اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ
د افغانستان لپاره اسلامي خلافت که اسلامي دولت؟
و.افغان
20.09.2010
محترمو لوستونکو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
لاندينۍ ليکنه مې په فسبوک کې د يوه ورور د پوښتنې په ځواب کې کړې وه، تاسې
سره يې هم شرېکوم.
مننه.
http://www.facebook.com/note.php?saved&¬e_id=433692204284#!/notes/wahaj-safy/d-afghanstan-lparh-aslamy-khlaft-kh-aslamy-dwlt/433692204284
بسم الله، الحمد لله، والصلاة والسلام علی رسول الله وعلی آله وصحبه ومن والاه
د پورتنۍ پوښتنې په اړه ليکونکی نظر لرم چې افغانستان اوسمهال د يوه اسلامي معلوم الحدوده معلوم الهويته دولت جوګه دی، خو د اسلامي خلافت جوګه نه دی.
اسلامي خلافت خپل خصائص او ځانګړتياوي لري، چې مهمه خصيصه يې د اهل الحل والعقد له طرفه د امير ټاکل دي، کوم کار چې د طالبانو په حکومت کې مخکې هم منعدم وو، او بيا هم منعدم ښکاري، په زور په خلکو حکومت کول اسلامي پديده نه شي جوړېدی، مسلمان امير بايد د اهل الحل والعقد د اختيار او بيعت، او بيا د عامو مسلمانانو د بيعت له لارې شرعيت لاس ته راوړي.
اسلامي خلافت کې بايد انتماء او انتساب اسلامي وي، قومي نه وي، قبلي نه وي، وطني نه وي، هر مسلمان ته په کې پرته له قيده او شرطه د اوسېدو حق وي، هره اسلامي ځمکه بايد د هر مسلمان په مخه خلاصه وي، غير مسلمو ته هم په کې د شرعي ضوابطو په رڼا کې د اوسېدو حق وي.د دوه مسلمانانو تر منځ بايد په اساسي حقوقو کې توپير ونشي، مسلمان له کافر سره مساوي ونه ګڼل شي.
محترمو! اسلامي خلافت د تاريخ په اوږدو کې خپل مهم او ضروري خصائص په تدريجي ډول سره له لاسه ورکړيدي، تر څو چې خپله خلافت په کامله توګه له منځه لاړ.د معاوية رضي الله عنه په لاس خلافت په ملک بدل شو، او د توريث لړۍ پيل شوه، دا چې معاوية رضي الله عنه له مطلق سياسي لحاظه په دې کې مصيب وو، که خطا، بېله مسئله ده، سياسي مؤرخين هم مختلف تحليلات لري.د وخت په تېرېدو سره د مسلمانانو د کمزورۍ له امله اسلامي واحده کتله د اسلامي خلافت له وجود سره سره په مختلفو ټوټو وويشل شوه، او په هره ټوټه کې دولتونه رامنځ ته شول، چې په اسلامي تاريخ کې هم د دولتونو په نوم ياد شوي دي، نه د خلافتونو په نوم.په 656 کې د اسلامي خلافت نوم هم له منځه ځي، خو وروسته عثماني ترکان په دې توانيږي چې د الله جل جلاله په فضل او بيا د قوي عزم، ارادې، او عسکري ځواکمنې قوې په مټ يو ناقص الخصائصه خلافت رامنځ ته کړي، البته ډېرو اسلامي قطرونه د مستقلو دولتونو په حيث ورسره همعصره ژوند کولو.له څه مودې وروسته د قوي داخلي عواملو (خارجي عوامل دومره مهم نه وو) له وجهې دغه ناقص الخصائصه خلافت له منځه ځي، او ډېر اسلامي دولتونه ترې ځيږيږي، چې نن په مختلفو وطني، قومي، او ژبني انتماءاتو ويشل شوي دي.محترمو! په داسې پرېشانوونکي واقع باندې مونږ رضامنده نه يو، خو ورسره د تعامل کولو تېښته هم نشو کولای،
دلته ډېره مهمه مسئله دا ده، چې د دې هر اسلامي دولت په راس مسلمانان رؤساء واقع دي، هر دولت کې الحمد لله پوهه او تکړه علماء هم موجود دي، د دې علماوو تقريبا په دې اجماع ده، چې په دې مسلمانانو اميرانو خروج شرعا په کتاب الله او سنت رسول الله کې حرام دی، په دې باره کې دوی په ډېرو صريحو قرآني او صحيحو واضحو او صريحو حديثي نصوصو باندې استدلالات کوي، که څوک خروج د امر بالمعروف تر نامه لاندې کوي، که د اسلامي خلافت تر نامه لاندې، او که تر نورو نومونو لاندې يې کوي، ټول باغيان شمېرل کيږي، او که چېرته له بغاوت سره سره مسلمانان هم تکفيروي، نو په خوارجو ورګډيږي، يا کم نه کم د خوارجو ځينې صفات خپلوي.
تېر قرن هم دا په اثبات رسولې ده، چې د مسلمانانو تر منځ د جنګ جګړې په زور اسلامي خلافت منځ ته نشي راتلای، بلکه اسلامي وحدت نور هم کمزوری کيږي، هغه څوک چې د اسلامي خلافت له نامه څخه د يوه تبليغاتي شعار په حيث استفاده کوي، هغوی هم په بېلا بېلو قطرونو کې روسوا شو، چې د دوی دغه دعوا نه رښتونې ده، او نه حقيقت او واقعيت لري، د مثال په طور تاسې ته، افغانستاڼ مصر، عراق، او سوډان په ګوته کولی شم.له بله اړخه د اسلامي خلافت دغه دعواګر له هر څه مخکې د يوه دولت مسلمان امير ګرېوان ته لاس وراچوي، او هغه سره په جګړه بوختيږي، داسې له هغوی څخه په مسلمانانو کې علم خپرول، پاکه عقيده بيانول، سالمه تربيه، د اطمئنان فضا رامنځته کول، او اسلامي اخوت په ځای پاته وي، او ډېر کرته خپل مسلمان امير حاکم تکفيروي، د هغه ټول دولت تکفيروي، د هغه سره په دولت مسلمان کارکنان تکفيروي، بلکه د تکفير لړۍ ټولو مسلمانانو ته غځوي، بلکه د دولت امير دېته مجبوروي، چې د خپل دولت د ساتنې لپاره آن يوه کافر ته لاس اوږد کړي، په تېر قرن کې مونږ ډېر مثالونه ليدلی شو، چې د سياسي چوکۍ د حاصلولو لپاره د اسلام تر نامه لاندې خوزخښتونو ډېر درانه ګوذارونه وخوړل، او په يوه ځای کې يې هم کاميابي په برخه نشوه، ځکه چې هغوی په نبوي منهج نه وو روان، او نه يې د علماوو ارشاداتو او نصيحتونو ته غاړه ايښودله.له بله اړخه، مسلمانان بدعتونو ټوټې ټوټې کړيدي، لوی مکفر واسع الانتشار بدعت ترفض (تشيع) دی، چې اسلام ته د ډېرو منتسبونو زړونه پرې نجس شوي دي، که چېرې د اسلامي اخوت په نوم ورته له خپلې عقيدې تېرېږې؛ نو خپل اسلام بدلوې، او که نه، نو هغه خو په هيڅ صورت نه تيريږي، ځکه چې د هغوی په رګونو کې د اسلام په وړاندې د مجوسي حقد وينه چليږي.
نو څه کول پکار دي؟ ....... ادامه لري.
آيا واقع ته تسليميدل پکار دی؟
* نه، واقع ته تسليمېدل نه دي پکار، د مسلمانانو تر منځ د پاکې عقيدې، د پيغمبري سنتو علم خپرول پکار دي، د مسلمانانو تر منځ د ورور ګلوۍ فضاء خپرول پکار دي، د مسلمانانو تر منځ د اسلامي انتماء تقويه پکار ده، صفا منابعو قرآن او سنت ته د خلکو رابلل پکار دي، د اسلامي دولتونو تر منځ د هر اړخيزې سياسي او اقتصادي اړيکې جوړول پکار دي، د مسلمان شعب او مسلمان امير تر منځ د اطمئنان او باور فضا پيدا کول پکار دي، دا هر څه په جګړه نه کيږي، دا هر څه د علم په خپرولو کيږي.مونږ ناقصو العقول نه يو، مونږ ځانونه په خوب وهلي يو، مونږ عزم او اراده بايللې ده، له همدې وجهې دغه مأيوسه ځوانان راپورته کيږي، او هلته او دلته په بېځايه ځای کې وينې تويوي.تاسې د نړۍ نورو وړو قومونو ته وګورئ، چې د خپل عزم او قوې ارادې له برکته ډېر مخکې لاړل، ځينې وايي چې: زبر ځواکونه مونږ پرمختګ او اتحاد ته نه پريږدي،،،،، دا خبره صحي ده، خو زبر ځواکونه هيڅوک هم پرمختګ او اتحاد ته نه پريږدي، ،، البته بيا د قومونو ارادې په دغه شوم نيت غالبه کيږي، زمونږ لپاره اوسپنيزه اراده پکار ده.دغه اراده د علم په خپرولو منځ ته راځي، د اطمئنان او باور د فضاء په را منځ ته کولو سره راتلای شي.له دغو کارونو وروسته اسلامي امت د دې جوګه کېدای شي، چې يو اسلامي خلافت ولري.الحق ضالة المؤمن، أينما وجده فهو أحق به.
اروپايي دولتونه له دومره خونړي جنګونو وروسته په دې توانيږي، چې يو اتحاد جوړ کړي، او يوه واحده کرنسي ولري، يو مشترک اقتصادي بازار ولري، يو عسکري مشترک حلف ولري، او امکان دې ولري، چې دغه اوروپايي اتحاد په کونګفدرالي يا فدرالي دولت بدل شي، نو مسلمانان ولې داسې کاميابه هڅه نشي کولی.
محترمو! په زور باندې د اسلامي خلافت راوستلو خبرې له ذهنونو وباسئ، ځکه چې زور په داخل د خپلې اسلامي ټولنه کې په مختلفو نورو څيزونو باندې تفسيريږي.
دا خبرې ټولې په عمومي توګه:
راځم افغانستان ته، آیا افغانستان د اسلامي خلافت جوګه دی؟
نه، جوګه نه دی، افغانستان نه له ديني علم له لحاظه د دې خلافت جوګه دی، نه د عصري علومو له لحاظه ، نه د عسکري ځواک له لحاظه، نه د اقتصادي ځواک له لحاظه، او نه د سياسي ځواک له لحاظه.
:اسلامي، وطني او ملي دولت اوسمهال د افغانانو شرعي او قانوني بلکه ضروري حق دی.
مونږ اسلامي خلافت خوښوو، اسلامي خلافت مو مبتغا او تمنی ده، خو په دا کومه لار چې يي ځمونږ ناپوهه ورونه راولي، هغه لار ترکستان ته تللې ده.
د اسلامي امت علماء هم ورسره په دغې عظيم الشأنې پرېکړې کې هم توافق نه لري،
مونږ حق لرو چې ددنياوالو سره دمتبادل او متقابل احترام په اساس متعارف علیه قيود او شروط ولرو، مونږ داسلامي دولتونو تر منځ حدود غیر اسلامي او داسلامي خلافت ددښمنانو کړنه او تجزيه بولو، خو اوسمهال ورسره تعامل داسلامي خلافت تر قائميدو پورې(چې اوسمهال يي خوب لیدل هم حماقت بولم) بيا يو فرض شوې واقع بولو، چې تيښته ترې مستحيله ده.
داسې نشو کولاي چې افغان دی په هر دولت بند وي، په سپکه دې ورته کتل کیږي، حتا دانساني حقوقو دی هم محرومیږي، پرته له پاسپورټ او ويزې دی ورته بل دولت ته دننوتو اجازه نه وي.
او مونږ دی داسې خلافت رامنځ ته کوو چې دهر دولت مجرم ورته په يو او بل نوم پناه راوړي،دافغانستان پاسپورټونه پرې ویشل کیږي، له دې سربیره دافغان په مسلمان مجاهد ولس په سرنوشت هم لوبي کوي، غیر شرعي کارونه کوي، دتکفیر او خروج اجرامي جهنمي افکار له ځان سره راوړي، ځمونږ پاک مسلمان ولس پرې سیزي، ددی ملمستیا نه په ګټه لوي لوي جرمونه په نورې نړۍ کې تر سره کوي، او مونږ ورسره لاس او ګريوان کوي.
د يو څو اشخاصو د شخصي مصالحو لپاره د يوه امت د يو لوی جزء امن او ژوند په خطر کې اچول کيږي.
دا نه ابوبکري خلافت دی او نه عمري، بلکه يواځې يو حماقت کيدلاي شي او بس.داسلامي خلافت لار دومره آسانه نه ده، لکه څنګه يي چې ځينې تصور لري، اسلامي خلافت لويي لويي علمي او ثقافي پروژي غواړې، داسلامي دولتونو خپلمنځې ژبنې، اعتقادي، مذهبې، او نژادي توپيرونه بايد له مينځه يوړل شي، داسلامي دولتونو دوګړو تر منځ دنفرت ځاي محبت ونيسي.
هر اسلامي دولت يو بل ته متبادل احترام او متقابل درناوۍ ولري.
داسلامي دين دعلماوو او دعصري علومو علما يوه ګډه مشترکه لار سره ومومي، هر اسلامي دولت کوښښ وکړي چې يو قوي ځواکمن اقتصادي او عسکري بنیاد دځان لپاره جوړ کړي، تجارتي اقتصادي اړيکي پياوړې کړي، مشترک تجارتي بازارونه رامنځته کړي، مشترک علمي مراکز پرانیزي، مشترکه پيسه ولري، مذهبي تقارب رامنځ ته شي، شيعه ډلې داهل سنتو په وړاندې له خپلو خرافي نفرت انګیزو عقيدو څخه تير شي، او مقابل کې سنيان دوروولۍ لاسونه وروغځوي.
نو کله چې د القاعدې عرب ځوانان او د هغوی په خبرو غوليدلي افغان ځلمي په افغانستان او نورو ځايونو کې په مسلمانانو باندې د امن فضاء خرابوي، خپل قوت او ځوان ځواک د مسلمان دوژلو لپاره کاروي، مسلمان امير او مسلمانې ټولنې ته د نصيحت پر ځای جګړه ډالې کوي،
د صحي سالمي عقيدې تبليغ نه کوي، علم په خلکو کې نه خپروي، بلکه په خپلو د جهل پردې خوروي، يا ثقافت او تعليم ته هم دپام وړ کار نه کوي، او اسلامي خلافت هم غواړي، نو يا خو به ایراني آخوندانو ته له خپلې عقيدې تيریږي، او يا به په ايران ورتلل، او اسلامي خلافت جوړول له سره باسي، يا به اوزبکستان ته سر ټيټوي، يا به اسلامي خلافت جوړول له سره باسي، په دې چې ترکيه سره له اوسنې علمانيت سره سره بيا هم دخپل سلف پخواني اسلامي خلافت اوږدو غځيدلو ځمکو ته پڅخيږي،اګر که داسلامي نظريي له لارې پرته يي په بله لار لاسته نشي راوړۍ،خو دومره کولاي شي، چې دنورو دنفوذ مخه ونيسي، بلکه دمخې ډب کولو اقدام يي وکړي، ګورۍ نه هر کله چې جنرال دوستم تښتي نو په انقرې ميلمه وي.
ورپسې راتير شۍ، دافغانستان شمال دولتونه او قوقاز کې دنړۍ دوه ستر ملکونه لوي لوي حياتي مصالح لري، هيڅکله به اجازه ورنه کړي، چې داسلامي نهضت ليکې له آمو سيند څخه ورتيري شي، او څنګه به ورتيري شي، چې طالب جان دعصري علومو زده کوونکو ته دځينو فتواګانو او پخوانیو درګیریو په وجه دانسان په سترګه نه ګوري.اګر که الله جل جلاله فرمايي: ولا یجرمنکم شنآن قوم علی ان لا تعدلوا، اعدلوا هو أقرب للتقوی.
له ايران څخه آخوا ورتير شۍ، عرب تر نن ورځې دقوميت او رنګارنګ تعصباتو په نشو داسې مست دي، چې نور خلک ورته هډو انسانان نه ښکاري، هغوي دانګریز په مرسته داسلامي ترکي خلافت بيخ او بنیاد وويست، هغوي به هيڅکله ديته غاړه کینږدي، چې له افغانستان څخه مشر ملا صاحب ورشي، او دهغوي هيوادونه دي قبضه کړي.په دې هر څه سربیره يي حاميانو ترې لوي لوي دفاعي کمربندونه تاو کړي دي، هغوي به هيڅکله پرينږدي چې څوک يي اقتصادي مصالحو ته ضرر ورسوي.ډیر لیرې لاړم، پاکستان مې هير شو، په پاکستان کې دطالبي فکر مخالف خلک په ځاي پريږدم، هغه خلک يي چې له طالبانو سره ودريږدي، نو داسلامي خلافت لپاره نه ودريږي، بلکه هغوي خپله په اسلامي خلافت هډو ايمان نه لري، او نه به ددې کوښښ وکړي، چې خپل وطن پاکستان کې اسلامي خلافت منځ ته راولي، بلکه دټولو هغو هڅو مخه به همډب کوي، کومې چې داسلامي خلافت منځ ته راتلو ته لار هواروي.
ځکه خو هغوي یواځې په افغانستان کې تش داسلامي خلافت په نوم دخپل ځان لپاره تور بازار خلاصوي، چې اوس يي له لاسه هندوانو او ایرانيانو وړې دی.
خلاصه دخبرې:که چیرته مخکنې شروط چې ډیر اوږمهاله کار غواړي، رامنځ ته شي، نو بيا ممکنه ده چې اسلامي دولتونه خپل منځ کې سره نور نزديکت هم پيدا کړي، يو داسې اتحاد جوړ کړاي شي، لکه اروپايانو چې جوړ کړی دی، يا مخکې شورويانو جوړ کړی وو، او يا خپله داسلامي ملکونو کانفرنس (المؤتمر الاسلامي) دومره تطور وکړي، چې په يوه قوي اتحاد بدل شي.بيا دغه اتحاد دیادو شوو تګلارو په مټ دومره ځواکمن کيداي شي، چې يو اسلامي ځواکمن خلافت وځيږوي، چې دستور به يي دالله جل جلاله کتاب او ګران نبي اکرم صلی الله علیه وسلم سنت وي.
له دی پرته دزور کارول او هر چا سره ډغره وهل هيڅ ګټه نه لري، نن صبا هر دولت له خپلو حدودو په زرګونه کيلومټره لرې واټن کې هم دخپلو مصالحو دفاع کوي.
تاسو وليدل چې عراق يو لوي طاقت وو، چې فکر کوم په نړۍ کې څلورم طاقت شميرل کیده، ښه مجهز او په هر رنګه وسلې سمبال فوځ يي درلود، خو دصدام رحمه الله ديوه کوچني حماقت له وجهې دهغه فوځ، دولت، ولس او هر څه له منځه لاړل.نو راځۍ دچتکو خوبونه پريږدو او دحقیقت دنيا ته راشو، خپل ځان او خپل حدود وپيژنو خپل دينې و جایب وپيژنو، وطن وپيژنو، خپل ملت وپيژنو، او خپل ملي مشروع حق وپيژنو، خپل لار او خپل مسیر وپيژنو.
* افغانستان دهر مسلمان افغان وطن دی، او هر افغان بچې په دی پاکه مبارکه خاوره لکه دنورو افغانانو په څير دعزت او پت زندګۍ حق لري، بايد له خپلو حقه حقوقو څخه برخمن شي، هغه که پښتون وي، که هزاره وي، که اوزبک وي او که تاجیک، او که دنورو درنو افغاني قومونو بچې وي.
* وروستۍ خبره مې داده، چې په افغانستان کې دښکيلاګرو په وړاندې مقاومت ځمونږ شرعي، اسلامي، وطني، او ملي مقاومت دی، شريک په کې غازي دی، مړ په کې شهید دی، الحمد لله ورځ تر ورځې پياوړې کیږي، الله جل جلاله دی نور هم پياوړې کړي، خو دمقاومت رهبريکوونکې دی دومره پوه شي، چې اوس مرحله کې ځمونږ لپاره يوه سوچه افغاني آزاده مستقله، معلوم الحدوده، معلوم الهويته اسلامي واکمني بس ده، که چېرته دمثال په طور وتوانيږو د سعودي غوندې يو اسلامي حکومت رامنځ ته کړو، نو دا زمونږ غټه کاميابي ده، اګر په داسې حکومت رامنځ ته کولو هم باور نه لرم، ځکه چې مونږ پوه کادر نه لرو، 35 جګړه کې له اخه توخه غورځيدلي يو، خو بيا لا يکلف الله نفسا الا وسعها.
* نو باید دهمدې مرحلې مطابق ګامونه پورته کړو، او داسلامي خلافت يا امارت خوبونه داوس لپاره له ذهنونو څخه وباسو.
عادل عادل
21.09.2010
سلامونه
زړه ته رانژدې وهاج صیب
پورتنئ لیکنه د عربی ټوټې ټوټې شوې جزیرې پر سر د اوسنیو حاکمانو د لنډمهال واک د دوام او تحفظ لپاره پر ځای ده خو ګټه يې مطلوب ته نه بلکه د فارس د امپراتورئ د چټک خدای مکړه بیا احیا ناولي مسیر ته رسي.
د لیکنې په لړ کې د محالاتو متوقعه پیښیدل شوني یاد شوي دي خو په خوب لیدلو یې د حماقت اطلاق شوئ دی چې کیدای شي نوموړی اطلاق زما په ګډون میلیونونو مسلمانانو ته شامل وي ....... (ګیله مندي)
و.افغان
21.09.2010
محترم عادل صاحب:
وعليکم السلام ورحمة الله وبرکاته.
ګران عادل صاحب:
اسلامي خلافت زما په شمول د ټولو مسلمانان د زړونو غټ ارمان دی، تاسو ښاغلي به ضرور
ډېرو اسلامي هيوادونو ته سفرونه کړی وي، له ډېرو ستونځو سره به ضرور مخ شوي
اوسئ، په دې به هم 100٪ متيقن شوي اوسئ، چې د دغو ستونځو، او کړاوونو سبب
د اسلامي خلافت انعدام دی، تر افغانستان پورې ستا محدود هويت به ته له ډېرو
هغو امتيازاتو محروم کړی يې، چې ته يې شرعا او دينا مستحق يې، په دغه وخت کې
به ډېر دردېدلی هم يې، د اسلامي خلافت ارمان به دې هم کړی وي.
محترما! زه هم له دغو حالتونو او ستونځو سره مخامخ شوی يم، لا ورسره لاس او
ګرېوان يم، ستا غوندې دردېږم، زما د وطن پوهه او رسېدلی عالم ته د نورو د بې سواده
چوړيانو هومره حيثيت هم نه ورکول کيږي.
زما زړه هم د اسلامي خلافت ارمان کوي.
خو واقع بل څه دی؟ خبره ځانته په خېټورو مشرانو کې نه ده، خبره په هغو خواصو کې
ده چې بايد مسلمانان يې له ځان سره د يوه مسلمان په توګه ولري، خو متأسفانه چې
نن په اسلامي ټولنو کې شبه منعدم دي.
د داسې مسلمانانو په لاسونو اسلامي خلافت جوړول او راوستل شبه مستحيل کار دی،
د خوب ليدلو څخه مې موخه زجر او مبالغه وه، او له خپلو ورونو يوه غوښتنه وه
چې د خيالونو له نړۍ څخه راووځي، که نه، د هغه چا په رګونو کې چې مسلمانه وينه
چليږي، هغه به ضرور د اسلامي خلافت ارمان کوي.
الله جل جلاله مهربانه دی، چې داسې يو جيل رامنځ ته کړي، چې هغه د دې جوګه وي،
چې اسلامي خلافت د هغوی په لاسونو استوار شي، لکه څنګه يې چې له جهاد څخه
د قاعدينو بني اسرائيلو په نسل کې داسې جيل رامنځ ته کړل، او هغه څه يې پرې پوره
کړل، چې په نيکونو يې د کولو همت نه وو، او د الله جل جلاله رالېږل شوی پيغمبر
يې داسې ځواب کړ:
اذهب أنت وربک فقاتلا، اننا هاهنا قاعدون.
[quote:2cd30a7068="عادل عادل"]سلامونه
زړه ته رانژدې وهاج صیب
پورتنئ لیکنه د عربی ټوټې ټوټې شوې جزیرې پر سر د خیټورو حاکمانو د لنډمهال واک د دوام او تحفظ لپاره پر ځای ده خو ګټه يې مطلوب ته نه بلکه د فارس د امپراتورئ د چټک خدای مکړه بیا احیا ناولي مسیر ته رسي.
د لیکنې په لړ کې د محالاتو متوقعه پیښیدل شوني یاد شوي دي خو په خوب لیدلو یې د حماقت اطلاق شوئ دی چې کیدای شي نوموړی اطلاق زما په ګډون میلیونهاوو مسلمانانو ته شامل وي ....... (ګیله مندي)
ارمان چې ستاسو علم زما سره وای ......... (بخیل او حسود مې و نه ګڼئ)[/quote:2cd30a7068]
نفيسه جلال
21.09.2010
[quote:2434d2465d]د دې علماوو تقريبا په دې اجماع ده، چې په دې مسلمانانو اميرانو خروج شرعا په کتاب الله او سنت رسول الله کې حرام دی، په دې باره کې دوی په ډېرو صريحو قرآني او صحيحو واضحو او صريحو حديثي نصوصو باندې استدلالات کوي، [/quote:2434d2465d]
وهاج صافي ووروره خوکه څوک وغواړي چې ځینی منکرات له مینځه یوسي او حکومتونه هغه منکراتو ته نوره هم لمن وهي بیا څه فکر کوۍ مثلا آیا ددی مبارک حدیث په تطبیقولو کی په اوس وخت خلک نه مجبوریږي چې ستاسو د علماوو په اصطلاح (بغاوت) وکړي:
مشرکان د جزیره العرب نه وباسۍ. الحدیث.
تاسو څه وايۍ؟
كريم كامران
21.09.2010
وهاج صاحب زه درسره تریوه حده موافق یم، خو دا چې تاسو د اسلامي خلافت بیا راژوندي کیدنه یوازې د علم په خپرولو کې محدودوئ، زه پکې درسره اتفاق نه لرم.
اسلامي خلافت لکه څنګه چې د وینو په توییدلو ړنګ شوی، د وینو په توییدلو په بیا راژوندی کیږي، د اسلامي خلافت په مړو شویو غړو کې به ترهغه پورې د بیا ژوندون ساه ونه چلیږي چې د مختلفو توکمونو او مختلفو نژادونو مسلمانانو وینې سره ګډې نه شي او په یو ځای تویې نه شي.
لیرې به نه ځو، درې څلور لسیزې وړاندې چې خلکو د اسلامي خلافت احیاء یوازې د علم په خپراوۍ غوښته، هغه مهال په مسلمانانو کې د یوه جسد شعور په کومه کچه وه او له هغه وروسته چې د اسلامي خلافت د احیاء لپاره وینې تویې شوې، سرونه نذرانه شول اوس د یوه جسد شعور (چې د اسلامي خلافت د احیاء بنسټیز اصل دی) کومې کچې ته رسیدلی؟؟ معلومداره خبره ده چې د همدې وینو او قربانیو برکت دی چې د اسلامي خلافت د احیاء هیله له مستحیلاتو څخه ممکناتو ته راټیټه شوه، نن ورځ د یوې ژبې ویونکی مسلمان د بلې ژبې ویونکی مسلمان تر پخوا زیات خپل عقیدوي ورور بولي،په اسلامي نړۍ کې د پخوا په پرتله نن ورځ ژبني، سمتي، او نژادي توپیرونه ډیر راکم شوي دي، البته حکومتونه له دې څخه مستثنی دي حکومتونه د خپل مقام او منصب د تقویې په غرض سمتي او ژبني توپیرونو ته لمن وهي، خو په ولسونو کې وروسته له هغه چې د اسلامي خلافت د احیاء لپاره وینې تویې شوې د اسلامي ورورګلوۍ شعور ډير پوخ شوی، چې همدا د اسلامي خلافت په احیاء کې لومړنی اساسي قدم دی.
وهاج صاحب زه نه پوهیږم چې ستاسو په قاموس کې اسلامي ورورګلوي څنګه تعریفیږي؟، له یوې خوا د اسلامي وروګلوۍ دتقویې خبره کوئ او له بلې خوا که چیرته په افغانستان کې یو مسلمان وژل کیږي، د مسلمان مال او ناموس په خطر کې لویږي، او د کفارو په بمونو کې روزمره کورونه ورانیږي، او د اسلامي خاورې په یو جزء د کفارو لخوا وسلوال تیری کیږي، او بیا د افغانستان د مسلمان د مرستې لپاره یو عرب مسلمان د اسلامي ورورګلوۍ د جذبې له مخې راوړاندې شي تاسو یې دا عمل د امن د تهدیدونکي په نامه غندئ، زه نه پوهیږم چې تاسو د کومې اسلامي وروګلوۍ خبره کوئ؟ هغه اسلامي ورورګلوي چې یوازې د سیاسیینو لخوا په پریس کانفرنسونو کې وخت په وخت اعلانیږي، خو که چیرته د عمل په ډګر کې کافر وغواړي یو مسلمان ووژني یا ژوندی ونیسي هماغه د اسلامي ورورګلوۍ داعي یې د وژلو لپاره ترهرچا وړاندې نړیوالو قوانینو ته د احترام په نامه مړی یا ژوندی کفارو ته تسلیموي!!! ایا تاسو داسې اسلامي ورورګلوي غواړئ چې په افغانستان ، عراق، او فلسطین کې دې د مسلمانانو ښځې او ماشومانو حلالیږي خو په ګاونډ او اسلامي نړۍ کې یې تش په نامه مسلمانان وروڼه سیل کوي؟؟
باور وکړه وهاج صاحب چې په دې خبره مې سخته ګیله درڅخه وشوه چې طالب مو د عصري علومو د زده کوونکو په دښمن یاد کړی، باید ووایم چې وهاج صاحب که چیرته تاسو طالبان (د یوې مفکورې په توګه) وپیژندل ښايي د اسلامي خلافت او اسلامي ورورګلوۍ د بیاراژوندي کیدو په اړه پورتني تحلیل کې له سره تجدید النظر وکړې او خپلو ډیرو موجوده اعتقاداتو کې نرمي راولئ.
شاید د مشر ملا صاحب په هکله لکه څنګه چې تاسو ویلي د عربي حکمرانانو دریځ به همدا وي چې مشرۍ ته به یې په هیڅ قیمت غاړه کینږدي خو د عوامو په هکله که چیرته لږه څیړنه وکړئ ښايي دومره قاطع جزم ونه کړئ او دومره په زغرده دا احتمال رد نه کړئ.
وهاج صاحب تاسو ډیر زیات ټینګار کوئ چې خوبونه پریږدو او حقیقي دنیا ته راشو، خو دا داروپايي اتحادیې خبره دې ماته خوب ښکاري، د اروپايي اتحاد نسخه دې په اسلامي هیوادونو کې کاملا ناچله ده، او د تطبیقولو لپاره هلې ځلې یې د وخت ضیاع ده، د اسلامي نړۍ د موجوده حکمرانانو اوسنیو پالیسیو او تصرفاتو ته په پام سره له دوی څخه د اروپايي اتحاد په څیر د راغونډیدلو، او داچې بیا به واحده کرنسي هم ولري، توقع -ستاسو په اصطلاح- حماقت دی، اسلامي واکمنانو او په ځانګړي توګه عرب مشرانو ته به په هیڅ قیمت امریکا اجازه ورنه کړي چې د یووالي او اتحاد خوب وویني، تطبیق خو یې د فیل په غوږ کې د ویده انسان خوب ګڼل کیږي. له موجوده اسلامي واکمنانو څخه د یووالي تمه داسې معنی ده لکه له اوباما چې څوک تمه ولري چې مسلمانان به په یو واحد محور راغونډ کړي.
په پای کې به په لنډ ډول درته ووایم چې که چیرته د سعودي په څیر د امریکا غلام زعامتونه په همدې حال پاتې وي، په یو اسلامي هیواد باندې د کفارو بربنډ نامشروع تیری د امریکا له ډاره لږترلږه غندلی هم نه شي، مرسته او حمایه یې پرځای پریږده، له داسې لاسپوڅو واکمنانو څخه د مسلمانانو د اتحاد او اتفاق د راوستو هیله محض خوب او خیال دی او د حقیقت په دنیا کې هیڅ وجود نه شي درلودلی.
او که چیرته د طالبانو په څیر اسلامي تحریک په خپلو اسلامي مبادئو باندې لکه د اوس په څیر منګولې خښې وساتي، د افغان ، او غیر افغان مسلمان تر مینځ په مساوات لکه داوس په څیر ټینګ ولاړ وي، کافر ته د مسلمان تسلیمول که څه هم افغان هم نه وي د اسلامي ورورګلوۍ سره په ټکر کې بولي، هر هغه مسلمان چې په زړه کې یې د اسلامي اخوت جذبه څپڅپانده وي او غواړي د افغان مسلمان ورور دخاورې څخه له هغه سره اوږه په اوږه په سنګر کې وجنګیږي، هغه ته د زړه له تله ښه راغلاست وايي، د اسلام څخه ددفاع په سنګر کې د افغان، عرب، تاجیک، ازبک او نورو ژبو ویونکو مسلمانانو وینې تویې او ګډې شي، او د افغانستان، عراق، فلسطین قضایا د اسلامي امت قضایا وګڼل شي، نو په تاکید سره ویلی شم چې ددې خبرې احتمال ډیر زیات دی چې په نژدې یا لیرې راتلونکي کې به په اسلامي خلافت باندې د هر بادرده مسلمان سترګې یخې شي.
په ګران هیواد کې د اسلامي امارت (خلافت) د قیام په هیله
و.افغان
22.09.2010
محترم كامران صاحب:
ستاسې د پوښتنو ځوابونه به وروسته وکړم.
خو مخکې له هغه تاسې ماته د اسلامي خلافت تعريف او خصائص وړاندې کړئ، او چې
افغانان څرنګه کولای شي، چې دغه خلافت رامنځ ته کړي، يوه واقعي تطبيقي ښکاره
تګلاره غواړم.
په درنښت
23.09.2010
السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !
درنو ګډونوالو،
د طالبواکۍ په ٥ کلنه دوره کې اسلامي خلافت معرفي نشو چې په اوسنۍ زمانه کې اسلامي خلافت يعنې څۀ، هدف، لارې، ميتود
امکانات ، ګټې او مشکلات يې يې ونۀ شنل شول ، صرف افغانستان ته يې د آماراتو نوم ورکړ ،لمونځونه ، ږيرې او پينسو لنډول يې جبري
او موسيقي يې منع کړه ! په نورو اسلامي هيوادونو يې هېڅ ډول مثبت او هڅونکی اغيز ونه موندۀ، خو هر څه چې وو د افغانستان له سرنوشت
سره له پاکستان او القاعدې پرته چا کار او علاقه نه درلودله . تر څو چې افغانستان د جهان له سرنوشت سره خپله علاقه د ١١ سپتمبر په بريد
سره وښودله او نړيوال تعامل ورسره پيل شو چې تر نن ورځې لا دوام لري !
د پاکستان علاقه د افغانستان د اسلامي امارت سره د جو لا غوندې صرف تر خپل موږي پورې لنډه منډه ده او هغه اوس هم وهي :
پنجابيان په سيمه کې تر ټولو زيات نفوسه قوم دی ، په اسلامي خلافت کې به هم د اکثريت له مخې په سيمه کې خپله واکمني خوندي ساتي ،
سرحدونه به د پاکستان په ګټه له منځه وړي او د هند پر ضد به خپلونادودو ته سيمه ييز ځواک او رجحان لټوي ، که عربو ته د خلافت غځول
وهم غواړي، نو د عربي مرستو ، بازار ، ملاتړ او ډول ډول امتيازاتو ناوې بهېدل به د پاکستان په لورې مخکې له مخکې تضمين شوي او تآمين شوي
غواړي . نو د لويديځ له اقتصادي مرستو او سياسي ملاتړ څخه پاکستان هغه وخت ځکه تيريږي چې د اسلامي نړۍ مرستې او سياسي ګټې به
ورته لا زياتې تماميږي . او کولی شي چې هند او افغانستان ته تر نن لا زيات سياسي زيان واړوي، لکه اوس چې يې د امريکايانو د بريد په ملاتړ کې
افغانستان ته نه ختمېدونکی زيان واړاوۀ او ددې له پاره چې دا زيان د لويديځ په مرستو جبيره نکړای شي ، کومه جبيره چې اشغالګر يې هم نه غواړي،
نو په ګډه يې پرې جنګ تحميل کړی او غځولی هم دی ! په اسلامي خلافت کې به هم
صرف پاکستان ، عرب او ځينې نور مطرح وي، خو پښتنو ته به
د پخواني خلافت په څير صرف د جګړو له پاره په پوځ کې په يو څو قوماندانانو د راټولېدلو چانس موجود وي او بس !
هويت، وطن، قام او ملت، کلتور ، ژبه .... هر څه به پردي وي ، د جنت ژبه به عربي ، د اعراف به اوردو او فارسي او ددوزخ منفوره به پښتو ګڼل کيږي !
يو څو پښتنو موليانو
ته چې ټول عمر يې د عربي په زده کولو [color=yellow:bd498cf212]ځانونه وژلي وي، [/color:bd498cf212]ايله په بيله د انسان په نظر کتل کيږي ، نور ټول پښتانه به د خرو او مرکبو
جاهلانو د ګلې په ډول [color=white:bd498cf212]ددوی په واسطه څرل ، ساتل او کارول کيږي ! [/color:bd498cf212]
خو بر عکس که په ټولو اسلامي هيوادونو کې لومړی اسلامي امت واکي پلې شي،
د امت واکۍ انقلاب تر سره شي ، په کوم کې چې د سفو خلفاو ددورې ټولې ښېګڼې عملي شي، نو بيا کيدای شي
د ا ُمَتواکه اسلامي هيوادونو ترمنځ لکه څنګه چې وهاج صيب چې يې وړانديز کوي د يوۀ ټولګړي اسلامي اتحاد رامنځته شي په کوموکې چې
د ولسونو ادغام نه، بلکې د فرد فرد، ملت ملت او هيواد هيواد داخلي واکمنۍ او استقلاليت تامين وي او يواځې د بهر خواته يو سياسي، پوځي اتحاد او په خپلو منځو کې اقتصادي همکاري وي او بس!
ومن الله التوفيق !
كريم كامران
23.09.2010
[quote:cdcd34e1b6="وهاج ساپی"]محترم كامران صاحب:
ستاسې د پوښتنو ځوابونه به وروسته وکړم.
خو مخکې له هغه تاسې ماته د اسلامي خلافت تعريف او خصائص وړاندې کړئ، او چې
افغانان څرنګه کولای شي، چې دغه خلافت رامنځ ته کړي، يوه واقعي تطبيقي ښکاره
تګلاره غواړم.
په درنښت[/quote:cdcd34e1b6]
ساپی صاحب دا صحیح ده چې هیڅکله به هاغسې اسلامي خلافت رامنځته نه شي کوم چې په خیرالقرون کې تیر شوی دی. دا په حدیث ثابته ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: تر ټولو بهترینه پیړۍ (قرن) زما قرن دی، بیا ورپسې هغه دی چې له دې نه وروسته راځي، او بیا ورپسې هغه چې ددې دواړو قرونو پسې راځي.
نو معلومداره خبره ده چې اوسیدونکي هم دهمدې قرونو بهتر وه، او هغه خلافت چې ددوی په لاس منځته راغلی وه هم دراتلونکیو ټولو خلافتونو څخه بهتر وه. نن ورځ هیڅوک نه شي کولای د هغسې خلافتونو د راوستو دعوه وکړي کوم چې په خیر القرون کې تیر شوي دي. خو په دې خبرې زمونږ ذمه نه فارغیږي، مونږ مکلف یو چې د خلافت د قیام لپاره هلې ځلې وکړو، او ترخپلې وسې یې د خیر القرون له خلافت سره یو شان کړو.
تاسو وګورئ دامویانو خلافت دصحابه وو په څیر نه وه، دعباسیانو خلافت دامویانو په شان نه وه، او دعثمانیانو له خلافت څخه پخواني ټول خلافتونه غوره وه.
نو وهاج صاحب که چیرته مونږ دپخوانیو خلافتونو د قیام جوګه هم نه یو، داسلامي خلافت قیام زمونږ فریضه ده.
مونږ باید دهر هغه جدوجهد ستاینه او لاسنیوی وکړو چې لږترلږه د اسلامي خلافت داحیاء ارمان او هیله په زړه کې لري، هو دا بېله خبره ده آیا لکه څنګه چې لازمه ده هغسې خلافت راوستل په اوس وخت کې شونی دی که نه؟؟
په درنښت
و.افغان
23.09.2010
دا د بايد، کوښښ وکړو، داسې وشي، او ورته نورې خبرې ټولې زه درسره منم.
خو آيا تاسې يا نور څوک زما لپاره اوسمهال په افغانستان يا ګاونډ کې د اسلامي
خلافت نقشه وړاندې کولی شي.
مهمه نه ده، چې د خلفاوو راشدينو يا نورو سابقينو غوندې وي.
[quote:ded7ee3c51="كريم كامران"][quote:ded7ee3c51="وهاج ساپی"]محترم كامران صاحب:
ستاسې د پوښتنو ځوابونه به وروسته وکړم.
خو مخکې له هغه تاسې ماته د اسلامي خلافت تعريف او خصائص وړاندې کړئ، او چې
افغانان څرنګه کولای شي، چې دغه خلافت رامنځ ته کړي، يوه واقعي تطبيقي ښکاره
تګلاره غواړم.
په درنښت[/quote:ded7ee3c51]
ساپی صاحب دا صحیح ده چې هیڅکله به هاغسې اسلامي خلافت رامنځته نه شي کوم چې په خیرالقرون کې تیر شوی دی. دا په حدیث ثابته ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: تر ټولو بهترینه پیړۍ (قرن) زما قرن دی، بیا ورپسې هغه دی چې له دې نه وروسته راځي، او بیا ورپسې هغه چې ددې دواړو قرونو پسې راځي.
نو معلومداره خبره ده چې اوسیدونکي هم دهمدې قرونو بهتر وه، او هغه خلافت چې ددوی په لاس منځته راغلی وه هم دراتلونکیو ټولو خلافتونو څخه بهتر وه. نن ورځ هیڅوک نه شي کولای د هغسې خلافتونو د راوستو دعوه وکړي کوم چې په خیر القرون کې تیر شوي دي. خو په دې خبرې زمونږ ذمه نه فارغیږي، مونږ مکلف یو چې د خلافت د قیام لپاره هلې ځلې وکړو، او ترخپلې وسې یې د خیر القرون له خلافت سره یو شان کړو.
تاسو وګورئ دامویانو خلافت دصحابه وو په څیر نه وه، دعباسیانو خلافت دامویانو په شان نه وه، او دعثمانیانو له خلافت څخه پخواني ټول خلافتونه غوره وه.
نو وهاج صاحب که چیرته مونږ دپخوانیو خلافتونو د قیام جوګه هم نه یو، داسلامي خلافت قیام زمونږ فریضه ده.
مونږ باید دهر هغه جدوجهد ستاینه او لاسنیوی وکړو چې لږترلږه د اسلامي خلافت داحیاء ارمان او هیله په زړه کې لري، هو دا بېله خبره ده آیا لکه څنګه چې لازمه ده هغسې خلافت راوستل په اوس وخت کې شونی دی که نه؟؟
په درنښت[/quote:ded7ee3c51]
27.09.2010
کامران صيب پر حای ليکي :
[quote:338414881d]ساپی صاحب دا صحیح ده چې هیڅکله به هاغسې اسلامي خلافت رامنځته نه شي کوم چې په خیرالقرون کې تیر شوی دی. دا په حدیث ثابته ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: تر ټولو بهترینه پیړۍ (قرن) زما قرن دی، بیا ورپسې هغه دی چې له دې نه وروسته راځي، او بیا ورپسې هغه چې ددې دواړو قرونو پسې راځي. [/quote:338414881d]
خو په ياد شوي مبارک حديث کې دخلافت کلمه هم نه ده ذکر شوې بلکې د پيړيو پرتله ده او بس !
خو په لاندې جملو کې خلافت بالکل د پرتله شويو پيړيو پورې تړل شوی دی :
[quote:338414881d]نو معلومداره خبره ده چې اوسیدونکي هم دهمدې قرونو بهتر وه، او هغه خلافت چې ددوی په لاس منځته راغلی وه هم دراتلونکیو ټولو خلافتونو څخه بهتر وه. نن ورځ هیڅوک نه شي کولای د هغسې خلافتونو د راوستو دعوه وکړي کوم چې په خیر القرون کې تیر شوي دي. [/quote:338414881d]
خو کامران صيب خپلې اندتوګې ته وفادار نه پاتې کيږي او په ٢١ -مې پيړۍ کې د ٧ -مې پيړۍ خلافت ته هڅه غواړي :
[quote:338414881d]خو په دې خبرې زمونږ ذمه نه فارغیږي، مونږ مکلف یو چې د خلافت د قیام لپاره هلې ځلې وکړو، او ترخپلې وسې یې د خیر القرون له خلافت سره یو شان کړو. [/quote:338414881d]
ايا نوموړي تاريخي مشخص قرنونه او اړونده خلافتونه سره لازم او ملزوم نه وو ؟؟؟؟
که وو، نو د اوسني لازم ٢١ قرن سره د راشدينو ملزوم خلافت څرنګه تړلی شو ؟؟؟؟؟
آيا لازمه نه ده چې لومړی همغه ٧ -٨ پيړۍ رامنځته کړو او بيا يې ورسره ملزوم خلافتونه رامنځته کړو ؟؟؟؟؟؟
آيا دا کار کولی شو(؟) تاريخ تکرارولی شو ؟ د رسول اکرم ، يارانو او نورو اصحابانو ژوند او شرايط يې له ټولې Complexity سره دپېړۍ
په توګه رامنځته کېدای شي ؟؟؟؟؟ که نه، نو لازم پرته ملزومات =خلافتونه يې څنګه ممکن بللی شئ ؟؟؟؟ آيا له خيرالقرون پرته خيرالخلافت امکان لري ؟؟؟؟؟
او که پخپله يې هم ناممکن بولئ او بيا هم هڅه ورته اړينه بولئ نو دا
د چتکي هغې تهور او قهرمانۍ ته نه پاتې کيږي (؟) چې د شپې په ځاله کې په دې خيال پښې آسمان ته نيسي او ويده کيږي چې که اسمان راولويږي
نو په خپلوپښو به يې ټينګ کړم !
برعکس مونږ بايد د خپلې پيړۍ له شرايطو سره سم ممکنه بهترينه اسلامي ټولنه جوړه کړو او لومړی د خپلې روانې پيړۍ د تحليل او شننې په فکر کې شو
او لکه د تاريخ په بحر او بير کې د موجودوڅپو،
طوفانونو او ننګونو مطابق د ٢١ پيړۍ له غوښتنو سره سم يوه غښتلې اسلامي بيړۍ په عصري تخنيک عياره جوړه کړو
او د هدف ساحل ته پرې د پوروتلو هڅۀ وکړو ! نو لومړی د ٢١ پيړۍ غوښتنې تشخيص کړئ او اوږده لستونه يې جوړ کړئ
چې اوسنۍ غوښتنې څشی دي (؟) او بيا په اسلامي چوکاټ کې ورته د حل لاره پيدا کړئ او بيا نو بسم الله کړئ ، په دې لاره کې د ټول اسلامي
امت سره په ګډه عملي ګامونه پورته کړئ ! او که نه ، نو خدای او قران ته وګورئ نور مو دې بېځايه خيال پلوونو ته د پای ټکی کيږدئ او
د مسلمانانو وخت نور مه عبثوئ ! هغوی پرېږدئ چې خپله اسلامي ژوند لار پخپله پيدا کړي او ستاسو په تشو وعدو تير نه وځي ،
خپل او د ټولنې ژوند پيځايه تباه نکړي !
ومن الله التوفيق !
كريم كامران
27.09.2010
[quote:05a83ff40e]خو په ياد شوي ړ مبارک حديث کې دخلافت کلمه هم نه ده ذکر شوې بلکې د پيړيو پرتله ده او بس ! [/quote:05a83ff40e]
د پیړیو پرتله څنګه صورت نیسي؟؟ آیا د یوې پیړۍ مافیها د بلې پیړۍ له مافیها سره پرتله کول نه دي؟؟ آیا د یوې پیړۍ خلک دبلې پیړۍ له اوسیدونکیو سره پرتله شوي نه دي؟؟ نو هرکله چې د صحابه وو پیړۍ بهتره وګرځول شوه ددې معنی دا شوه چې اوسیدونکي یې بهتر دي، او هرکله چې اوسیدونکي یې بهتر شول اعمال یې هم بهتر شول ځکه چې دخلکو دبهترۍ معیار عملونه دي او معلومداره خبره ده چې خلافت یې هم بهتر شو.
که داسې نه وي تاسو ماته (۷) اومه پیړۍ او (۲۱) یوویشتمه پیړۍ څنګه پرتله کوئ؟؟ آیا داسې یې پرتله کوئ چې هغه په (الف، واو، میم، هـ) لیکل کیږي او دا په (ي، و، و، ي، ش، ت، م، هـ) لیکل کیږي؟؟؟ آیا فرق یې همدا دی؟؟ او که نه تاسو څنګه دواړه تفریق او پرتله کولی شئ؟؟
دا دې یوه.
بله دا چې پتوال صاحب محترمه! کټ مټ د صحابه وو په شان دخلافت راوستو دعوه هم چا نه ده کړې! وهاج ساپی صاحب د اسلامي خلافت قیام له مستحیلاتو څخه ګڼي، ما په ځواب کې لیکلي : هو مستحیل دی خو دصحابه وو خلافت، ځکه زمونږ ایمانونه د هغوی دایمانونو غوندې نه دي، دهغوی په مینځ کې د ځمکې په سر ترټولو غوره شخصیت اوسیده، او الله تعالی ورته دځمکې په سر ترټولو غوره ملګري پیدا کړي وه، نو طبیعي ده چې دهغوی په لاس ودریدلی خلافت به دځمکې په سر ترټولو غوره خلافت وي او هیڅکله به هغسې خلافت رامینځته نه شي کوم چې هغوی رامینځته کړی وه.
خو که چیرته مونږ دپخوانیو خلافتونو د قیام جوګه هم نه یو، داسلامي خلافت قیام زمونږ فریضه ده.
ددې لپاره چې خبره مې ښه واضحه کړي وي ددې بل مثال داسې دی لکه یو څوک ووايي مونږ به هیڅکله په لمونځ او روژه او عبادت کې صحابه وو ته ونه رسیږو، نو آیا دا خبره ددې دلیل کیدی شي چې په لمانځه او عبادت کې سستي کړو؟؟
یا مثلا څوک ووايي که مونږ هرڅومره علم او پوهه لاسته راوړو عبد الله بن عباس او عبد الله بن مسعود رضي الله عنهم ته نه شو رسیدی، نو آیا دا خبره ددې دلیل ګرځي چې د علم حاصلولو ټولې هلې ځلې په ټپه ودروو څه دي چې د عبد الله بن عباس علمیت ته نه شو رسیدی؟؟؟
اسلامي خلافت هم همداسې درقیاس کړئ، د صحابه وو دخلافت دعوه نه چا کړې او نه یې کوي، خو تر خپلې وسې مکلف یو د صحابه وو له خلافت سره یې برابر کړو، هو دا چې کټ مټ د صحابه وو خلافت قایمول ناشوني دي نه ښايي زمونږ دهلو ځلو په مقابل کې خنډ واقع شي او دلیل یې پورتني دوه مثالونه دي.
فقهاء وايي:
ما لا یدرک کله لا یترک کله:
هغه څه چې په بشپړه توګه نه شي ترلاسه کیدی په بشپړ ډول پریښودل کیدی هم نه شي.
یو عربي شاعر څه ښه ویلي:
فتشبهوا إن لم تكونوا مثلهم............... إن التشبه بالكرام فلاح
که د هغوی په څیر نه یاست د مشابهت کوښښ یې وکړئ، ځکه چې د ښاغلیو سره مشابهت کامیابي ده.
هیله ده ابهام مو رفع شوی وي.
عادل عادل
28.09.2010
سلامونه
دبحث ګرانو او درنو ګډونوالو
سمه ده چې د اسلامي خلافت د قیام په ارتباط سره به د قرونو په پرتله کې د قحط الرجال له اساسي ستونزې سره مخ شو، خو د خلافت د قیام لپاره مهیا اسباب چې عبارت دي له نننیو پرمختللو ارتباطي وسایلو، د ټولنو او فرهنګونو خپلمنځي شناخت، نزدیکت، حسن تفاهم او ډیر داسې نور ټکي چې نړئ یې زما په نظر د لاسرسي له مخې 21-7 ځلې ورکوټې کړې ده چې دا ډول مهیا اسانتیاوې باید د اسلامي خلافت د قیام په مسیر کې د مسلمان د هڅو په مکلفیت کې د کموالي پر ځای د زیاتوالي احساس راوټوکوي.
همدارنګه د ټولنو او اسلامي امت پر سر د ننیو موجوده حاکموبدمرغیو شتون هم یو له هغو اساسي اسبابو څخه دي چې د مسلمان پام یې د اسلامي خلافت د حتمي قیام ضرورت ته رااړولئ دی.
28.09.2010
سلامونه او درناوی !
درنو ورونو کامران صيب او عادل صيب نېکې هيلې مې ومنئ!
ورورجانه د قرنونو د مافيها فرق خو ما د ليل په توګه وضع کړی داچې تاسو يې هم تاييدوئ نو غوړي لاغوړي !
ولې ستاسو پامځير (توجه) د قرن يو جز ته ده، چې هغه خلافت دی . که څه هم خلافت د خپلو پيړيو ډير ستر جز دی، خو جز دی ، نۀ کل او
کل د يوۀ جز مور ، شرايط او ټول مافيها دي . نو که ټوله پيړۍ او مافيها يې بدلوی شې ، عام او تام کفر، شرک او بتپرستي، نبوت او رسالت، هجرت
، د مکې او مدينې تاريخي رول ، اصحاب کرام ، په ګاونډ او نړۍ کۍ ورته شرايط او د قواو ويش او توازن تر اقتصادي او تجارتي رول ټول بدلولی او تکرارولی شې ، نو خلافت به يې هم معقوله پايله او اړينه غوښتنه وي !
[quote:d2044c413c]خو که چیرته مونږ دپخوانیو خلافتونو د قیام جوګه هم نه یو، داسلامي خلافت قیام زمونږ فریضه ده.
ددې لپاره چې خبره مې ښه واضحه کړي وي ددې بل مثال داسې دی لکه یو څوک ووايي مونږ به هیڅکله په لمونځ او روژه او عبادت کې صحابه وو ته ونه رسیږو، نو آیا دا خبره ددې دلیل کیدی شي چې په لمانځه او عبادت کې سستي کړو؟؟ [/quote:d2044c413c]
البته لمونځ خو فرض دی او پريښودل يې ګناه او انکار ترې کفر دی، له خلافت نه خو ټول عربي او عجمي شاهان يا منکر او يا يې نه غواړي ،
نو د خلافت له فريضې نه مو مقصد د خلافت فرض والی دی که نه ؟
که فرض او واجب هم نه وي او يواځې دداسلامي حکومت
مسنونه طريقه يې وبولئ، نو هم لږ تر لږه د حکومت انتخاباتي اصل يې د اوسني وخت له پاره نه يواځې تش د تطبيق وړتيا لري، بلکې سخت اړين
او تاخير نه منونکی ضرورت هم دی ، خو آن عربي شا هان او اميران ترې د خپل واکمنيز سياست د محافظې له پاره سخته ډډه کوي،
ولې مونږ اسلامي امت کولی شو د همدې اصل په تلسټ په روان عصر کې د هر اسلامي هيواد په ملي سطحه اسلامي
امت واکي د خلافت د معاصر شکل په توګه رامنځته کړو ، د کومو تر منځ چې وحدت او ورورګلوي مونږ د کلاسيک اسلمي خلافت له ډيرو
مزاياو څخه برخمن کولی شي!
دابه ښه وي چې د محترم وهاج صيب د مطرح کړې پوښتنې په تړاو په اسلامي امت واکۍ کې د خلافت د ځينو اصولو د پلي کولو په امکاناتو
او او د ځينو اصولو په نۀ امکاناتو خپل اندمزي وځغلوو او خپلې اندتوګي سره شريکې کړو، نو ښايي د افکارو يوه مثمره تبادله رامنځته شي !
زه د وهاج ورور له دې تفصيل او استنتاج سره موافق يم چې ليکي :
[quote:d2044c413c]
نو څه کول پکار دي؟ ....... ادامه لري.
آيا واقع ته تسليميدل پکار دی؟
نه، واقع ته تسليمېدل نه دي پکار، د مسلمانانو تر منځ د پاکې عقيدې، د پيغمبري سنتو علم خپرول پکار دي، د مسلمانانو تر منځ د ورور ګلوۍ فضاء خپرول پکار دي، د مسلمانانو تر منځ د اسلامي انتماء تقويه پکار ده، صفا منابعو قرآن او سنت ته د خلکو رابلل پکار دي، د اسلامي دولتونو تر منځ د هر اړخيزې سياسي او اقتصادي اړيکې جوړول پکار دي، د مسلمان شعب او مسلمان امير تر منځ د اطمئنان او باور فضا پيدا کول پکار دي، دا هر څه په جګړه نه کيږي، دا هر څه د علم په خپرولو کيږي.مونږ ناقصو العقول نه يو، مونږ ځانونه په خوب وهلي يو، مونږ عزم او اراده بايللې ده، له همدې وجهې دغه مأيوسه ځوانان راپورته کيږي، او هلته او دلته په بېځايه ځای کې وينې تويوي.تاسې د نړۍ نورو وړو قومونو ته وګورئ، چې د خپل عزم او قوې ارادې له برکته ډېر مخکې لاړل، ځينې وايي چې: زبر ځواکونه مونږ پرمختګ او اتحاد ته نه پريږدي،،،،، دا خبره صحي ده، خو زبر ځواکونه هيڅوک هم پرمختګ او اتحاد ته نه پريږدي، ،، البته بيا د قومونو ارادې په دغه شوم نيت غالبه کيږي، زمونږ لپاره اوسپنيزه اراده پکار ده.دغه اراده د علم په خپرولو منځ ته راځي، د اطمئنان او باور د فضاء په را منځ ته کولو سره راتلای شي.له دغو کارونو وروسته اسلامي امت د دې جوګه کېدای شي، چې يو اسلامي خلافت ولري.الحق ضالة المؤمن، أينما وجده فهو أحق به. [/quote:d2044c413c]
خو ددې پوښتنې په اړه چې :[quote:d2044c413c]
اروپايي دولتونه له دومره خونړي جنګونو وروسته په دې توانيږي، چې يو اتحاد جوړ کړي، او يوه واحده کرنسي ولري، يو مشترک اقتصادي بازار ولري، يو عسکري مشترک حلف ولري، او امکان دې ولري، چې دغه اوروپايي اتحاد په کونګفدرالي يا فدرالي دولت بدل شي، نو مسلمانان ولې داسې کاميابه هڅه نشي کولی. [/quote:d2044c413c]
دلته همدومره زياتول پکار دي چې د اروپايانو او امريکايانو يا نورو نړيوالو دغه پرمختګونه ، اتحاديې او برياوې يو هم د مذهب په تلسټ نه دي رامنځته شوي :
مسيحيت په اړونده ټولنو کې آن له رسانس راهيسې مړ او محوه شوی،
توراتي دين خو هم عملا ً نشته، يهوديت د قام په توګه ، نۀ د دين په توګه ژوند ی دی، بوديزم او هندوييزم چې څومره چليږي هومره ددوی د تجريد، پسمانۍ او ګوښه ګيرۍ لامل دی نۀ د کومې ستونزې د حل لار ګرځېدلې ده !
نتيجه داچې : د غير مذهبي اتحادونو پېښې او څېرې په مذهبي لارو امکان نه لري .
خو مذهبي سازمانونه او اتحاد يې هم د ټولنې پرمختګ ته ژمن نه دي، بلکې پرعکس د سلفيت په سوچه [color=red:d2044c413c]پلمه [/color:d2044c413c] په شا تګ ته خلک اړباسل غواړي ! دا ځکه چې د خلافت هغه زرين اصول چې نن ورځ هم د پرمختګ سره مرسته کولی شي له هغوی څخه نني مذهبي ګوندونه او خوځښتونه
بالکل سترګې پټوي او دقدرت په وخت کې لومړی همغه اصول تر پښو لاندې کوي ، څو خپله ديکتاتوري په خلکو تحميل کړای شي
( خلافت او ديکتاتوري خو په اساس کې سره شپاړس دي)، نو ددوی جهاد هم د ديکتاتورۍ د رامنځته کولو په موخه تر سره کيږي ، نه واقعا ق
د اسلامي خلافت له پاره !
[color=blue:d2044c413c]نو راځئ چې د يوې ملي اسلامي امت واکۍ لار خپله کړو چې هم له پرمختګ څخه بې برخې نشو، هم د اسلام مبارک دين له سترنعمت او برکاتو څخه
مستفيد اوسو او هم که نور اسلامي هيوادونه دغه لار خپله کړي له هغوی سره په راتلونکې کې د اسلامي خلافتي اتحاد د رامنځته کولو
له پاره لار پرانيستلې وساتو ! او هم بيځايه د مسلمانانو د وينو له بهولو څخه ځان وساتو . ومن الله التوفيق !
په ديني مينه ![/color:d2044c413c]
لاس مې نه رسي د هیلوؤ ګرېوان ته ،، د جګ ښاخ مېوه مې تور مردار کارغی خوري .
د وطن خاوره
11.10.2010
محترمو وروڼواو خویندو اسلام علیکم !
مخکې تر هرڅه زه باید دا ووایم چې زه ستاسو تر منځ نوې غړې يم خو د بحثونو يوه لوستواله پاتې شوې يم چې تر ډېره مې هم ډېر څه په لاس راغلي او زده کړي مې دي او هم مې تکرار خو علمي لیکنې لوستلي دي . خدای دې وکړي چې ستاسو په بحث کې د شریکېدو سره کوم خلل ونه ګرځم . زما يوه هیله له ټولو څخه دا ده چې په پوره اختيار سره ماته اجازه راکړۍ تر څو خپل اند په بشپړه توګه په پوره ازادۍ وړاندې کړی شم و او تاسو هم په پوره ډاډ سره زما په اند خپلې نیوکې ، نقد تبصرې او خبرې کولای شۍ .
د وهاج ساپي ورور دغې لیکنې ، بحث زه دېته وهڅولم چې تاسو سره دلته په دغې ژورې او مهمې موضوع کې برخمنه شم او ځانته مې يو نوم جوړ کړم . خپل اصلي نوم تاسو سره ځکه نه شریکوم چې کېدای شي ځينې دوستان آزاد بحث کې تشریفات او رسميات وروټومبي چې بیا د يوې علمي او اندي کلماتو څخه ډېر په لحاذ او خاطر فشار واردېږي کوم چې د بحث لړۍ ورخرابوي .
وهاج ساپی صاحب ښې چارې !
زما په اند نننی افغانستان نه د اسلامي چوکاټ بېلګه لري او نه د انساني حقوقو تحفظ.
دا ځکه چې که ېې اسلام ته ورواچوؤ ، نو ستا د خبرې په تاييد سره موږ ډېر عالمان لرو چې په افسوس سره د عمل ملګري ندي . ځکه چې ټول هغه کسان چې د پوهې دعو ګیر دي د سر په سترګو ېې وینو چې له محافظه کارﺉ څخه لاس نه اخلي . د ځان ساتلو لپاره په حق او حقیقت باندې سترګې پټوي ، ځينې د لحاذ په خاطر ، ځينې د منصب په خاطر او ځينې د رشوت په خاطر .
تر هغو چې موږ او تاسو ټول د ځان په قربانۍحقیقت ته غاړه کښې نږدو د اسلام دعوه نشو کولای . ځکه چې اسلام درواغ نه مني ، مګر موږ ېې وايوو . اسلام حق ته حق باتل ته باتل وايي ، مګر موږ ېې نه وايوو ، اسلام تور ته تور ، سپين ته سپين وايي ، خو موږ سپين ته تور او تور ته سپين وايوو . اسلام د صداقت ، ایماندارﺉ او اخلاقي نظام نوم دی چې په افسوس سره په افغانستان کې ېې يو هم نه لیدل کېږي .
قدرمنه ! تر کوم ځايه پورې چې انسان د يو اشرف المخلوقات له اند څخه څېړنه وکړي زموږ په ننني افغانستان کې د اسلامي حدودو چوکاټ هم درز پیدا کړی دی ، چې راتلونکي ته ېې خواشینې يم . د اسلام له انده هم هره طايفه يا هر قام يو د بل د پېژندو لپاره ځانګړی هویت لري چې په افسوس سره موږ او تاسو هویت هم نلرو . په يوې نیمه اسلامي ټولنه کې د زور زياتي قانون نه چلېږي ، چې په افسوس سره زموږ په هېواد کې د پوره اسلامي عقایدو دعوګیرو لخوا د زور او زیاتي حکومت چلېږي هغه هم د يو ناجایزه قانون په اساس د پردو څخه ملاتړ غواړي .
که چېرې د اسلامي حکږمت پر ځای د ځينو په خولې د يوازې انساني حکومت غږ هم پورته کړي بیا به ېې هم بې له اسلامه پوره نکړي ځکه چې د انسان انساني حقوق په اسلام کې محفوظ دي .
په پای کې دومره وایم چې اول نوک ځای کړه بیا سوک .
په درنښت
د وطن خاوره