اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
قصص القران : اصحاب کهف
21.09.2010
http://www.youtube.com/watch?v=IzKAsB9Touc
كريم كامران
21.09.2010
پتوال صاحب د قرآني قصو د تمثیل په هکله زما نظر په دې موضوع کې لوستی شئ:
http://www.tolafghan.com/forum/viewtopic.php?t=5901
هیله ده د زړه په غوږو یې ولولئ او په سیاسي موضوعاتو کې مو د نظر اختلاف، په ورته شرعي هغو کې مخالفت ته ونه هڅوي.
خوشاله اوسې
23.09.2010
کامران صيب کامران اوسئ، تر سلامونو وروسته به زه همدرسره خپل اند شريک کړم :
تاسو د رسالت فيلم ته ګوته نيولې، خو معرفي کړی مو نه دی چې آيا دا فيلم هم ايراني دی که نه ؟
زه خپلو دوستانو ته تل دا وايم چې ايران د يوسف (ع) ، مريم صديقې او دکهف د اصحابو فيلمونه ډير ښه جوړ کړي دي، له دې نه معلوميږي چې
له خاتم الانبيا (ص) پرته د هر پيغمبر فيلم ډير ښه تمثيلولی شي . دا ځکه چې ايراني اخندان د محمد (ص) او د هغه اصحابو کرامو په اړه
بيطرفه نه دی، د تشيع امامانو ته هم له رسولانو(ع) سره مساوي او يا تر هغوی هم جګ مقام او درجه ورکوي . علي (رض) ته دمسيحيانو پشان د عيسی (ع)
غوندې رول ورکوي او ځانونه پرې شرک ته وباسي !
ما د رسالت فيلم نه دی ليدلی خو که ايراني فيلم وي نو ستاسې خبرې راته ټ،لې موجه ښکاري، ولې که ايراني فيلم نه وي بايد
تر ليدو وروسته پرې ورکړم . بله خبره دد فيلم او د لوستلو ده، په دې اړه ستاسې نظر هم راته هم د منلو وړ ، او هم تکميلوته اړ بريښي :
وړ يې تاسو ليکلی او ما منلی، خو اړ به يې هم وروسته بيا شي انشا الله !
كريم كامران
29.09.2010
پتوال صاحب سلامونه ومنئ.
د رسالت فلم چې په انګریزي او عربي دواړو ژبو خپور شوی، یو سوریايي (مصطفی العقاد) جوړ کړی. په دې فلم باندې شاوخوا لس میلیونه ډالره لګښت راغلی. او یوازې انګریزي فلم یې د لګښت لس چنده ګټه بیرته ترلاسه کړې ده. ویل کیږي چې دفلم جوړولو لپاره له مصطفی العقاد سره دلیبیا مالي ملاتړ ملګری وه.
مصطفی العقاد له آره د سوریې خو امریکايي تابعیت لري، او د کلیفورنیا په پوهنتون کې یې زده کړې کړي دي.
ددې فلم په لیکلو کې شپږو مشهورو فلم لیکونکیو ونډه اخیستې ده.
په دې کې شک نشته چې په یو علم کې باید هغه څوک خبرې او لیکنې وکړي چې پوهه پکې ولري، په پردي مسلک کې مداخله ستر جنایت کڼل کیږي.
او دا خو معلومداره خبره ده چې په رسالت فلم کې اکثره بلکې ټول کارکوونکي له شرعي علومو سره هیڅ قسم اړیکي نه لري، نه یې په احکامو پوهیږي او نه په هراړخیزه توګه د نبوي سیرت څخه خبر دي. ددې فلم اکثره کارکوونکي د سینما اداکاران او ممثلین دي، چې د ټولنې په عیش او فسق او فجور کې تر خولې غرق شوی قشر دی. استاذ محمد قطب دا ممثلین ډیر ښه معرفي کړي دي: فلمي اداکاران او اداکارانې هغه کسان دي د اخلاقو پولې یې لا له وړاندې نړولي وي بلکې همدا په اخلاقي پولو پښې اړول یې پخپله ددې فن جوګه ګرځوي، او بیا همدا کسان راځي او زمونږ مطبوعات او رسنۍ ترې ستوري او اتلان جوړ کړي.. او دهمدې تبلیغاتو په برکت زمونږ په ټولنه کې د احترام او درناوۍ درجې ته ورسیږي.
نو تاسو فکر وکړئ که د رسالت د فلم جوړونکیو دا حال وي، څنګه پرې باور کولای شئ چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت او ژوندانه په صادقانه تمثیل کې به خیانت ونه کړي؟؟
په تاریخ کې دروغ ویل ډیر لوی خیانت دی، خو که چیرته د نبوي سیرت او د پیغمبر د ژوندانه تاریخ ته دروغ لار پیدا کړي نو ددې خیانت نه بل ستر خیانت نشته او ددې جرم نه لوی جرم نشته.
نو آیا داسې خلکو نه چې مخکې یې صفات یاد شول طمع کول څومره پرځای دي چې د نبوي ژوندانه ریښتیني انځور به مونږ ته وړاندې کړي؟؟
په دې فلم کې تر ټولو ستره ګناه دا ده چې ځینو کسانو د کفارو رول لوبولی، په داسې حال کې چې مسلمانان دي، او داسې عبارات یې ویلي چې سړی نیغ په نیغه کفر ته رسوي، ددې ترڅنګ ځینو د رسول الله صلی الله علیه وسلم توهین او سپکاوی کړی ځکه چې بیا فلم هومره خوند نه درلود که چیرته دا څیزونه پکې نه وه.
دا خو لا پرېږده چې ډيرې لوڅې لپړې ښځې پکې اوړي رااوړي څه دي چې د صحابه وو زمانه تمثیلوي!!
په دې فلم کې ډیرې بې بنسټه قیصې ځای شوي دي چې هیڅ اصل نه لري، دمثال په ډول کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د مکې نه مدینې ورسیږي خلک یې په ډول او درزا سره هرکلی وکړي، او دا کار په سیرت کې هیڅ ثابت نه دی.
حمزه رضي الله عنه د یو ډیر بې ادبه صحابي په شکل ښکاري چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د جهاد اجازه غواړي.
په دې فلم کې حمزه رضي الله عنه راشي او ووايي چې بندیان مه تړئ په داسې حال کې چې دا خبره کوم اصل نه لري بلکې رسول الله صلی الله علیه وسلم ثمامة د مسجد په ستنې تړلی وه.
د جنګ په وخت ډولونه او دریاګانې وهل کیږي حال دا چې دا د شریعت مخالف کار دی.
په دې فلم کې د تشیع (شیعه ګانو) څرک ډیر لیدل کیږي، خو که چیرته پوه شو چې ددې فلم ډیرکارکوونکي عیسویان دی ښايي ډیرې پوښتنې مو ځواب شي.
دا یو څو لنډ مثالونه وه، که چیرته په دقت وکتل شي په څو چنده نیمګړتیاوې، او دین ته د ضرر رسولو کوښښونه به ترې څرګندې شي.
29.09.2010
مننه کامران صيب ستاسې له معلوماتو څخه، ما فکر کاوه چې ستاسې مطلب به د رسالت په فيلم کې هم کوم ايراني فيلم وي، خو تاسو بالکل يو عيسوي امريکايي فيلم په ګوته کړی چې بله تمع هم ترې نه کېدله !
هغوی د رسالت ټوله دوره په يو څو پيښو او هغه هم په خپله اندتوګه او انګيرنو محدود او رالنډ کړی دی ! ولې د يوسف (ع) په ايراني فلم
کې ايران خپله ټوله اسلامي هڅه په کار غورځولې ده او د تشيع او تسنن له اختلافاتو څخه لرې کيسه يې همدغسې لري انځور کړې ده !
هو که په ځينو اصطلاحاتو کې کلتوري فرق وي وي به لکه ايرانيان د سلام پر ځای
اکثره د درود کلمه کاروي او داسې نور . د رسول اکرم (ص)
په اړه وړاندوينې او ستاينې ،د يعًوب (ع) په وينا سره فلسطين د فلسطينيانو اصلي ټاټوبی او کنعان په بين النهرين کې
د بني اسرائيلو اصلي وطن ښودل يې هم د اوس له پاره يوه ګټوره تاريخي مخينه ده !
فکر کوم د کهف اصحاب او د مريم زهرا صديقې فيلم
هم په ډير ګټور انداز کې وړاندې شوی وي . ايراني اخندان صرف د د رسول اکرم (ص) په اړه ښه فيلم د تشيع د مطلقيت له امله نشي جوړولای،
که نه په نورو اسماني اديانو تاريخي فيلمونو په جوړولو کې بلا کوي بلا !