د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

د اتل افغانستان د کرکټ اتله لوبډله

Stoman Niazi
09.09.2010

ليکوال: عزت الله نيازى

د اتل افغانستان د کرکټ اتله لوبډله

افغانستان چې د څولسيزو راهيسې په سرو لمبو کښې سيزل کيږې او د مختلف قسم بدبختئيوښکارده خو له دې سره سره زمونږاتلوافغانانوهيڅ کله مايوسۍ نه ده اختيارکړې اوپه هر سخت حالت کښې يې له خپل وطن څخه دفاع کړې .هغه که په...........ډګر کښې اوکه په سپورتې ډګرکښې.افغانستان چې په ټوله نړۍ کښې داقتصادله اړخه ډير کمزورى هيواد ده ليکن زمونږدغازي هيوادغازيانوځوانانودډيروسختومشکلاتوپه ګاللوسره په هرډګرکښې افغانستان دهغو ممالکو سره سيال اوپه اول صف کښې يې ورسره درولى ده،چې ډيردې پياوړې اقتصادخاوندان دي.اصلې خبرې ته راځم اودافغانستان دملې اواتلې لوبډلې اودهغوى دوروستۍ بريا په اړه څه څرګندونې وکړم.ما مخکښې هم ووئيل چې افغانستان دنړۍ په سطحه يوډيرکمزورى هيواد ده څه خاص وسائل هم ورسره نشته حتى،چې په ټول هيواد کښې دکرکټ يوميدان هم نه لرې ليکن ددې سختوشرائطوباوجودهم زمونږدلوبډلې ځوانان په ډيره ليوالتيا سره يوه ښه لوبډله جوړه اودنړۍ دهغوقوې لوبډلوسره مقابلې ته چمتوشول چې له ډيرې مودې راهيسې په کرکټ کولو بوخت دي.ښې تجربې لرې اودجام جهانې اتلان هم ځانونه بولې.عجيبه خبره خوداده،چې دغه يوکمزورى هيواد څنګه په دومره کمه موده کښې دومره برياوې تر لاسه کړې چې ډير ښه اوشتمن هيوادونه يې په يوه اوږده موده کښې هم نشې ترلاسه کولى.زه بايد ووايم چې افغانستان دغازيانو،شهيدانو،کونډواويتيمانوکورده او اميد لرم چې الله تعالى به دغه مظلوم اوخداپرست ولس کله هم نه ناکامه وي.ددې نه مخکښې دافغانستان دلوبډلې نوم چا په خله هم نه اخيسته ليکن په دغوتيرو سيالئيو کښې دافغانستان لوبغاړې داسې وځليدل چې دنړيوال يې دځان طرف ته جلب کړه اودخلکو په زړونو کښې يې ځاى پيداکړ.څو وارې يې داتلولۍ جام په لاس خپل وطن ته راستانه شول، چې دخلکولخواډيرونازول شول.iccچې کله ددوى لوبه ولېده نو د icc چارواکو له خوا ډېرتشويق شول اوپه افغانستان کښې دکرکټ ميدان دجوړولواودڅه نغدو پيسو ورکولوژمنه يې ورسره وکړه.اوداده څه موده وړاندې زمونږ اتلې لوبډلې په داکتر ايم ا‌ے شاه ټورنمنټ کښې برخه واخيسته،چې ددغه ټورنمنټ سيالۍ دکراچى په نړيوال ميدان کښې ترسره کيدې.دافغانستان لوبډلې چې په بدبختۍ سره يوه سيالۍ وه بايلله،نوهيڅ مايوسې يې اختيارنه کړه بلکې ددوى جذبې يې نورې هم پياوړې کړې اودڅومسلسلوسياليوپه ګټلوسره دفائنل مرحلې ته ورسيدل.دسيمې فائنل دګټلونه يوورځ پس زماخوږملګرى عتيق الله نيازى چې دمحمدشهزاد سره ښې اړيکې لرې دده په واسطه ما د محمدشهزاد سره تيليفونې خبرې کړې اودتيروسيالئېومبارکې مې ورکړه ښاغلى محمدشهزاد چې يوپياوړى توپ وهونکى ده په ډاډه زړه راته ووئيل چې برى به انشاءالله زمونږه وي.اوپه اخيرکښې يې ددعا غوښتنه وکره.دغه اخري سيالۍ دافغانستان اودA O blueترمينځ دشپې په يوولس بجوپيل شوه.دپاکستان يوه قوې لوبډله وه چې مشرې يې اعجازاحمدکوله.په دې لوبډله کښې درې لوبغاړې عمران نذير،رانانويدالحسن اورضوان چې دپاکستان ملې لوبغاړې دې،اوپه نړيوالوسيالئيوکښې هم لوبيدلې دي.دافغانستان لوبډله چې مشرې يې تاندځوان خالق دادنوري کوله لومړى توپ وهلوفيصله يې وکړه. اودوه شاځلمې يې دلوبې دپيل کيدولپاره غوره کړل چې يومحمدشهزاد اوبل جاويداحمدي وه.دسيالۍ دپيل کيدونه مخکښې حالات ډيرکړکيچن ښکاريدل ليکن دمحمدشهزاد په لومړې توپ لومړۍ څلوريځې مخالف ټيم ترفشارلاندې ونيوه اودافغانانوپه زړونوکښې يې دکاميابۍ جذبې راوپارولې اود بهترينې لوبې کولوسره افغانستان په شلواورونوکښې ١٥٩ منډې جوړې کړې.دافغانستان لوبغاړودتوپ اچونې داسې مظاهره وکړه چې دستايلو وړده.همداسې عبدالله مزارې،شاپورځدران،سميع الله شينواري اوحامدجان حسن ډيرښه توپ اچونکې ثابت شول اوبهترينه کاکردګي يې ترسره کړه.اودافغانستان دلوبغاړو د سختو کوششونواودافغانانود دعاګانو په وجه افغانستان مخالفې لوبډلې ته په ډيره ليوالتيا ماتې ورکړه اود دې ټورنمنټ اتل ونومول شو.ډيره دې فخر خبره دا ده چې حامدحسن د دې ټورنمنټ غوره توپ اچونکى اومحمد شهزاد ددې ټورنمنټ غوره توپ وهونکى ونومول شول اودافغانستان لوبډلې داتلولۍ جام ترلاسه کړ.اول زه دې افغانستان حکومت ته ددې بريا مبارکې وايم اوتقاضا ترې کوم چې افغان لوبغاړې دوطن لپاره څومره هلې ځلې کوي نو بايد دافغانستان حکومت هم د لوبغاړو تقاضاوې ورپوره کړې.په اخر کښې زه دافغانستان کرکټ بورډ، د افغانستان اتلولوبغاړو،د افغانستان خلکو او په ځانګړې توګه ښاغلې عتيق الله نيازى ته يوخوا ددې اتلولۍ او پل خوا دکوچنې آختر مبارکې وايم الله مو هميشه خوشحاله اوکاميابه لره.مننه


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more