وطن پال او نور ګټور شعرونه
د خان محمد ستانکزي يو ښکلی غزل
هيواد شېرزاد
27.04.2004
د ځوان شاعر خان محمد ستانکزي يو ښکلی غزل
.......................................... [size=24:e7e41309e4]غزل[/size:e7e41309e4] ....................................
........... ســـــــاغــــر زما نسکور دی او خــمار راغلـی يم
................... چې کم دې په رباب کــــــــې هغــه تار راغلـی يـم
........... د يو ځل په کتو يې سترګو ځان سره بندي کـړم
................... کـــتو تــه د هـــغه خـــــــواږه نـګــار راغـــــلــــی يم
........... ګېډۍ، ګېډۍ وږمې د نارنج ګل د بوي درلېږم
................... پخپــله بـــه دريــاد شـــي چــــې بهــار راغلــی يـم
........... کاغذ به مې د اوښکو بدرګه کــــې درته وايــــي
................... ســـلام تــــه د خـــــــواږه اشـــنا نــثار راغــــــلی يم
........... شېبه به په راحت شم د کابل د مور په غېږ کـــې
................... يم ستړی [color=darkblue:e7e41309e4]ستانکزی[/color:e7e41309e4] لـــه نــنــګــرهـــار راغلـی يم
.
.