د موضوعګانو سرپاڼه

ادبي ټوکې ټکالې

د روژې فضایل

كريم كامران
23.09.2010

یو ملا په مسجد کې د روژې فضایل بیانول چې داسې برکتي ورځې دي، او داسې فضایل لري، او دومره بختوره میاشت ده....
چې کله یې خبرې ختمې شوې یوه چرسي ورغږ کړ:
که هرڅومره صفتونه یې وکړې بوزې ته نه شي رسیدی :lol:


عادل عادل
23.09.2010

سلامونه

وایي چې یوه شپانه سړي د روژې په اخرو شپو ورځو کې په سپوږمي سترګې ولګیدې نو ورته یې مخ کړ او ویې ویل چې :

خدای دې انصاف درکړي چې هم دې ځان خوار او نرئ کړ او هم مونږ !



ع کريم حليمي
24.09.2010

سلام علیکم
په سپین بولدک کښي زما خپلوان اوسیږي ، هغوئ د خپل نیکه (جد)‌
قصه راته کوله ، ویل يي چه : زموږ نیکه ویل چه د مدینې سردار ویلي چه : إذا رأيتموه فصوموا ( چه هلال مو ولیدلئ روژه يي کۍ )‌ نو کله چه به د روژېٖ میاشت رانژدېٖ شوه ، زموږ نیکه به اسمان ته نه کتل ، موږ به روژه کړه ،
زموږ نیکه روژه نه نیول ، مونږ به ورته وویل چه پرون روژه شوه ، ده به ویل
ما میاشت نده لیدلې ، د خدای ښې او بدي دي ، پر لښتي ناست دۍ استنجاوهي په اوبو کښی يی سپوږمۍ ولیده ، نو د ځان سره وویل چه :
پښوته مي راغلې اوس دي نو نیسم


كريم كامران
24.09.2010

حلیمي صاحب زما خپل د سترګو لیدلی حال دی، د پیشنمي ورباندې ناوخته شوې وه دا ویره ورسره وه چې وږی به پاتې شي، نو د کوټې سره خوا کې یې د اوبو نل ته کوزه کېښوده او اوبه یې پکې راخوشې کړې، ترڅو شور جوړ شي او دی آذان وانه وري :lol:
هغه وخت هم لوی ځلمی وه خو اوس ترې د پوخ عمر سړی جوړ شوی، خو کله کله یې اوس هم په ټوکه کې ورپه یادوم.


hotak
27.09.2010

وايي دروژې په مياشت کې ديوه شپانه په ميږو او وزو باندي ناروغي ګډه شوه او درګرده مړې کيدې.شپون يې خوراپريشانه کړی وو.يوه ورځ خورا غوسه شو او پاس غره ته ولاړ او دروژې په خوراک يې پيل کړ.دغه مهال په آسمان کې غرشواوتالنده راغله.شپون وارخطاشو او تالندي پلو يې وکتل او ويل يې:خدای ګله ته مې وزې وهه، زه به دې روژې وهم.....
----------
اوس خو نوچلونکی شوم.مجبوره يوڅه خوبه ليکم کنه....


hotak
27.09.2010

زموږ يودآکا زوی دی.دهغه خواښي ده.دنګه نرۍ ښځه ده.خلک يې له همدې امله نرۍ دادا بولي.په لمانځه او روژه کې ماشاالله ترمابتره ډېره کلکه وه.خورله موره ده که يوتهجد هم ترې پاتې وو.اودخوندخبره خو داوه چې صلاة تهجدبه يې صلاة تاجب بلل.سره لدې چې روژه ماتی به يې دورځي پر دوولس بجې وو،خوپيشمنی يې پرځان داسې واجب کړی وو لکه هغه دچرسي چې وايي روژه يې نه نيوله اوپشيمي ته به هره ورځ راناست وو.يوه ورځ چاورته ويل چې فلانيه ته خو روژه هم نه نيسې،بيانوداپسېمی ولې هره ورځ کوې.چرسي ورته ويل چې دغومره خو هم کافر نه يم چې نه روژه نيسم اونه پسیمی وکړم.
نوموړي به هم پسېمی کاوه خو عمومابه يې تراتوبجو دوام درلود.په منځ کې چې به ملا اذان وکړ نو دې به ويل دپلارخله يې څه اوڅه کړي غلت شوی.کاپربه په نيمه شپه کې اذان وکړي!!!



ع کريم حليمي
29.09.2010

اقای هوتک صاحب سلام
زموږ د یو نیکه یو اکا (تره ) وو قصه کوله ، په بولدک کي اوسېدلی ، د تور امیر وختي وېٖ ، په بولدک کي مالدار مېږي او اوښان درلوده ، هلته ، مالدارو خلګ اٙس نه
ساتلی ، ولي چه ملک رېګستان دی ، اوښان ساتي ،‌ دوئ د مهار او کتي  سره کار او بار وو ، نال او قیزه چندان نه پېږندل ، څه دی سر درخوږوم نقل ته به راسم

د روژې داسي ۲۷ تمه او ۲۹تمه ده ، یوه ۸۰ کلن بډا د اٙس پر نال پېښ
سو ، راپورته ئې کړۍ ، شین د ژړا ولاړۍ ، ډېر ئې وژړل ، د ژړا ستخ
سو ، نو بیا يې نال څوواره سره واړاوه راواړاوه ، نو نال ته ګویانه سو
دا دي څه وکړه ! موږ دي هم تار او نار کړو ، او له ځانه هم دا شئ جوړ کۍ

نال ئې را اخستئ خپلو کږدیو ته راغلۍ ، چغي او نارېٖ کړي ، راسۍ بړوګانو ، سپوږمۍ رالوېدلېوه پېدا مي کړه

 


شبيراحمد
29.09.2010

ټولوټوکيانوته سلامونه

زه به هم يوه ټوکه وليکم چې دروژې په باره کي ده

وايي چرسيان په يوه کوټه کي سره اوسېدل يوه ورځ يې پيسېمى ناوخته شونو
يويې ولاړکړاوورته ويې ويل چې ته به په کړکۍ کي بالښت ( تکيه ) ونيسې موږبه
ډوډۍ وخورو(دوئ بېچاره ګانوګمان کاوه چې تياره وي نوډوډۍ خوړل روادي)
کله چې دوئ په ډوډۍ زيات وخت ونيونودهغه بل لاسونه وچ شوي ول
په نورويې غږوکړچې هلئ زر زر يې وخورئ ګني سپېدې مي پر درپرېښودې

خداى دي وکړي چې لږ خوورته وخاندئ



ع کريم حليمي
01.10.2010

د دوبي روژه وه ، ځوانانو باغ ته میله ایستلې وه ، روژه مات وسو ، لمنځونه وشوه ، یارانو راډیو ولګول سېلون يې په ونیولۍ ، عربي خپرونه وه د عربو د پاره هندي ریکاټونه ایښوول ، اول يې د لتامندېشغر یو ریکاټ کښېښاوه هغه چه خلاص شو ، تبصره شروع شوه ، انډوالانو مجلس شروع کي ، د باغ ،باغوان هم ناست دی ، او پر شریعت او سنت برابر معلومېدلۍ ، ږېره يي وه سنت يی وهلۍ وه، ناببره د باغوان چته واوښته ، د خولې لاس واخستۍ ، وئې ویل چه: کله چه ساز شروع وو ، پټه خوله واست ، داچه د قران شریف تلاوت شروع سو ، تاسو مجلس شروع کړي ، د بخارا خلکو دغسي کول ، روس پر راغلۍ ،
زما دي په خدای قسم وي چه پر تاسو هم سور اورس راسي


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more