نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
افغانستان يو خسي شوی تاريخ نشي غځولی
11.09.2010
افغانستان يو خسي شوی تاريخ نشي منلای !
[quote:052ebea1eb]سلامونه او ښې چارې!
مونږ افغانان لکه اکثر شاعران له واقعیته لرې په خیالی دنیاکې چکرې وهو! مونږ د چا آزادۍ غواړوو؟
مونږ دهغو خلکو آزادۍ غواړو چې هغوی ځان د هیچا مستعمره نه ګڼي او د پاکستانی پښتون په هویت افتخار کوی.دا یونیم ناراضي په حساب کې نه راځي! آیا پاکستان پښتانه جمهور رئیسان نه درلودل؟ آیا دوی کوم وخت د پښتونستان د آزادۍ غږ پورته کړ؟ آیا همدا اوس د پښتنو سیمو مذهبې او غیر مذهبی ګوندونه په ډېر افتخار د پاکستان د پارلمان غړي ندي؟ آیا دوی کوم وخت په پارلمان کې دپښتونستان د آزادۍ غږ پورته کړﺉ دی؟
د اختر عبدالرحمن او حمید ګل نه نیولي د پاکستان د اردو او استخباراتو اصلی ستنې همدغه پښتانه نه وو او ندي؟ [/quote:052ebea1eb]
منير خانه پتنګ خان ښه وايي، ځکه چې :
د پښتونخوا تړاو له افغانستان سره له رسميت او ذهنيت څخه مستقل يو ستر اظهر من الشمس [color=red:052ebea1eb]عيني او تاريخي حقيقت [/color:052ebea1eb] دی!
پښتنه خاوره تل تر اټکه وه او وي به او پښتون هېڅکله د خپلو پښتو افغان ورونو پر ضد پاڅون نه دی کړی او نه يې ترې کله هم د بيليدو غوښتنه کړې ده !
داچې دوښمنانو ، انګليسي استعمار کله افغانستان اشغال کړی کله يې ترې يوه برخه او يا بله برخه نيولې او بيله کړې هغه نو د زور او استعماريت
او له دې امله [color=yellow:052ebea1eb]موقتي خبره ده ، نه عيني او واقعي ![/color:052ebea1eb]
او ته کله پيښور ته نه يې تللی، د تورخم د سړک له مخ پرته چيرې هم سرحد شته ؟
د کمونستانو په وخت کې چا دسړک له لارې هجرت کولی شو (؟) دا ٥-٧ ميليونه افغانان چيرې هم په کوم رسمي سرحد واوښتل ؟؟؟؟
له چتراله تر بولانه دې چيرې سرحد ليدلی ؟؟؟؟؟ د ديورن لاين چيرې په سترګو ښکاري (؟) او که دا تش د کاغذ په مخ يوه ليکل شوې جمله ده ، نۀ کومه راکښل شوې کرښه!
پښتون له پښتون نه بيلول لر او بر افغان ټولو رد کړی او ډيورن لاين تحميلول دې له درې تنو اخترګل، حميدګل او ايوب خان پرته چې د پنجابيانو
استازيتوب کوي ، بل هېڅ پښتون نه دی غوښتي!
هغوی په همدې خيانت سره له پنجابيانو څخه تر جمهوري رياسته پورې لوړ ماقامونه تر لاسه نکړل ؟ که نه ته ووايه چې له دې خيانت
پرته ايوب خان کله هم د پنجابيانو ولسمشر ۍ ته رسيدلي شو ؟؟
اختری او حميدګل دې چيرې ISI غړيتوب هم تر لاسه کولی شو پاتې خو لا د ISI ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟
نو دغو درې تنو د پنجاب تاليسټوته په څه پښتانه وايي؟ صرف په دې چې په پښتو هم پوهيدل ؟؟؟؟؟ او يا د کارمل غوندې يې پلار يا مور پښتنه وه ؟؟؟؟
ايا کارمل پښتون او د پښتنو استازی و ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ نو حميدی، اختری او ايوبی په څه پښتانه شول او ولې پښتانه شوزل ؟؟؟؟؟؟؟
زه د ټولو پښتنو په نمايندګۍ په پوره بخښنغوښته اعلام کوم چې پاکستان د افغانانو له پاره يوه انګليسي فاحشه ده او پښتونستان د افغانستان
لک غيڼ دی کله به پرې ورننوځي او کله به ترې راوځي ، خو فاحشه پرې هيڅکله
دا دعوه نشي کولی چې دا بلامړی زما خپل دی ،
بلکې مونږ ورته وايو چې دا د افغانستان غين دی کله به دې غۍ او کله به دې نه !
دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګاونډتوب ديالېکتيک دی ، خو پنجاب د افغانستان په لکو خوټو دعوه نشي کولی ،
نه څوک له افغانستان څخه دا لکې خوټې پرېکولی شي او نه پرې [color=red:052ebea1eb] په داخل[/color:052ebea1eb] او خارج څوک سترګې پټولی شي !
[color=red:052ebea1eb]اوکه نه ، مونږ يې د اعلام په توګه د انګليس، امريکا، پاکستان او ځينې داخلي مخالفينو ته په سترګو سترګو کې ورکوو تر څو چې
دا ښکېل شوې او له پنجابۍ سپېمې سره خنجک شوې خوټې په بشپړ ډول بيرته ترې راوباسو ![/color:052ebea1eb] [color=blue:052ebea1eb]ومن الله التوفيق [/color:052ebea1eb]
و.افغان
12.09.2010
ښه په رسمياتو دې روژه ماته، او د کمکې اختر استقبال وکړ.!!!!!
:lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol: :lol:
[quote:26d1d526d3]
زه د ټولو پښتنو په نمايندګۍ په پوره بخښنغوښته اعلام کوم چې پاکستان د افغانانو له پاره يوه انګليسي فاحشه ده او پښتونستان د افغانستان
لک غيڼ دی کله به پرې ورننوځي او کله به ترې راوځي ، خو فاحشه پرې هيڅکله
دا دعوه نشي کولی چې دا بلامړی زما خپل دی ،
بلکې مونږ ورته وايو چې دا د افغانستان غين دی کله به دې غۍ او کله به دې نه !
دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګاونډتوب ديالېکتيک دی ، خو پنجاب د افغانستان په لکو خوټو دعوه نشي کولی ،
نه څوک له افغانستان څخه دا لکې خوټې پرېکولی شي او نه پرې په داخل او خارج څوک سترګې پټولی شي !
اوکه نه ، مونږ يې د اعلام په توګه د انګليس، امريکا، پاکستان او ځينې داخلي مخالفينو ته په سترګو سترګو کې ورکوو تر څو چې
دا ښکېل شوې او له پنجابۍ سپېمې سره خنجک شوې خوټې په بشپړ ډول بيرته ترې راوباسو !
[/quote:26d1d526d3]
[quote:26d1d526d3]
ومن الله التوفیق
[/quote:26d1d526d3]
په کوم کار کې؟؟
په درنښت
عادل عادل
16.09.2010
سلامونه
دروند پتوال صیب
یو سړئ د خپل حاجت د پوره کولو لپاره یوه صوفي ملنګ ته ورغئ تر څو ترې د دوعا غوښتنه وکړي، د څو شپو مزل نه وروسته د ملنګ درګاه ته رسي او خپل عرض وړاندې کوي !
ملنګ چې د خدای په مینه کې غرق وو هیڅ ډول پاملرنه ورته نه کوي، بالاخره سړئ په ژړا او زاریو سر کیژي، او چیغې پیل کوي چې اې ملنګه اخر ستا درګاه ته راغلئ یم !! ماته توجه وکړه !! غږ یې ولوید او د ناهیلی تر څنګ یې په ګوګل کې غصه هم په خصمیدو شوه، که ګوري چې ملنګ ناببره سر راپورته کړ او ترې ویې پوښتل چې څه غواړې؟
سړئ چې غصې اخستئ وو او د صبر کاسه یې لبریزه وه ځواب ورکړ چې : خوټې غواړم
ملنګ سمدلاسه ورته وویل چې درواخله !!! که ګوري چې د سړي ټول وجود خصیې خصیې شو، سړي چې ځان ته وکتل نو په زاریو بیرته د ملنګ پښو ته ولوید او په چیغو او التماس یې پیل وکړ، خو ملنګ سر ښکته او په خپله دنیا کې ډوب شو، په خصیو موړ سړي درې ورځې نور هم وژړل تر څو چې ملنګ بیا سرا راپورته کړ او ترې ویې پوښتل چې څه غواړې؟
سړي په ډیره عاجزئ سره ورته وویل چې دا خصیې که رانه بیرته واخلې !، ملنګ وویل چې رایې کړه، که ګوري چې خصیې ترې پاکې شوې خو دا ځل یې خپلې خصیې هم پکې تللي دي ...........................
پښتنو ته پکار دي چې د خدای هیله خپله کړي، خپل حق د تورې په زور وغواړي، نن ددې وخت رارسیدلئ چې خپلمنځي تربګنیو ته شا او د زړه له کومي په لر او بر پښتون ولس کې خواره او مسلط کیدونکي واحد قیادت ته لبیک ووایو که نه د پردیو په لاسپوڅئ او غوړمالئ کې به نه تنها چې څه په لاس رانشي بلکه خدای راکړې خصیې به مو هم بایللې وي.
16.09.2010
[quote:6090779f86]و من الله التوفيق په کوم کار کې؟؟ [/quote:6090779f86]
وهاج صيب طبعا ً د پښتنې خاورې په بيرته آزادولو کې !، دا خو هلته معلومه ده،
او په تشبيهاتو به د اصل اعتبار له پښو نه غورځوو،
خبره د لرې افغاني خاورې پر اسارت او آزادۍ ده ، نه په هغه غليظو تشابهاتو چې ما له غسې ور سره مل کړي دي .
غسه په دې وه چې ځينې تل دا سې دلايل تکراروي چې ګواکې د لرې پښتونخوا د اسارت ډيره موده تيره شوې نو بايد طبيعي چاره يې
و بولو او مونږ لکه د وخت زامن وخت
ته تسليم او د لرې افغاني خاورې څخه تير شو ، نه هېڅکله نه، وختونه به تيريږي
زمونږ به وسه نه وي ، ولې حق خو په وخت نه بدليږي
او نه د پښتون حق غوښتنه په وخت پورې تړلې ده : ٢+٢ خو به هېڅکله = ٥ نشي، نو پښتنه خاوره به ولې پنجابي کيږي ؟
د پښتنو چې ارادې اوچتې دي نو هومره يې صبر او حوصله هم اوږده ده، خو يوه شيبه هم خپل نصب العين نشي هيرولی او بايد يوه شيبه يې هم هيره نکړي !
هو، د نهايي بري له پاره د عادل صيب اندتوګه سمه ګڼم چې د پښتون د عام او تام وحدت پرته مونږ هېڅ هم نشو کولی !
دا اړين شرط دی، ددې سره يو تکميلي شرط هم شته او هغه د ټول افغان ملت وحدت دی، په کوم کې چې د پښتنو وحدت
د ټول افغان د ملي وحدت هسته جوړوي ! چې د امان الله خان سره د افغانستان د آزادۍ په پاڅون او د داود خان سره د پښتونستان
د آزادۍ په داعيه کې ټول افغانان متحد کيدلای شوو، له مونږ سره چې پيل به مو
يو ملي غورځنګ وي څنګه ټول افغانان نه يوموټی کيږي ؟؟؟؟
دا پر مونږ پورې اړه لري چې څنګه کولی شو د ورونو قومونو باور او وروروليز ملاتړ تر لاسه کړو . هو پښتونخوا د آزادۍ د سپېڅلي مرام په وړاندې ډير
جګ غر پروت دی ، خو که سياسي تدبير ولرو (مونږ پښتانه لومړی سياسي ملي شعور نه لرو او بيا سياسي تدبير !) نو پر خدای باور وکړئ چې ددې غره
په سر هم لار شته ! صرف يو عامل غواړي او هغه دی : [color=blue:6090779f86]من الله التوفيق ! [/color:6090779f86]
په مينه مينه ، سلامونو او درناوي !
Re: افغانستان يو خسي شوی تاريخ نشي غځولی
monir
17.09.2010
سلامونه او ښې چارې!
[quote:ded57da65f="پتوال"]افغانستان يو خسي شوی تاريخ نشي منلای !
منير خانه پتنګ خان ښه وايي، ځکه چې :
د پښتونخوا تړاو له افغانستان سره له رسميت او ذهنيت څخه مستقل يو ستر اظهر من الشمس [color=red:ded57da65f]عيني او تاريخي حقيقت [/color:ded57da65f] دی!
پښتنه خاوره تل تر اټکه وه او وي به او پښتون هېڅکله د خپلو پښتو افغان ورونو پر ضد پاڅون نه دی کړی او نه يې ترې کله هم د بيليدو غوښتنه کړې ده !
داچې دوښمنانو ، انګليسي استعمار کله افغانستان اشغال کړی کله يې ترې يوه برخه او يا بله برخه نيولې او بيله کړې هغه نو د زور او استعماريت
او له دې امله [color=yellow:ded57da65f]موقتي خبره ده ، نه عيني او واقعي ![/color:ded57da65f]
او ته کله پيښور ته نه يې تللی، د تورخم د سړک له مخ پرته چيرې هم سرحد شته ؟
د کمونستانو په وخت کې چا دسړک له لارې هجرت کولی شو (؟) دا ٥-٧ ميليونه افغانان چيرې هم په کوم رسمي سرحد واوښتل ؟؟؟؟
له چتراله تر بولانه دې چيرې سرحد ليدلی ؟؟؟؟؟ د ديورن لاين چيرې په سترګو ښکاري (؟) او که دا تش د کاغذ په مخ يوه ليکل شوې جمله ده ، نۀ کومه راکښل شوې کرښه!
[/quote:ded57da65f]
پتوال صیب په اصل کې زه ستاسو له نظر سره چې د اکثرو افغانانو نظر هم دی موافق یم خو تجربه ښودلې ده چې موږ افغانان د موجودو واقعیتونو نه لرې په یوې خیالي نړۍ کې سرګردانه یو!
د یو والي هر متصور حرکت باید د همغه ځای له پښتنو څخه پیل شی چې موږ ورسره مرسته وکړو. خو که له استثناو تېر شو د هغه خوا په پښتنو کې دااحساس نه لیدل کېږی. د ښوونځیو زده کوونکو او ځوانانوتر منځ اصلا انتی پاکستانی روحیه نه تر سترګو کېږي. موږ په همدې ټول افغان کې ځینې یوتیوب لینکونه لیدلي دي چې پښتانه ځوانان په ډېر افتخار سره د پښتونستان پر ځای د پاکستان ترانې وایي. نو تر هغه چې حالت داسې وي زموږ افغانانو امکانات ډېرمحدود پاتې کېږي. موږ به د دا پښتونستان زمونږ ترانې وایو او زمونږ آخوا خوندې او ورونه د پاکستان زنده باد ترانې!
په درنښت
18.09.2010
ښه پوښتنه ده منير خانه، خو تر څو چې مونږ دومره وروسته پاتې يو او ورسره په کورنيو جګړو بوخت يو، نو کوم ليونی به له مونږ سره ګډون وغواړي(؟)،
نو دا مسله ټوله زمونږ د وروسته پاتېوالي له امله هم له مونږ او هم له لرو پښتنو څخه پاتې ده !
ولې د حقوقو له مخې خو هانکانګ هم ډير نکړي نکړي وکړل چې له وروسته پاتې چين سره مونږ نه يوځای کيږو ، خو څڼګه چې د چين خاوره وه
که يوې سترګې يې خندل او بلې ژړل ، هانکانګ مجبور شو چې د چين له مورنۍ خاورې ولې وروسته پاتې هيواد سره يوځآی شي !
ته يې داسې تصور که چې خدای مکړه پکتيا وغواړي له پاکستان سره يوځای شي آيا د پکتياوالو ذهني فيصله او غوښتنه به څوک ومني ،
که نه، نوله افغاني خاورې څخه د پښتونخوا د پښتنو کومه بيلتونپاله غوښتنه به افغانستان ولې مني ؟؟؟؟