د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

آيا دا سړی رښتيا وايي؟

و.افغان
13.09.2010

د مجاهدينو او طالبانو د وحدت طرحه

بسم الله الرحمن الرحيم

د امريكايانو له يرغل نه نږدې يو نيم كال وروسته، طالبان دې ته چمتو شول چي ورو ورو جگړو ته راوړاندي شي، د دوى ځينو مخلصو غړو د حزب له مجاهدينو سره تماسونه ونيول او دا هيله ئې څرگنده كړه چي حزب اسلامي او د طالبانو تحريك بايد په گډه د دښمن مقابله وكړي، موږ موافقه وكړه، د هيئتونو په كچه خبري پيل شوې، موږ دوى ته د گډ كار يوه جامع طرحه وركړه، هيئتونو ئې په ورين تندي ومنله، خپلو مشرانو ته ئې انتقال كړه، خو متأسفانه د دوى مشرانو د خاصو دلايلو په وجه ورسره موافقه ونه كړه، د يووالي او گډ كار په اړه زمونږ طرحه دا وه:
1- بايد داسي گډه كاري شورى جوړه شي چي له هر لوري به دوه يا درې باصلاحيته غړي ورته معرفي كېږي او لاندي وظايف به لري:
• د مواقفو توحيد او يووالى او له دښمن سره د جنگ يا سولي او روغي جوړي په اړه گډ دريځ غوره كول.
• د گډ كار په اړه وروستۍ پريكړي كول.
• په داخل كي د كارونو د تنظيم لپاره شوراگاني او مسئولين ټاكل.
• د لازيات وحدت لارې چاري لټول او په دې اړه مسئولينو ته مشورې وركول.
2- ټول ولايات بايد په لاندي حوزو كي تنظيم شي او د هري حوزې لپاره دوه كسيزه شورى جوړه شي، دا شورى به د جهادي ټولگيو د جوړولو، سوق او ادارې او تجهيز او اكمال وظيفه په غاړه لري:
• كندهار، هيلمند، ارزگان، زابل
• بادغيس، هرات، فراه، نيمروز، غور
• كنر، ننگرهار، لغمان، نورستان
• پكتيا، پكتيكا، خوست
• لوگر، وردك ميدان، غزني
• كابل، پروان، كاپيسا، باميان
• بدخشان، تخار، كندز، بغلان
• مزار، سمنگان، جوزجان، سرپل
3- په دې مرحلې كي بايد خپل ټول توان طاقت يوازې بهرني اصلي دښمن ته متوجه كړو او په نورو جبهو كي ځان مصروف نه كړو، له جبهه ئې جنگ نه بايد ډډه وكړو، د دې په ځاى بايد خپل جهاد د چريكي جگړو له غوښتنو سره سم عيار كړو اوس به يوازې په دې كارونو اكتفاء كوو: مجاهدين په وړو وړو درې - پنځه كسيزو ټولگيو كي تنظيمول، په هغه ځاى او هغه وخت كي په غافل دښمن ناڅاپي بريدونه كول چي تصور ئې نه كوى او تيارى ئې نه وى ورته نيولى، گزمو ته ئې كمينونه او سيمي له جاسوسانو نه تصفيه كول.
4- د سيمو د اجتماعي او جغرافيايي جوړښت له مطالعې او د عمومي جنگي وضعيت له دقيقې څيړنې نه وروسته به فيصله كوو چي چيرته جبهې پرانيزو او په كوم وخت كي، د كومو سيمو د تصفيې او آزادولو هڅه وكړو او چيرته پر دښمن باندي بريدونه تند او تېز كړو. مونږ نه پوهېږو چي دوى د كوم مصلحت لپاره اوس په جبهه ئې جگړو لاس پوري كوي؟ مجاهد د مشرانو په لاس كي الهي امانت دى، نبايد داسي جگړو ته سوق شي چي تر گټې ئې تاوان زيات وي. له تېرو ترخو تجربو بايد اعظمي استفاده وكړو.
دوى ته مو دا هم وويل چي اوس د كار وخت دى، د داسي شرائطو له وضع كولو او د داسي موضوعاتو له طرح كولو نه بايد ډډه وكړو چي د گډ كار مانع گرځي او په بې فايدې خبرو كي مو مصروفوي، د قيادت او راتلونكي نظام او حكومت مسئله بايد دغې متحدې جبهې ته پرېږدو، په چا چي الله جل شأنه د مسلمانانو اكثريت راغونډ كړل او د مسلمانانو سواد اعظم ورباندي اعتماد وكړ، همغه به غوره كوو. ټول كارونه به په مشوره ترسره كوو او له استبداد رأى نه به ځان ساتو.
• همدا راز له دوى سره مو د يوې داسي پراخې متحدې اسلامي جبهې د جوړولو خبره هم وكړه چي ټول مخلص، متعهد او د اسلام په درد دردمند شخصيتونه او ځواكونه په يوه صف كي راغونډ كړي. د متحدې جبهې په اړه زموږ نظر دا دى:
• بايد ټول هغه مخلص افغانان چي له دې دردوونكي وضعيت نه ناراض دي، په يوې ډاډمنې متحدې جبهې كي راغونډ كړو. د دې مقصد لپاره بايد څو كارونه وكړو:
• د جبهې د جوړولو لپاره يو باصلاحيته كميسيون وټاكو، په دې كميسيون كي به زمونږ او د دوى له استازو نه علاوه يو شمېر مخلص مستقل غړي هم غړيتوب لري.
• دا كميسيون به د ټولني له مخورو او با نفوذه شخصيتونو څخه د جبهې د مؤسسانو د مجلس غړي وټاكي چي شمير به ئي 200-300 وي.
• دا مجلس به د دې واك لري چي د جبهې مشر، منشي، اجرائيه، تصميم نيونكې شورى، مرام او سياسي او نظامي تگلاره وټاكي.
• په جبهې كي شامل شخصيتونه او ډلې به د جبهې تگلارې ته كاملاً التزام لري.
• داسي هم كېدى شي چي په نظامي اړخ كي په خپل گډ نظامي تشكيلاتو اكتفاء وكړو، چي په جبهې پوري تړلي موجود ځواكونه توحيد او تنظيم كړي، داسي تدابير ونيسي چي د دې ځواكونو اكمال، سوق او اداره له يوې مرجع ترسره شي. خو جبهه له دې اړخ سره څرگند او معلن تعلق ونلري او دښمن دواړه د يوې ډلې دوه برخې ونه گڼي.

حكمتيار
افغانستان
11\11\1382

پرنټ کول سرپاڼه ملګري ته لیږل


رښتینی
13.09.2010

که فرضا رښتیا وی هم .....نو یولس یا لس کاله وروسته
ددی خبری ښکاره کول څه ګټه لری ؟؟؟
هغه دبزګرصاحب خبره دایار اوس کونجاړی په خوب وینی


مومن مهاجر
18.09.2010

ټولووروڼوته احترامات تقدیموم
ښاغلو! حکمتیارصاحب هغه وخت رښتیاوايي چي دروغ ورتمام شي . له دینه نیولي ترسیاست،علمي ژوند،تاریخ لیکلواوهرڅه کي یې دروغ ویلي دي . حکمتیاریوه داسي څېره ده چي نه مي په خپل ژوندکي بل داسي سړی لیدلی اونه مي دبشري تاریخ په پاڼوکي لوستی دی . دومره ځیزګي ته ورته دی چي په هیڅ شي کي یې شاومخ نه معلومېږي متضادفکرونه،متضادې لیکنې،متضادې ویناوې، متضادسیاستونه اوپه هرڅه کي متلون دریځ دحکمتیارصاحب یوه داسي ځانګړتیا ده چي هیڅوک په دې کي ورسره سیالي نه شي کولای .


OmarMokhtar
18.09.2010

Asalam O Alikum Dear Brother and Sisters,
Dear brother Safi why you are so obsessed Hekmtayar Sahib, i noticed that in all your posts your topic is Hekmatyar , do you have any personal enemity with him, if you do plz
tell to this forum, lets pray for the defeat of crusaders and Munafiqeen and for the unity of muslims.


عنوان

spinkar
18.09.2010

مختار خانه که پوښتون ې او دلته ماته داشغالګرو په ژبه قیصی لیکی چه زما ې له نامه نه بد راځی ٠نو مهربانی وکړه په اینده په مورنی سوچه ژبه خپل نظر وړاندی کړه او دیرغلګرو په ژبه دخلکو وخت مه نیسه٠
اوکه پوښتون او یا افغان نه ې نو بیا ځان راوپیژنه٠
په مخه دی ښه٠


OmarMokhtar
18.09.2010

SALAMOONA SPINKAR SAEEB
I am Muslim Alhumdullah, this is important, its not important if am pukhtoon or anybody else, if it makes you pleased to know who i am,I will tell you,
i am Pukhtoon,i am not affliated with any specefic group or personality, i support Islamic resistance against crusaders, and i am helping my muslim brothers by any mean possible against crusaders and their munafiqeen slaves in Afghanistan and outsIde Afghanistan,
i dont know how to type in Pashto font, i am new in this forum, i will be more than happy if you let me know who to type in pashto,
W Salaam


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more