نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
خارجی هیوادونو طالبانو ته دافغانستان دتجزیی وړاندیز کړي دي
pattang
12.09.2010
[color=brown:d8d2044a4e]انډيوالا نو که دا خبره واقعت وي نو تاسي څه پکښې وا يي ??[/color:d8d2044a4e]
خارجی هیوادونو طالبانو ته دافغانستان دتجزیی وړاندیز کړي دي
سلام خان
12.09.2010 22:08
د باوری خبری رسنیو دمعلوماتو پر اساس د پاکستان د جيو خصوصي ټلويزيون له خولې خبر ورکړى چې امریکا د طالبانو معتدلو مشرانوپه واسطه يو پيغام د طالبانو مشر ملا محمد عمر ته رسولى دي په دې پيغام کې امريکا ملاعمر ته درې وړانديزونه کړي دي.
لومړى دا چې امريکا به پښتون ميشتي ولايتونه ملاعمر ته سپاري چې هر څوک ورته د مشر په توګه ټاکي ،دويم دا چې افغانستان به طالبانو ته سپاري خو په چمن ، بګرام او نيمروز کې به درې پوځي اډې امريکايانو ته سپاري د درېيم وړانديز یی دادي چی دلمړی وړاندیز دموافقی په صورت کی به طالبان ژمنه کوی چی دافغانستان دشمالی سیمو امنیت تر ګواښ لاندی نه راولي [color=brown:d8d2044a4e]،خو د طالبانو مشرتابه دغه وړانديزونه رد کړي او ويلي يې دي چې لومړى بايد بهرني پوځونه له افغانستان څخه ووځي وروسته به د سولې پر شرايطو خبرې کوو.[/color:d8d2044a4e]
ه آلمان څخه خپریدونکې شپیګل آن لاین مجلې په خپله یوه ګڼه کې د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې سي ای ای د یوه پخواني چارواکي مایکل شویر له قوله ليکلي چې امريکا ته په کار دي څو طالبان بيرته واک ته ورسوي او په دې توګه فساد ورک کړي .
د سي اي ای دغه پخواني چارواکي ویلي، موږ په افغانستان کې د اداري فساد مخه نشو نیولای. څوک نشي کولاي چې په فساد کې ټول ښکیل کسان له صحنې څخه لېرې کړي.
د شوير په وينا په افغانستان کې لږ شمیر کسان دي چې په فساد کې نه دي ښکیل. ممکن یوازې طالبان وي چې په اداري فساد کې نه دي ښکیل نوموړي ويلي که امريکا غواړي چې فساد نه وي نو حکومت د بیرته طالبانو ته ورکړی.
خو د چارو کارپوهان د نړيوالو ددغه رنګه غوښتنو تر شا د نړيوالو د هغه توطيعو يوه برخه بولي چې په دې وروستيو کې يې افغانستان ته په لاره اچولې څو افغانان يو وار بيا په خپلو کې سره وجنګوي او خپله ماته د افغانانو په جنګولو سره ختمه او افغانستان دعراق په شانی په ګډوډۍ کې پريږدی .
په عین حال کی د انگرېزانو يوې مخورې څېړنيزې ادارې د افغانستان لپاره د يوې داسې طرحې وړانديز کړى چې ورسره به عملا" جنوب طالبانو ته پرېښودل کیږي او په شمال کې به تر اوسني شمیر ډېر لږ لوېديځ عسکر ځاى پر ځاى کیږی.
د ستراتيژيکو څیړنو د نړيوال انستيتوت په نامه دا مرکز وايي چې د افغانستان د ودانولو او پياوړتيا اوسنۍ طرحه کار نه ورکوي او پر دغه هيواد له لگښت نه سپمیدلی پيسې او ډېپلماتيک زور په بل ځاى کې لا ښه کارېدلى شي. په دغه طرحه کې د افغانستان لپاره د يوه کمزوري فدرال حکومت وړانديز شوى چې عملا" به دومره واک نه لري
د ستراتېژيکو څېړنو نړيوال انستيتوت د افغانستان په اړه د لوېديځ په تگلارو کې د يوه بنسټيز بدلون غوښتنه کوي.هدف دادی چی دناټو اوسنی تګلاره دی چی دهیواد جوړونه یا ملت جوړونه ده،دترهګری دکابو کولو او مخنوی په یوه روښانه تعریف شوی تګلاره واړه ول شي، دستراتیژیکو څیړنو دنړیوال انستیوت مشر جان چیمن دنړیوالو چارو په خپل کلنی راپور کی ویلی دی چي: دافغانستان کړ کیچ دادی تر لسو کالو اوړی دځواکونو په چمتو کوونکو هیوادو کی داوږدی مودی پاتی کیدو ته نور ږلسی ملا تړ مخ په کمیدو دي.
هغه وويل: په لومړي سر کې هدف دا و چې القاعده په دغه هيواد کې گډه وډه شي، را وپرځول شي او له منځه يوړل شی ،ولی داسی چاری په افغانستان کی تر سره نه شوي.
دغه انستيتيوت په داسې حال کې دغه وړانديز کوي چې تر دې مخکې امريکايي او اروپايي ډيپلوماتانو هم په پرله پسې توګه د افغانستان د حل لارې لپاره يواځې ددغه هيواد تجزيه کول په ګوته کړي وو .
خو افغان کتونکي وايي چې نړيوالو په افغانستان کې ماته خوړلې او په ورته وړانديزونو سره غواړي خپله ماته د افغانستان په تجزيې سره بدله او يو وار بيا اوبه خړې او ماهيان پکې ونيسي .
طالبانو او د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي پرون د شنبې په ورځ د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د یوولسمې نیټی د تروریستي حملو کلیزه ولمانځه او دواړو بیلابیل پیغامونه ورکړل چې یو یې اخطاریه وه او بل یې هم غوښتنه وه
طالبانو په دغه پیغام کې آمریکا ته وویل چی نور دي نو د افغانستان نه ووځي او دا یې هم ورته وویل چي آمریکا د سولي په راوستولو کي هر ډول موقع له لاسه ورکړې ده،په همد غه بیانیه کی چی پرون دسیپتمبر پر ۱۱ خبره شوي ده په هغه کی دامریکا پر پالیسی باندی دطالبانو له لوری انتقاد شوي دي او خبر داری یی ور کړی دی چی دامریکا جګړیزو هلو ځلو امریکا هم دننه په خپل ملک کی او هم په خارجی هیوادونو کی دجدی خطر سره مخا مخ کړي ده.
د طالبانو په دې پیغام کي چی د افغانستان د اسلامي امارت له خوا لاسلیک شوی، دا هم ویل شوي دي چی د امریکا له خوا د افغانستان غیر قانوني اشغال د ماتي سره مخامخ دی او اوس نو امریکایي چارواکو ته یواځنۍ لار چی پاته ده داده چی ټول امریکایی عسکر د افغانستان نه وباسی.
په عین حال کې د افغانستان جمهور ریْس حامد کرزي پرون د شنبې په ورځ د آمریکایانو نه وغوښتل چې د تروریزم پرخلاف جګړه کې دي د ملکي کسانو د مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي،او ویلی دی چی دتروریستانو ځالی دافغانستان په کلیو او بانډو کی نه دي،دافغانستان ولسمشر دطالبانو ځخه غوښتی دی چی دجګړی نه لاس واخلی او دخکومت دسولی دخبرو سره یو ځای شی
و.افغان
13.09.2010
محترم او مشر پتنګ صاحب
سلامونه
له طالبانو چې څرنګه توقع وه، همغسې ځيږ ځواب يې غربي مغرورو ته ورکړ.
طالب ځلمي به ان شاء الله د تېر په څېر دا ځل هم دا وطن له تجزيې ژغوري.
تاسو سوچ وکړئ،
که چېرته داسې وړاندېز د کابل د فاسد رژيم لنډغرو ته شوی وی؛ نو د هغوی به څه ځواب وو؟؟؟؟؟ د پښو په څوکو ورته په توده تبۍ انتظار باسي.
نو اوس ووايئ چې مل څوک دی او غل څوک دی؟؟
په درنښت
Re: خارجی هیوادونو طالبانو ته دافغانستان دتجزیی وړاندیز کړي دي
وصيل پېروز
13.09.2010
[quote:67c6b31949="pattang"][color=brown:67c6b31949]
لومړى دا چې امريکا به پښتون ميشتي ولايتونه ملاعمر ته سپاري چې هر څوک ورته د مشر په توګه ټاکي ،دويم دا چې افغانستان به طالبانو ته سپاري خو په چمن ، بګرام او نيمروز کې به درې پوځي اډې امريکايانو ته سپاري د درېيم وړانديز یی دادي چی دلمړی وړاندیز دموافقی په صورت کی به طالبان ژمنه کوی چی دافغانستان دشمالی سیمو امنیت تر ګواښ لاندی نه راولي [color=brown]،خو د طالبانو مشرتابه دغه وړانديزونه رد کړي او ويلي يې دي چې لومړى بايد بهرني پوځونه له افغانستان څخه ووځي وروسته به د سولې پر شرايطو خبرې کوو.[/color:67c6b31949][/quote:67c6b31949]
امريکايانوبه هرومروله مرګه دخلاصون لپاره طالبانوته داسي وړانديزکړی وي خوپرطالبانودي سل افرينه وي چي په خوله يې څه ويلي پرهغويې عمل هم کړی دی .
هيڅ رښتنی مسلمان افغان دګران هيوادتجزيه کېدل نه شي منلای اوهرمسلمان افغان به دسرپه بيه افغانستان له تجزيه کېدوڅخه وساتي ، غربي يرغلګرغواړي چي په دې چلوټوسره افغان ولس کمزوری اووحدت يې له منځه يوسي خوداارمان به يې هيڅکله هم ان شاء الله پوره نه شي .
دې خبرې داواقعيت په ډاګه کړچي په رښتياهم طالبان دافغانستان رښتني ساتونکي اوتراوسه يې لاهم په رګونوکي ديوه رښتني افغان وينه چلېږي .
ديوموټي خپلواک اسلامي افغانستان په هيله
و.افغان
13.09.2010
څو چې پاتې يو افغان وي، تل به دا افغانستان وي.
که چېرې افغانستان له منځه ځي، ورسره به د ټولې نړۍ نقشه له منځه ځي، که چېرې د افغان تاريخ ورکيږي، ورسره به د ايراني مجوسيانو، تورمخو پنجابيو، او د هغوی د بادارانو انګرېزانو تاريخ هم ورکيږي.
والله چې د هر هغه افغان په رګونو کې چې د افغان وينه چليږي، له ځان بمونه وتړي، او د ...خپل وطن په يوه يوه لوېشت ځان قرباني کړي.
د افغانستان تجزيه شوروي هم غوښته، خو وسعه يې ونه رسېده، او نه به د انګرېز په وسع پوره شي.
ژوندی دې وي اسلامي ملي سپېڅلی مقدس مقاومت.
لعنت په هغه تش په نامه ملتپالو چې په کابل کې ناست دي، او له خولې آه قدرې نه باسي.
لعنت د کرزي په فاسد او لنډغر ايراني مجوسي بانډ او د هغوی په لاسپوڅو.
لعنت په وړو او غټو بې غيرته سګشويانو!
http://www.telegraph.co.uk/news/worldnews/asia/afghanistan/7998057/Nato-urged-to-allow-partition-of-Afghanistan.html
http://www.facebook.com/notes/naiem-nawa/amrwz-13-sptambr-bhth-dr-bab-tjz...yh-mly-afghanstan-ajazh-dhyd-afghanstan-tjzyh-sh/432136855685http:
http://jawedan.com/index.php?option=com_content&view=article&id=3252%3A1389-06-22-12-56-24&catid=41%3A1388-03-11-21-08-13&Itemid=575
رښتینی
14.09.2010
.
په دی کی شک نشته چی دد تجزیی هڅی له ډیر پخوا راهیسی
روانی دی او اوس خطرناک پړاو ته رسیدلی دی او په داخل کی
هم ددی کار له پاره له پخوا راهیسی هڅی روانی وی او اوس
دا خلک دخپل بریالیتوب له پاره چانسونه هم متوقع بولی او دا
هم روښانه ده چی وطنپال او ګروهمن افغانان دا کار په هیڅ صورت
نشی منلی
خو ستونزه په دی ځای کی ده چی حالات له کنتروله وتلی دی او ددی کار
دمخنیوی له پاره ټولی هیلی په طالب پوری تړل شوی دی او په دی کی شک
نشته چی طالب به له خپه وسه حتما ددی کار مخنیوی کوی هو په هرصورت
خبره وخیمه او درنه ده الله دی -دی ولس ته دخیر لاری ور په برخه کړی
كريم كامران
14.09.2010
که چېرته د ځینو خرڅ شویو افغانانو دا خبره سمه فرض کړو چې طالبان د پاکستان خلک او د هغوی د ګټو مدافعین دي، نو پوښتنه راولاړیږي چې آیا د پاکستان ګټه د افغانستان په تجزیې کې نه ده؟ بیا ولې طالبان د پاکستان په مفاداتو خاورې اړوي او د افغانستان د تجزیې د وړاندیز په کلکه مخالفت کوي؟
د دوی له سترګو که چېرته د ډالرو پردې لیرې شي وبه ګوري چې ددې شومې موخې د مخنیوې لپاره بیا هم (لکه چې حامد صاحب ویلي) ټولې هیلې په طالبانو پورې تړلي دي. ددې معنی دا شوه چې طالبان د پردیو د ګټو تامینوونکي نه، بلکې ددې خاوري اصیل بچیان دي. ځکه چې له پردیو څخه هیڅکله ددې امید نه کیږي چې هیواد له دوه ټوټې کولو څخه وژغوري.
طالبانو په خپل تاریخ کې په زرینو کرښو ولیکل چې ګران هیواد یې دوه ځله له تجزیې وژغوره، یو ځل د امریکايي اشغال څخه وړاندې، او دوهم ځل په داسې حال کې امریکايي اشغال د وروستیو سلګیو په حالت کې دی.
که چېرته د طالبانو ددې (ستر احسان) بیا هم څوک منندوی نه شي، او د طالبانو حقیقت ونه پیژني، هم به د خپل رب په وړاندې مسئول وي او هم د خپل ولس.
15.09.2010
طالبانو خپل اسلاميت ثابت کړی، نو که ملتپالنه هم ثابته کړي نو دا خوبه هغه څه وي چې مونږ يې له خدايه غواړو!
اوکه ددې توفيق هم ومومي چې د اسلام او ملتپالنې د معنوي ارزښتونو په تلسټ په عملي ډګر کې هم ملي اسلامي ولسواکي
په هيواد کې پلې کړي نو دا خو به بالکل غوړي لا غوړي شي !
نور نو که سړی په قضاوت کې له سياست څخه ايديالوژي او له ايديالوژي څخه قسمخوري جوړه نکړي او سياسي څرګندونې په سياسي تله وتلي
يعنې نغده عملي سکه يې ونه بولي ، بلکې له عمل وروسته پرې قضاوت وکړي نو ښه به وي !
يو خو دا څرګندونې د پاکستان په جيو تلويزيون کې د پنجابيانو له خوا شوي او طالب مشرتابه له خوا نه دي اعلام شوي .
ليکلي اسناد هم نه دي چې له باد وړي تبليغاتو څخه يې تفکيک وشنل شي . په هر صورت د دوښمنانو بدې ارادې چې زمونږ د هيواد دتجزيې له پاره يې لري څرګندوي .
بله خبره د پاکستان ګټې ( مفاد ، نۀ مفادات) د ټول افغانستان په لاسته راوړلو او کنترولولو کې ډيرې دي او که په يوې را بيلې شوې برخې کې ډيرې دي
نو په دې خو هر ماشوم هم پوهيږي چې له ويش نه خو ميم زرما ټوله زما ښه ده !
طالب مشرتابه ته دې خدای ددې توفيق ورکړي چې په لومړۍ دورې کې د پاکيانو پورې د تړاو د تړاو شواهد تورونه او ګومانونه ټول په عمل سره
له ځانه ليري کړي .
د طالب ملت پالنه په دوه معيارونو ثبوت ته رسيدای شي :
١-د ډيورن لاين د مردوديت تر پوښتنې لاندې رانئوَلي ، نه يې د ټولپوښتنې لاندې او نه د کومې سياسي معاملګرې لاندې راولي
٢- ملي سوله د قناعت له لارې، په قدرت کې د ورونو قامونو ګډون د آزادو ټاکنو له لارې تامين کړي يعنې يو ملي اسلامي ټاکنيز سيستم
چې افغاني امت واکي
ورته ويل کېدای شي پلی کړي او په دې ډول د افغانانو ورونو تر منځ جنګ جګړې ته په ليرې اينده کې هم کومه دروازه خلاصه پرېنږدي !
د امت واکۍ په زوړاندې هېڅډول زورواکۍ ته پلمه د منلو وړ نه ده ، د اسلام په نامه او نه هم د کومې بلې ديکتاتورۍ په نامه !
[color=blue:08b4bca036]هو، که احيانا ً پاکستان له طالبانو او القاعدې سره پتييلې وي چې د اسامه بن لادن په مشرۍ ( که پښتو يې اوس زده وي) يوه ګډ ه اسلامي
دارالخلافه رامنځته کړي، چې وروسته نور عربي او غيرعربي اسلامي ګاونډي هيوادونه دخپل ځمکنۍ پشپړتيا په ساتلو سره هم ورشاملېدای شي
بايد د افغانستان خاورې په کې تر اباسينه د خپل تماميت
رسميت ترلاسه کړی وي او د لوی افغانستان په لاس کې دارالخلافه سياسي واکمنۍ پاتې کېدل په قانوني توګه تضمين شوي وي ![/color:08b4bca036]
Shir Baz
18.09.2010
که دوی وايي چې په غیر پښتون مېشتو سیمو کې ښايي طالبان هومره په زور کې نه وي څومره چې په پښتون مېشتو سیمو کې دي او ښايي په شمالي ولایاتو کې امریکايان لږ د ارامۍ احساس وکړي، خو داسې معلومیږي چې طالبان په تاجیک مېشتو او ازبک مېشتو سیمو کې هم دومره زور لري چې امریکایان د ارامۍ ساه اخیستو ته پرېنږدي.
د یوې ولسوالۍ په بشپړ ډول فتحه کول، او هغه هم بیا په داسې یو ولایت کې چې طالبانو د خپلې واکمنۍ پرمهال هم ترخپلې ولکې لاندې نه وه راوستی، دومره اسانه خبره نده او ډیر زور ته اړتیا لري. په لاندې راپور کې لوستی شئ چې طالبانو د بدخشان ولایت د تګاب کشم ولسوالۍ تر خپلې ولکې لاندې راوسته، داسې راپورونه د افغانستان د تجزیې امکان او شونتیا زما په فکر کمزورې کولی شي او ښايي امریکایان دېته اړباسي چې په دې طرحې باندې هم بیا کتنه وکړي.
[color=blue:a62ba30f2f]تازه خبر : دتګاب کشم ولسوالي مجاهدینو فتحه کړه
شنبه, 18 September 2010 12:46 ذبیح الله مجاهد
له سیمې نه دمجاهدینوپه رالیږل شوی خبر کې راغلی نن سهار پنځه بجې دبدخشان ولایت دتګاب کشم ولسوالی مجاهدینو له شدیدې جګړې وروسته فتحه کړه خبر زیاتوی دولسوالی پر مرکز او نژدې امنیتو پوستو باندی نن سهار وختي پنځه بجې مجاهدینو یو لړ پراخ عملیات پیل کړل چې تر اوو بجو پورې یې دوام درلود وروسته له دوه ساعت مقاومت وروسته په ولسوالی کې میشتو امنیتی عسکرو دتیښتې لار خپله کړه او مرکز یې تخلیه کړ،
په خبر کې راغلی اوس مهال دولسوالي په اطرافو کې جګړه روانه ده[/color:a62ba30f2f]
http://shahamat.info/index.php?option=com_content&view=article&id=3830:2010-09-18-07-46-16&catid=1:news&Itemid=3
تاسو په شمال کې د طالبانو مزاحمتونه، او ددوی په لاس د بسته ولسوالیو نیول د افغانستان د تجزیې د طرحې په ضعیفولو او له منځه وړلو کې څومره اغیزمن بللی شئ؟؟ آیا که په شمال کې د طالبانو حملې په دولتي او بهرنیو سرتیرو زیاتې شي امریکایان به مجبور نشي چې د تجزیې په اړه خپلې نقشه کې تجدید النظر وکړي؟؟
عنوان
spinkar
18.09.2010
شیربازخانه طالبانو دخپل قدرت په وخت کی ټول افغانستان نیولی و مګر پنجشیر کی نه وه٠
نن یوه ولسوالی نیول او نه نیول به دومره اثر ونه لری لکه ټول افغانستان٠
دیوی ولسوالی نیول دیته داخلی ناارامی واې٠
دا مشکل په مرور دزمان سره حل کیږی٠
چه څومیاشتی اقتصادی بندیز ې په ولوګلو نو ښځی او نر به ې په خپله تسلمیږی٠
اما یو ملی پاڅون په ټوله خاوره کی دیوی قوی ارادی سره څوک نه شی ماتولی او ځانته ې نه شی تسلیمولی٠
نن دیو افغان په نوم له شماله تر جنوبه او له شرق نه هم تر غربه یو ملی قیام په کاردی٠ اوددی لپاره یو میرویس خان په کار دی ،دمیرویس خان وینه ددی ملت دبچیو په رګو کی شته او زه تاته ډاډ درکوم چه دا خاوره هیڅوک نه شی خوړلی په غیر له افغانه٠
ولسوالی ې ونیوله ، ډزه ې وکړه ، پلانی زخمی شو، دا ټول یومیه حالات دی دا حال به تر هغی پوری روان وی تر څو چه اشغالګر وی ٠
زه نه کمونیست پیژنم نه مجاهدپیژنم نه طالب پیژنم،زه فقط او فقط یو ځپلی او وطنپال افغان پیژنم ٠
او دا ځپلی افغان باید پوه شی او سره یو شی او یو ملی پاڅون وکړی ٠
دادنجات لاره ده نور به ددوی په ژوند او ناموس دغه لوبی بس وی٠
ملته زما غږ اوری په مرګ خو مری تاته څه نه دی پاتی بیا سره یو شی ،داخلی او خارجی دشمن ته یو ځلی قربانی ورکړی ، ددی لپاره چه یو یو درکی ووژنی٠
نن ورځ داتحاد ده خدای ته وګوری او که نه اولادونه به مو غلاما ن پاتی شی ٠ جنګسالاران مو تر ابده نه شی اعاشه کولای دځان ساتلو لپاره،دوی به دخپلو اعمالو سزا وینی او تاسوبه ورته خړ خړ ګوری،پس راشی ددوی دباډیګارډی نه لاس واخلی او او د خپلو ځپلو وروڼو سره یوځای شی٠
هیڅوک مو دوست نه دی په غیر له خدایه او خپل مټ نه٠
نور پوه شی٠
خدای مو مل شه٠