وطن پال او نور ګټور شعرونه
د سير ليانو پاچاهي
      salou
      27.04.2004
    
--------------------------------------------------------------------------------
 
د ا کيسه ده د څار و يا نو-- --بيا په تېره د سېرليا نو 
د ا ځنګل چي يي قبضه کړ---- لوي شعار يي پياده کړ 
وي چې مړه دوي غو ا يان---- او ژوندي ديوي سېرليان 
بيايي لوۍ سېرلۍ سلطان کړ-- ده غوايي ړومبۍ اعدام کړ 
وي چي ښکر يي ډيراوږده ؤ---- پر قا نو ن برا بر نه ؤ 
بيايي راټول کړل ټول مالونه---- که ؤزي وې که پسو نه 
وي چې ښه غووږونه خلاص کړۍ--سرکشي مکړۍ اخلاص کړۍ 
که چا وکړه سرکشي--------- زه را غواړم نور سېرلي 
ټولې غواوي په غوجل کې----- چي وه يي نه وينم ځاي بل کې 
دا پسونه ټول خصيان کړۍ---- بيايي پرسمه لارروان کړۍ 
دغه مېږي اوکه وري دي------- دغه ټوله لعنتي دي 
دا لومان ورځيني پرې کړۍ---- بيا يي هله تماشې کړۍ 
مونږ به بند کړو دا فارمونه---- چې نورنه وي جنجالونه 
نه به ډول وي نه ښادۍ-------- نه ګينګړي او نه لکۍ 
دا سيرليان چي ږيرور دي----- دا تر ټولو معتبر دي 
دا د پيل چي ږيره نشته------- ده له خدايه وېره نشته 
داي بيحده ګناهکار دي-------- واورۍ دازما ګفتار دي 
دا چړې ورته تېرې کړۍ----- داخرطوم ورځيني پرېکړۍ 
دغه اوښ چې ډير بوړيږي---- داۍ زما کله خوښيږي 
دغه مخ ورباندي تور کړۍ--- نندارې يي لور پرلورکړۍ 
دا به نورو ته عبرت شي----- سلطنت به مي ﻻ کلک شي 
داچرګان چې شهزادګان دي--- أذانونه کړي توپان دي 
سپين لکي که تورلکيان دي---- دوي ټول واړه جنتيان دي 
لږ پر خېټه مينان دي--------- که پوهېږۍ ډير ناميان دي 
او داسپيان چې ډيرغپيږي---- ملاييکي خپه کيږی 
دوي له ما کله خلاصيږي---- که أسمان ته ؤ تښتيږي٠ 
چا له ځان سره ژاړل------- چا خپل ځان پوري خندل 
دسېرلي صاحب حکومت ؤ--- راوستلۍ يي قيامت ؤ 
ظلم وشو په خوارنو--------- مزې و کړلې سېرليانو 
نه نڅا او نه ښادۍ وې------ نه ګينګړي اونه هم لکۍ وې 
_________________
Mung de de lapara jwand nakawo che khoraak wokrro, balke de de lapara khoraak kawoo che jwand wokrro