د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

د الهي قدرت مظهر : د طبيعت خلقت


18.09.2010

السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !

دطبيعت د رنګينيو ، پراختيا او عظمت تصور د انسان له واک او ځواک څخه وتلې خبره ده . او الله تعالی د طبيعت خالق دی ، نو د الله تعالی
د قدرت پولې هم د انسان د تصور له توان څخه پورته او بهر دي . نو الله (ج) د خپل قدرت د مظاهرې له پاره د طبيعت په پيدايښت ،نظم ، کنترول
او اداره باندې بسنه کړې ده ! الله تعالی د طبيعت پيدايښت د خپل قدرت د بشپړ مظهر په توګه له [color=red:a814e03220] کُن [/color:a814e03220]سره سم د [color=blue:a814e03220]فيکون[/color:a814e03220] بڼه پيل کړی او تر اوسه
او نامحدود وخت او زمان پورې يې[color=blue:a814e03220] فيکون[/color:a814e03220] ته دوام ورکوي چې د طبيعت راتلونکي تغيرات هم په بر کې رانيسي !
پوښتنه داده چې آيا تاسو هم له طبيعت څخه ( نه د طبيعت له قوانينو او عادة څخه) وتلې معجزې تصور کولی شئ چې د طبيعت له امکاناتو وتلې پيښې وي ؟
يو مثال :
د موسی (ع) د پيغمبرۍ يوه معجزه داوه چې د قلزم دسمندرګي اوبه سره پيلې شوې او د اسرائيلو کډوال ټول ترې تيرشول .
دا پيښه طپيعي نه وه، ځکه چې د طبيعت د قوانينو سره برابره نه وه، نو مافوق طپيعي پېښه ورته وايي !
خودا پيښه په طبيعت کې وه، د طبيعت يوه پېښه وه ، ځکه له هوا څخه د باد سخت طوفان راغی او اوبه يې دوه پړکه وچولې لار يې په کې و کښله ، چې باد او طوفان هم د طبيعت يوجز دی خو په دغه زماني او مکاني
کمبنېشن اوآړاو تړاو سره د پېښې پېښېدل معجزه ده !
آيا داسې معجزې تاسې هم پيژنۍ چې په هغې د طبيعت له ځواک، پېښو
او طبيعت له مظاهرو څخه کار نه وي اخيستل شوی ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟



ع کريم حليمي
19.09.2010

ډېر مکرم او محترم دانشمند پتوال صاحب او درنو لوستونکو
السلام علیکم و رحمة الله

وَ إِذْ فَرَقْنا بِکُمُ الْبَحْرَ فَأَنْجَیْناکُمْ وَ أَغْرَقْنا آلَ فِرْعَوْنَ وَ أَنْتُمْ تَنْظُرُونَ

[quote:30ae7ff53e]د موسی (ع) د پيغمبرۍ يوه معجزه داوه چې د قلزم دسمندرګي اوبه سره پيلې شوې او د اسرائيلو کډوال ټول ترې تيرشول .
دا پيښه طپيعي نه وه، ځکه چې د طبيعت د قوانينو سره برابره نه وه، نو مافوق طپيعي پېښه ورته وايي !
خودا پيښه په طبيعت کې وه، د طبيعت يوه پېښه وه ، ځکه له هوا څخه د باد سخت طوفان راغی او اوبه يې دوه پړکه وچولې لار يې په کې و کښله ، چې باد او طوفان هم د طبيعت يوجز دی خو په دغه زماني او مکاني
کمبنېشن اوآړاو تړاو سره د پېښې پېښېدل معجزه ده [/quote:30ae7ff53e]

دا داسي یوه پېښه وه چه تاریخ هم شاهدي ورکوي ، او وحي هم د دې پېښي
بیان کوي ،
دانشمند پتوال صاحب ،
تاسو فکر کوۍ چه سخت طوفان راغلۍ ،او په اوبو کښي يي لاره جوړه کړه
زه ستاسو د نظر موافق نه يم ، که د باد طوفان په اوبو کښي کوڅه جوړه کړېوه ، یعني د دغه باد سرعت به خامخا ۲۰۰ میله في ساعت وو
په داسي حال کښي چه داسي طوفان او storm راځي لمړئ يی باید يهود
اسمان ته پورته کړي ، کنډ او کپر کړیوای ، ولي چه د ُفزیک د قانون له نګاه
طوفانونه لمړي هغه د لږ وزن اجسام پورته کوي ، ورسته دوهمه درجه درانه
اجسام اسمان ته پورته کیږي ًثم پر ثم ، اخیر شئ اوبه پورته کوي

أَغْرَقْنا آلَ فِرْعَوْنَ وَ أَنْتُمْ تَنْظُرُونَ
او له وحیو نه داسي معلومیږي ، چه باد او طوفانونه نسته ، وايي تاسو
ورته کتل چه ال د فرعون مو غرق کړه ، که او یا کله چه د باد storm
وي مور او زوئ سره ورکیږي ، د ّهیڅ شي تماشا نه کيږي ،
داچه یهود ئې تماشا کوي ، معنيٰ قراره قراري ده هیڅ باد سور سور نشته
که څنګه ؟؟

په درنښت


رښتینی
19.09.2010

.

{فأوحينا إلى موسى أن اضرب بعصاك البحر فانفلق فكان كل فرق كالطود العظيم}
سورة الشعراء آية رقم 63
ژباړه : موږ موسی ته وحی وکړه چی په خپله عصا سره بحر ووهه(هغه وواهه)بیا بحر (دولس) ځایه څیری شو او ددی لارو په منځ کی داوبو هره برخه دلوی غره په څیر وه

انګلیسی ژباړه :
Then We inspired to Moses, "Strike with your staff the sea," and it parted, and each portion was like a great towering mountain

المانی ژباړه :
63 - Darauf offenbarten Wir Moses: «Schlage das Meer mit deinem Stab.» Und es teilte sich, und jeder Teil war wie ein gewaltiger Berg, ,

نو له ایت نه مالومه شوه چی حضرت موسی ته الله امر کړی چی بحر په عصا
سره ووهه او د عصا په وهلو سره دبحر څیرل ناشونی دی نو واضحه شوه چی
دا الهی معجزه وه



23.09.2010

محترم استاد ته له سلامونو او نېکو هيلو وروسته عرض کوم چې :
زما هدف د غرونو قدر د سمندرګي او به لوړېدل ښايي د باد په څير يو ځواک و چې
الله تعالی اوبو ته تمبه کړی و بي له دې چې نور کسان په هوا يوسي .
دا ځواک يې هغه وخت رامنځته کړ چې موسی (ع) اوبه په همسا ووهلې ! نو په معجزه توب کې خويې هېڅکله شک نشي پيدا کېدای -
که هر څومره يوه طبيعي قوه په بلې طبيعې قوې پشا و تنبول شي !
مطلب داچې معجزه د طبيعت غير عادي عکس العمل دی چې د الله تعالی له ارادې سره سم د طبيعت تسخير څرګندوي ، نو بيا هم د طبيعت په تړاو او د طبيعت په داخل کې رامنځته کيږي خو د الله تعلی له ارادې او امر پرته دغسې
طبيعي بېښه نشي رامنځته کېدای !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more