اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
په زړه پورې
سپیلنی
27.09.2010
د هرڅه نه مخکې درته سلامونه، نېکې هیلې، او احترامات وړاندې کوم.
هیله ده چې دلاندې څو په زړه پورې کیسو څخه خوندونه واخلئ:
امام غزالي په احياء علوم الدين كې د شيخ علامه شهاب الدين په حواله ليكلي دي چې په څلورم اسمان كې ۲ ملائك د يو بل سره مخامخ شول يو له بل وپوښتل چې چيرته ځى ؟ ځواب يې وركړ چې د يو ډير په زړه پوري كار لپاره ځم او هغه دا چې په فلاني ښار كې يو يهودي مېشت دى چې د مرګ نيټه يې رانيږدي شويده او هغه د ماهي خوړلو خواهش لري خو د سيند غاړي ته نيږدي ماهيان نشته ما ته خپل رب حكم كړيدى چې د سيند له منځ نه ماهيان غاړى ته راوشړم تر څو ددي يهودي لپاره يو ماهي ښكار او خواهش يې پوره شي ، او وجه اصل كې دا ده چې دي يهودى په دنيوى ژوند كې يوه داسي نيكى هم نده كړى چې الله تعالي يى په دنيا كې بدله نه وي وكرړي بس يوه نيكى يى پاتى ده الله تعالي غواړى چې ددي خواهش په ورپوره كولو يى ددى يوى نيكۍ بدله هم په دنيا كې وركړى .
دوهمي فرشتې وويل ما هم الله تعالي بيخي ددي برعكس ديوعجيب كار د ترسره كولو لپاره استوي، خبره دا ده چې په فلاني ښار كې د الله تعالي يو خورا ډير نيك بنده دي دهغه نه چې په دنيا كې هره ګناه شويده الله تعالى ورته د خپلې ګناه سزا وركړيده او دګناه نه يى پاك كړيدى ، اوس دهغه دمرګ وخت رارسيدلى دي خو يوه ګناه يى داسي پاتى ده چې سزايى نده وركړل شوي او ددي نه ندى پاك شوي الله تعالى راته حكم كړيدى چې دهغه د زيتونو تيل په ځمكه واړوم تر څو هغه ته تكليف ورسيږي او ددى تكليف رسيدلو له امله ورته د ا يوه ګناه هم معاف شي او د الله تعالى حضور ته پاك ولاړ شي
* * * *
دبخارا ښار كې ديو مجوسي زوى د روژي مياشت كې د ورځى له خوا په عام محضر كې خوراك پيل كړ،مجوسي چې خپل زوى د مسلمانانو په ښار كې په عام محضر كې په خوراك كولو وليدلو نو يوه درنده څپيړه يى پر مخ وركړه او ورته يى وويل چې آيا تا ته نده معلومه چې دا د مسلمانانو د روژي مباركه مياشت ده ؟ زوي يى ورته وويل چې ته خو هم په همدى مياشت دورځى له مخى خوراك او څښاك كوي نو كه ما خوراك وكړ څه وشول ؟ مجوسي خپل ځوى ته وويل چې دا سمه ده چې زه روژه نه نيسم خو د مسلمانانو ددي مباركې مياشتې دومره احترام مى په زړه كې شته چې خوراك او څښاك د ټولو خلكو نه پټ په پرده كې كوم .
څه موده پس چې مجوسي مړ شو نو دښار يو مسلمان اوسيدونكى په خوب كې وليدلو چې په جنت كې ګرځي مسلمان ورته وويل چې ته خو مجوسي وي جنت ته څرنګه راورسيدلي ؟ هغه ورته وويل چې زه مجوسي وم خو د روژى دمياشتى احترام به مى كاوه ددي احترام په بركت الله تعالي ماته د مرګ نه وړاندى د اسلام قبلولو توفيق راكړ اوماته مرګ دايمان په حالت كې راغلو ا د ايمان په بركت الله تعالي د جهنم نه وژغورلم او جنت يى راكړ .
* * * *
محترمو لوستوالو ته به معلومه وي چې حضرت امام ابوحنيفه رحمه الله تعالي دخپل وخت يو له بډايو اشخاصو څخه ګڼل كيدلو او درخت په لويو سوداګرانوكې شميرو درخت يو يا دوه دكانونه نه بلكي دوريښمينو ټوكو فابريكى يى درلودلې، د تاريخ كتابونه ليكى چې دوفات پر مهال يى مال ميليونونو درهمو ته رسيدلى و چې څه پكى وصيتونه وو او باقى يى پر وارثانو ويشل شوي و، امام صاحب يو ځل يو تن خپل وكيل جوړ كړ او ورته يي وويل چې په مصر كې دا مال وپلوره ! دامام ابوحنيفه رحمه الله تعالي وكيل چې مصر ته مال ورسولو نو سمدستى يى ونه پلورلو بلكى دنرخ د پورته كيدلو په تمه يى د مال پلورل تر يوي مياشتي وځنډول مياشت پس هسي هم نرخ پورته شوى و او چې طلب يى زيات وليدلو نو څه يى نرخ نور هم پورته كړ او د روپۍ پسې يې روپۍ زياته كړه اخيستونكى زيات وو او په همدى پورته نرخ مال وپلورل شو ، كله چې راستون شو نو داما صاحب په خدمت كې يى ټولي روپۍ وړاندې كړي امام صيب چې حساب وكړ او د مال خپل سر يى ترى جدا كړ نو دوه نيم سوه زره درهم ( د سپينو زرو روپۍ ) يى ګټلي وي حال دا چې امام صيب د۷۰ نه تر ۸۰ زرو پوري ګټه تخمين كړي وه ، امام صيب چې دا دومره زياته ګټه وليدله نو دخپل وكيل نه يى په ډيري حيرانتيا وپوښتل چې دا دومره زياته ګټه له كومه راغله ، وكيل ورته وويل چې اول خو مى دمال پلورل تر يوي مياشتې وځنډول او بيا مى ديوي روپۍ پر ځاى په ۲ روپو ګټى وپلورلو ، امام ابوحنيفه رحمه الله تعالي دير سخت خفه او غصه شو او ويى فرمايل چې مال په خپل وخت نه پلورل او دګرانۍ راتللو په تمه يى ساتل احتكار ( زخيره اندوزى ) دى چې دا په شريعت كې يو ناروا عمل دي ، او بيا ديوى روپۍ پر ځاى دوه روپۍ ګټل او د بازار دنرخ نه شي په ډير لوړ نرخ پلورل غبن فاحش دي چې دا هم زمونږ شريعت كې جواز نه لري ، اوس مصر ته تلل ، هر اخستونكي پيداكول او ورته دخپلو روپو رسول خو ناشونى كار دى خو ددى دوه نيمو سوو زرو روپو نه يوه روپۍ هم زما خزانې كې داخله نكړي او ټولي د ښار په غريبانو وه ويشه وكيل همداسي وكړل او احتياط او عالي تقوي چې د امام ابوحنيفه رحمه الله تعالي د ژوند نه بيلدونكى برخه وه پر ځاى شوه .
* * * *
مشهور صحابي حضرت عبدالله بن عمر يوه ورځ د خپلو شاګردانو سره يو ځاى د تفريح په موخه دمدينى منوري د آبادۍ نه بيرون ووتلو، غرمه راغله او چې كله د ډوډۍ خوړلو لپاره دسترخوان وغوړول شو اوټول پري كيناستل نو ترڅنګ يى يوشپونكى تير شو ، شپونكى سلام واچولو د جواب وركولو نه پس ورته ابن عمر رضى الله تعالى د ډوډۍ دعوت وركړ شپونكى عذر وړاندي كړ او عرض يى وكړ چې زه روژه يم ، ابن عمر رضى الله تعالي ورته په حيرانتيا سره وويل دا سخته ګرمي او ستا روژه توب ؟ شپونكى وويل دتيزرفتار عمرشپې او ورځې همداسي ارزښتناكه كيداى شى .
د شپونكى د صحيح حالت دمعلومولو په هدف ورته ابن عمر رضى الله تعالي عنه و فرمايل پر موږ كه يوه وزه را خرڅه كړي قيمت به يى هم پوره دركړو اود روژه ماتى لپاره به تري غوښه هم دركړو دابن عمر امتحان ډير پر ځاى و ، ځكه چې دمال مينه داسي شي دي چې ډير ښه خلك پري اخته شي تباه يې كړي ، ډير داسي عابدان وي چې شپه او ورځ الله تعالي ته په سجدو وي خو چې كله دمال خبره راشي نو دمال مينه دهغه تقوي ته ماتى وركړي او ډير داسي مجاهدين هم شته چې د الله تعالي په لار كې دسرونو قربانولو لپاره يې كلونه كلونه په سنګرونو كې تير كړيدي خو چې دمالونو سيلاب پري راغلي ټولي قربانۍ يې دهغوى لاهو كړيدى او حتى د كفارو په صف كې دمسلمانانو پر ضد ودريدلي دى ، خو قربان دصحابه و دزمانې دشپونكى نه چې هغه دمال د زلفو اسير نه و بلكى د حقيقى تقوي ن برخمن و نو ابن عمرته يى وويل چې وزي زماندى ددي مالك بل څوك دي زه يى غلام او شپونكى يم ابن عمر رضى الله عنه ورته و فرمايل چې كه يوه وزه دمالك نه اخوا ديخوا كړاى شي ( د وركيدو يا ليوه خوړلو بهانه ورته وكړاي شى ) هغه به څه وكړي ؟ سپونكي وويل فاين الله ( دالله تعالي سره به څه وكړو هغه خو مونږ ګوري ) ابڼ عمر چې د شپونكى دخولي نه د اين الله خبره واوريد ه په ريګديدا شو، ويى ژړل او مدينې ته تر راننوتلو يى همدا داين الله جمله تكراروله ، مدينى ته چې راننوتلو د غلام شپونكى مالك يى معلوم كړ او شپونكى او دوزو ټوله رمه يى تري واخستله شپونكى يى ازاد كړ او ټولي وزي يى ورته هبه كړي .
مومن مهاجر
28.09.2010
سپیلنی جانه احیاء علوم دین کتاب په دې نه ارزي چي کیسي اوروایات ورڅخه نقل شي ځکه دامام غزالي داکتاب داعتباروړنه دی وچ ولانده هرڅه یې سره ګډکړي دي .
شبيراحمد
28.09.2010
اودابن تيمه خبري داعتباروړدي
مومن مهاجر
28.09.2010
اوداچاوویل چی دابن تیمه خبرې داعتباروړدي؟ شبیراحمده! تل چي پریوچانقدکوې اصولوته پام کوه دخبرې په منلواونه منلوکي که دهرچاوي معیاردادی چي داستدلال اصول به پکي مرعات شوي وي څوک چي دیني مسئله بیانوي نولازمه ده چي په قرآن اوحدیث کي یې مأخذولټوي . امام غزالي چي پور تنۍ کیسې نقل کړې ده له کومه کړې دي؟ ایاسندیې بیان کړی که یې هسي نقل کړی دی؟ ښاغلی شبیر احمدزه هیچاته داحق نه ورکوم چي خپله خبره له استدلال پرته وړاندي کړي هغه که ابن تمیه وي،که امام غزالي اوکه کوم بل عالم . ته یوځل دامام غزالي احیاء علوم دین مطالعه کړه اوپرهغه دحافظ عراقي اصولي تخریج وګوره چي دجرحې اوتعدیل له فني اصولوسره سم یې دده پرروایاتوڅرنګه تحقیق کړی اوکه دي دهغه تحقیق هم زړه ته نه لوېږي اوکولای شې دحدیث درجالوله فن سره سم دتحقیق وس لرې نوبسم الله کړه په بې پرې ډول یې پرروایاتوتحقیق وکړه هله به پوه شې چي دده دکتاب وزن څومره دی؟
حذيفه
16.11.2010
دمجوسي وجنت ته دخول يوه حيرانونکې خبره ده که داپرهرکتاب کي وي رښتياهم چي وچ اولانده دواړه به يي سره مروړلي وي .دتوحيددکلمې له ويلواوپرشرائطوله عمل کولوپرته کوم څوک جنت ته نسي داخلېدای .داخبره غلطه اوغيرشرعي ده .