د موضوعګانو سرپاڼه

اسلام، اسلامي شرعه او د اسلام تاریخ

آيادتبليغانوسره تلل فرض دي؟تاسوپکې څه واياست؟

شهاب الدین
11.09.2010

داسلامي بحثونودفورم درنواومعززوملګرو:سلامونه اودنېکمرغه وړوکي اخترمبارکي مي ومنئ!
زماسره اوس يوتبليغي ناست دی،دنوموړي نوم :نوراحمدهمدردمجاهددی،هغه داسي وايي:
زه ټولومسلمانانوته دعوت ورکوم چي پرهرمسلمان فرض دي چي په ټول عمرکي څلورمياشتي په تبليغ کي ولګوي ځکه لکه څنګه چي لمونځ فرض دی،همدارازيې زده کړه هم فرض ده نوپه تبليغ کي خولمونځ ورښيې،
په دې تبليغ کي ددُنيااوآخرت کاميابي پرته ده!!
دادنوموړي داعي صاحب ويناده،غواړم چي تاسوپه دې اړه خپل نظر
راسره شريک کړئ!



ع کريم حليمي
13.09.2010

اسلام علیکم و رحمة الله
مکرم حقیار صاحب ، ډیره ښکلې پوښتنه مو کړیده
س : په ټول عمرکي څلورمياشتي په تبليغ کي ولګوي . فرض ؟؟

ج: نه ، فرض ندئ !‌ اما يَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَ يَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنْكَرِ ، د خپل علمي
قدرت په اندازه فرض دی ، ضرور نه ده چه څوک مسافر شي ، په خپل ماحول
کښي امر بالمعروف کولی شي ، لمړئ خپل کور او عیال ، خپله کوڅه او ناحیه
خپل کلئ او ښار ،‌بسمه تعالی : أُدْعُ إِلى سَبِيلِ رَبِّكَ بِالْحِكْمَةِ وَ الْمَوْعِظَةِ الْحَسَنَةِ
درنښت


دانيال
13.09.2010

محترمو وروڼو
اسلام عليکم
تبليغيان ډير معتدل خلک او هر څوک چې له دوئ سره ولاړشي خدای پاک يې هدايت په برخه کوي، د لمانځه او روژې پابند شي او تر ټولو يې ستره نېکمرغي دا چې يوازې په لوی خدای (ج) يې باور وي، ټول افات، مصيبتونه، خوښۍ د خدای پاک له لوري بولي. لنډه داچې عقايد يې ډير سپېڅلي سي او ورځنی ژوند يې د نبوي سنتو په ګاڼه ښايسته شي . نو حقيار صاحب زۀ خو وايم چې د دين د عملي (Practical) زده کړې لپاره درې ورځې، لس ورځې، څلوېښت ورځې او بيا څلور مياشتې د خدای پاک پۀ لار کې لګول بېخي ګرانه سودا نه ده . په خپلو سترګو مې ليدلي چې تر ډيرو عالمانو د کم علمه تبليغيانو عملي ژوند د د رسول الله صلی الله عليه وسلم دسنتو زيات تابع وي .
په درناوي
ستاسو يو نوی ملګری (دانيال)
Daanial_1993@yahoo.com


Shir Baz
14.09.2010

د هر څه نه وړاندې خپل سلامونه او نېکې هیلې وړاندې کوم.
بیا هر یو دانیال، حلیمي، حقیار، او تبلیغي ورور نور احمد همدرد مجاهد ته د نېکمرغه کمکي اختر په مناسبت مبارکي وایم.

[quote:3f6e66fc60]زه ټولومسلمانانوته دعوت ورکوم چي پرهرمسلمان فرض دي چي په ټول عمرکي څلورمياشتي په تبليغ کي ولګوي ځکه لکه څنګه چي لمونځ فرض دی،همدارازيې زده کړه هم فرض ده نوپه تبليغ کي خولمونځ ورښيې،
په دې تبليغ کي ددُنيااوآخرت کاميابي پرته ده!![/quote:3f6e66fc60]
زه د محترم نوراحمد همدرد مجاهد ورور له نظر سره تر یوه بریده موافق یم، که چېرته د همدرد ورور موخه له تبلیغ څخه هغه دعوت وي چې الله جل جلاله یې مونږ ته په قرآن کې په کولو امر کوي، تبلیغ فرض دی.

او که چېرته یې له تبلیغ څخه هدف هغه تبلیغي ډله وي چې په سر کې مولانا طارق جمیل قرار لري نو له دې ډلې په تبلیغ کې وتل فرض نه دي.

خو زما په اند د همدرد ورور مطلب به هغه وي کوم ته چې حلیمي صیب په ایتونو کې اشاره کړې، الله جل جلاله هر مسلمان مکلف ګرځولی چې تر خپلې وسې خلک ته د هغه د دین دعوت او بلنه ورکړي. الله جل جلاله فرمايي:
ولتكن منكم أمة يدعون إلى الخير ويأمرون بالمعروف وينهون عن المنكر.
او وې دې ستاسو له جملې څخه یوه ډله چې خیر ته بلنه ورکوي او په نیکیو امر کوي او له بدیو منع کوي.

نو په دې معنی سره دعوت او تبلیغ په هر مسلمان باندې فرض ګرځي، هغه که د تبلیغي جماعت په چوکاټ کې وي او که د بلې ډلې په چوکاټ کې. خو دا کوم ممانعت نلري چې د تبلیغي چې د دعوت او تبلیغ فرض چې په ایت کې ورته اشاره شوې د تبلیغي جماعت په چوکاټ کې د دې ډلې له تګلارې سره ادا کړی شي.

والسلام


حمید هڅــاند
14.09.2010

اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
تبلیغیان ښه خلک دي، ډېر پرهېزګاره او په لاره برابر خلک دي.
زه یې په هند کې مرکز ته هم ورغلی یم. په هند کې
د خواجه نظام الدین له مرکزه ټولې نړۍ ته تبلیغیان لېږل کېږي.
خو؛ په تبلیغیانو کې لویه تشه د هغې پوهې نشتوالی دی
چې یو داعي او یا تبلیغي یې باید ولري.
نو چې تبلیغي پخپله پوهه ونلري هغه به بل ته څه ورزده کړي؟.
که تبلیغیان خپلې دې تشې ته پام واړوي، زه باور لرم چې ډېري
لاسته راوړنې به ولري.



14.09.2010

السلام عليکم و رحمة الله وبرکاته !

په لويديځو هيوادونو کې د نورمال مسلمان پاتې کيدلو له پاره اړينه بريښي چې را لوييدونکي اولادونه د تبليغيانو او اهل مسجد سره اشنا او ملګري کړو
څو اسلامي احساسات په کې وروزل شي !
تبليغيان سياسي بنسټپال هم نه دي ، الله تعالی ته په صبر او شکر ژوند اړوي ، نو ټولنيز افراط ته څوک نه رابولي . خو د فرضيت په برخه بايد سړی تل
اړونده ايتونو ته ځير شي چې آيت امر کړی او که توصيه !
د قران ٨٠٪ اخلاقي توصيې دي چې په ژوندانه کې دروند وزن لري ، ولې فرض نه ګڼل کيږي . خو داچې د مسلمان اسلامي خصلت بشپړوي او بيا
د نبي کريم (ص) د سنتو په شمول انسان د مسلمانۍ لوړې درجې ته پورته کوي اړينه ده چې تبليغ ژوندی او پراخه شي په تيره بيا د ځوان نسل له پاره
او په تيره تيره په لوېديځ کې د مسلمانانو له پاره چې اسلامي بيړۍ يې د کفري
(( اخلاقو)) په بحر (وطن) کې ډيره سسته او په طوفاني حالت درومي،
د تبليغ ځواک يې له غرقيدلو څخه ژغوري ، چټکتيا وړربخښي اود آل او عيال سره يې دنجات ساحل ته رسولی شي !
نن ليدل کيږي چې په امريکا کې افغاني اسلام ته په زياتېدونکي ډول مخ ورګرځوي ، په تيره بيا(کابلۍ ) ښځې او ميرمنې چې
د خپلو بچو د تربيې غم ور سره زيات دی او او لادونه يې د کفري محيط د تباه کونکو اغيزو لاندې له لاسه وځي ،
په ټولنيزو مرضونو او اخلاقي فساد او مخدراتواخته کيږي ، نو علاج يې په اسلام او اسلامي حميده اخلاقو کې پيدا کوي ،نو نوی افغاني مسجدونه جوړوي او په تبليغي فعاليت يې لاس پورې کړی دی !
بايد د تبليغ په لاره او تبليغي روزنه کې د ځوان افغاني نسل له پاره دعا وکړو او هغوی وګمارو چې له اسلام څخه ځانونه ښه خبر او په قران
او سنتو ځان پوه کړي !
زه ټولو افغانانو ته چې پع اروپا او امريکا او استراليا کې اوسي ددوی ماشومانو ته په ښونځيو کې چې د عيسوي ديني له درسي ساعتونو څخه معاف دي
په نقابل کې يې د اسلام د ديني درس غوښتنه وکړي ، او داسې يې تنظيم کړي چې
په اړونده سن و سال کې د جمعې دورځې په لمانځه کې ګډون پرې
د ښونځي له خوا جبري شي ! [color=blue:321a072604]ومن الله التوفيق ![/color:321a072604]


رښتینی
14.09.2010

.

پټوال صاحب خبری مو ټولی زرینی ملغلری دی لویدیځ میشت افغانان
اوټول مسلمانان باید له تبلیغ سره اړیکه ټینګه کړی څو په دی صورت کی
دین ته نږدی او له دینه خبر شی او داراز داولادونو روزنی ته ځیرشی
که څه هم په تبلیغ کی دماشومانو له پاره ځای نشته خو لویان باید له دی
کار سره اړیکه ولری اوپه ټولیزه توګه دعلم زده کړه او پرهغه عمل واجبی
آمرونه دی او په دی کی شک مشته چی دا مهم څیزونه تریوی اندازی په
تبلیغ کی ترلاسه کیدلی شی نو که زموږ علما دی کار ته شرعی اصطلاحی
فرض نه وایی ندی وایی خو لازمی دی حتما وبولی څو خلک له دی لاری
سره مله شی

په مینه


شبيراحمد
14.09.2010

سلامونه اوښې چاري

نه صاحبانوتبليغ ښه شى دى خوکوم چې حليمي صاحب يادکړى نه ستاسووالا
دغه تبليغيان زه ډېرله نژدې نه پېژنم په تاسف سره بايدووايم چې په خپله مي دتره زوى تبليغي دى
له جهادسره يې بالکل نه لګي او......
بله داچې دوئ زياتره بلکه ټول فکريانوته ورته دي وايي چې جهادهله چې اسباب سره برابروي
دنبي کريم صلى الله عليه وسلم په خيرالقرون کي چې جهادواسباب يوشى وخواوس نشته ( نعوذبالله )
اوبله داچې په لاهوکي يې غټ تبليغي مرکزدى دوئ وايي چې هلته يولمونځ په اوياوو٧٠ لمنځونوحساب دى
قسم په خداى دامي په خپلوګنهکارغوږونوترې اورېدلي.
بله يې لادچې يوه ورځ مي دجمعې مبارکي له لمانځه وروسته يوه تبيليغي ته په جمات کي غوږنيولى و
ويل يې چې نن له موږسره شب جمې ته لاړشئ داځکه چې ځيني علماوايي چې دجمې شپه له شب قدرڅخه
بهتره ده ځکه چې شب قدرنامعلومه ده هيچاته يې درک نشته چې کومه شپه ده اوشب جمعه خومالومه شپه ده
فلهذاددې ښه کاراوښې موقع په نه ضايع کولوکي کوشش وکړئ اجرونه به وګټئ خيرکه يوه شپه له کوره
بهرتېره کړئ
دامي هم په دې خپلوګنهګاروغوږونوترې اورېدلي دي
نورنوتاسوپوهېږئ چې څنګه خلک دي خومايې درته ډېري نيمګړتياوي يې وښيم که بې علمي
اوبې عقلي بيان کړه حتى چې دثواب په نيت ديوه کارپه کولوسره دغذاب څښتنان دي
زمايودتره زوى چې کټرتبليغي دى وايي چې دجګړې ( جهاد ) په ځاى دعوت ولي نه ورکوئ؟
نوتاسواوخداى چې دا اوس ښه ډله ده ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
دحلمي صيب ډله زه هم تايدوم خونه داسي چې
لس ورځي يې مياشتنى عادت وي اوڅلوېښت يې نفاس


مومن مهاجر
15.09.2010

درنووروڼو! سلامونه هیله ده چي جوړاوخوشاله به یاست دتېراخترمبارکي هم درته ډالۍ کوم .
زه دخپلې تجربې،مطالعې،مسامعې اومشاهدې له مخې دې پایلي ته رسېدلی یم چي په تبلیغیانوکي زښته ډېرې نیمګړتیاوشته چي ځینوته به یې په لاندي ډول اشاره وکړم :
اول : لکه حمیدهڅاندصاحب چي ویلي دتبلیغیانوپه سلوکي نوي سلنه هغه ضروري دیني علم نه لري چي یوداعي ورته اړتیالري . ددوئ ټوله خبره پردې بناوي چي الله ځمکې پیداکړې،اسمان یې درولی،غرونه یې نصب کړي،مااوتاته یې ژوندراکړی اومړه کوي مو.ان دشپږونمبروپه نوم یې یوه لایحه تیاره کړي چي هیڅ تبلیغي نه شي کولای له هغې بهرخبره وکړي .
دویم : دهندي فکردڅوتنوعلماوودفکري محصولاتوبیان،دخرافاتوخپرول اوداسي کیسې بیانول چي له اسلامي عقیدې سره سل په سل کي ټکرلري یوه نمونه به یې له فضائل اعمال دویم ټوک څخه درته وړاندي کړم :
ددې کتاب لیکوال زکریاصاحب دفضائل صدقات په دویمه حصه شپږم فصل کي دمولانارشیداحمدګنګوهي هغه لیک نقل کړی چي خپل مرشدیاپیرامدادالله ته یې لیکلی دی ، وايي :
"" حضور(تاسو) دبنده نالائق دحالاتونه تپوس کړی دی ځمامأوای دارين (جهان پناه) ددې ناااهل څه حالات اودکومې درجې څه خوبي ده چي دکمالاتودنمرمخکښي پيش کړم . په خدای م ِ دِ قسم وي سخت شرمنده يم هيڅ هم نه يم مګرچه دحضرت ارشاددی ، نوڅه وکړم مجبوراًبه څه ليکم .
ځمامرشدصاحب! دعلم ظاهري خوم ِ داحال دی چه ستاسودخدمت نه چه لری شوی يم ، غالباًداووکالونه څه زياته موده شوې ده ، دې کاله پوره دووسوونه زياتوکسانو دحديث سندحاصل کړو، لاړل . اواکثروپه دوئ کښي هغه دی چي هغوی درس جاري کړواودسنتوپه ژوندي کولوکي سرګرم شو، اوددين اشاعت هغوئ نه وشو، اوددې شرف (عرت) نه زيات هيڅ يوعزت نه شته که چري قبول شي اودحضرت په پيزارځای کښ دحاضرۍ دفائدې خلاصه داده چي دزړه په ژوروالي کښي دالله تعالی دغيرنه دنفع ضرراډوتوجه نشته . والله په بعض وختونوکښي دخپلوبزرګانو له طرفه بيلوالی وشی لهذادچادمدح وذم (دتعريف اودبدۍ) پرواه پاتي نه شوه . بدي بيانوونکي اوتعريف کوونکي (دواړولره) لرې ګنړم ، اوګناه نه م ِ دطبيعت په لحاظ سره کرکه اودنيکۍ م ِ طبعاًرغبت (مينه) پيداشوې ده . اودااثرهم دهغې نسبت يادداشت بې رنګ دی کوم چه دحضرت دانواراتودتاخ نه رارسېدلی دی . پس زيات عرض کول ګستاخي بې ادبې ده . اې الله! معاف م ِ کړې چي دحضرت په ارشادسره ليکل وشو. دروغژن يم . هيڅ نه يم . هم ستاسيوری دی . هم ستاوجوددی . زه څه يم هیڅ نه يم اوهغه چي ځه يم هغه ته يې ، اوځه اوته په خپله شرک په شرک دی .
داسي په سلګونوخرافات دي چي دوئ یې په خپلولیکنو،ویناوواوموعظوکي بیانوي .
دریېم : په اسلام کي اړینه ده چي مسلمانان دژوندپه هرډګرکي فعالیت ولري هم یې شخصي ژوندله اسلام سره برابروي،هم ټولنیز اوهم سیاسي خوتبلغیان کوشش کوي چي یوازي دڅواخلاقي ارزښتونوپه بیانوخلک همداسي دخرافاتو،بدعاتو اووهمیاتوپه نړۍ کي لاهوپرېږدي . په ټولینزاوسیاسي ډګرکي خوهغوئ هیڅ رول هم نه لري،ډېرکوشش یې دادی چي مسلمانان لاس تړلي کفري نړۍ ته په لاس ورکړي دهرمسلمان ژوندتردې محدودشي چي مسجدته دننوتلودعازده کړي،ډېره استنجاوې ووهي اوبس . رښتیاهم له جهاداومجاهدسره یې سخته ورانه ده دوئ له هرهغه چاسره مخالفت کوي چي غواړي دامربالمعروف اونهي عن المنکرپه پلي کول کي دانبوي حدیث په پام کي ولري : من رأی منکم منکراًفلیغیربیده فان لم تستطع فبلسانه فان لم تستطع فبقلبه وذالک اضعف الایمان .
څلورم : ددوئ ډېری غړي داسي چي خلک تصوف ته هڅوي اوتصوف هغه پدیده ده چي له بودايزم سره تربلې هرې مفکورې ډېرورته والی لري . دلاښه پېژندلولپاره یې فضائل اعمال چي پرڅوبرخومشتمل دی وګورئ ډېرغرائب اوعجائب به پکښي ووینئ!


عادل عادل
16.09.2010

سلامونه

په تبلیغي جماعت کې ورګډیدل هغه هم که د یوې دوو هفتو لپاره وي، د خپل ځان د شکستګئ او کبر او غرور څخه د خلاصون یوه ښه طریقه ده، نه دا چې اسلام به خور کړای شو او یا به هم د چا علمي پانګه ورزیاته کړای شو.

تر دې پورته تبلیغي جماعت:-

1- عمومي مشر یا امیر نه لري، نو داسې یوه ډله خلک د ملت جوړونې په مسیر کې د هیڅ په اندازه رول هم نشي لوبولای.

2- پاکستان ته منسوب دی او پاکستان هغه ملک دی چې د ټولې نړئ پر مخ د لوړ شمیر مختلفو فرقو او مذاهبو درلودونکی دی چې اکثریت یې په خرافاتو او ګمراهی بنا دي او د نړئ ګوټ ګوټ ته یې صادروي، دداسې یوې ځالې ړنګیدل به د غرب په ګډون، د اسلامي امت ارتقا ته ډیره ګټه ورسوي.

3- کفري نړئ او اسلام دښمنه خلک ددوی د فعالیت نه هیڅ ډول تشویش نلري چې دا ټکئ د اسلامي امت سره د تبلیغي جماعت هغه مشترکه وجه چې د اسلام دښمنه کړیو ظالمانه برخورد یې بللئ شو تر سوال لاندې راولي.


رښتینی
16.09.2010

.

تیلیغی تحریک داسلام فضائل او غوره اخلاق په لوړه کچه اوبی ساری
توګه نړیوالو ته رسولی او رسوی یی زموږمذهب پال لیکوالان او
دینپوهان زیاته برخه یا خوله سیاست سره تړلی خلک دی اویا هم په
مخصوصو مذهبی ډلګکیو پیروان دی نو د تبلیغ په اړه ددوی قضاوت
منصفانه او عادلانه نشی کیدلی او دخپل مخصوص تړاوله کبله دا
انصاف ددوی له وسه وتلی خبره ده او په اصطلاح دخپلی غړکی
ستاینه یی دی ته نه پریږدی چی دبل چا په اړه منصفانه قضاوت وکړی

په جزئی توګه ددی ډلی له نیمګړتیاو نه انکار نشی کیدلی او له دی نه خلاصون
هم تقریبا لکه ناشونی داسی دی ځکه دا خو کوم پیغمبری تحریک ندی بلکی د
پنځلسمی پیړۍ د انسانانو پڅون به حتما نیمګړتیا وی لری خو که دا نیمګړتیا
وی یی دنورو مذهبی ډلو له هغو سره پرتله کړو نو ډیری کمی او دتحمل وړ دی

ځکه نورو مذهبی ډلو یا خو ګڼ شمیر خپل پیروان دصفر نتیجی له پاره
له ژونده محروم کړی دی او یا یی په تکفیری ګروهو او عقیدو کی لتاړ کړی
دی اوداسی نور او تبلیغی تحریک به یواځی دیوچا څو اونۍ وخت نیولی
وی او بل دوی د دعوت په فضائلو ټینګار کوی او له تورو مذهبی ډلو سره
له مخالفت نه ځان ژغوری او په دی توګه امت توحید او یووالی ته رابولی

داډیره عجیبه خبره او نادر منطق دی چی موږ د یوه تبلیغی شخصی عمل
یا ددی ډلی دیوه عالم له کتاب نه یوه خبره را اخلو او هغه شنو او پړسوو
او بیا یی ددی ډلی د تردید له پاره د استدلال په توګه وړاندی کوو !!
اویادا توان نلروچی له خپل فکر او نظر نه فوق په عادلانه توګه قضاوت
وکړو او کټ مټ دخپل فکر په ترازو کی هغه تلو

په مینه


رښتینی
16.09.2010

.

تیلیغی تحریک داسلام فضائل او غوره اخلاق په لوړه کچه اوبی ساری
توګه نړیوالو ته رسولی او رسوی یی زموږمذهب پال لیکوالان او
دینپوهان زیاته برخه یا خوله سیاست سره تړلی خلک دی اویا هم په
مخصوصو مذهبی ډلګکیو پیروان دی نو د تبلیغ په اړه ددوی قضاوت
منصفانه او عادلانه نشی کیدلی او دخپل مخصوص تړاوله کبله دا
انصاف ددوی له وسه وتلی خبره ده او په اصطلاح دخپلی غړکی
ستاینه یی دی ته نه پریږدی چی دبل چا په اړه منصفانه قضاوت وکړی

په جزئی توګه ددی ډلی له نیمګړتیاو نه انکار نشی کیدلی او له دی نه خلاصون
هم تقریبا لکه ناشونی داسی دی ځکه دا خو کوم پیغمبری تحریک ندی بلکی د
پنځلسمی پیړۍ د انسانانو پڅون به حتما نیمګړتیا وی لری خو که دا نیمګړتیا
وی یی دنورو مذهبی ډلو له هغو سره پرتله کړو نو ډیری کمی او دتحمل وړ دی

ځکه نورو مذهبی ډلو یا خو ګڼ شمیر خپل پیروان دصفر نتیجی له پاره
له ژونده محروم کړی دی او یا یی په تکفیری ګروهو او عقیدو کی لتاړ کړی
دی اوداسی نور او تبلیغی تحریک به یواځی دیوچا څو اونۍ وخت نیولی
وی او بل دوی د دعوت په فضائلو ټینګار کوی او له تورو مذهبی ډلو سره
له مخالفت نه ځان ژغوری او په دی توګه امت توحید او یووالی ته رابولی

داډیره عجیبه خبره او نادر منطق دی چی موږ د یوه تبلیغی شخصی عمل
یا ددی ډلی دیوه عالم له کتاب نه یوه خبره را اخلو او هغه شنو او پړسوو
او بیا یی ددی ډلی د تردید له پاره د استدلال په توګه وړاندی کوو !!
اویادا توان نلروچی له خپل فکر او نظر نه فوق په عادلانه توګه قضاوت
وکړو او کټ مټ دخپل فکر په ترازو کی هغه تلو

په مینه


مومن مهاجر
16.09.2010

ښاغلی حامدخانه! سلامونه اواحترامات مي ومنه
په اسلامي دعوت کي ترټولومهم عنصرعقیده ده که ته درسول الله صلی الله علیه وسلم دعوتي تګلاره مطالعه کړې نودرته جوته به شي چي تل یې په خپل دعوت کي دعقیدې سپېڅلتیاته لومړیتوب ورکړی اوخپل ملګري یې هم په دې پوه کړي چي کله خلکوته دعوت ورکوي نولومړی دي له عقیدې پیل کړي بیادي په تدریج سره ددین نوراحکام دخپل اهمیت پربنسټ ورته بیان کړي که داحادیثواوسېرت کتابونو ته مراجعه وکړې داهرڅه به په خپله درته جوت شي . درسول الله صلی الله علیه وسلم صفت دادی چي نذیراوبشیرووپه قرآن کریم کي هم موږوینوچي انذاراوتبشیردواړه یوځای بیان شوي دي هیڅلکه داسي نه دي شوي چي قرآن کریم اویارسول دي خپله ټوله توجوداعمالوپرفضائولومتمرکزه کړې وي . ان رسول الله صلی الله علیه وسلم په مرض الموت کي هم خلکوته دعقیدې مسائل بیان کړل اوویې ویل : پریهودو اونصاراوودي الله لعنت وکړي چي دخپلوانبیاووله قبرونویې مسجدونه جوړکړل . په دې سره یې وښوده چي په دې امت کي به هم داډول خلک پیداکېږي نوتاسویې مخه ونیسئ بلکي رسول الله بل ځای په صراحت ویلي چي زماامت به په قبرونو ازمویل کېږي .
څوک چي ددعوت اصول نه پېژني،مراحل یې نه وي ورمعلوم،علم نه لري،یوازي فتاوي کیسې بیانوي،خلکوته په دروغودخپلوبزرګانوکرامتونه بیانوي،ددین په اساسي مسائلونه په خپله پوهېږي اونه نورپرې پوهولای شي له هغه به سړی ددین دپرمختګ هیله ولري که ددین دتخریب؟ داډول سړی جاهل دوست دی چي ترهرډول دښمن یې تاوان ډېردی . پاتي شول اخلاق نوکوم څوک چي په رښتیاهم مسلمان وي هغه خپل اخلاق له قرآن سره برابروي داچي په نړۍ کي کفري ډلې له دوئ نه بدنه وړي داپه خپله خلک په شک کي اچوي کافران زموږدښمنان دي هغوئ که له هرفکرسره تړاوولري له مسلمان سره یې نه لګېږي نوبیادوئ ولي دومره ورته معتبردي یوازینۍ وجه یې همداده چي دوئ هیڅکله داسلامي نظام غوښتونکي نه دي ددوئ فعالیت یوازي ترشخصي ژوندپوري تړلی دی ددوئ مرام دادی چي دین اوسیاست سره بېل کړي چي همدادکفري ځواکونودلاس بري لوی لامل دی . زموږددین ډېراحکام له نظام اوټولنیزژوندسره تړاولري اسلام یوداسي دین نه دی چي احکام یې په یوڅو رکعتونولمونځ،روژواوڅواورادوکي خلاصه شي په اسلام کي جهادشته، دقصاص، حد،عشر،زکوة،حج،میراث،قضا،امامت،خلافت اوامارت په څېر احکام شته چي له یوه نظام پرته یې نافذول امکان نه لري خوپه تبلیغ کي ددین یوازي یوې وړې اوزائدې برخې ته توجوکېږي هغه هم په سلوکي اتیادورغ په ګډوي زماپه اندپه نن وخت کي دمسلمانانولپاره تربلې هرې ډلې تبلیغیان لوی خطردی که یې مخه ونه نیول شي نولري نه ده چي داندلس په څېربه نوراسلامي هیوادونه هم یوپه بل پسي دصلیبي ځواکونولاس ته ولوېږي .
ماچي په تېره لیکنه کي ددوئ له کتابه څه اخیستي ووهغه دیوشخص نظرنه بلکي دټول تبلیغي جماعت نظردی ځکه هرتبلیغي چي ویني له ده سره به داکتاب موجود وي په دې کتاب کي دومره خرافات،درواغ اوچټیات دي چي شمېریې ترزرګونوهم اوړي . حامدخانه! ته یوځل فضائل اعمال په غورولوله بیابه درک درته معلوم شي .


دانيال
16.09.2010

درنو وروڼواوعالمانو
اسلام عليکم
تاسېخودومره ليرې ولاړاست چې توقع يي نه کيده. د مولانا طارق جميل صاحب او حاجي عبدلوهاب صيب تر مشرۍ لاندې تبليغي تحريک لکه چې ښاغلي حامد صاحب يې يادونه کړې د نړۍ پراخو سيمو ته اسلامي اخلاق او تمدن رسولی دی او پۀ اسلامي نړۍ کې د اسلامي ژونددود (طرز حيات) د بيا احيا لپاره اغېزمن نقش لوبوي . تبليغي تحريک د اسلامي نړۍ هغه سپېڅلی تحريک دی چې پۀ نړۍ کې Silent Revolution راوستل غواړي. هسې يي خامخا مخالفت کول والله که ښه خبره وي, او نه هم په دې سره څوک د تبليغ مخه نيولای سي . لکه چې محترم پتوال صاحب يې يادونه کړې هغه ميندې او پلرونه چې خپل اولاد ته د اسلامي ژوند دود پۀ ارمان دي، د تبليغي تحريک پۀ څير پۀ سپېځليو غورځنګونوکې دي خپل اولادونه شامل کړي . کنه دغرب شيطاني کلتور او د شرق مذهي فرقه پرست کلتور به يي دنيا او اخرت دواړه خراب کړي.
يوه بله خبره چې ډيره مهمه ده، د ديوبندي، بريلوي او اهل حديث مسلکي اختلاف هم روانه موضوع اغېزمنه کړېده!
پۀ درناوي دانيال
Daanial_1993@yahoo.com


مومن مهاجر
16.09.2010

بیاهم سلامونه
زموږپه ټولنه کي دایوعجیب رواج دی چي که یوڅوک له چاسره مینه ولري هرومرو به دهغه یوه خامي نه مني اوهرڅه ته به یې په مثبته سترګه ګوري .
پرته له دې چي تبلیغي جماعت ته دیوې داسي ډلې په سترګه وګوروچي له یو ځانګړي فکري مکتب سره یې تړاوډېردی بایددې ته وګوروچي زموږټولنه کوم دعوت ته اړتیالري؟ که یوڅوک داسي وانګېري چي زموږدهیوادونواوسېدونکي ټول الحمدلله مسلمانان دي دعقیدې دعوت ته اړتیانه لري یوازي دې ته اړتیالري چي اخلاق یې سم شي نوبیاکوم اخلاق ورته وښیوو؟ ایاتبلیغي اخلاق چي دژوندپه هرډګرکي هرڅه ته بې تفاوته وي؟ ټول عمریې په دي کي تېرشي چي دخپلوبزرګانو افسانې واوروي اوبس . که دااسلامي اخلاق وي نوبیاخوبسم الله کړئ هرسړی مه په دین خوابدوی،مه عقیدوي مسائل څېړی،مه خرافات ردوی اومه بدعت ته بدعت وایاست شب جمعه اوسي روزه په تبلیغ کي تېروی هرڅه چي موکول نواعملوا ماشئتم .
مګرپه حیقیت کي خبره دومره ساده نه ده مسلمانان له عقیدې رانیولې،بیاترلمانځه ،روژې،زکوة،حج،فردي،کورني،ټولنیز،سیاسي،کولتوري،علمي اواقتصادي ژوندپوري په هرڅه کي دعوت ته اړتیالري چي هره برخه یې اړینه اوضروري ده مګر تفاوت پکښي دی دځینوحق لومړی،دځینودویم اوهمداسي درجه پردرجه دی خو په تبلیغ کي دغودعوتي اصولوته پاملرنه نه کېږي له همدې امله موږوایوچي ترګټې یې زیان ډېردی . ترڅوچي ددین په دعوت کي ددیني دعوت اساسي ټکوته پاملرنه نه وي شوې نوهیڅ فائده به ونه لري .


شهاب الدین
16.09.2010

ملګروسلامونه!
ستاسوټولودرنواومعززوملګروتبصرې موولوستې،نوښاغلي نوراحمدهمدردوويل چي دغوځينوکسانوپه تبليغ کي وخت ندی لګولی،ددې کارپه اهميت نه پوهيږي نوځکه يې اعتراضونه کړي دي نوتاسوڅه واياست ؟
[color=black][/color]


كريم كامران
16.09.2010

دا صحیح خبره ده چې تبلیغي وروڼه په خپل منهج کې یو لړ نیمګړتیاوې لري، چې یو له هغو څخه لکه څنګه چې شبیر احمد صاحب ويلي له جهاد سره نه لګیدل دي.

خو دا باید ومنو چې ډیر غله، شرابیان، قماربازان، او بې لارې ځوانان د تبلیغي جماعت په برکت سمې لارې ته راوښتي دي. زما په شمول ستاسو هر یو به په خپل کلي او علاقه کې ددې خبرې ژوندۍ بېلګې خامخا ومومي.

تبلیغي جماعت جهاد ته دعوت نه ورکوي خو په افغانستان کې د ځینو هغو تنظیمونو او ګوندونو په شان هم نه دي چې خلک له جهاده رامنع کړي، بلکې په دې رابطه له سکوت څخه کار اخلي. ښايي همدا وجه وي چې ډیر داسې خلک شته چې په اول کې ډیر له دین څخه لیري وي خو کله چې له تبلیغي وروڼو سره یې وخت لګولی تردې اندازې په دین پابند ګرځیدلی چې په جهاد کې هم اشتراک کوي. ماسره یې عملي مثالونه هم شته.

زما په نظر دا درسته خبره ده چې تبلیغي جماعت لکه څنګه چې لازمه ده هومره په جهاد باندې ټینګار نه کوي، خو د هغو ځینو ګوندونو او تنظیمونو څخه راته غوره ښکاري کوم چې له جهاد څخه منکر وي او د هڅولو پرځای خلک ترې راګرځوي د مثال په توګه (جمعیت اصلاح....). ما پخپله تراوسه پورې یوه شپه هم په تبلیغ کې نه ده لګولې، او نه یې اراده لرم، خو د تبلیغیانو وروڼو په ځینو لاسته راوړنو باید سترګې پټې نه شي.

زه خو وایم باوجود ددومره نیمګړتیاوو چې تبلیغي جماعت یې لري بیا هم لوی خیر یې خلکو ته رسیږي.

دکتور محمد أبو الفتح البیانوني په خپل کتاب (المدخل إلى علم الدعوة) کې لیکي، په حرم شریف کې مې استاذ ابو الاعلی المودودي ولید، له هغه مې د تبلیغي جماعت په هکله وپوښتل چې شروع یې له هند څخه شوې او ټولې نړۍ ته غځیدلي ما اوریدلي وو چې په پاکستان کې د جماعت اسلامي او تبلیغي ډلې ترمینځ شدید اختلافات شتون لري، وايي مودودي رحمه الله په کمزوري اواز داسې ځواب راکړ: (إنهم يسدون عنّا ثغرة لا نستطيع سدها، وإننا لا ننتقدهم، ولكن فيهم من ينتقدنا) تبلیغیان زمونږ څخه هغه تشه ډکوي چې مونږ یې نه شو ډکولی، مونږ پرې نیوکه نه لرو، خو په هغوی کې ځینې خلک شته په مونږ انتقاد کوي.

رښتیا هم تبلیغي جماعت په پټه خوله غټ کار کوي، د عوامو او په ځانګړې توګه د نالوستې طبقې لپاره ډیر لوی خدمت ترسره کوي، د دوی په برکت د ډیرو خلکو عقیدې سمې شوې، لمونځونه یې صحیح شول، له منکراتو یې لاس واخیست او له مسجد او قرآن سره یې علاقه پیدا شوه.
خو! کاشکې چې جهاد ته یې هم دعوت ورکولای!!!
او کاشکې چې په سیاسي ډګر کې یې هم د منکراتو مخه نیولی!!!


وصيل پېروز
17.09.2010

السلام عليکم
درنولوستونکو! هيله ده روغ ، جوړاوپه خپلوديني ودنيوي چاروکي بريمن ياست .
زه ترهرڅه لومړی غواړم له تبليغي وروڼوڅخه يوڅوپوښتنې وکړم :

[color=white:63a6b93fb4]لومړۍ پوښتنه :- ددين دتبليغ شرعي حيثيت څه دی؟.

دويمه پوښتنه :- دبلنې اوتبليغ هدف بايدڅه وي؟.

درېيمه پوښتنه :- دتبليغ اودعوت نصاب بايدڅه وي؟.

څلورمه پوښتنه :- ايادلمانځه اوکلمې په سموالي سره عقيده سمېدای شي؟.

پنځمه پوښتنه :- دکلمې اولمانځه دسموالي مطلب څه دی؟. [/color:63a6b93fb4]

ورپسې تبليغانوته څولنډې خبرې :-

درنوتبليغي وروڼو!
زموږباوردی چي تاسودتبليغي جماعت بنسټ په نېک نېت اوحسن ظن سره ايښی دی ستاسودښو احساساتواوغوره جذبې قدرموږهم کوو،تاسوپه رښتياهم تبليغي جماعت يوه ستره اوبې تعصبه ډله ګرزولې ده . ستاسودومره قدرکوولکه څومره چي دايمان تقاضاده خودابايدومنل شي چي دنېغي لارې دحصول لپاره يوازي حسن ظن اواخلاص ته اړتيانه ده بلکي ورسره په څنګ کي ښې پلټنې اوغوره علم ته هم ډېره اړتياليدل کېږي اوداکاربايدپه خپل ډول سره ترسره شي خوتبليغي جماعت تحقيق اوعلم ته په قطعي ډول نه دی قائل بلکي اوسنی تبليغي جماعت په ړوندتقليداخته دی .
ددې جماعت اصول دادی چي يوسړی بايدله بديوراونه ګرزول شي بلکي بايدچلې اوسه روزې ته بوتلل شي دماحول په بدلون سره داسړی په خپله هم بدلېږي اوپه رښتياهم داسي ډېرکېږي چي يوسړی ډېري اخلاقۍ بدۍ شاته پرېږدي ځان دلمانځه اوروژې پابندوي ، ږيره پرېږدي ، خولۍ اوتسبيح اخلې له دې وجې تبليغان ډېرژرپه عاموخلکوکي اثراورسوخ پيداکوي چي وروسته دتبليغيانوپرمنکرکارنيوکه هم خلک ښه نه ګڼي ، يوبل حقيقت دادی چي اوس ډېری علماء هم له تبليغي جماعت سره اتفاق نه کوي اوکه تاسوليدلي وي په تبليغيانوکي اميران هم عالمان نه بلکي اميان خلک وي چي داهم په دې لاره کي ډېر زيانمن تمامېدای شي .
دتبليغي جماعت يوبل ډېرزيانمن اړخ دادی چي دوئ ځيني ظاهري اعمال دحقيقي ديني زيانونوپه مقابله کي اخلي چي ددې زيانونولړليک ډېراوږددی ، که همداظاهري افعال اواعمال ددين اساس وي نونبي کريم صلی الله عليه وسلم به خوارج ددوزخ سپي نه ګڼل ځکه که موږخپل اسلامي تاريخ ترنظرتېرکړونو راته څرګنده به شي چي ترصحابه کرامورضی الله عنهم راوروسته که کومه ډله په دې ظاهري اعمالواو افعالوسره لوړه ګڼل کېږي نوهغه به خوارج وي خوله دې هرڅه سره سره رسول الله صلی الله عليه وسلم په ډېروسختوټکوکي دهغوئ غندنه کړې ځکه په اسلام کي له بدعمل کوونکي سره رعايت شوني دی خوله بدعقيدوي سره هيڅ ډول مراعات کېدای نه شي .
په تبليغي جماعت کي دانيمګړتياهم شتون لري چي هغوئ په هرهيوادکي له هغواصولوسره سم چلېږي چي دهغه هيوادحاکم پرې خوښ وي ، تاسوبه خبرياست چي په کوم ځای کي تبليغيان غونډه کوي هلته هرومرودحکومت چارواکي هم وي خوتبليغان دهغوئ هرډول غيرشرعي اوغيراخلاقي عمل ته ګوته نه نيسي دلته بيانول خويې ددوئ په نظرګناه هم ګڼل کېږي ورسره په څنګ کي تبليغيان له جهادبالسيف څخه هم ډېرلرې دي حال داچي نامسلمان قوتونه يوازي دمسلمانانوله همدې عقيدې وېره لري اوتل يې دهغوخلکوپه وړاندي خنډونه اچولي چي دهمدې عقيدې درلودونکی وي اوغواړي په عمل کي يې پلې کړي ، خودحيرانۍ خبره داده چي کافران يانامسلمان له مسلمانانوڅخه ډېربدوړي ، هغوئ دهرمسلمان دسردښمن دی مګرتبليغان پرلېموکښېنوي !!! .
دننني دورترټولوستره ستونزه دوحدت اديان ده چي ټول مسلمان اونامسلمان چارواکي پکي ښکېل دي چي غواړي په وطن کي يې دخلکوپه منځ کي دحق اوناحق پربنسټ ، دمذهبونوله کبله ، دسنت اوبدعت پربنسټ هيڅ ډول جګړه نه وي ځکه يوحکومت ته تل خطرله يوه مذهبي اواسلامي تحريک څخه متوجې وي چي ډېری وخت دامذهبي تحريکونه دحکمرانانودله منځه تللولامل کېدای شي چي بېلګي يې ډېری زياتې دي .
دوحدت اديان فلسفه داده ، دوئ وايي چي ترټولوسترمذهب انسانيت دی ځکه هرهغه کاراوکړنه دانسانانوداختلاف لامل کېږي چي هغه بايدپرېښودل شي اودادتاريخ يومنل شوی حقيقت دی چي د انسانانوترمنځ واقع شوي ټکرونه ډېری دمذهب پربنيادوواودي له دې وجې ټولونړۍ والوته صوفيان تر نعمت مترقبه کم نه دي ځکه دصوفيانوپه دين کي جهادبالسيف قطعاًځای نه لري اونننی تبليغي جماعت هم دصوفيانوپردې لاره روان دی اودهمدې دين منونکی دی . له دې پلوه هم نننی تبليغي جماعت دټولو حکمرانودسرپه سترګوقبول دی ، همدالامل دی چي ډېری علماء ددې جماعت له مخالفت څخه وېره لري اوکه یې وکړي سمدستي په هرهيوادکي داوقافووزارت ته بلل کېږي اوله دې کاره ورته دډډې امرکېږې حال داچي په خپله داوقافووزارت به هم پردې حقيقت اعتراف کوي چي داپه بشپړډول اسلامي جماعت ياډله نه ده . دې ته ورته نورلاملونه هم دي چي تبليغي جماعت يې دنړۍ په هرګوټ کي په ازاده پښه ګرزېدلوته پرېيښی دی .
زه له ټولوتبليغي وروڼوداغوښتنه کوم چي دتصوف دملاتړوله لوري په راټوکول شوي تحريک (تبليغي جماعت) کي دي ګډون نه کوي ، تصوف په هيڅ ډول هم دروحي ناروغيوعلاج نه دی بلکي په خپله تصوف هم ډېره مضره ناروغي ده چي تراسلام وړاندي يې هم درهبانيت په جامه کي شتون درلود، ددې ټولوبدمرغيولامل يوازي دقرآن اوحديث په صحيح علم کي دی هغه هم هغه وخت چي دتېرومحدثينواومفسرينوپه رڼاکي قرآن اوحديث مطالعه شي نه داچي دعلم منطق اوفلسفې دعينکوپرسترګوکولوسره دقرآن اوحديث علم ترلاسه شي .
په پای کي الله جل جلاله ته دعاکوم چي موږپه دين کي له هرډول له ځانه جوړوشويوبدعاتوڅخه وساتي اودقران کريم اوحديثوصحيح علم راپه برخه کړي ، الله جل جلاله دي له موږراضي شي څوموددارينوبريا په نصیب شي . په همدې هيله


كريم كامران
17.09.2010

د پیروز صاحب خبرې که څه هم تبلیغيانو وروڼو ته متوجه دي او لکه چې مخکې مې هم وویل ما نه مې په تبلیغ کې وخت لګولی او نه یې په اینده کې اراده لرم، خو بیا هم غواړم لږ وضاحت وکړم.

دعوت او تبلیغ په هر مسلمان باندې فرض دی، په دعوت او تبلیغ کې ضرور نه ده چې داعي دې شیخ، عالم، ملا، مولوي، او نورو ورته القابو څښتن وي. رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: بلغوا عني ولو آیة، زما هره خبره خلکو ته ورسوئ که څه هم یو آیت وي.
نو معلومه شوه که د چا یو آیت هم یاد وي باید بل مسلمان/کافر ته یې په رسولو کې کوښښ وکړي، او ښکاره خبره ده چې په یو آیت سره څوک عالم او ملا کیدی نه شي.

انفرادي دعوت هیڅکله هومره اغیزمن نه شي ثابتیدلی څومره چې د یوې ډلې په چوکاټ کې اثر لري. نو که چیرته تبلغیان وروڼه د یو جماعت په شکل سره راغونډ شي او په ګډه د دعوت او تبلیغ چارې پرمخ بوځي غوره کار دی.

په تبلیغي جماعت کې حتما نواقص او نیمګړتیاوې شته، چې سرچینه یې په دې جماعت کې د علماوو او پوهانو ندرت ده، او ددې ندرت لامل دا دی چې علماوو ورسره خدای پاماني کړې او دا پیټی یې هغو ځوانانو او سپین ږیرو ته په اوږو بار کړی چې د یوې چهلې نه وړاندې په ټولنه کې په فاسق، فاجر، غل، او قمارباز پیژندل کیده، خو د تبلیغیانو په لاس ترې داسې سړی جوړ شو چې نن په هماغه مسجد کې چې ده به ترې خولۍ په لکړه راخیسته، خلک د الله دین ته رابلي.

زه وایم ښه به دا وي چې د تبلیغي جماعت د نیمګړتیاوو د سمولو کوښښ وشي، ځکه چې دا نواقص ددوی د بېعلمۍ ځیږنده ده، شیخ ابن باز رحمه الله هم په همدې نظر دی چې باید د علم او بصیرت خاوندان د تبلیغي ډلې د نواقصو او نیمګړتیاوو د رغولو کوښښ وکړي.
ما سره ډیرې بیلګې شته چې کله په یو ځای کې د تبلیغي ډلې او علماوو ترمینځ تعامل او احتکاک پیدا شوی، د هغوی ډېرې ناسمې مفکورې سمې شوي او ډیر ژر یې حق ته غاړه ایښي. مصیبت دا دی چې زمونږ پوهانو او علماوو له یوې مخې تبلیغيانو سره پریکون کړی، نه دهغوی ددې خدمت ستاینه کوي او نه یې د تشو د ډکولو کوښښ، پخپله مو نامشروع حکومتونه او واکمنان د تبلیغي جماعت یوازیني تشویقوونکي او هڅوونکي ګرځولي، او بیا یې ملامته هم بولو.

په فقه کې یوه قاعده ده چې د (ارتکاب أخف الضررين لدفع أعظمهما) په نامه یادیږي، ددې قاعدې له مخې که چیرته یو سړی ددوه وو ضررونو ترمینځ راګیر شي او مجبور وي چې یو له دې دواړو څخه خامخا انجام کړي، نو په دې صورت کې به هغه یو اختیاروي چې ضرر یې د بل په نسبت لږ وي.
همدا قاعده په ځینو ځایونو کې داسې شرحه شوې ده (إذا تعارضت مفسدتان روعي أعظمهما ضرراً بارتكاب أخفهما) که چیرته دوه مفسدې سره په ټکر کې راغلې کوچنۍ مفسدې ته باید په لویې هغې باندې غوره والی ورکړل شي.

د پورتنۍ فقهي قاعدې څخه علماوو نورې فرعي قاعدې راویستي دي، یوه له هغو څخه دا قاعده ده:
(تجويز السكوت على المنكر إذا كان يترتب على انكاره ضرر أعظم)
یعنې که چیرته د یو منکر کار د مخنیوي په نتیجه کې له یاد شوي منکر څخه لوی بل منکر راټوکیده، جایزه ده چې د لومړي منکر په رابطه سکوت اختیار شي.

د همدې فقهي قاعدې له مخې مونږ باید د تبلیغیانو وروڼو د نواقصو د پړسولو او مطرح کولو او په عوامو کې د هغوی بې قدره کولو څخه په دې خاطر ډډه وکړو چې هره ورځ ډیر لوی لوی ګنهګاران لکه قاتلان، غله، زانیان، لارې شکوونکي د تبلیغيانو سره یو ځای کیږي او ټولنه یې دتبلیغیانو په برکت له شر څخه په امان کیږي.

دا فقهي قاعدې د پښتو په یو عام متل کې هم ډیرې ښې تمثیل شوي چې وايي غوږ یې ګاټه سر یې بایلود.

لنډه دا چې که چیرته مونږ د تبليغي جماعت له یوې مخې مخالفت ته مټې رابډوهو، په ټولنه کې یې منفور معرفي کړو، د خلکو زړونو ترې تور کړو، او کوښښونه یې بې ګټې ثابت کړو، نو حتمي به مو سر بایللی وي او غوږ به هم لاسته نه وي راغلی، په دې معنی چې هغه عوام چې روزمره د تبلیغي جماعت په لاس هدایت مومي، له بدي لارې راګرځي، فسق او فجور ته شا کوي، پنځه وخته لمونځونه په جمعې ادا کوي، ذکر او تلاوت یې همیشنی معمول وي، او په خپلو پخوانیو کړنو پښیماني څرګندوي او توبه وباسي، آیا دا به ښه وي چې که تشویق نه شي لږ ترلږه په خپل حال پرېښودل شي او که دا به ښه وي چې پخواني د لهو او لعب ژوند ته بیرته وروګرځي او په کورنۍ او ټولنه کې یې هیڅوک له شر څخه محفوظ نه وي؟؟؟؟

راځئ ددې پرځای چې د تبلیغي جماعت پرضد مخالفتونه راوپاروو، د هغوی نواقص تصحیح، او نیمګړتیاوې یې ورپوره کړو.
او همدا د یو مسلمان صفت او مسئولیت هم دی.


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more