندي ورته ويلي٠ زه فکر کوم پاکستان به هغه باندني لټوي چه اوس هم مسلح دي او له بن لادن سره الړيکي لري يا په ګران هېواد افغانستان کي د ننې وضعې د ناآرامۍ موجب ګرځي که څنګه؟ په درنښت


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more