اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
قصص القران : حضرت يو سوف عليه السلام
ډاکتر وطنمل
21.09.2010
که چا تر اوسه دا فيلم نه وي ليدلی، نو دلته دې پرې تنده ماته کړي :
http://www.youtube.com/watch?v=MURC-rPRBSI&feature=related
كريم كامران
21.09.2010
ډاکټر صیب ډیره مننه خو زه به په دې اړه خپل نظر ولیکم هیله ده خوابدي نه شئ:
فلم مې د یوې دقیقې نه زیات نه دی لیدلی، او نه یې لیدل غواړم.
د الله جل جلاله د پیغمبر تمثیلول د پیغمبر له عظیم شان سره لویه بې احترامي ده.
اصلا زه د اسلامي تاریخ د قصصو په فلمي بڼه له تمثیلولو سره سخت مخالف یم، په ذات کې دا کار کوم ناوړه عمل نه دی، بلکې دا سریالونه چې څوک جوړوي په ډیر دقت سره پکې زیار باسي څو د اسلامي تاریخ لکه څنګه چې ښايي هسې انځور وړاندې نه کړي.
ماته پخپله دصحابه وو تمثیلول هم خوند نه راکوي، د رسالت فلم چې ډیر نوماند فلم دی ما لیدلی، جوړوونکو په ډیره ځیرکتیا هڅه کړې د صحابه کرامو د ژوندانه ناسم انځور وړاندې کړي، په یو ځای کې کله چې د مسلمانانو ژوند په مکه کې تریخ شي، تعذیبونه زیات شي، صحابه کرام له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د جهاد امر وغواړي، خو هغه اجازه ورنکړي، یو صحابي چې ځان حمزه رضي الله عنه بولي د پیغمبر صلی الله علیه وسلم ددې کار په غبرګون کې له غوسې نه ډک یو ډول حرکات کوي،هغه څوک چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته دصحابه وو بې کچې مینې او احترام نه خبر وي پوهیږي چې څومره ستره ګستاخي د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه وو په حق کې شوې ده.
د شیخ الاسلام ابن تیمیة فلم که چا لیدلی وي، په اسلامي تاریخ کې دومره ستر شخصیت یې د یو داسې ځوان په شکل تمثیل کړی چې ږیره یې په فرانسوي طریقه جوړه کړې په اصطلاح فرینچ کټنګ یې کړی.
همداسې د امام النووي، او امام الشافعي رحمهما الله په نامه جوړ شوي فلمونه، چې هم پکې دغو سترو هستیو ته بې احترامي شوې او هم پکې زمونږ د ځلانده ستوریو د پیکه کولو او بې قدره کولو کوښښ شوی.
د صلاح الدین ایوبي فلم وګورئ ډیرې صحنې به وګورئ چې د اسلامي مشرانو د بدنامۍ کوښښ ترې په ډاګه کیږي.
نور هم ډیر مثالونه شته.
او بیا دقرآني قصصو تمثیلول ډیرې نیمګړتیاوې، او لیدل یې ډیر زیانونه لري.
قرآن کریم یو معجز کتاب دی، او تر قیامت ورځې له دې کتاب څخه خلک داسې ارشادات استخراجوي چې له دې مخکې نه وي لیدل شوي، که څوک دقرآن کریم یوه صفحه په تدبر سره بیا بیا تلاوت کړي په هرځل به ترې بېلې بېلې ګټورې فایدې او ارشادات استنباط کړي، په تیره بیا د پیغمبرانو د قصو د تلاوت په وخت کې. د دې قصو تمثیلول او سریالونه ترې جوړول او بیا یې لیدل په یو ډول د انسان ذهن منحصروي، او د قرآني ارشاداتو مستمر استنباط ته د پای ټکی ږدي، بیا که چیرته د یوسف علیه السلام قصه تلاوت کوي فکر یې په هماغو صحنو کې منحصر وي چې په فلم کې یې لیدلي وي، او ذهن یې د تازه ملغلرو د کشفولو پخوانی طاقت له لاسه ورکړی وي، ځکه چې دده په خیال کې اوس د یوسف علیه السلام قصه سرترپایه یو ښایسته هلک، څاه، وروڼه، کاروان، زلیخا، زندان، او.......... ده.
حال دا چې د یوسف علیه السلام په قصه کې دومره بې شمیره حکمتونه نغښتي دي چې که د دنیا ټول فلم لیکونکي هم راجمع شي په تمثیلولو به یې ونه توانیږي.
بناء د یوسف علیه السلام د قصې تمثیل داسې مثال لري لکه چې څوک بحر په کوزه کې ایساروي.
زمونږ یو ډیر محبوب استاذ (الله جل جلاله دې اوږد عمر ورکړي) یوازې د یوسف علیه السلام د سورت په تفسیر کې پوره څلور میاشتې ولګولې، نور تاسو اټکل وکړئ چې څومره حکمتونه، اسرار، او فلسفې به یې له دې قصې راویستې وي، او زه بیا هم متیقن وم چې نوموړي استاذ پکې له ډیر اختصار څخه کار واخیست.
نو آیا غوره دا ده چې د یوسف علیه السلام او نورو پیغمبرانو د ژوندانه د څرنګوالي په اړه مو ذهن لکه د بحر هومره وسیع وي او که د هغو اوبو هومره څومره چې په یوه کوزه کې ځایيږي؟؟
زما له ټولو وروڼو هیله دا ده چې قرآني قصې هیڅکله په تمثیل شوې بڼه ونه ویني،هغه لذت چې د الهي کتاب په لوستو کې دی په لیدو کې یې نشته ښايي حکمت یې هم دا وي چې د قرآن کریم په ګڼ شمیر ایتونو کې دا کتاب د (لیکل شوي، لوستل شوي، کتاب....) په نامه یاد شوی، او تر قیامته به د کتاب په شکل باقي وي. له دې څخه دا په ډاګه کیږي چې د لیک او لوست له لارې د قرآن کریم څخه په ګټه اخیستو کې ډیر حکمتونه، اسرار، او فلسفې پرتې دي.