د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

ډاکتر صیب وطنمل ته٠

tandar
09.09.2010

ډاکتر صیب اول مو اختر مبارک شه٠
ما ستاسو معقول نظر ولوستو ، دقدر وړ دی موضوع ختمه شوه٠
زه یو افغان یم او بیا پوښتون یم او دپښتون سپی هم راته قدر لری٠
ډار ،ترس،بیم غیر له خدایه له هیچا نه لرم ،دخپل ملت دازادی او حقوقو لپاره هر نوعه قربانی چه زما په تن اوتوان کی وی هیڅ وخت به ې دریغ نکړم ٠
هره خبره او لیکنه چه له منطق سره وی او تعرض امیز خاص پر یوه شخص نه وی او توهین هم نه وی نو اوریدل اولوستل هم خوند کوی٠
دا پټی نینې چیچل هم خوند نه راکوی ،لکه خوشحال بابا چه ویلی٠
زه خوشحال کمزوری نه یم چه به ډار کړم
.......................................په ښکاره ناری وهم چه خوله ې راکړه
مطلب دادی،چه نه غواړم په اینده کی ناګهانی توهینو سره مخ شم او نه ې حوصیله لرم ٠
په راتلونکی کی زه ستاسو دلوستونکی په صفت هغه هم چه اوږدی او زړی قیصی نه وی او انقلابی جذبی ولری برخه اخلم٠
زه نه غل یم،نه قاتل یم،نه وطن فروش یم او نه کوم ملی خائن یم،وطن می اشغال شوی ،پوښتانه په لر او بر کی وژل کیږی نور څه راپاتی دی؟ چه ځان هم پټ ،پټ کوم
زه نه غوری کوم اونه دباټو سړی یم ،څه چه می له لاسه پوره وی دخپل ملت لپاره په عمل کی کوم٠
که چیرته ازادیخواهان په اروپا کی دوطن دازادی لپاره ،،،غونډه،صلح امیزه مظاهره،،،اویو منطقی قدم اخلی اوترانسپورتی وسایطو ته ې اړتیا وی نو زه ې په خدمت کی یم٠
زه دهیچا اصلی نوم او ادرس نه پیژنم چه څوک له کوم ځایه خپل غږ راباسی٠ دهر سړی خپل کار دی٠
ماکولای شی چه ټول لکه لمر وپیژنی زه کومه خالی نقطه ځان کی نه وینم چه څوک راته ګوته ونیسی او نه ې شی نیولای٠
زه یو پوښتون افغان یم په غرب کی اوسم او دوطن ازادی می ارمان ده او غواړمه٠
په کمپیوټر کی دی لاندی ادرس ووهی ما لیدلی هم شی او دیو ورور په صفت به ې قدر هم وکړم که می میلمه شو٠ نن داتحاد ورځ ده،د ورورولی ورځ ده اوبس٠
www.bawari-taxi.de
نور که زما نه څوک خفه شوی بښنه دی وکړی.
خوشحاله داختر ورځی ټول ملت ته غواړم، خدای دی ورحمیږی٠
دیوه ازاد وطن په امید
او که څوک زما په نژدی کی ژوند کوی او دکار مشکلات لری زه ورته کار هم ورکولی
شم مګر لیسنس ې اولین شرط دی٠ زما دفتر دپښتنو دیره ده ،چلم په کی ولاړ دی دټولو په مخ خلاصه ده راشی چه یوه ورځ غوری هم وکړو اویو کباب هم سره جوړ کړو٠ پتوال صیب نور له بهانو نه خلاص شوی چه ادرس راته معلوم نه وو٠
نور مو ټول په لوی خدای سپارم٠
دټولو کشر ورور باوری٠
جاسوسانو ته هم اجازه ده چه زما ادرس واخلی٠


رښتینی
09.09.2010

باوری صاحب دنیټ په دی پلنه نړۍ کی به له هرچا سره مخامخ
کیږو او داراز ډول ډول خبری به اورو خو هیڅ ډول خنډونه به مو
خپلی موخی نشی په شاکولی او نه به دخپلی موخی په لاره کی
کوم خنډونه زموږ لاره ډب کولی شی
ستاسو احترام دمشرتوب او دوطنپالی دمینی لامله زه پرځان لازم
اونورو وروڼو ته توصیه کوم چی دمشرانو احترام وکړی

باوری صیب الله دی ستاسو هڅی تاندی اوګړندۍ لری او په همدی
هیله چی داډول خنډونه دی تګ ټکنۍ نکړی

اختر دی مبارک او خوشالی دی مله

ستاسو حامد


سلامونه

tandar
10.09.2010

حامد جانه دا چه تاماته دمشر ورور خطاب کړیدی ،نو له ډیری مینی می سلامونه ومنه
ستا عذت ،ابرو او سلامتی زما ارزو ده او داختر خوشحاله ورځی درته له لوی خدایه غواړم ٠
ما نه غوښتل چه څه ولیکم مګر ستا لیکنی مجبور کړم چه نظر ته دی احترام وکړم٠
ما ډیر خلک پیژنی او زه هم ډیر خلک پیژنم مګر خوشحاله په دی یم چه خپل غریب ملت ته یو پاک وجدان لرم او ددوی دردونه می نن ډیر زوروی٠
زه خپله شخصی هیڅ مشکل نه لرم مګر دخپل قوم او ملت دخاطره زما په خوله کی زما خپل بچیان خندا نه وینی او شپه او ورځ می له غمو او فکرو سره تیریږی چه یرغلګر به نن شپه دچا په کور ور ننوتی وی او دهغه په ناموس به ې تعرض کړی وی
لکه لیونی شپه او ورځ راباندی سبا کیږی٠
کله چه می زړه تنګ شی نو په ټول افغان کی دزړه چیغه وباسم٠
مګر بعضی خلک له درده بی خبره ادبیات ،قافیی ،وزن او دیوه سوړ افسیلی نه داستعداد تقاضاوی کوی.
د یوه نظر خاوندان چه پیدا کوی ،یرغلګرو به په ټولو میچنی ګرځولوی وی٠
دلته چاپیر دی په جنګ کی اسپونه تیاروی،یعنی یو په بل انتقاد دی ،هر یو کوښښ کوی چه ځان په سیاست کی یو له بل نه پوه ښکاره کړی.
او دا زما له نظره دټولو ناپوهی ده ،په خدای که یو هم سیاستمدار وی او فقط وخت تیرونه او زړه خوشحالونه ده٠
که ددوی سره په واقعیت کی دوطن درد موجود وی ولی یوه ورځ عاجل مخامخ نه کښینی ځکه چه حالات د عاجلی غونډی تقاضا کوی ٠
اکثرو له ډاره په بدلو نومونو ځان ثبت کړیدی او خپلی ډری ولی او ځان ته سیاست مدار هم واې او خپل نظر حق په جانب هم ګڼی٠
زه ورته وایم ،، هی زمریه، ، هی غیرتمنده ،،افغان خو بی غیرته نه و،ولی په ښکاره نه راجګیږی او دا ټول ملت ته غږ نه پورته کوی ٠
که حق په جانب وی په خدای چه ټول ازادیخواهان دی څنګ کی ودریږی ، ته بیاواقعی انقلاب وګوره٠
نن زه دبعضو له لیکنو څخه داسی ارزیابی کوم،چه په روسانو ې خپل وطن خرڅ کړی و ،په پنجابیانو ې خپل وطن خرڅ کړی و اوکه په اوسنی یرغلګرو،ټول چیغی وهی او ځپلی ملت ې په خپل مینځ کی سره مصروف کړیدی٠
غل او کوربه ،ټول ځان کوربه، ګڼی٠
ګرانه ټول افغانه چه دلته دی خپل یاسین پخوی ،ولی مخامخ نه کښینی؟
او په اوسینی حالاتو سره خبری نه کوی؟
که دژورنالیستی مخ مو خلاص کړی اود مفتیشونو وظیفه اجرا کوی او دهغوی په باره له لری قضاوتونه کوی٠
دشرعیاتو و، حقوقو او که دسیاست پاکولتی مو لوستلی دی؟
بیا به څه قضاوت کوی؟
هر څه په سترګو نه وینی؟
اشغالګر دی په کور درننوتی ،نو ته له چا سره دقضاوت خبری کوی٠
وروڼومه خپه کیږی دستاسو ټول بحثونه وخت تیرونه ده او که چا درته سپینه او ډانګپیرلی خبره وکړه فوری تهدید اوتوهین کیږی او خپل مخ ورباندی بندوی ځکه ستاسو دمجلس مزاحم کیږی٠
دیو بل نه شرمیږی؟
دیو بل نه ډاریږی؟
ولی مخامخ نکښینی؟
ولی په غلطو نومونو خپل غونډاری له لری څخه ولی؟
هغه چه په سنګر کی ناست دی تشویق ته ې ښه تکړه ې ،ځکه که ګولی لګیږی د هغه ماغزه به شیندل کیږی نه دتا،او تا خپله په لیکونو کی له ډاره لکه ګیدړ نوم بدل ورکړیدی،ځکه دا ټولی لیکنی له مختلفو ځایو څخه کنترول کیږی چه سبا دی څوک ونه نیسی،داستا غیرت دی، په تا به ې هم ډزه کړیوی چه زوی می پیدا شو٠
دخپل وطن دازادی او دخپل ملت حق غوښتلو له غږ پورته کولو جرئت نه لری؟
ته خو یو وطنفرست او غیرتناک افغان ې، او که نه ې، بیا نو دنورو وخت مه ضایع کوه او مه توهین کوه٠
پتوال صیب خدای دی توفیق درکړی چه یو غږ پورته کړی او یوځای معین شی چه ټول هلته راټول شی او ددی لیکونو نه خلاص شو او یوه لاره دعمل پیدا شی٠
خدای مو دی ټول ډیر ژر دیوه نظر خاوند کړی٠

مننه


سلامونه

tandar
10.09.2010

واقعیت تل تریخ وی٠
چه بل ې راته وګټی او مونږه ې په ارامه نوشیجان کړو٠
دی ته زرنګی واې نه مردانګې٠
دواقیعی افغان سره داسی خواص نه زیبی٠
مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more