اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
ولي په اسلامي کي دښځي اوسړي حقوق برابرنه دي؟
شبيراحمد
23.09.2010
ټولودين پوهانوته په ټوله مينه
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
محتروموپه دې خوټول پوهېږي چې غرب يابه ټول کفري هيوادونه يادکړوهڅه کوي ترڅو
نراوښځه سره يوبرابرکړي امااسلام بياددې اجازه نه ده ورکړي ونريې په ښځه بهتربللى دى
خوداچې ولي په اسلام کي دنراوښځي حقوق سره يوبرابرنه دي داپوښتنه له تاسومحترمينوکوم
هيله ده چې ټول وروڼه به راته ښکلي ښکلي ځوابونه وليکي
مننه
ستاسوشبير
كريم كامران
23.09.2010
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
ډیره په زړه پورې او ژوندۍ موضوع مو مطرح کړې ده.
غربیان او همدارنګه ځینې له اسلام څخه ناخبره مسلمانان د ښځې او سړي ترمینځ د حقوقو د مساوات لپاره هلې ځلې کوي، په داسې حال کې چې په اسلام کې هیڅکله د ښځې او سړي حقوق سره مساوي کیدی نه شي.
ځينې هغه لیکوالان او حقوقپوهان چې وايي اسلام د مساوات دین دی، خطا شوي دي، اسلام د عدل دین دی، نه د مساوات.
دا خو معلومداره خبره ده چې ښځه په جسماني او عقلي او فطري لحاظ له سړي سره یو برابر نه ده، او ډیر زیات توپیر لري، نو د عدل تقاضا دا ده چې حقوق یې هم سره مساوي نه وي، او خامخا توپیر ولري، که چیرته د دواړو جنسونو ترمینځ پورتني توپیرونه په پام کې ونه نیول شي، او دواړو ته یو برابر حقوق ورکړل شي دا به له طرفینو سره ظلم، او بې عدالتي وي.
اسلام یو داسې عادل دین دی چې د نړۍ هیڅ کوم دین ورسره سیالي نه شي کولای، په ټولنه کې هر فرد ته د هغوی د طبایعو، غرایزو، جسماني او عقلي ظرفیتونو په پام کې نیولو سره د هغوی له حال سره برابر حقوق ورکوي، تاسو وګورئ چې په اسلام کې د مسلمان او کافر، سړي او ښځي، ماشوم او لوی.... ټولو لپاره جلا جلا حقوق وضع شوي دي. ځکه چې هر یو له بل سره په هراړخیز ډول فرق لري.
خو ځینې ناپوه مسلمانان د ښځو او سړیو ترمینځ د حقوقو د مساوات نارې وهي په داسې حال کې د حقوقو مطلق مساوات د الهي عادل نظام له تقاضا سره په ټکر کې دی.
الله جل جلاله د خپلو ټولو مخلوقاتو تر مینځ فرق کړی دی، او خپل هر مخلوق ته یې هغه څه مهیا کړي چې د ترسره کولو توان یې ولري، تاسو وینئ چې د لمر سترګه د سپوږمۍ په شان نه ده، او هر یو جلا جلا وظیفې لري، او همدارنګه هغه څوک چې د الله جل جلاله اطاعت کوي هیڅکله له هغه چا سره برابر نه دی چې عصیان او نافرماني کوي. او هر یوه ته یې خپل خپل احکام رالیږلي دي.
د ښځې او سړي تر مینځ مطلق مساوات په اسلام کې نشته، خو مقید مساوات شته. یعنې ښځه او سړی دواړه په تکلیف کې یو برابر دی یعنې الله جل جلاله دواړه په خپل عبادت مکلف ګرځولي، او همدا ډول دواړه په اخرت کې په جزا او ثواب کې مساوي دي که د یو نیک عمل ثواب لکه څنګه چې سړي ته حاصل وي، ښځه یې هم ګټلی شي، او همدارنګه د یوې ګناه جزا هم درواخلئ.
ځینو مسلمانو لیکوالانو ډیر زور ویستی او ښځه یې له سړي سره مساوي بللې، او په جهاد کې د ښځې ګډون یې داسې لازمي کړی لکه د سړي ګډون، او په اسلامي حکومت کې یې د کافر او مسلمان دواړو حقوق برابر ګرځولي، کافر ته یې لکه د مسلمان په څیر په اسلامي حکومت کې د لوړو دندو د اجرا کولو امر کړی، او په اسلامي محکمه کې یو د یو کافر شاهدي د مسلمان له شاهدۍ سره مساوي شمېرلې.
مونږ ته لازمه ده چې دا جمله (اسلام د مساوات دین دی) په دې جمله بدله کړو چې (اسلام د عدل دین دی). ځکه چې د عدل تعریف داسې دی چې: یو شی پرته له زیاتونې او کمونې په خپل مناسب ځای کې کیښودل شي.
دمساوات تقاضا دا ده چې دوه څیزونه سره یو برابر شي، او د حکمت غوښتنه دا ده چې ددواړو څیزونو ترمینځ په فرق قایل شي. د همدې وجې هغه څوک چې د ښځې او سړي ترمینځ د مساوات ادعا کوي، د حاکم او محکوم ترمینځ په توپیر هم قایل نه وي، او د هیچا سلطه په بل چا باندې نه قبلوي، حتی زوی د خپل پلار په اطاعت مکلف نه دی،ځکه چې مساوات دی.
عدل داسې تعریفیږي: هر چا ته د هغه خپل حق ورکول.
همدا وجه ده چې په قرآن کریم کې مونږ ته په مساوات امر نه دی شوی، بلکې په عدل مامور شوي یو. الله جل جلاله فرمايي: إن الله يأمر بالعدل. يقینا الله تعالی تاسو ته په عدل کولو امر کوي.
وإذا حكمتم بين الناس أن تحكموا بالعدل. که چیرته تاسو دخلکو ترمینځ فیصله کوله په عدل سره فیصله وکړئ.
او داسې یې نه دي ويلي چې په مساوات فیصله وکړئ.
اسلام د دوه مساوي شیانو ترمینځ د مساوات دین دی، او دوه مختلفو شیانو ترمینځ د تفریق دین دی. اوښکاره خبره چې ښځه له سړي سره په ډيرو حالاتو کې یو برابر نه ده.
له همدې کبله په ډيرو شرعي احکامو کې ښځه او سړی مساوي نه دي، دمثال په ډول:
۱-په میراث کې
۲-په شهادت یا ګواهۍ کې
۳-په عقیقه کې
۴-په وسلوال جهاد کې
۵-د عورت په پټولو کې (د سړي عورت له نامه لاندې تر زنګونو پورته دی، او ښځه له سر نه تر پښو پورې ټوله عورت ده)
۶- د ماشوم او ماشومې په تشو بولو کې (د ماشوم په تشو بولو د اوبو شیندل کفایت کوي، خو دماشومې هغه پریمنځل کیږي)
۷- په سفر کې: سړی په یوازې ځان سفر کولی شي خو ښځه یې نه شي کولی.
۸-په بچیانوباندې دپلار په پرتله مور ډیر زیات حقوق لري.
۹-ښځې به دلارې په مینځ کې نه ځي غاړې ته به ځي، او دا درسول الله صلی الله علیه وسلم حدیث دی.
۱۰-په ازدواج کې، سړی څلور ښځې کولی شي خو ښځې ته یوازې دیو میړه اجازه شته.
۱۱-په ښځه عدت شته، خو په سړي نشته.
دا او دې ته ورته نور ډير فرقونه هغو اسبابو ته راجع کیږي چې د عدل او حکمت تقاضا وي. او که چیرته په دې حالاتو یې مساوات وکړی شي د عدل په ځای به مو ظلم کړی وي.
اما شرعي احکام ښځو او سړیو ته دواړو ته په یو شان متوجه دي، خو په هغو کې هم دانوثت او رجولیت په اساس ډير احکام توپیر لري. چې یو له هغو څخه په جهاد کې ددواړو د شرکت حکم دی.
د الله جل جلاله د عادل نظام غوښتنه دا ده چې په ټولنه کې یې دندې او وظیفې ویشلي دي، ځينې یې سړیو ته راجع کړي او په ځینو یې ښځې مکلفې ګرځولي، او ښکاره خبره ده چې نه سړی د ښځو دنده ترسره کولی شي او نه ښځه د سړي دنده اجرا کولی شي، بلکې دواړه یو دبل مرستې ته اړ وي.
او شبير احمد ورور! تاسو لیکلي چې په اسلام کې سړی په ښځې باندې بهتر دی، ما خو تراوسه داسې څه نه دي اوریدلي او نه مې لوستي دي چې سړی دې بهتر وي په ښځې باندې. زه چې څومره معلومات لرم په اسلام کې بهتري د تقوی په اساس ده، هرڅومره چې څوک تقوی اختیار کړي په هماغه کچه د الله جل جلاله په نزد افضلیت لري، هغه که ښځه وي یا سړی وی.
اما هغه ایت شریف چې (الرجال قوامون علی النساء) نو دلته د قوامة څخه مشري، واک، اختیار، ذمه واري، مسئولیت مراد دی. فکر نه کوم چې د سړي په بهتروالي دې دلالت وکړي.
په درنښت
ع کريم حليمي
24.09.2010
ګران مکرم كريم كامران صاحب ، السلام علیکم و رحمة الله
ستاسو جوابي لیکنه مي ولوستل ښکلې لیکنه ده ،
تاسو عدل داسي تعریف کړی ، (عدل تعریف داسې دی چې: یو شی پرته له زیاتونې او کمونې په خپل مناسب ځای کې کیښودل شي.)
تعریف مي خوښ شو. خو ّهیڅ نه پوهېږم چه : له دغه تعریف نه څرنګه استفاده وکړم په ژوند کښي ، که قاضي شوم څرنګه عدل وکړم ، څوک چه پلار سي د اولاد سره څرنګه عدل وکړي
که څو ژوندي مثالونه لوستونکو ته ورکړي ، نو ډېره به ښه وي
که مي خلا ولیده ممکن زه به هم یو څه ولیکم
په درنښت
كريم كامران
26.09.2010
محترم مشر استاذ حلیمي صاحب
وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته
علماوو د عدل تعریف همداسې کړی لکه څنګه چې ما لیکلی: (وضع الشيء في محله) یو شی په خپل ځای ایښودل.
او ظلم یې داسې تعریف کړی: (وضع الشيء في غیر محله) یو شی د خپل ځای څخه په بل ځای کې ایښودلو ته ظلم وايي.
الله جل جلاله انسان د خپل عبادت لپاره پیدا کړی دی. یعنې د انسان د عبادت، او سر ټیټولو ځای د الله جل جلاله دربار دی، هر کله چې انسان خپل عبادت په پردی ځای کې کېږدي او هغه ځای پرېږدي د کوم لپاره چې پیدا شوی دی، او دبل چا عبادت شروع کړي، دې ته ظلم ویل کیږي ځکه چې عبادت، چې ځای یې د الله جل جلاله دربار وه په غلط ځای کې استعمال شو، او هغه د مخلوق دربار دی. دهمدې کبله الله جل جلاله فرمايي: ان الشرک لظلم عظیم. یقینا شرک ترټولو ستر ظلم دی.
او فرمايي: والکافرون هم الظالمون. او کافران همدوی ظالمان دي.
ځکه چې بنده تر ټولو دروند امانت (عبادت) په غلط ځای کې ایښی دی.
دا خو له الله جل جلاله سره ظلم شو.
کله کله بنده خپل ځان سره هم ظلم کوي. الله جل جلاله انسان ته سترګې، غوږونه، لاسونه، پښې، ژبه ددې لپاره ورکړي دي چې د الله جل جلاله د قدرت نښې پرې وویني، د الله جل جلاله ددین په خدمت کې یې ستړي کړي، او د الله جل جلاله حمد او ثنا پرې ووايي. خو بنده راولاړ شي او همدا سترګې، غوږونه، لاسونه، او ژبه په ګناهونو کې وکاروي، منکرات ورباندې انجام کړي، او هغه کارونه پرې وکړي کوم چې الله جل جلاله منع کړي وي.
نو معلومه خبره ده چې انسان ددې شیانو چې الله جل جلاله ورکړي دي په غلط ځای کې استعمال وکړ، الله جل جلاله یې ځای ورښودلی دی چې په فلاني ځای کې یې کیږدئ، خو انسان راواخیستل په بل ځای کې یې کیښودل.
دا ظلم شو.
الله جل جلاله فرمايي: وما ظلمهم الله ولکن کانوا انفسهم یظلمون. د قیامت په ورځ په انسانانو باندې الله جل جلاله ظلم نه کوي، خو دا انسان پخپله په ځان باندې ظلم کړی چې اوس یې په اخرت کې نتیجه ویني.
فرضا که چیرته انسان له عدل څخه کار اخیستی وی، د عبادت ځای یې پیژندلی وی او په خپل ځای یې د سجدې سر ټیټ کړی وی، اولاسونه او پښې یې په خپل ځای کې خوځولي وی، هم به په دنیا کې خوشاله وه او هم په آخرت کې. ځکه چې دعدل ثمره خوږه وي، او دظلم ترخه.
همدارنګه کله کله یو انسان په بل انسان باندې ظلم کوي، مثلا ما سره د یو چا مال امانت ایښی دی، د عدل تقاضا دا ده چې دا امانت په خپل حال بیرته خپل ځای ته ورسوم، خو که چیرته مې پرې خیټه واچوله دا ظلم شو، ځکه چې مال مې د خپل ځای څخه راواخیست په پردي ځای کې مې کېښود.
حلیمي صاحب همداسې لکه څنګه چې تاسو پوښتنه چې که قاضي شوم څنګه عدل وکړم؟
د مثال په ډول تاسو قاضي یاست، زما او دشبیراحمد ورور په ځمکه لانجه ده،تاسو ته عارض شوو. وروسته له تحقیق او څیړنې تاسو ته معلومه شوه چې ځمکه دشبیراحمد حق دی، خو تاسو په هر دلیل چې وه زما په حق کې فیصله وکړه او ځمکه زما ملکیت وګرځید. په دې حال کې تاسو ظلم وکړ ځکه چې د ځمکې خپل اصلي ځای دشبیراحمد ملکیت دی، خو تاسو راواخیسته او زما په ملکیت کې مو داخله کړه.
فرضا که تاسو دا لانجمنه ځمکه خپلې اصلي مرجع ته ورستنه کړې وه او (دعدل دتعریف له مخې) مو ځمکه په خپل مناسب ځای ایښي وه، عدل به مو کړی وه.
همداسې دپلار له زامنو سره عدل هم درواخلئ.
الله جل جلاله مونږ ته داولاد حقوق راپیژندلي دي، اولاد ته باید دا ورکړې.... او دا ترې وغواړې.....
خو که چیرته یو پلار راولاړیږي او پوهیږي چې دا شی دفلاني زوی حق دی خو باجود ددې بل زوی ته یې ورکوي، دا ظلم ځکه شو چې د یو زوی حق یې راواخیست بل زوی ته یې ورکړ. اما که همدا پلار هر زوی ته خپل خپل حق ورکړي، هرې لور ته خپل خپل حق ورکړي، ددې معنی دا شوه چې هر څه یې په خپل ځای کېښودل او عدل یې وکړ.
همدارنګه د اولاد په روزنه او تربیه کې، په پلار لازمه ده چې که مناسبه وويني په خوږه ژبه یې سمې لارې ته راوبلي، او که مناسبه وویني به زجر او توبیخ نه دې کار واخلي.
مثلا نرمي د شدت په وخت ظلم دی، او له شدت څخه په داسې وخت کې کار اخیستل چې باید له نرمۍ پکې کار واخیستل شي هم ظلم دی، عدل دا دی چې د نرمۍ په وخت کې له نرمۍ، او د شدت په وخت کې دشدت څخه کار واخلي.
او هر شي ته خپل مناسب ځای وکتل شي او همالته کیښودل شي.
هیله ده چې ستاسو د پوښتنې په مطلب پوه شوی وم او پرځای ځواب مې درکړی وي.
ع کريم حليمي
26.09.2010
ګران او منلې مکرم کریم کامران صاحب ، وعلیکم السلام و رحمة الله و برکاته
پر سر او مال دي برکت سه ، چه زموږ لوستونکو ته دي معلومات راکړه ، او بیا هم مننه ، چه مونږ ته دي وخت قرباني کړ . يو څو سوالونه راته پېدا سول
(وضع الشيء في محله)
زه دغه جمله منم چه ډېره ښه خبره ده ، دا یوازي د عدل تعریف ندۍ ، بلکي کېدلی شي چه یو نوع کمعقلۍ تعریف هم وي ، که پیاله بې ځایه کښېږدو
او یا کښېښول شي ، نو د ضرورت په وخت کښي به مو هېره وي چه پیاله چیري ده ، دا هم بېعقلي ده ( چه څوک شئ ځائ ته نه رسوي !!!!؟؟؟؟)
تاسو راته فرمایاست چه : ﴿حلیمي صاحب همداسې لکه څنګه چې تاسو پوښتنه چې که قاضي شوم څنګه عدل وکړم؟
د مثال په ډول تاسو قاضي یاست، زما او دشبیراحمد ورور په ځمکه لانجه ده،تاسو ته عارض شوو. وروسته له تحقیق او څیړنې تاسو ته معلومه شوه چې ځمکه دشبیراحمد حق دی، خو تاسو په هر دلیل چې وه زما په حق کې فیصله وکړه او ځمکه زما ملکیت وګرځید. په دې حال کې تاسو ظلم وکړ ځکه چې د ځمکې خپل اصلي ځای دشبیراحمد ملکیت دی، خو تاسو راواخیسته او زما په ملکیت کې مو داخله کړه.
فرضا که تاسو دا لانجمنه ځمکه خپلې اصلي مرجع ته ورستنه کړې وه او (دعدل دتعریف له مخې) مو ځمکه په خپل مناسب ځای ایښي وه، عدل به مو کړی وه. ﴾
ستاسو فرمده د سردار عالم له کړو سره په ټکر کي وینم
حدثنا عبد العزيز بن عبد الله، قال حدثني إبراهيم بن سعد، عن صالح، عن ابن شهاب، قال أخبرني عروة بن الزبير، أن زينب بنت أم سلمة، أخبرته أن أمها أم سلمة ـ رضى الله عنها ـ زوج النبي صلى الله عليه وسلم أخبرتها عن رسول الله صلى الله عليه وسلم أنه سمع خصومة بباب حجرته، فخرج إليهم، فقال " إنما ( وإنه يأتيني الخصم، فلعل بعضكم أن يكون أبلغ من بعض، فأحسب أنه صدق، فأقضي له بذلك، فمن قضيت له بحق مسلم فإنما هي قطعة من النار، فليأخذها أو فليتركها ".
سردار عالم فرمايي چه زه (أنا بشر) نو چه چه د سردار عالم دا حال وو
نو مونږ او ستاسو به څرنګه فیصلې وي يعني که د حقوقو استاد او روزانه خټګر محکمې ته راغله او زه ًقاضي وم ، نو خو خامخا به د حقوقو استاد
ادعا به ومنل سي ، ولي چه طرف مقابل په عقل درند ندۍ
په نن عصر کښي کوم خلک چه محکمې ته ځی لمړي د محکمې پخوانۍ دعوې
مطالعه کوي (مشابه )
محکمه بعضي اساسات لري ، پر مشابه دعوو به عینی فیصلې کوي
قاضي ازادی نه لري ، دیو چوکاټ په داخل کي د فیصلې حق لری
که شل کاله مخکي يې يو فیصله کړېوه ، نن به هم هغسي فیصله کوي
د ترکو پاچاهي نه ده چه : کته سۍ ، سپاره شئ
په درنښت
درنښت