نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
دکوچني اختر مبارکي وايم
pattang
09.09.2010
ټولو مسلمانانو او خصوصا هغوی ته چې دصليبي اشغالګروپه ضد
د خپلې ملي او اسلامي د ازادي لپاره جنګيږي د کوچني اختر مبارکي وايم
خدای پاک دې هغوی ته خاص قدرت ورکړي چې د وطن دازادي لپاره
په هر لوري جنګيږي٠
پښتون یار
09.09.2010
پتنګ خانه تا ته هم د کمکۍ اختر مبارکی وایم
سوکاله ژوند له الله نه در ته غواړم
ستاسو ورور فخرالدین
هیښ
09.09.2010
سلامونه او احترامونه
دنیکمرغه کوچني اختر په مناسبت دافغانستان مظلوم ،باایمانه او غیرتي وولس ته ،دافغانستان دخپلواکۍ او ازادۍ دمقاومت دجبهې باشهامته او میړنیو جنګیالیوته،دمقاومت دجبهې قدرمنو مشرانو ته او دټول افغان ټولو محترمو چلوونکو ،لیکوالانو اولوستونکو ته مبارکي وایم .
الله تعالی(ج) دزموږ دوولس هر ه ورځ داختر او اختر ئې د بختور کړي .
امین یا رب العالمین
مننه
و.افغان
09.09.2010
محترم او مشر ورور پتنګ صاحب، دروند ورور هيښ صاحب، کشر ورور فخر الدين صاحب،
او د ښکلي فوروم ټولو ليکوالانو او ګډونوالو ته د زړه له کومې د کمکي اختر مبارکي
وړاندې کوم.
اختر مو مبارک شه، روژې، نفلونه، تراوېح، تلاوتونه، صدقې، زکاتونه او نور عبادتونه
مو قبول او منظور شه.
تقبل الله منا ومنکم صالح الأعمال.
الله مو ژوند له ښېرازيو او خوښيو ډک کړه.
کل عام وأنتم بخير.
په درنښت
كريم كامران
09.09.2010
[img:877e3b6549]http://www.odabasham.net/images/eidmobarak10071.jpg[/img:877e3b6549]
10.09.2010
ټول لر او بر افغان ولس ته، په تيره هغو وطنوالو ته چې د پرديو استخباراتو په وړاندې يې له بشپړ مقاومت سره د اشغالګرو پر ضد د وطن د آزادۍ ،
ملي خپلواکۍ او پرمختګ له پاره يې د ملي اسلامي جهاد او مبارزې سنګر تود ساتلی دی . ټولو مسلمانانو ته د الله سبحانه وتعالی
په دربار کې د روژې، لمونځونو، تراويحو، تهجدو، نوافلو او نوروعباداتو
دقبلېدلو دعا کوو او د ژوند او اخرت نيکمرغي ورته غواړو !
pattang
11.09.2010
[quote:43eb854277]ټول لر او بر افغان ولس ته، په تيره هغو وطنوالو ته چې [color=red:43eb854277]د پرديو استخباراتو په وړاندې [/color:43eb854277]يې له بشپړ مقاومت سره د اشغالګرو پر ضد د وطن د آزادۍ ،......[/quote:43eb854277]
لکه لړم خپل نېښ خو هر چېر ته وهې ! د اختر مبارکي يې له استخباراتو سره څه ?
که دې دابل لوري ته دومره ليکنې کړې وی ، خدای اورسول به درنه خوشاله شوي وو٠
12.09.2010
[quote:0d343421b8]
لکه لړم خپل نېښ خو هر چېر ته وهې ! د اختر مبارکي يې له استخباراتو سره څه ?
که دې دابل لوري ته دومره ليکنې کړې وی ، خدای اورسول به درنه خوشاله شوي وو٠[/quote:0d343421b8]
پتنګ خانه اورېدلې مې وو چې حقيقت تريخ وي، خو خبر نه وم چې دابه دومره کوټلی حقيقت وي چې په تا له زهرو ګنډير نه هم تريخ لګېږي . او دا بل لوری خو مې د اشغالګرو په ډله کې
مجرم او محکوم کړی ، او هرڅوک چې له ISI پرته ددوی پر ضد جنګيږي هغوی ته مې هم د الله رحمتی او هم دزړه له تله د کوچنی اختر مبارکي ويلې ده !
که پنډک د ISI يې پشا نه وای ............ طالبان به اصلاح شوي وو وختي
افغانان به پتنګان په دوی راټول وو.....اشغالګر به يې ايستلي وو وختي
ISI که لاندې پل د مېچن نه وای ..... باندې پلونه به مات شوي وو وختي
كريم كامران
13.09.2010
[quote:cdf2c66747]که پنډک د ISI يې پشا نه وای ............ طالبان به اصلاح شوي وو وختي
افغانان به پتنګان په دوی راټول وو.....اشغالګر به يې ايستلي وو وختي
ISI که لاندې پل د مېچن نه وای ..... باندې پلونه به مات شوي وو وختي[/quote:cdf2c66747]
دا پنډکې خو د هغه چا په شا دي......... چې صلیب ته تسلیم شوي وو وختي
که (د خپلو مزدورانو کومک) نه وای........ اشغالګر به تښتیدلي وو وختي
pattang
13.09.2010
[quote:292fed11fc="كريم كامران"][quote:292fed11fc]که پنډک د ISI يې پشا نه وای ............ طالبان به اصلاح شوي وو وختي
افغانان به پتنګان په دوی راټول وو.....اشغالګر به يې ايستلي وو وختي
ISI که لاندې پل د مېچن نه وای ..... باندې پلونه به مات شوي وو وختي[/quote:292fed11fc]
دا پنډکې خو د هغه چا په شا دي......... چې صلیب ته تسلیم شوي وو وختي
که (د خپلو مزدورانو کومک) نه وای........ اشغالګر به تښتیدلي وو وختي[/quote:292fed11fc]
کريم خانه وروره !
له مذهب دې قربان شم ، نر ځواب دې ورکړی دی٠