نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
يوه ډېره جالبه قصه
و.افغان
12.09.2010
درنو او محترمو وروڼو!
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته.
قيصه ډېره جالبه ده، پرون راته يو نوميالي افغان قومندان، د مولوی يونس خالص
رحمه الله له خولې رانقل کړه.
دوست مې راته وويل، چې مولوی صاحب يونس خالص ورته دا قصه په 1992
کې کړېده، چې:
په 1987 کال کې جنرال ضياء الحق، د اوو تنظيمونو رهبران اسلام اباد ته وروغوښتل،
هغه له دوی سره اهم مجلس لرلو، هغه څلور کسه: انجنر حکمتيار صاحب، استاذ رباني
صاحب، مولوی يونس خالص رحمه الله او استاذ سياف په يوه کوټه کښېنول، او
درې نور: ګيلاني صاحب،محمد نبي صاحب، مجددي صاحبان يې په بله کوټه کې
کښېنول.
مولوی صاحب يونس خالص وايي، چې انجنر صاحب په مجلس کې زما د مشرۍ
احترام ساته، د سياف سره يې هم ګوذاره کوله، خو په رباني غريب ډېر ګرم ګرم ورتلو، هغه بېچاره
به له وېرې لکه پېشو په چوکۍ کې راټول شو.
مولوی صاحب يونس خالص وايي چې: جنرال ضيا زمونږ خوا ته راغی، او په مجلس
يې پیل وکړ، مونږ ته يې وويل: که رښتيا را باندې وايئ، نو هغه درې نور زما په
زړه نه دي، زه غواړم، چې همدا تاسې څلور واړه د افغانستان د رياست په چوکۍ
کښېنئ، هر يو شپږ شپږ مياشتې حکومت وکړئ،هغه نورو ته ووايئ، چې له دغې
مودې وروسته به ستاسې نوبت وي، تاسې سره اوس اتحاد وکړئ، خير ستاسې د څلورم کس د دورې د ختمېدو په
وخت کې به تاسې څه ګډوډي جوړه کړئ، او په ترځ کې به يې دغه اتحاد مات شي، چې
هغو نورو ته د حکومت کولو موقع په لاس ورنشي.
زه د يوه دولت د وزير اعظم سره ملاقات لرم،او دوه ساعته وروسته راځم، چې تاسې
سره خپلمنځو کې سلا شوي اوسئ، او يوې نتيجې ته رسيدلي اوسئ.
جنرل ضيا لاړ، دې وخت کې سياف د قضاء حاجت لپاره تشناب ته لاړ، انجنر صاحب
له فرصت نه په استفادې د رباني خوا ته نږدې شو، او پټې خبرې يې ورسره پيل کړې،
ما نور څه وانورېدل، البته دومره مې تر غوږو کېدل، چې رباني ورته ويل: ميفامه،
البته هغه ورته ويلي وو: چې دا سياف ډېر يو چلي انسان دی، د عربانو ټولې پيسې
همده ووهلې، که دا سړی رامخې ته شو، نو زمونږ ټولو ته خير نشته، بيا به زمونږ
لپاره په دغې چوکۍ کښېناستل ستونځمن وي.
داسې يوه لاره به جوړه کړو چې مونږه درې کسه به په ده ځان مخکې کړو،
دی به څلورم شي، کله چې د درېم کس دوره ختميږي، يوه ګډوډي به رامنځ ته کړو،
چې په ترځ کې به يې اتحاد مات شي، رباني ورته غلي غلي ويل چې: ميفامه،
په هر حال زما خواته راغی: ما ته يې هم دا خبرې وکړې، نو ما ورته وويل: دا ناځواني
ده ، زياتی دی، ښه کار نه دی، په هر حال زه يې هم دېته مجبور کړم، چې ورسره ويې
منم، سياف لا له حمامه نه وو راوتلی، تقريبا 15 دقيقي وخت يې واخيست.
انجنر صاحب ته مې وويل، چې څه چل ورسره کوې؟، هغه وويل: چې مونږ درې کسان
به نومونه په پچه کې وليکو، او د سياف نوم به په څلورمه پچه کې نه ليکو، په دې وخت کې
سياف له حمامه راووت، سياف ته انجنر صاحب د قرعه کشۍ عرض وکړ، سياف
وخندل چې او خلکو!، چې څه چل مو راته نه وي جوړ کړئ، بيا يې هغوی ته وويل: دا
خو زياتی دی، چې هغو نور درې رهبران مونږ سره په پچه کې نه وي موجود، په هر
حال غاړه يې کېښوده، چون چې سياف له بهر نه کوټې ته راغی، نو هغه ته يې واک ورکړ چې پچه پورته کړي، مخکې له دې سياف هغوی ته وويل:
چې يوه سپينه پچه به هم له نورو پچو سره ملګرې کړو، په دې وخت کې پچې انجنر
صاحب پر ځمکه واچولې، سياف چې يوه دانه پورته کړه؛ نو هغه سپينه وختله، انجنر
صاحب رنګ وواهه، چې اوس دا بله ورپسې سپينه راونه خيږي.
دې وخت کې
سياف وويل: ملګرو، مونږ له هغو نورو سره زياتی وکړ، دا سپينه پچه دا وايي، چې
په مونږ څلورو کې يو کس هم د دې مشرۍ لايق نه دی.
په هر حال ، دويمه پچه يې پورته کړه، د رباني نوم په کې وخوت، د هغه خو شپږ
مياشتې کره شوې، درېيمه يې پورته کړه، د مولوی صاحب يونس خالص نوم په کې
راووت، د هغه هم شپږ مياشتې کره شوې، په دې وخت کې سياف وويل: چې اوس
ميدان د ماما او د خوري دی، وايي چې: د سياف مور خروټې ده، او انجنر صاحب خپله
خروټی دی، په دې وخت کې چې څلورمه پچه پورته شوه، نو د انجنر صاحب نوم په
کې راووت، انجنر صاحب کوښښ وکړ چې پنځمه پچه د سياف له مخې لرې کړي، چې
هغه يې خلاصه نه کړي، او ورته ويل ويې ويل چې: ته په مونږ ټولو کې وروستی شوې،
په دې وخت کې سياف شله شو، او هغه پچه يې خلاصه کړه، نو هغه سپينه راووته،
په دې وخت د انجنر صاحب حالات ډېر خراب شول، او سياف د درېواړو په رټنه پيل
وکړ، چې تاسې د يو دولت د لېډر شيپ په پايه خلک داسې يو ناځوانه حرکت کوئ،
هغه هم، د رياست جمهوري د چوکۍ په پچه کې؟؟
رباني ژر حکمتيار ته وويل چې: ما نمیګفتم که ميفامه، مولوی صاحب وايي: ما ورته وويل، چې ما درته ونه ويل: چې دا نا ځواني ده، ښه کار نه دی، په هر حال، انجنر له ټولو په زاريو وغوښته چې دا خبره پټه وساتي، د اطمئنان
په خاطر هر يوه ورته قسم وکړ، رباني هم قسم وکړ، مولوی صاحب وايي چې ما قسم وکړ،
چې تر 5 کلونو پورې به دا قيصه بل چا ته نه کوم، سياف هم ورته څه وويل، څه وخت
وروسته جنرال ضياء په خپل معين وخت راغی، د انجنر صاحب حالت يې چې وليد،
نو ويې پوښته، چې څه صحي تکليف خو ورته نشته، څنګه داسې غير طبيعي بريښي،
دوست مې راته وويل: چې زه څه وخت وروسته پغمان ته د سياف خوا ته ورغلم، نو
له هغه مې د دې قصې پوښتنه وکړه، نو هغه په خندا شو، او راته ويې ويل: چې ما په
هغه مجلس کې قسم خوړلی وو، چې په ناستو درې کسانو کې چې لومړی دا خبره
له چا نه وي وتلې، زه يې چا ته نه کوم، دا چې مولوی صاحب خالص کړېده، نو زه به يې
اوس درته يو ځل بيا وکړم.
نو استاذ سياف دا قصه يو ځل بيا په دقت سره په خپلې پغمانۍ طريقې په ډېر ښه
انداز کې تمثيل کړه، د استاذ سيد محمد په نوم يو کس په مجلس کې ناست وو،
نو سياف ته يې وويل: چې او استاذه، دا تاسو رهبران هم لکه د ماشومانو په رنګ
کارونه کوئ، دا کوم د تروو ګلاس وو چې تاسې پرې قرعه کشي کوله؟ او داسې
درغلۍ مو په کې کولې؟
سياف وويل: چې همدغه وجه وه، چې زه د اتحاديې رئيس شوم، او د مجاهدينو
د حکومت د کابينې د جوړولو مسؤوليت هم زما په غاړه شو.
اوس تاسو ګرانو لوستونکو! ووايئ! چې له دې واقعي قصې څه خوند وکړ، او که نه؟
په درنښت
وصيل پېروز
13.09.2010
السلام عليکم
دروندوهاج صاحب ! په کيسه کي خوکوم خوندنه وومګرله دې پرته چي له دحکمتيارمجرمه څېره نوره هم بربنډه شوه . اصل حقيقت خودادی چي زماپه فکرله خالص رحمه الله پرته نورهيڅ يوهم داسلامي احساس له مخې نه جنګېدی بلکي ټول دواک نشې اخيستي ووچي وروسته ددوئ اهداف، مقاصداونېتونه نورهم ښه راڅرګندشول .
همدادوئ ووچي زموږګران وطن يې لوټې لوټې اوپرپردوهيوادونويې خرڅ کړ، همدادوئ ووچي پردي هيوادونه يې په افغانستان کي لاس وهنې ته پرېيښي وو، دوئ ځانونه ديوې نانځکې په څېرکړي ووچي دخپل ځان اختياریې نه درلودبلکي هرڅه دپاکستان له لوري ترسره کېدل دپاکستان امرهمدوئ دالله امرګڼلی وو.
پاکستان تل له افغانستان سره خپل ګاونډيتوب نه دی پاللی بلکي پاکستان په افغانستان کي هغه حکومت غواړي چي ددوئ تابع وي که يې لږله طبيعته چپ شي نوبيايې پرضدله هیڅ کړنې څخه مخ نه ګرزوي .
زموږهيوادسره جهان چلــوي کـــراس پــــاليســـي
کافرخوپرېږده مسلمان چلــوي کراس پـــاليســـي
اول هجرت کي ډېره ګټـه وه خوشحـــال ووراتـــــه
نن په نس موړشوپاکستان چلوي کراس پاليسي
همدې خائنانوتل په افغانستان کي درښتني اسلامي حکومت دراتلومخه نيولې ده اوکوشش یې کړی خپل چي په کومه طريقه ترلاسه کېږې له هغې لارې يې لاس ته راوړي اوحکمتيارخواوس داسي فکرکوي چي زه به اوس له حديثوڅخه په انکار دنوروملاتړجلب اوواک ترلاسه کړم خوداارمان به ان شاء الله ګورته ورسره يوسي .
نورهيڅ نه شوويلای صرف دابه کافي وي چي الله دي دهغوکسانوجهادونه قبول کړي چي په نېت کي يې يوازي دالله رضاوه .
په نړۍ په ځانګړي ډول په ګران هيوادکي
درښتني اسلامي حکومت په تمه
ډاکټر څپاند
14.09.2010
دوى سره يو ځی هميشه د
اسلام دمقدس دين نه په غلطه استفادي سره دپاکستاني کرنيلانو له لاري د
انګريز غلامان ول او دي،نو دکرزي يا ملا اومر نه څه ګيله؟
Abdulhadi Hairan
15.09.2010
دا ټول د ضیالحق خبیث ناجایز اولادونه ول. اخر انجام به د دې ټولو بیا هم د ناپاکستان په لاس مرداریده وي
و.افغان
15.09.2010
حيران صاحب:
هغه د دوی نه مخکې چې وو، په هغوی ولې خوله پټه نيسي، او که هغوی درته د
برژنف،ګورباچوف او بورسيلسين جايز اولاد ښکاريږي. :) :)
په درنښت
15.09.2010
[quote:2f1ae93c2b]دا ټول د ضیالحق خبیث ناجایز اولادونه ول. اخر انجام به د دې ټولو بیا هم د ناپاکستان په لاس مرداریده وي[/quote:2f1ae93c2b]
حيران صيب وايي چې له ښو ښه تر او له بدو بدتر شته، ښه ،ښه تر او ښه ترين به د امان، ظاهر او داود په دورو کې لټوو، له داود وروسته وار بد، بدترو او بدترينو ته رسيدلی ، خو ته راته دا روښانه کړه چې په دې پورتنۍ جمله کې دې ولې نه دي ويلي چې پاکستان بی نو د کومې ډلې د واکمنۍ پواسطه وژني ؟
عادل عادل
15.09.2010
سلامونه
اوریدلي مې دي چې یو ځل حکمتیار صیب د کومې خوا نه پیښور ته راروان وو، نو په پیښور کې یې د هغه وخت د تنظیم یوه مهم غړي ته (نوم یې نه اخلم) ټلیفون وکړ چې "ایرپورټ" ته ګاډي راولیژي، نوموړی کس دده د تشریفاتو مسوول ته زنګ وهي او ورته امر کوي چې زر تر زره "هریپور" ته ځانونه ورسوئ چې مشر مو انتظار کوي.
یو ساعت وروسته حکمتیار صیب هوایي ډګر ته رسي چې ګوري ګاډي (د سورلی موټر) یې نه دي راغلي نو بیا همغه ښاغلي ته ټلیفون کوي او ورته مالومیژي چې ګاډي دده د کره پښتو له برکته هریپور ته تللي دي :lol:
ارسلارحماني
15.09.2010
[quote:8a9ae0affa]صل حقيقت خودادی چي زماپه فکرله خالص رحمه الله پرته نورهيڅ يوهم داسلامي احساس له مخې نه جنګېدی [/quote:8a9ae0affa]
خدای پاک دي خالص مولوی صیب ته جنتونه ورکړي خوپدومره ستایني نارزیده څومره چي پیروزوصیل صیب يي کوي. همداخالص رحمه الله نه و چي دلسګونوجهادي رهبرانوسره يي په کعبه کي قسم وخوړچي اتحادبه نه ماتوي اوتنظیم بازي به نکوي؟خوخالص رحمه الله ترهرچامخکي خپل خدای سره غدروکړواودتنظیم بازي ډبره ي کیشوده. اخدای شه پوهیژی چی خالص ولوی صیب به نیت شه و که بد خوپه ظاهراګومان نکوم چي خدای یی دومره په اسانه وبخشي. دوی دخپل خدای په قران باندی لاس کیشودچي اوبیایی دخدای سره خپل عهدمات کړ. دومره جرآت دخدای سره؟!!!!
نوڅرنګه چي په ظاهرادخالص ملاصیب خاتمه شه وه په دي معناچي په ذات البیني جنګونوکي ښکیل نشو. نوخدای د جنتونه ورکړي. اودحکمتیار رباني سیاف مسعوداومجددی دي خدای په هغی دنیاکي هم جهنم په برخه کړي.که دوی هغه وخت دپاکستان ډول ته نوای نڅیدلي پخپله ي افغانان نوای وژلي اویومحکم حکومت ي رامنځته کړای وی نن به طالبانوله مونژه څه غوشتل اوامریکایانوبه له مونژه څه غوشتل؟
خدای دي ټول جهادی رهبران په دنیاکي وشرموي اوپه اخرت کي د خدای له ابوجهل اوابولهب سره یوځای حشرکړي. اودټولوپه سرکي د خدای حکمتیارهم دقیامت په ورځ شرمیدلی راوشیی.
pattang
15.09.2010
[quote:4cf0efc496]حيران صيب وايي چې له ښو ښه تر او له بدو بدتر شته، ښه ،ښه تر او ښه ترين به د امان، ظاهر او داود په دورو کې لټوو، له داود وروسته وار بد، بدترو او بدترينو ته رسيدلی ، خو ته راته دا روښانه کړه چې په دې پورتنۍ جمله کې دې ولې نه دي ويلي چې پاکستان بی نو د کومې ډلې د واکمنۍ پواسطه وژني ؟[/quote:4cf0efc496]
په مړيو کې سړی نه غږيږي ، دمړيو عادت دادی چې سا نه باسي نو هرڅوک چې هر
کار کوي مړي ورته پراته وي خو يو وخت بيا دغه خلک دا مړي په ګور کې خښوي !! دملي يووالي لپاره چا کار ندی کړی ، خوشې خپل وخت يې تېر کړی !
وصيل پېروز
15.09.2010
درنولوستونکو!
السلام عليکم
ارسلا! زه خوفکرکوم چي ته ددې وړنه يې چي دخلکوپه اړه پرېکړي وکړې ته بايدلومړی دځان په اړه پرېکړه وکړې زه خوله الله جل جلاله غواړم چي داستاسوپه څېرڅېري هم په دنيااوهم په اخرت کي داسي وشرموي چي راتلونکونسلونوته يو عبرت شي .
ته يوچاته پردې بدوايې چي هغه يوقسم مات کړی دی خوخپل دې کارته دي تراوسه پام نه دی کړی چي دخپل دين اوخپل مومن اولس پرضددي ټوپک رااخيستی اوداسلام اووطن ددښمنانودفاع کوې .
داستاسي په څېرغلاموڅېروزموږدهيوادله غيرتونوډک تاريخ وشرماوه ان شاء الله داسي وخت رالنډدی چي ستاسي په څېرغداران اوپردي ګوډاګيان به دنجيب په انجام رسېږئ دخپلې پايلې په انتظاردي اوسه .
هغه وخت لنډدی چي له تاسي دمظلوموافغانانواومسلمانانوانتقام واخيستل شي خودادرته وايم چي له دې وروسته ته ددې واک اواختيارنه لرې چي ديوچاپه اړه دښه وبدپرېکړه کوې ورشه ! باداربه دي پردې هم درڅخه خوابدی وي چي خالص ته دي دعاکړې ده . !!!!
لعنة الله عليک
رښتینی
15.09.2010
ښاغلی ارسلا رحمانی په تاسو باندی خلک دمولوی ارسلا رحمانی
ګوکام کوی هغه چی د پکتیا د ولایت یو مخکینی قومندان و او اوس
یی له کرزی سره دیارانی مزی غځولی دی ایا دا ګومان یی سم دی ؟
او که نه تاسو هسی دا نوم ځان ته غوره کړی دی
او یا مو خپل اصلی نوم هم دادی ؟
monir
15.09.2010
سلامونه او ښې چارې!
[quote:86efc6f4ea="م . وصيل پېروز"]درنولوستونکو!
السلام عليکم
ارسلا! زه خوفکرکوم چي ته ددې وړنه يې چي دخلکوپه اړه پرېکړي وکړې ته بايدلومړی دځان په اړه پرېکړه وکړې زه خوله الله جل جلاله غواړم چي داستاسوپه څېرڅېري هم په دنيااوهم په اخرت کي داسي وشرموي چي راتلونکونسلونوته يو عبرت شي .
ته يوچاته پردې بدوايې چي هغه يوقسم مات کړی دی خوخپل دې کارته دي تراوسه پام نه دی کړی چي دخپل دين اوخپل مومن اولس پرضددي ټوپک رااخيستی اوداسلام اووطن ددښمنانودفاع کوې .
داستاسي په څېرغلاموڅېروزموږدهيوادله غيرتونوډک تاريخ وشرماوه ان شاء الله داسي وخت رالنډدی چي ستاسي په څېرغداران اوپردي ګوډاګيان به دنجيب په انجام رسېږئ دخپلې پايلې په انتظاردي اوسه .
هغه وخت لنډدی چي له تاسي دمظلوموافغانانواومسلمانانوانتقام واخيستل شي خودادرته وايم چي له دې وروسته ته ددې واک اواختيارنه لرې چي ديوچاپه اړه دښه وبدپرېکړه کوې ورشه ! باداربه دي پردې هم درڅخه خوابدی وي چي خالص ته دي دعاکړې ده . !!!!
لعنة الله عليک[/quote:86efc6f4ea]
ګرانه وروره م . وصيل پېروز صیب، داسې ښکاري چې تاسې ښاغلي ارسلا رحمانی سره په هر دلیل چې وي شخصي ستونځې لری او د هغه په آدرس پخپلو بدو ردو لیکلو سره نور لوستونکي ځوروﺉ!
پدې هېواد کې هرڅوک د خپل د ځان تجربه لري چې د ضرورت په وخت کې که د چا خوښېږي که نه بیانوی یې.
محترمه تاسې ځان داسې ښییئ چې ګواکې ټول حقیقت له تاسو سره وي. تاسو حقیقت وایئ، تاسې د انتقام اخیستلو صلاحیت دار یئ. اسلام او انتقام؟؟؟
زه خوپدې باور نه یم چې پاک الله(ج) له تاسو سره وي. تاسو خو یو وار سوچ وکړﺉ چې پاک الله ولې ستاسو امارت یې نسکور کړ؟ آیا دا ستاسو د اعمالو نتیجه نه وه چې پاک الله د مظلوم اولس د نجات لپاره پر تاسو په غضب شو او ستاسو امارت یې نسکور کړ؟ یا پدې شیانو معتقد نه یاست؟
که د مانه اورې قاضی کېږه مه ، پرېږده چې خدای بښلی خالص صیب او رحمانی صیب د خدای په وړاندې د خپل ځوابونه ووایی . هسې چې خاتمه مستوره ده څوک نه پوهېږي( تاسې هم) چې څوک حق په جانبه دی او څوک نه!
پرېږده چې خلک په فارومونو کې د خپل د زړه کیسې وکړي!
په درنښت
وصيل پېروز
16.09.2010
[quote:811b3600ed="monir"]سلامونه او ښې چارې!ګرانه وروره م . وصيل پېروز صیب، داسې ښکاري چې تاسې ښاغلي ارسلا رحمانی سره په هر دلیل چې وي شخصي ستونځې لری . [/quote:811b3600ed]
نه صيب زه له ارسلاسره هيڅ ډول شخصي ستونزه نه لرم خبره داسلام ده چي څوک له دې لارې واوړي هغه له مسلمانانوڅخه نه دی ، دې ښاغلي يووخت دطالبانوپه امارت کي دده په وينالوړې دندې ترسره کولې خونن دهغويرغلګروپه څنګ کي ولاړدی چي دالله جل جلاله اودهغه درسول صلی الله عليه وسلم دښمنان دي،دی چي کومې لارښوونې نوروته کوي هغه بايدلومړی ځان ته وکړي .
[quote:811b3600ed="monir"] محترمه تاسې ځان داسې ښییئ چې ګواکې ټول حقیقت له تاسو سره وي. [/quote:811b3600ed]
نه ! حقيقت له ماسره نه شته حقيقت دالله جل جلاله په کتاب اودرسول الله صلی الله عليه وسلم په احاديثوکي دی .
[quote:811b3600ed="monir"] زه خوپدې باور نه یم چې پاک الله(ج) له تاسو سره وي. تاسو خو یو وار سوچ وکړﺉ چې پاک الله ولې ستاسو امارت یې نسکور کړ؟ آیا دا ستاسو د اعمالو نتیجه نه وه چې پاک الله د مظلوم اولس د نجات لپاره پر تاسو په غضب شو او ستاسو امارت یې نسکور کړ؟ یا پدې شیانو معتقد نه یاست؟[/quote:811b3600ed]
ستاله باوراونه باورسره دنيانه نړېږي . دادالله جل جلاله پرېکړي دي چي څرنګه يې خوښه وي هماغسي يې کوي ، نه پرې ته پوهېږې اونه زه چي الله جل جلاله ولي داسي وکړل اونه ددې جوازمااوتاته پاتي دي چي دالله جل جلاله پريوکارنيوکه وکړو ځکه دايمان يومهم جزدادی چي دتقديرپرښه اوبدبه په بشپړډول ايمان لري خونه پوهېږم چي تاته بياچيري دامعلومه شوه چي الله جل جلاله له دې وجې امارت له منځه يووړچي طالبانوبداعمال ترسره کول؟؟؟.
طالبان که هرڅنګه ووخوتردې اوسني حکومت په زرواري هم ښه وو،ګوډاګيان خونه وو،وطن خويې نه پلوره ، له قوم سره خويې غداري نه کوله ،زموږداسلامي دين سپېڅلتياخويې ترپښونه لاندي کوله او... اوس ته راته ووايه چي په دې ګوډاګي رژيم کي تاڅه ليدلي دي؟؟؟.
[quote:811b3600ed="monir"] که د مانه اورې قاضی کېږه مه ، پرېږده چې خدای بښلی خالص صیب او رحمانی صیب د خدای په وړاندې د خپل ځوابونه ووایی . [/quote:811b3600ed]
منيرصاحب! زه دمولوي خالص طرفداري نه کوم چي ښه وواوکه بددی اوالله يې پوه شه اوس زموږله منځه تللی دی موږصرف دومره پوهېږوچي مسلمان وونودخيرلپاره دعاورته کووخوهغه کسان چي موږيې په سترګووينوچي دکفرپه غلامي اوچوپړاخته دي هغوئ ته به هرومروحق ورښيو.
[quote:811b3600ed="monir"] هسې چې خاتمه مستوره ده څوک نه پوهېږي( تاسې هم) چې څوک حق په جانبه دی او څوک نه! [/quote:811b3600ed]
هغه څوک پرحقه دی چي دالله جل جلاله اوامرپرځای کوي اوله نواهيويې ډډه کوي .
عبد السلام
17.09.2010
[quote:59d40b0cf9]باداربه دي پردې هم درڅخه خوابدی وي چي خالص ته دي دعاکړې ده . !!!!
[color=red:59d40b0cf9]لعنة الله عليک[/color:59d40b0cf9][/quote:59d40b0cf9]ښاغلی م . وصيل پېروز صاحب ،
ته چې د رحمانی صاحب سره شخصی ستونځه نه لري نو په داسې ډک خوله مخامخ د ایرانی آخوندانو غوندې لعنت څنګه پرې وایی ؟
او بیا چې منیر خان ورور ګیر کړې ، بیا داسې لیکې :
[quote:59d40b0cf9]نه صيب زه له ارسلاسره هيڅ ډول شخصي ستونزه نه لرم خبره داسلام ده چي څوک له دې لارې واوړي هغه له مسلمانانوڅخه نه دی .[/quote:59d40b0cf9]
رحمانی صاحب کومه خبره کړې چې وخته دې داسلامه هم پرې وویست ؟
اوکه هسې چې لاره اومنطق درڅخه ورک شی ، بیا خپلو شخصی پوچو ته هم اسلامی پرتوګ وراغوندې ؟ په نورو لعنت ویل ځانته رواګڼې ،اود نورو ناروا !!!
OmarMokhtar
17.09.2010
SALAMOONA MY DEAR BROTHERS,
I am really disappointed to hear these un truthful stories regarding Hekmtayar Saeeb. i dont know why some brothers who are claiming to be on the side of Resistance bring these kind of false stories at the time when the resistance needs unity more than ever,
i am sure the leaders of Jihad Amir ul Mumaneen Mola Muhammad Omar Mujahid(may allah preserve him and Mujahid Hekmtyar (may Allah preserve him
dont have any big differences between them
My dear brothers if you really care about Islam and Afghanistan plz dont sow the seed of nifaq and disunity in the ranks of Mujaihdeen, lets work hard and take part in the Jihad and pray for them,
its very easy to sit behind computer and write false stories,
Amir ul Mumaneen proved that he is not power hungry by not bowing to Terrorist crusaders and dint compromise on his Islamic and Afghani principals,
the same goes for mujahid Hekmtyar, he prefered to stay in the cold Mountains rather living and taking part in the slave Kabul government.
W Salaam