د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

غوڅ اکثريت:د افغان د سر سړي د پاکستان د استخباراتو او وسلوال لاسپوڅو له خوا وژل کېږي ??

pattang
13.09.2010

[color=brown:b560cf589e]د بحث اوتحليل وړ خبره ده !
ټول افغان ځينې وخت داسې پوښتنې او سوالونه کوي چې په نتيجه کې يې
غيرې مستقيم ديوه ستاستيک(statistics) له ارزيابي څخه وروسته دطالب
غورڅنګ او د سنګر ځوانان په تهمت محکومه وي ، خو دخدای فضل دی د
محاکمې قدرت نلري ٠ اوس سوال دادی چې کوم خلک ولې وژل کيږي او که
دا خبرې يواځې پروپاګندې او دطالب بدنامي پکشې غوښتل کېږي ??٠ [/color:b560cf589e]

غوڅ اکثريت:د افغان د سر سړي د پاکستان د استخباراتو او وسلوال لاسپوڅو له خوا وژل کېږي ??

ټول افغان

13.09.2010 10:06
د ټول افغان ټکی کام د لوستونکو کابو ۷۰٪ په دې باور دي چې د افغان وطن (ازاد او محکوم افغانستان دواړو) د سر سړي د پاکستان استخبارات او د هغوی وسلوال لاسپوڅي وژني.

د يادونې ده چې يواځې په وزيرستان او همدا راز په کندهار کې په سلګونه پښتانه مشران په ډېره بې رحمۍ وژل شوي دي. له دې برسېره په لويه پکتيا او د پښتونخوا په بېلابېلو سيمو (شمالي يا خيبر پښتونخوا، منځنۍ يا قبايلي پښتونخو، جنوبي او يا بولان پښتونخوا) کې دا مهال پښتانه مشران د داسې دښمن هدف ګرځېدلي دي چې ځان نه ښيي.

ټول افغان ځکه د خپلو لوستونکو د اند د معلومولو په موخه يوه ټولپوښتنه په ليکه کړه. ۶۶۶ لوستونکو په کې برخه واخيسته چې ۷۰٪ یې په دې باور دي چې دا بې رحمه او بې زړه وژنې د پاکستان استخبارات او د دوی وسلوال لاسپوڅي تر سره کوي.

۲۲٪ سلنه رايه ورکونکي بيا په دې اند دي چې دا کار په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه ترسره کوي. ۸٪ سلنه رايه ورکونکي بيا دا شک په افغان دولت کوي.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more