د موضوعګانو سرپاڼه

نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ

له وطنوال پوښتنه وکړه

tandar
06.09.2010

..له سوداګرو که سودا کړی ............دښه مال پوښتنه وکړه
اوکه وطن ته نجات غواړی..........نو له پتوال پوښتنه وکړه
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
......په نابلدو لارو مه ځه............چه دهدف ته نه رسیږی
ستړی، خولی به درنه څاڅی.....د روی مال پوښتنه وکړه
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
چاچه بی فکره منډی کړی.......اخرکوهی کی غورځیدلی
چه په غلطو لارو درومی.........بیا ې دحال پوښتنه وکړه
,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,,
بدمرغی نه ملت خلاص کړو .........په مشوره بریالی کیږو
باوری که غواړی دحل لاره ؟......... له پتوال پوښتنه وکړه


larghonay laraway
06.09.2010

تندر صيب په دې بوخته نړۍ کې څوک ډېر وخت نه لري چې هرڅه ولولي. که تاسو داسې ببولالې ليکئ نو هسې نه چې خدای مه کړه بيا به دې خلک تش نوم ګوري چې د تندر ليکنه ده نو نه به بې لولي!
کوښښ وکړه چې ژورې او هدفمنې ليکنې په روانه ژبه وليکې. د شعر استعداد دې خدای در کړي خو تر اوسه يې نه لرې!


مننه٠

tandar
06.09.2010

لاروی صیب دنظره دی مننه٠
ما کولای شوه چه دا لیکنه می لری کړی وی،مګر دنورو وروڼو قضاوت ته می پریښوده،که چیری اکثریت ستاسو حسن نظر تائد کړو نو زه در سره ژمنه کوم چه زما اوحتی دبچیانو په کمپیوټرو کی به ستا سو صفحه یا مخ،،ټول افغان،، بندیږی چه دیو او بل مخ سره ونه وینو،مګر زه دټول افغان لیکونکی اولوستونکی یم دشعر سره علاقه لرم ،چه په ما کی دشعر استعداد نشته تا سو خو به ې لری ؟ مهربانی وکړی ،زه نه غواړم چه تل دنورو شعرونه ولولم ،هر سړی باید له خپل ابتکار څخه کار واخلی ،، له پردی ځوی نه خپله لور ډیر شرف لری،،
ماته می دا خپل شعر ډیر ارزش لری ،چه دلوستلو علاقه څوک نه لری،نو دتوهین حق هم نه لری ٠
دا داخبارو نقلونه چه دلته کاپی کیږی او وړاندی کیږی او دخپل قلمی ابتکار سویه
نه لری نو لاندی متل ې ښه ځواب کیدلای شی.
په ړندو سترګو کی دیوی سترګی خاوند پاچا دی٠
او اوس ې په نثر سره خپل نظر په ډاګه لیکم چه ما دښاغلی پتوال صیب معقول نظرونه او پیشنهادونه لوستلی در حالی کی چه زه دا اوږدو قیصو ته وخت نه لرم نو دخپل توان سره می دده ومشوری ته یو احترام په ځای کړیدی٠
او که وخت راغلو او له خدایه می غوښتی دی چه وطن ازاد او دا دغلامی دوره ژر تمامه شی ،او دا ستاسو له نظره بی قدره شعرونه یوه ورځ نقلونه ې دافغانستان په په موزیمو کی دیوه ازادیخواه او وطنپرست افغان په نامه ولولی٠
او که دپتوال صیب له نوم سره او دهغه له نظریاتو سره څوک علاقه نه لری نو دنورو دنظریاتو دمخ نیوی حق هم نه لری ،دبیان ازادی دهر سړی حق دی چه تعرض امیز نه وی او څوک باید دا توقع له هیچا ونه کړی چه اول له ځانه رحمان بابا جوړ کړی او بیا دی خپل شعرونه د ټول افغان له لاری جامعی ته وړاندی کړی٠
ددی لپاره چه یو څوک تشویق شی ،برعکس احساسات ې تر پښو لاندی کیږی ،نو دیوه پیشرفته او مترقی او متدین افغانی جامعی خواست به تل له خدایه کوو٠
او یا دا ټول افغان یو شخصی انحصار ګڼی ،بیا زه تاسو حق په جانب ګڼم نوما په خپله بزرګواری سره دا ځلی وبښی ٠زما لاری هم څوک نه شی نیولای،له ځانه به په یوه بله لاره ،،لاروی،، جوړ کړم، چه دچا مزاحم او وخت ونه نیسم،ځکه چه دنورو وخت نیونه ،هغه هم په اروپاې ممالکوکی یوه ګناه ګڼل کیږی ،ځکه چه خلک٢٤ ساعته کار کوی او ددولت ،،سوسیال،، له پیسو خپل یخچالونه کله ډکوی،بیا ې افغانی غرور ته لکه پیدا کیږی٠
په ډیر عذت او احترام تا سو دی خدای خوشحاله او بریالی لری.
ملک خدا تنګ نیست، پای ګدا لنګ نیست٠
زه ې تکراروم د پتوال صیب په باره کی می دا شعر له خپل توان سره یو واقعیت وړاندی کړی دی ٠ پتوال صیب خپله او نظر ې دقدر وړ دی که څوک پری خفه کیږی خدای دی خوشحاله کړی٠ او که زړه ې ډیر تنګ وی اود نورو لیکنی او احساسات ورته بابولالی ښکاری ،ټنې دی خلاصی کړی او خپل ډول ته دی اتڼ کوی٠
مننه


سلامونه

spinkar
06.09.2010

لاروی صیب ښی چاری٠
ستاسو انتقاد په تندر صیب بیځایه ګڼم.
دا انتقاد مو باید په پتوال صیب کړی وی٠
چه دده په لیکنو کی څومره ژور اثرات پراته دی ؟ چه نن ې ځانته مریدان پیدا کړی اوهغه حتی په شعرو کی جهان ته د یوی ښی مشوری لرونکی شخصیت په صفت معرفی کوی؟
او دشعر په ښه والی او ضعیف والی لاندی ټکې عرض کوم٠
زمونږ ملت څو فیصده سواد لری؟
په اطرافونو کې اوس هم لیک دلوستلو لپاره ملا صیب ته نه وړی؟
دا څو فیصده چه خوشبختانه لیکل او لوستل کولای شی باید پروفیسرانو غوندی ولیکی او شاعران ې هم باید درباری شعرونه وواې٠
په وطن کی مو څو فیصده خلک پطلون اغوندی ؟،چه نن یو جهانی لباس دی٠
پس یو نفر چه پطلون نه پیژنی او تا سو له هغه نه نیکټاې غواړی،تعجب به نه وی؟
دتندر صیب په شعر کی یو ښکلی دقدر وړ مطلب پروت دی ،هغه باید په نظر کی ونیول شی ٠
هغه دوطنفرستانو نه غوښتی چه په یوه شخصیت راټول شی او له یوه شخصیت نه چه دملت درد ورسره دی اودملت خوشبختی غواړی له مشوری نه ې ګټه واخلی٠
زما په نظر که تندر صیب په خپل شعر کی د لاروی صیب نوم لیکلی وی ، شاید انتقاد مو نه و لیکلی ،بیا به دا بابو لالی طلاې کرښی وی٠
ایا که شعر ویونکی تشویق کړو ښه کار به وی؟ او که تهدید شی ښه کار به وی؟
زه مطمن یم چه تندر صیب له پتوال صیب سره هیڅ نوعه معرفت نه لری مګر دهغه دانش ته ډیر په قدر ګوری،داباید په یوه نورمال ،عاقل ،بالغ انسان باندی بده اغیزه ونکړی ٠
دټولو نیکو نظر ته باید احترام او قدر ې وشی٠
دتندر صیب شعر به ضعیفه وی مګر چاته خو ې ښکنځلی په کی نه دی لیکلی ،بیا دتهد ید وړ نه بلکه دقدر وړ دی٠
دښو اړیکو نتیجه بریالیتوب وی٠


رښتینی
06.09.2010

[code:1:ae72362b4c]

په وطن کی مو څو فیصده خلک پطلون اغوندی ؟،چه نن یو جهانی لباس دی٠[/code:1:ae72362b4c] :( :(

خبره مو دسواد رانښلولی وه داپتلون څښتن مړی
دی له کوم لوری ورداخل کړ ؟؟
ایاله پتلانه سره نابلدتیا هم زموږ دپرڅټیون ! یوه نښه بولئ ؟؟

----------------------------------

او دلاروی صاحب انتقاد بیځایه ده که د تندر
صاحب لیکنی یی نه خوښیږی نه دی لولی او بل
لاروی ته چا اجازه ورکړی ده چی د تندر صاحب
خبری تصنیف او توزیع کړی چی دا شعرسواوها
نثر... بیا دا سم ده او ها سم نه دی ......؟؟!

په درنښت


عنوان

spinkar
07.09.2010

حامد صیب سلامونه.
موضوع مو ډیره ښه او لنډه ځواب کړی مننه٠
زما په نظر دا ټول افغان دی، په ټول افغان کی پښتون ،هزاره،تاجک، اوزبک او نور قومونه حق لری چه برخه واخلی٠
مګر دا ټول قومونه پروفیسران نه دی ،دلته په هره سویه او استعداد انسانان ژوند کوی٠
ټول نشی کولای چه د لاروی صیب د شوق او زوق نثرونه او شعرونه او یا دده دنظر موافق نظرونه وړاندی کړی، او که چیری داسی وی نو بیا ټول افغان نشو، نو بهتره به وی چه نوم ې هم بدل کړی ، بیا دی ورته دایکونډی او یا دجغتو نوم ورکړی چه خلک پوه شی٠
دا بی ځایه خوله اچونه دا دیو رسیدلی ،پوه انسان کار نه دی٠
تندر صیب ماته ډیر با حوصیله سړی ښکاره شو ،زه ورته افرین وایم٠
په بل تعرض او تهدید او خفه کونه څه مشکل کار نه دی،مګر نر شه چه یو سړی ځانته دوست کړی٠
در حالی کی چه دروژی میاشت ده خلک عبادت کوی او د لاروی صیب دغه عمل هم دروژی دمیاشتی مخالف کار وو، نو زه فکر کوم چه دی تنها روژه نه و بلکه دشرابو بوتل نه هم خرپ تیر کړی و ،ځکه چه په نورمال حالت کی ې شاید دا کار نه و کړی٠
نو دیوه نیشه ې او ماشوم فرق نه کیږی ،پس له ده نه هم ګیله په کار نه ده٠
ده ته دی خدای هدایت وکړی او توان ورکړی چه دخپلی جامعی د استعدادونو سره سازش او د قدر په سترګه ور ګوری٠
او یا دی دراونی کوم داکټر ته مراجعه وکړی ، مخکی له دی نه چه خلک له ځانه خفه او ځان وشرموی، دابه ې په ګټه وی٠
اوکه چا کره ډوډی ور لیږی ،نو په غلبیل کی دی ورولیږی چه ور ونه رسیږی٠
دده دښه صحت په ارزو٠


Re: عنوان

mehman
07.09.2010

دوستان گرانقدر سلام برشما!
[quote:04cea14aba="spinkar"]
در حالی کی چه دروژی میاشت ده خلک عبادت کوی او د لاروی صیب دغه عمل هم دروژی دمیاشتی مخالف کار وو، نو زه فکر کوم چه دی تنها روژه نه و [color=blue:04cea14aba]بلکه دشرابو بوتل نه هم خرپ تیر کړی و[/color:04cea14aba] ،ځکه چه په نورمال حالت کی ې شاید دا کار نه و کړی٠
نو دیوه نیشه ې او ماشوم فرق نه کیږی ،پس له ده نه هم ګیله په کار نه ده٠
ده ته دی خدای هدایت وکړی او توان ورکړی چه دخپلی جامعی د استعدادونو سره سازش او د قدر په سترګه ور ګوری٠
او یا دی دراونی کوم داکټر ته مراجعه وکړی ، مخکی له دی نه چه خلک له ځانه خفه او ځان وشرموی، دابه ې په ګټه وی٠
اوکه چا کره ډوډی ور لیږی ،نو په غلبیل کی دی ورولیږی چه ور ونه رسیږی٠
دده دښه صحت په ارزو٠[/quote:04cea14aba]
مشکلی دارم ز دانشمند مجلس باز پرس
توبه فرمایان چرا خود توبه کمتر میکنند

با تقدیم حرمت


ډاکتر وطنمل
09.09.2010

بې ګټې ، بې تړاوه، لږتړاوه ، ناسيخ تړاوه او بدتړاوه ليکنې ړنګې شوې او سکالو هم وتړل شوه ، په نورو راتلونکو ليکنو کې له ډير ې
پامساتنې (احتياط) څخه کار واخلئ .
په مينه ، درنښت او سلامونو !


OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more