د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

په کابل کي مي آسمانه بیا پیدا وزیر اکبر کې

pattang
08.09.2010

[color=brown:fe0f6ff15b]وروڼو دالاندې د جهاني صيب شعرمې له ټول افغان څخه را
اخيستی دی چې ډېر ډېر خوندور دی [/color:fe0f6ff15b]٠

...............لازمه ده ددغه ږغ سره هر وطنپال افغان د هيواد د نجات او زموږ د واحد
افغانستان د پرسټېژ او ملي ګټو د بيا اعادې په خاطر ځانونه يو موټي او يو دبل سره
ملګری سي، زموږ د افغان ملت آزادي غوښتونکی بيرغ دامريکا او برتانيايي
واکدارانو د قدرت په مراکزو کي و رپوي . زموږ ګروګان ، مظلوم او تر بمباريو
لاندي ملت ددغه بدنامه ، فاسده او ملي ضد حکومتي مزدورانو د ملي خيانت
د شره او د تجزيې د خطره بايد وژغوري .

جهاني صاحب زه دي هم ددغه ملي ږغ سره ملګری يم او تاسو چي په دغه لاندي
خپله حماسي شعري شپېلۍ کي ملي ناره راپورته کړېده زه يې هم در سره ږغوم او
د افغانانو د بيا را پاڅېدو په هيله يې درسره وايم :

په کابل کي مي آسمانه بیا پیدا وزیر اکبر کې

د جـــانــان د بــلا مـخ تــه خــدایـه زر ځــلـه مـي سپر کړې
........................................................لـکـــه غشـی پـر سینـــه مــي د رقــیب ور بـــرابـــر کـــې
چــي پــرون يې ورپـه یــاد شــي د دښمـن د بــــوروورارو
.....................................................یـــوه چیــغـه مـي لا پــورتـه پـر شمشاد او پـر خـیبر کــې
بیا شرنګی د سپینو تورو بیا محمود وي بیا اشرف وي
..................................................پـــر لښکــر د غـلیــمــانــــو د مــرګــي د پــوځ ګــذر کـــــې
بیا میدان د پاني پت وي بیا ګــلــګــونــي تـوري راسي
..................................................پـــر لښــکــر د مریټـــــي مي د احــمــد لاســونــه بــر کــې
چــي مــړ ژوانــدي ورنــه تښتــي افسران د پرنــګیــانـــو
..................................................پـــه کــابـــل کــي مې آسمــانــه بیــا پیــدا وزیر اکبر کـې
بـیـا مــلالــه پــه میــونــد کــي بیا ایــوب در څخـه غواړم
....................................................بـیــا مي لانــدي تــر اسونــو د دښمــن خوني لښکر کـــې
لــــــــه آمــو تـر ارغستــانـــه لــــه کـــنــړ تـــر هـــــریــــــروده
.................................................د لستـــوڼـــي ښامــاران مي یـــوپـــه یـــو زیـــر او زبر کــې
یــو وار بیــا راتــه تــاوده کـې زمـا د قــام ساړه رګــونـــه
....................................................بیــده بــخــت راتـــه ویــښ کــې راپــخلا مــي مــرور کــې
بیــا جــشنــونــه پــه ښــارو کــي اتڼــونــه پــه دښتــو کــې
......................................................بیــا پیغلوټی په خیمو کي بیا مي کور په کور اختر کې
لــه پــــامیــر تـــر کـــنــــدهـــاره لـــه هـــــلــمنــده تــر مــزاره
......................................................اولسونــه مـي پــه چـــیــغــو ربــــه یــو پــه یــو خـــبــر کــې
چې یو روح سي بل يې تــن شي یو یې سر بل یې بــدن سي
....................................................چـــې جــاریــږي یـــو تــر بـــلـــه یـــو میــرا بــل قــلنـــدر کــې
لــه کـــنــړه تـــر ارغنـــده لـــه پنـــجشیـــره تـــر میـــونـــــده
......................................................هر بـوټی مي سـومــا کې هر یو څاڅــکي یې کوثـــر کـــــې
چې دا لمر وي دا اسمان وي افغانان دي تل ودان وي
......................................................د دښمــن عمـــر يــې خــدایــه لنــډ د ژمــی مازدیــګر کـې
چــي ړنــدې کـي غبرګي سترګي د فرنګ د میراث خورو
.......................................................د مــرګي لـــه خـــوبه ویــښ مـــي د افغــان بیــده ټبــر کــې
هــم یـې ویــښ کـې لــه خــوبـــونــو هـم الفت ورکې د زړونو
......................................................هـــم یې تــن جــوړ کـې لــه زغــرو هــم رڼــا د عقــل ورکــې
چې جــهان ورتـه حــیران وي چــي خـجل ورته سیالان وي
........................................................زمــا د هـــر وګــــړي ستـــرګـــي آیینــــه د ســـکنــدر کـــې
جهــانــي چــي پکښي لیکي د زمــري اولــس نظـمـــونــــه
.......................................................هـــر آواز یــې د بــلال کــې هــره لـوېـشت ورتـه منبر کــې


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more