د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

دوطن ورانولو د (جشن !) لمانځنه

بصيرشينواری
27.04.2004

.......................................د وطن دورانولو د (جشن !) لمانځنه
[color=darkred:bf1648cbb8]په دي کې هيڅ شک نشته چې زموږ دهيوادوالو په ژوند کې ترټولو لويه غميزه د١٣٥٧کال د ثور يا غويي د ٧مې څخه پيل شوه او حتې تر اوسه هم دوام لري . په دغه موده کې دجګړي په اورکې زموږ په لکونو خلک ووژل شول هيواد مو وران شو او دهيواد مادي او معنوي شته مني مو خاورې او ايرې شوه . دهيواد او دهيواد دخلکو دکلتور اوفرهنګ ، رسمونو او رواجونو، دين او عقيدې باندي يوې سترګې پټونکې ډلي قدرت تر لاسه کړ او دروسانو د پيخو په کولو يي زموږ هيواد او هيواد وال د ډيرې ستري بدبختي کندې ته ورګوزار کړل . دروسانو مخامخ تيري دا غميزه تر اوجه ورسوله او د وژنو اوورانولو چټکتيا يي څو چنده نوره هم زياته کړه او په ميليونونو خلک مجبور شول چې خپل هيواد پريږدي او په پرديو هيوادونو کې خواره واره ، در په در او خاوري په سر شي . چې دا په اصطلاح دا نقلاب دوهمه او تکاملي !برخه وه ځکه چې په دي تکاملي مرحله کې قطبي ايږانو د خپل ټول جګړه ايز ماشين سره زموږ په هيواد راودانګل او غوښتل يي چې خام يي تير کړي خو ...[/color:bf1648cbb8]
[color=darkblue:bf1648cbb8]څنګه چې دي انقلاب د افغانستان په ورانولو او افغانانو په تباکولو کې د غښتلتيا دوه پړاونه درلودل نو په همدي ډول زموږ دي ستري غميزي هم دوه پړاونه درلودل . څنګه چې مخکې مو وويل ددي غميزي لومړی پړاو که د ١٣٥٧ کال دغوايي ٧مه نيټه وه نو زه فکر کوم چې دوهم پړاو يي د ١٣٧١ کال د غويي د٨ مه نيټه ده . کيدي شي زما دا نظر دځينې خلکو خوښ نه شي خو دواړو انقلابونو يو ډول پايلي درلودي چې هماغه د افغانانو د قتليدو او دهيواد ورانيدو دوام ؤ . [/color:bf1648cbb8]
[color=brown:bf1648cbb8]ددې دوو پړاونو ځيني توپيرونه دا ډول وو :
_ لومړې دوره کې جګړه د بهرنيانو او دهغو دمزدورانو په وړاندې وه خو په دوهمه دوره کې جګړه دچوکې دساتنې او لاس ته راوړنې وه بل هيڅ هدف پکې نه وو .
-لومړې دوره کې زياتره کليوالۍ سيمې دپرديو دبمونو اوتوغنديوپه اورکې وسوي خو په دوهمي دوري کې داجګړه ښارونو ته راوغځيده او ښارونه په دي اورونو کې لولپه شو . کابل تقريبا ټول وران شو او کم تر کم 80000 نفرو يواځي په کابل کې په دي چوکې جګړه کې خپل ژوند دلاسه ورکړ .
-په لومړي دوره کې په نسبي ډول د جګړې کرښي څرګندي وي او ډيری جنګونه په همدي کرښوکې تر سره کيدل خو په دوهمه دوره کې کوڅه په کوڅه او حتی کور په کور کې جنګ وو .
-په لومړې دوره کې زموږ کليوالي شته مني زراعت او مالداري د مينځه لاړل خو په دوهمه دوره کې ټولي ښاري شتمنې ، ټولي اقتصادي ، فرهنګې ، پوځې او ټولنيزه شتمني خاوري ايرې شوه .
-په دوهمه دوره کې موږ هغه نسبي اتفاق چې تر دغه مهال په افغانانو کې موجود وو دلاسه ورکړ دهيواد په خلکو کې بيشانه قومې ، سيمه ايز او ژبنی نفاق پېدا شو چې تر اوسه هم دا نفاق په خپل زور پاتې دي . او دا زما اود ډيرو نورو په اند ددي تورې دوري دډيرو نورو تورو کارنامو يوه تر ټولو ستره کارنامه وه چې ښايي په داسي أسانې يي علاج ونشي . هيره دې نه وي چې ځينې اشخاص چې ددي قومې ، سيمه ايز او ژبنې تعصب درامنځ ته کولو او دې اور ته دلمن وهلو اوپه نتيجه کې 12کاله دهيواد دورانې او لکونو بيګنا خلکودوژنې اصلي او پاخه عاملين دي او ؤ د جناب کرزي صاحب لخوا ددوي د دې خدمتونو !!!! په وياړ دډول ډول لقبونو او چوکيو خاوندان هم شو لکه ( مارشال !!!!!!!) ( ملي ؟؟؟؟؟؟ اتل !!!) اوداسي نور ..

نو خبره دلته وه چې دواړه نوموړې نيټې زموږ دهيواد په ټول تاريخ کې د تر ټولي غټې غميزي لومړې او دوهمه دوره وه . دواړه ډيرې سره ورته دي ددواړو په ترڅ کې افغانستان وران شوی او افغانان وژل شوي او په زرهاوو بلکه په لکونو خلک دهيواد او خپلو کورونو پريښودلو ته مجبوره شو او ټول انساني حقوق يي تر پښو لاندي شوي دي په دواړو دورو کې د ډله ايزو وژنو پيښې شته اوبلاخره ددواړو دورو دعاملو لوبډلو شاته بهرنې لاسونه و. خو داچې نن په يو تورتم باندي دبل تورتم برياليتوب لمانځل کيږي ډيره د حيرانتيا خبره ده .
داوخت به هم تير شي لکه د کمونستانو چې تير شو او نن هرسړی په أسانې دهغوي په باب قضاوت کوي خاينين اوقاتلان يي بولي او محکمه کيدلو غوښتنه يي کوي نو داسي ورځ هم راتلونکې ده چې ننني زورور چې په قدرت دخيټې اچولو جشن لمانځې هم دداسي يو حال سره مخامخ شي او دخپلو کړو ځواب ووايي...
[/color:bf1648cbb8]


نقاد
29.04.2004

شينواری وروره سلامونه مې ومنئ او هرکله راشئ !تاسو ډيره ښکلې ليکنه کړې ده ، خدای دې وکړي چې ټول افغان تل په خپلو ښو ليکنو ښکلی او بډای کړئ. زه يې په تاييد همدومره زياتول غواړم چې مشروعيت پر هر رژيم د قضاوت معيار ، بيلګه اومحک نيولی شو . د مشروعيت لرل ، نه لرل ، ورته نږدې کيدل او ترې ليرې کيدل، پر ضد يې حرکت کول او دوښمني ورسره لرل ، دا ټولې بيلې بيلې درجې دي چې پ ديموکراسۍ کې يې له مخې په تيرو او نورو رژيمونو قضاوت کيدای شي . د مشروعيت د معيار له مخې د ترکي ، امين او دملي خاين ببرک کارمل رژيمونه بيلابيل د نجيب الله پورې نامشروع، ديکتاتور او د پردو ګوډاګي رژيمونه وو، دغه راز د مجاهدينو او طالبانو واکمنۍ هم نامشروع ، د پرديو د ﻻس ﻻسپوڅي ديکتاتوري او خود سرۍ او ځينې يې له ملوک الطوايفي واکمنۍ شکل درلود . وسنی رژيم هم د امريکا له ګوډاګي توب څه ﻻ راوتلی نه دی، خو د مشروعيت خواته هلې ځلې کوي . ځينې هلې ځلې يې بريالۍ او ځينې نورې يې بيا له ماتې سره مخامخ دي.
يو علت يې هم دادی چې د مخکينيو نامشروع رژيمونو د شرم توکي په کې د واک او ځواک خاوندان دي . والسلام


م ن غروال
30.04.2004

ښاغلئ شينوارۍ صاحب د نيکو هيلو په بدرګه هيلمن يم سلامونه مې ومنئ !
لومړئ ورور تل ښاغلئ پاڅونوال صاحب دي چه د قدرمنو ليکوالو او نوو ورورڼو ته ښه راغلاست وايي٠ تر کومه ځايه چه مو ليکنه د افغانستان د څو ترخو لسيزو په عيني حقايقو ولاړه بنسټيزه لاره لري مونږ ته اميد راکوي چه د هېواد د سولې او افغاني ولسواک هېواد جوړېدو او په هېواد کي د ملي امنيت او شتمنيز پرمختګ او افغاني سياسي تئورتي په بيرته لاس راوړلو سره به د مونږ د لارې ملګرئ وئ چه د ټول افغان پاڼې د ﻻ ښکلا مؤجب به کيږي نو پدې وسيله ځانته ددې حق ورکوم چه تاسو ته د زړه له کومې هر کلۍ ووايم او ستاسو د ﻻ حق جانبه ليکلو سره به د وطنپالو ورورڼو او خويندو د وطنپالنې مينه ماتيږي٠ ستاسو د ﻻبرياليتوب په هيله !
په درناوې
ستاسو ورور غـــــــروال


بصيرشينواری
02.05.2004

ډيرو درنو او ښاغلو وروڼو پاڅونوال صاحب او غروال صاحب سلام ![color=darkred:eefb1b3ac3]
وروسته دسلامه _ باور وکړئ چې ستاسي تود او وروروليز هرکلي ډير زيات خوشحاله او ډاډه کړم اوله دي کبله زه ډير زيات ستاسي منندوي يم . همدا ډول له تاسي څخه هيله لرم څنګه چې مو زه زما د ليکنود ښو اړخونوپه يادولو ونازولم نو همدارنګه که زما په ليکنو کې تاسي ته څه فکري يا هم ليکنيزي نيمګړتياوې ښکاره شي نو مهرباني وکړئ ما متوجه کړئ . زه به نور هم خوشحاله شم .

د((ټول افغان )) په همدغه څانګه کې خو په يو بل بحث کې يو ورور د پخوانيو کمونيستانو لپاره د مړ ښامار او د مجاهدينو له نوم څخه دګټه اخستونکو اوسنيو داړه مارانو لپاره د ژوندي ښامار اصطلاحات کارولي وواوهم يي د مړ ښامار سره د مقابلې پر ځای د ژوندي ښامار سره ډغرې وهلو غوښتنه کړې وه چې زما په اند دا ډير په ځای، علمي اوواقعبينانه غوښتنه ده . کمونستانو چې هر څه وکړل په رښتيا هم د هيرولو نه دي خو که د يوې بلې زاويي څخه دې واقعاتو ته د عقل ورونه پرانيزو نو وينو چې دغه ټول اوس د ماضي يا تير وخت پوري تړلي او په خپل وخت به دهغه چا سره چې د وطن په ورانولو او د هيوادوالو په وژلو کې يي لاس درلوده څنګه چې په کار ده معامله وشي .
موږ بايد نننيو واقعياتو ته سترګې پرانيزو او هغه خطر ته ځير شو چې همدا اوس يي زموږ او زموږ د هيوادوالو په غاړه کې رسې اچولي او هره شيبه مو د ټيټوالي او نيستې کندي ته ورنږدي کوي . د 65٪ فيصده څخه 38٪ ته دپښتنود شته والي راښکته کول ، د طالبانواو القاعدې په نامه په هر ځای کې د پښتنو ځپل او بي پته کول ، د هيواد د شماله څخه د غټ شمير پښتنو شړل اود هغوي په مال او عزت تيری کول ، په لويه جرګه کې د پښتنو څخه دهغوي حقوق اخستل، دهغوي د اکثريت والي څخه سترګې پټول او د نړې د ټولو هيوادونو د قانونونو پر خلاف دهغوي د ژبۍ څخه د ملي والي د طبيعې ځانګړتيا اخستل ، همدا اوس د هغوي ژبۍ ته د دولت او کرزي په سويه په ټيټه سترګه کتل او پر ځای د اقليت د يوې ژبې حاکمول ، د پښتنو ضد اشخاصو په دولت کې ځای پر ځای کول ، د پښتنو ضد قومندانانو حاکميت په هيواد کې ، د پښتنو په واقعې ستونزو سترګې پټول او په عوض کې لږکيو ته د بي شماره امتيازونو ورکول چې تر ټول تازه يي يوي عادي او غير مستحقې ولسوالي ته دولايت مقام بخشش کول او داسي ډير نور او نور چې دا لړې روانه ده او پای يي نه معلوميږي هغه ښکاره او رښتينې خطرونه دي چې ګام په ګام زموږ د خاموشي څخه په ګټه اخستنه موږ د ورکيدلو خوا ته بيايي . نو زما په اند راځئ د دي پر ځای چې د مړ ښامار په کوتک وهلو خپل وخت تير او اينرژې مصرف کړو خپله ټوله پاملرنه اوسنې او واقعې ښامار ته چې همدا اوس زموږ سر ته ولاړ دي واړوو او تر څو اوبه د ورخه نه دي اوښتي د خپل خلاصون لاري چارې ولټوو .
بايد هير نه کړو_ چې هر وخت چې وي خو موږ ته دا زده کول په کار دي چې د چا حق ونخورو خو چاته هم د خپل حق د خوړلو اجازه ورنکړو . که دا چاره مو زده کړه نونه به دځان او نه به هم دنورو په وړاندي ملامته يو . خپل نوم اوحيثيت به مو چې دامهال د ډير غټ خطر سره مخامخ دي ساتلي وي او سبا به خپلو ماشومانو ته د هغوي د پوښتنوپه وړاندې په هسکه غاړه دځواب ويلو جوګه واوسوکنه نو ............ خپله اټکل وکړئ !
په ډير درناوي ................... بصـير شينواری[/color:eefb1b3ac3]


م ن غروال
02.05.2004

ښاغلئ شينوارۍ ورور سلام
له اند سره مو موافق يم او دا نيمګړتياوي او ستونزې له بده مرغه لرو چه د تېرو څو کالو د افغانانو د اعمالو زېږنده ده٠ له ټولو مهم اصل د دا ډول ستونزو د حل لاره علمي تګلاره ده چه بايد ووهل شي٠ که څلورو خواته کتل او دهغه پيژندل نه وي لاره به ګرانه وي چه پيدا شي٠ او په لارې د تګ مثبت او منفي يا ګټې او تاوانونه که د سنجش غور پاملرنې مصلحت او د فکر له ژرندې ونوځي نو تګ په دغه لار به هرومرو هم ستونزي لري او هم به تګ ګران وي او دا به هم حتمي وي چه خپل هدف او بري ته به نه رسيږي٠ او له بد څخه بدتر چه په بلاګانو او خامارانو به سړۍ اوړي لکه چه واوړيدو٠ زما په اند د اوسنيو ستونزو د حل چارې د تېرو درو ترخو لسيزو ته د پام او په هغه د فکر اړتيا حتمي ليدل کيږي، ځکه دا هغه اصل دي چه د ستونزو او په خامار د اوړېدو بنسټ پلاس راکوي٠ يعني دا له اصلي او بنسټيزو چارو څخه دي چه پيدا کړو چه څرنګه او ولې په دغه لوی غم يا پدغه لوی خامار واوښتو٠ نو هله به وي چه مونږ به لا اقل دا لاس ته راوړي وي چه اوس څه وکړو چه که نن وي که سبا چه له دغه غميزي او مصيبت او خامار څخه خلاص شو، او که نه نن وشول نه سبا، نو لا اقل دا خو به مو کړي وي چه د راتلونکي افغان ملت نسل ته مو اغزي په لاره نه وي کرلي چه د مونږ غوندي دوي هم په بلاګانو او خامارانو واوړي٠ زه داسي عقيده لرم او ايمان لرم چه علمي لاره همدا ده٠ او که داسي وه لکه بعضي وروڼه چه صرف د جهاد نارې وهي نور نو يي الحمدالله نه په فلسفه خبر دي او نه هم په مرام، نه يي شرايط پيژني او نه هم تکتيک، نه د جهاد په لاره په تګ پوهيږي او نه د هغه په لوړ کلتور، نه يې دا مغزو کي ګرزي چه لسګونو زرو شهيدانو سرمايه څه شوه او ددوئ هم هغه لوئ وياړ، نه پدي خبر دي چه ولې وشول چا وکړل او ولې او څرنګه کاميابه شول او زه ولې او څرنګه ناکامه، ملت څه تمه کوله او څه مو ملت ته پلاس ورکړل، او ٠٠٠٠٠٠٠ نو بيا هم زه په دې عقيده يم او ايمان لرم چه مونږ خو به خامار خامخا رالاندی کوي بلکه خامار نه چه خامارونه به په پېړيو د افغان مسلمان وياړلۍ ملت د پښو لاندي کوي او هغه نسل به مونږه هريو په نهايت زشت او منفورو نامو محاکمه کوي٠
لدي امله زما زيار تل دا دي چه نه د چا پلوي وشي او نه هم څوک وغندل شي بلکه تل وکتل شي چه څه شوي دي او ولې، او نتيجه يا زېږنده يي څه وه او اوس څه په وس لرو کوم اقتصادي نظامي او مسلکي پرسونل امکانات لرو ، په کومه لار او څرنګه په کوم تکتيک کوﻻی شو خپل هدف ته ځانونه ورسوو٠ له چا سره څرنګه ريښتيا درواغ ووايو او راز ترې پټ کړو او چاته د زړه حال ووايو او ريښتيني مټې يې وګرځو او هم يي ريښتيني مټې وبولو٠ کوم بهرنۍ سياست ولرو او کوم هم کورنۍ، چه دا ټول هر يو علمي لارو ته اړتيا لري چه ګام په ګام خپل ټول امکانات په هره برخه کي جدي په پام کي ولرو او ګام په ګام خپلي سياسي اقتصادي ګتې مدنظر ونيسو٠ که نه نو تګ بيا د پټو سترګو دي چه زه يي بيا د لارې ملګرۍ نه يم٠
نو ښاغلئ شينوارۍ صاحب زما ليکنې که مو چيرته له سترګو تېرې شوي وي نو د ستونزو د حل په اړه تل يادونه شوې ده او تل مې همدا غوښتي دي چه بايد لاره علمي وي نه په احساساتو او نه هم د اسلام مقدسو نامو څخه تنظيمي او حزبي ناوړه ګټه پورته کولو ﻻر٠ هيلمن يم چه تر يوځايه مي ستاسو د قناعت وړ کرښې ليکلي وي٠
په درناوې
ورور مو غروال


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more