نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
د کوچني اختر په مناسبت د حکمتيار پيغام
و.افغان
13.09.2010
د کوچني اختر په مناسبت د حکمتيار پيغام
http://www.tolafghan.com/posts/19632
انجنر صاحب وايي:
بايد دې ته متوجه وو چي مسكو او واشنگټن او زموږ كينه كښ گاونډيان بيا هغه حالت زموږ پر ملت رانه ولي چي د شوروي ځواكونو له وتلو وروسته ئې راوست، ځيني وطن پلورونكې او منافقي ډلي همغه كار ته بيا كانديد شوي چي په تېرو څو كلونو كي ئې وكړ. د امريكايانو له هڅو معلومېږي چي غواړي له افغانستانه په داسي حالت كي ووځي چي د جگړي له دوام نه مطمئن شي او دا ډاډ ترلاسه كړي چي د دوى له وتلو وروسته به زموږ په هېواد كي د مجاهدينو په لاس يو واقعي اسلامي حكومت نه جوړېږي، دوى غواړي يو ځل بيا د جنگ د دوام نيمگړى مأموريت ايران او روسيې ته وسپاري، د همدې لپاره ئې مسكو او تهران پلوه ډلي په فوځ، پوليس او امنيت رياست كي راغونډ او مجهز كړي.
• د دې توطئې شنډول له ټولو مؤمنو او آزادي غوښتونكو مجاهدينو نه د هوښيارۍ غوښتنه كوي، بايد ټول مجاهدين او وطنپال او آزادي غوښتونكي افغانان يو بل ته لاس وركړي او پرېنږدي چي دا فاجعه بيا تكرار شي. د دښمن په لومو كي پرېوتي ناافغانان دي هم پوه شي چي هغه ترخه تجربه بيا نشي تكرارېدى، نه ئې امريكا په اقتدار كي ساتلى شي او نه ئې مسكو او د هغه منطقوي ملگري قدرت ته رسولى شي.
• د روغي جوړي خبري هسي يوه غولوونكې ډرامه ده، مه دې ته طمعه ساتئ او مه دا د حل لار گڼئ، د حل يوازنۍ لار د جهاد ادامه او تر هغه خپله وسله پر زمكه نه ايښودل دي چي ټول بهرني ځواكونه په بشپړه توگه له افغانستانه ووځي.
[color=white:65c78ee20c]
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
تاسو په پورتنۍ خبره څه تبصره کولی شئ؟
ما ته خو د دې سړي ارادې ډېرې خرابې ښکاري.
[/color:65c78ee20c]
حمید هڅــاند
14.09.2010
ټولو ملګرو او په ځانګړې توګه ښاغلي وهاج ساپي ورور ته،
اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
انجنیر صیب لیکي:
[quote:334fb2862b]بايد دې ته متوجه وو چي مسكو او واشنگټن او زموږ كينه كښ گاونډيان بيا هغه حالت زموږ پر ملت رانه ولي چي د شوروي ځواكونو له وتلو وروسته ئې راوست[/quote:334fb2862b]
په ښکاره خو دا یوه نېکه اراده ده.
انجنیر صیب وړاندي لیکي:
[code:1:334fb2862b]د امريكايانو له هڅو معلومېږي چي غواړي له افغانستانه په داسي حالت كي ووځي چي د جگړي له دوام نه مطمئن شي او دا ډاډ ترلاسه كړي چي د دوى له وتلو وروسته به زموږ په هېواد كي د مجاهدينو په لاس يو واقعي اسلامي حكومت نه جوړېږي، دوى غواړي يو ځل بيا د جنگ د دوام نيمگړى مأموريت ايران او روسيې ته وسپاري، د همدې لپاره ئې مسكو او تهران پلوه ډلي په فوځ، پوليس او امنيت رياست كي راغونډ او مجهز كړي.[/code:1:334fb2862b]
زما په اند؛ حکمتیار صیب سل په سلو کې سم وایې.
حکمتیار صیب مجاهدینو ته په خطاب کې ښه ټکی ته نغوته کوي، لیکي:
[code:1:334fb2862b]جومات د خداى كور دئ، دومره درناوى ئې بايد وكړو لكه د الله تعالى د كور درناوى، كه جومات ته د بش، بريژنف او نتن ياهو په څېر ستر ستر كافران او د اسلام لوى لوى دښمنان هم راشي بايد په جومات او د جومات په احاطه كي، او جومات ته د تلو راتلو په لار كي د هغوى په ضد له څه كولو په كلكه ډډه وكړو. هغه څوك نه ايمان لري او نه عقل چي په جوماتونو كي، د لمانځه او د قرآن د تدريس پر مهال چاودني كوي، مظلوم لمونځ كوونكي مسلمانان په وينو كي رغړوي او هغه ځايونه په وينو لړي چي هره ورځ په سلگونو عبادت كوونكي د الله تعالى په وړاندي خپل تندي پرې ږدي او سجده لگوي.[/code:1:334fb2862b]
له حکتیار صیب سره په دې ټکې کې هم یوه خوله یم چې وایې:
[quote:334fb2862b]• افغانانو ته توصيه كوم چي په جهاد كي فعاله برخه واخلئ، په لاس، ژبه، قلم، او خپل مال سره د مجاهدينو مرسته وكړئ، د هغو مجاهدينو درناوى وكړئ چي له اسلام نه د دفاع په خاطر په سنگرونو كي پراته دي او په مېړانه د دښمن مقابله كوي، هغه څوك سپك او ذليل وگڼئ چي د جهاد او مجاهدينو د تأييد او ملگرتيا په ځاى د دوى په ضد هلي ځلي كوي[/quote:334fb2862b]
د حکمتیار صیب پورته ټولې خبرې، ښې خبرې دې خو پوښتنه داده چې ایا حکمتیار صیب رښتیا هم، په عملکې، دې ټولو خبرو ته ژمن دی؟
د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته حالت په اړه حکمیار صیب د یووالی غږ کوي او د تېرو ناخوالو یادونه کوي.
[color=red:334fb2862b]زه به له حکمتیار صیب څخه پوښتنه وکړم چې تاسو اوس نشئ کولی چې له طالبانو سره یو شئ (په داسي حال کې چې ظاهرا خو ستاسو او طالبانو موخه، لږ تر لږه د اوس لپاره،یوه ده - دبهرنیانو شړل)، نو څنګه زه باور وکړم چې د بهرنیانو له وتلو وروسته به تاسو، لږ تر لږه، له طالبانو سره پر یوه دریځ سلا شئ؟؟.[/color:334fb2862b]
انجنیر صیب له روغې جوړې سره هم جوړ نه ښکارې. که زما غږ تر انجنیر صیب پوري رسېدای نو ما به ورته ویلې ؤ چې؛ روغه جوړه د حل لاره ده، تاسو یې یواځي له څرنګوالی سره مخالفت ښوولی شئ. ما به ښاغلي حکمتیار صیب ته ویلي ؤ چې، تاسو خو له ډاکتر نجیب سره هم جوړ نشوئ، تاسو خو له مجاهدینو سره ـ دنجنیب د حکومت له راپرځېدو وروسته ـ هم جوړ نشوئ، تاسو د طالبانو د حکومت په مهال له طالبانو سره هم یوه خوله نشوئ، او بالاخره اوس هم روغه جوړه بې سارې ردوئ!!. زما وېره داده چې د بهرنیانو له وتلو وروسته روغه جوړه رد نه کړئ!.
په درنښت
حمــید هڅــاند
14.09.2010
[quote:acc84d7978]ما ته خو د دې سړي ارادې ډېرې خرابې ښکاري[/quote:acc84d7978]
د وهاج صيب ددې جملې او حڅاند صيب د ليکنې په تاييد زياتوم چې اصلا ً
د حکمتيار صيب دغه نوم د خپلې سياسي خودخواهۍ سره سمون نه خوري .
حکمت خو لا پريږده چې نوموړی هېڅ کوم عام قانون ته په عمل کې تن نه ږدي
که هغه قانون افغاني وي، که عام ملي وي ،
که اسلامي وي او که کوم بل قانون ، په عملي سياست کې صرف خپله غوښتنه،
خپله ديکته او خپل هدف قانون بولي او بس .
که هغه کيږي نو سوله ده او که نه جنګ . پخوا هم خلکو راکټيار بللی دی، د پاکستان، ايران ، دوستم او تڼي پورې دده نږدېکت
ټول جنايات ګڼل شوي دي، د کرزي مزدور حکومت ته دده پلاوی ورليږل هم ددغسې امکاناتو د تدارک يوه هڅه ګڼلی شو.
اوس هم دده په ليکنه کې د [color=white:acc84d7978] بدنيته ګاونډيانو [/color:acc84d7978] ويئنی
عام او بې غورچاڼه نه دی، پاکستان يې ترې مبرا کړی او ايران +روسيه يې
محراق ګرځولی ! طالبانو ته يې چې کوم پېشنهادونه کړي،
ځان ته يې له هغوی سره مساوي برخه ، خو تر هغوی زيات حقوق ورکړي دي ،
نو طالبان خو ړانده نه دي چې دا د اوښ او د ليوه دوستي به مني ،
او که طالبان لکه څنګه چې دی فکر کوي ړانده هم وي، تر شا يې همغه مرستندوی ، آمر او مشاور ځواک ولاړ دی چې يو وخت
يواځې دده ترشا ولاړ و او دی يې استعمالاوۀ ، نو دئ به اوس هغوی څنګه تيرباسي ؟
خو داسې به ووايو چې که څه هم حکمتيار د مقاومت د نورو ډلو په نسبت د ملي ګټو خيال ډير ساتلی ، خو :
[color=blue:acc84d7978]نوموړی يو بدمرغه سياستوال دی چې صرف دخپلې نيکمرغۍ پسې د اپورچونيزم په وزرو هرې خواته پروازونه کوي خو څه په لاس نه ورځي ![/color:acc84d7978]
رښتینی
14.09.2010
[color=red:3c2174f1dd]
نوموړی يو بدمرغه سياستوال دی چې صرف دخپلې نيکمرغۍ پسې د اپورچونيزم په وزرو هرې خواته پروازونه کوي خو څه په لاس نه ورځي[/color:3c2174f1dd]
پتوال صاحب بلکل همداسی ده شخصا زما په اند دی سړی ته دخیر
توقع لرل ځان په ستره کچه دروهل دی دالله رسول صلی الله علیه وسلم
وایی :
زه په تاسو باندی له دجال نه دومره نه ویریږم لکه له ګمراه امامانو نه
او ددی امام په ګمراهی کی که څوک شک کوی هغه دی لومړۍدخپلو
اعصابو دعلاج کار پیل کړی
په مینه
pattang
14.09.2010
ګلبدين قدرت اوحکومت غواړي
طالب اسلام او ملت غواړي.
OmarMokhtar
14.09.2010
Asalam o Alikum all muslim brothers in this forum
i have been reading the heart warming and beautiful post since last 4-5 years, i never had the chance to join my dear afghan brothers in this wonderful forum
recently the topics posted by some dear brothers regarding Hekmtar sahib that they think he is not honest person, as muslim and afghan for me its more than enough that he stood against the invaders, and he is fighting agains crusaders, i am 29 year old, since child hood i was and i am supporting taliban not for there ethinicity, just because i believed and i still believe that they are the most pious ppls after suhaba,
Enggineer Sahib might have done mistakes so does Amir ul Mumaneen had too. lets not go for the past, and concenterate on expeling kufr, when 47 cursaders countries can form alliance against Afghanistan And Iraq, why cant we muslim Afghans cant unite against them.
my dear brothers plz lets be muslims and afghans 1st
and be talib and hezbi later,
i respect Amir ul Mumaneen and Hekmatyar sahib equally, and not for there tribe or party but purely for the sake of islam.
plz forgive me i cant write in pashto, i hope i dint offend any brother, here
dera manana[/url][/list][/list][/quote]