نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
اختره مه راځه زمونږ کلي ته
Stoman Niazi
07.09.2010
اختره مه راځه زمونږ کلي ته
خاموشه خاموشي ده تورې وريځې زمونږپه سرولاړې دي.چې کله مو سترګې دې بل په سترګوولګيږي نو ناساپه تالنده اوبريښنا شي اوداوښکو باران شروع شي حالات ډير ترخه دي ټول ماحول خفه ده.دلته دپخوا په شان خوشحاليانې اوخنداګانې نشته.هر څوک په خپل غم کښې ډوب ده.دغوترخوواقعومو زړه دومره ودرداوه،چې نوردلته ژوند تيرول راته ډيرسخت وه،نوله کلې څخه وتل اولرې دصحراپه طرف تلل راته ښه او بهتر ښکاريدل.يو خوادغرمې تيزلمراوبل خوادي دغوترخوصحنوپه ليدلودومره غم کښې ډوب وم.چې په دې نه پوهيدم .چې چيرته اودکوم منزل په لورروان يم.په دې وخت کښې مې دقدمونوآوازترغوږه شوداسې معلوميده چې څوک زماپه طرف په ډيره مستۍ سره راروان وي.سترګې مې وغړولې يوسړى مې ترسترګوشوچې ډيرقيمتې لباس يې په تن کښې وه زماپه لورې راته خله يې له خندا ډکه وه.ددې سړې په ليدوډيرحيران شوم دځان سره مې ووئيل چې داسړى خوددې کلې اوسيدونکى نه ښکارې بلکه داسې معلوميده چې دى دلته مخکښې هم راغلى اوياپه دې لاره تيرشوى وي.چې لږرانږدې شو نوترې وه مې پوښتل،چې تاسوڅوک ياست او چيرې روان يې.سړې په ورين تندې راوکتل اوپه کړس کړس يې وخاندل،چې ما نه پيژنې.ددې خبرې په اوريدوسره ډيرحيران شوم سوچ مې وکړچې ويې پيژنم نوهيڅ مې ونه پيژنده اوورته مې ووئيل ،چې وروره وه بښه ما ونه پيژندې.ددې خبرې په اوريدوځوان مسکى غوندې شواو ووئيل خيرده اوس به مې وپيژنې.زمانوم آخترده بعضې خلک مې دعيد په نوم نوموې.زه په کال کښې دوه ځله راځم.زه يوه دخوشحالۍ اونيکمرغۍ ورځ يم زما غيږله خندا،خوشحالۍ اومستۍ څخه ډکه ده.زماپه راتلوټوله فٍََضامعطره او ښکلا بښونکې شې.زما په راتلودغه خلک ډيره خوشحالې کوي نوې جامې اغوندې ميلې کوې يو بل کره ځې اويو بل ته بلنې ورکوې.لوى او واړه يوبل ته ورغاړه اوځې او يوبل ته مبارکې ورکوي.اختر په ډيره مينه دخپلورنګينو خبرې کولې.زه غلى ولاړوم دده خبرې مې اوريدلې او له سترګو څخه تړمې تړمې اوښکې خپل ګريوانه ته ډالۍ کولې،چې په دې وخت کښې دآخترنظر زما د اوښکوپه لوندګريوان ولګيده.خبرې يې بس کړې ماته رانزدې شو او په ډير ورخطايۍ يې رانه وپوښتل چې وروره ولې دې له سترګو څخه اوښکې روانې دي؟ته خو مخکښې ښه وې دا ولې؟ زما په خبرو خو به خفه شوى نه يې؟اوکه بل څه خبره ده؟ما ورته ډير ووئيل چې ترې تير شه خو ده هيڅ نه منله او دې ته يې اړ کړم چې ټول د زړه دردونه ورته مخکښې کيږدم.له لاسه مې ونيوه اوديوې نړيدلې ديوال په خواکښې کيناستو ماورته ووئيل آخترجانه په خيرراغلې هر کلى درته کوم خداى دې هروخت راوله خوددې سره سره درته عذراوزاري کوم اوپه داسې غمحنوصحنوکښې دې له کلې څخه منع کوم.اختر راته په ډير حيرانۍ سره ووئيل چې ولې؟ما ورته ووئيل چې اخترجانه زمونږ په کلې کښې شايد تا څوک ونه پيژنې.په دې کلې کښې اوس غم د اوږدې مودې لپاره ميلمه شوى ده خلک يې ډير ښه پيژنې دزړه په کورکښې يې ورته ځاى ورکړى دى دزړه غوښې اودسترګو اوښکې ورته په ميلمستيا کښې ورکوي.هغه خوشحاليانې چې داستا په راتلوبه يې کولې اوس هغه خوشحاليانې اوخنداګانې نشته.هغه سترګې هم پټې دي چې ستا په انتظارکښې به يې دکلې لارې څارلې.آختره زمونږ دکليوالوهغه خټين کورونه چې په محلونوبه يې نه پيرزوکيدل نن په خړو اوبو کښې ډوب دي اودعمرونوارمانونه يې په اوبولاهوشول.آختره نن زما مظلوم ولس چې کډې يې په سردي درپه در ګرځې دپناه ځاى نه لرې اوياهم په دشتواوميرو کښې په داسې حال کښې دګرمۍ شپې اوورځې تيروې چې نه يې دخوراک اوڅخاک صحيح انتظام شته اونه يې داستوګنې.آختره هغه ملالې پيغلې چې چايې دټکرې څنډه هم نه وه ليدلې نن بې کوره اوبې وروره په بازارونوکښې خيرونه ټولوې.آختره سرو وحشې لښکروموپه سپيڅلې حريم يرغل کړى ده.هر خواته ته ويرونه،کړيکې،ساندې اوزګيروې دي.آختره نن دې پښتون په کور باندې دې بمونواوګولئيوباران ده هيڅ څوک يې د پوښتنې نشته.هر خواته دشهيدانودانګې دانګې اندامونه پراته دي لارې اوکوڅې په وينوسرې دي.جومات هم په بمونوويشتل شوى امام هم په وينو کښې لت پت پروت دى.آختره نن زمونږه پيغلې لاسونوپه نکريزونه سره کوې بلکه نن زمونږدپيغلولاسونه د خپلو ورونو په وينوسره دي.آختره نن زمونږدمظلوم ملت له زړونو څخه وينې څاڅې .خيرده داځل زمونږکلې ته مه راځه زمونږد درديدلې او کړيدلې ولس زړونو ته ګوتې مه وروړه اوپه راتګ دې يې مه خبروه ځکه په دې وخت کښې ته څوک خوشحالولى نه شې بلکې دهغوى غم به ستا په راتلو نور هم تازه شې. خو ښه به داوې چې څوورځې دې په خاموشتيا سره تيرې کړه اود اوږده مزله مسافرپه شان په توره خړه ترې لاړشه.په دې وخت کښې آختر په داسې حال کښې زما په طرف راوکتل چې ليمې يې له اوښکو ډکې او ګريوان يې په اوښکو لوند شوى وه او ووئيل چې زه تا يوازې نه پريږدم او دغه درې ورځې به له تا سره تيروم.په څلورمه ورځ آختر چې بيرته دستنيدو په حال کښې وه زما په سر يې لاس کيښود اوپه داسې حال کښې چې سترګې يې اوس هم له اوښکوڅخه ډکې اودڅوورځومسلسل ويرونوډير کمزورى کړۍ وه په ډيرکمزورې آوازسره ووئيل،چې خيرده فکرمه کوه دهرې شپې پسې صبا وي انشاءالله وطن به موآزاد شې تاسوبه له دغوسختوشيبو څخه خلاص شۍ اوبيرته به خپلوکورونوته ستانه شئ انشاءالله زه به بيا راځم اودځان سره به ډيرې خوشحاليانې راوړم.دبياليدوپه هيله دخداى پامان