نړيوال ښکيلاک او د لرو بر افغان دازادۍ غورځنګ
پښتانه باید ځان له طالبانو بیل کړي!
monir
03.09.2010
پښتانه باید ځان له طالبانو بیل کړي!
حاذق نرنګی
03.09.2010 20:09
نن به په نړۍ کې ډير کم پښتانه وي، چې د طالب او توندلاري په نامه نه وي ځوريدلي يا نه ځوريږي، او همدا راز به ډير لږ پښتانه وي چې د طالب له لاسه نه وي ځوريدلي او يا نه ځورېږي.
دلته زما مقصد له ځوريدلو څخه هر ډول تکلیف دی چې د طالب په نوم یا د طالب له لاسه پښتنو ته رسيږي. دا ځوريدل هغه روحي فشارونه دي، چې يو پښتون زلمی له همدې وجهی له درس، مکتب او پوهنتون څخه محروم دی يا محروميږي (اوريدلی به مو وي چې دوه ورځی مخکې طالبانو يو پښتون زلمی چې د قندهار پوهنتون محصل وو سره د هغه د پلاره په هلمند کې د روژې په مبارکه مياشت کې ووژل شول، هغه زلمی يي له دې کبله وژلی وو چې ولی پوهنتون ته ځي او پلار يي ورله د دې کبله وژلی وو چې ولې يي زوی پوهنتون ته پريښی دی، دغه محصل د اختر تيرولو لپاره په هلمند کې خپلې کورنۍ ته ورغلی وو).
دا هغه ځوريدنه ده چې د ايتلاف ځواکونه د شپې له خوا بې له ټک ټکه د يو پښتون کور ته په دې نامه ورځي چې ګويا له طالبانو سره اړيکی لري، د هغوي ښځې تالاشي کوي او سړي يي یا وژني او يا يي له ځانه سره بيايي، او کال دوه وروسته يی په دي نوم چې ګوندې بی ګناه وو، راپريږدي.
دا هغه ځوريدنه ده چې يو خړ پښتون چې د څه کار او مزدورۍ لپاره کابل ته راغلی وي، او د ملی امنيت کارکوونکي يي د خپل فعاليت د ښکاره کولو لپاره بې له کوم دليله د طالب په نوم نيسي، او د ډيرو لږو بختورو يي د کور د غړو ديدن بيا په نصیب کيږي، نور ډير يي د امنيت د پنجشيري کارکوونکو له لغتو لاندې ژوند له لاسه ورکوي يا ټول عمر معيوبيږي یا د خورا ډير رشوت په ورکولو له دغو جهنمی منګلو نجات مومي، او بيا په خپل عمر کې هم د کابل د ليدلو شوق نه کوي.
دا هغه ځوريدنه ده چې يو با احساسه پښتون خپلې سيمی ته د مرګ له ويرې نه شي تللای.
دا هغه ځوريدنه ده چې يو باسواده پښتون په خپله سيمه کې په جيب کې ښکاره قلم نه شي ګرځولاي، د هلمند په ځينو برخو کې قلم په جيب کې د مرګ سند دی.
دا هغه ځوريدنه ده چې د سوات جنت نشان سيمه د طالب له کبله په دوزخ بدله شوه.
دا هغه ځوريدنه ده چې د پکتيا پښتون ځان د ولسي جرګې لپاره په کابل کې کانديدوي.
دا هغه ځوريدنه ده چې د تخار پښتون خپلو ځمکو ته نه پريښودل کيږي.
دا هغه ځوريدنه ده چې د میرانشاه ۶۰٪ ښځې کونډې شوي دي.
دا هغه ځوريدنه ده چې د مارجې بي ګناه خلک هم بمباري کيږي او هم د ځای نه تيښتی ته نه پريښودل کيږي.
دا هغه ځوريدنه ده چې د واده لپاره پخې شوي وريجي د هلک او ناوي د خيرات لپاره پخيږي.
دا هغه ځوريدنه ده چې د بادغیس پښتون لکه د غلامانو ژوند کوي، او ان بازار ته د کار لپاره نه شي راوتلای.
دا هغه ځوريدنه ده چې ټولې عام المنفعه پروژې دې د افغانستان په شمال کې په دې نامه پلي کيږي چې هلته سوله ده، خو برعکس د افغانستان په جنوب او سهيل کې جوړ مکتبونه ړنګيږي.
دا هغه ځوريدنه ده چې د کانکور په ازموينو کې دې د بدخشان ولایت د زده کوونکو د کاميابانو لیست ۳۹۰ مخه وي، او د هلمند، زابل، ارزګان له ولایاتو څخه دي په دريو کالو کې له ۱۲ صنف څخه يوازې لس کسه فارغ شوي وي!
نو ای پښتنو یا دغه د غلامۍ ژوند ته ادامه ورکړئ يا لکه د خپلو پلرونو غوندې ملي قيام وکړئ! نړيوالو ته وښاياست چې تاسې هسې د طالب په نوم ځوريږئ، تاسې طالبان نه ياست. د طالبانو پر ضد ملی قیام وکړئ. طالبان نه مسلمانان دي او نه افغانان، هغوی اسلام دښمنه عناصر دي چې د نورو لپاره د پښتنو د تباهی ستره وسیله ده. مه پريږدئ چې نور تاسې د طالب په نوم وځوريږئ. ای پښتنو نور له ځان څخه د طالب کلمه لرې کړئ!
http://www.tolafghan.com/posts/19474
________________________________________________________
ګران ورور حاذق نرنګی صیب واقعیتونه یې لیکلي دي. طالبان واقعاً د پښتنو د بربادۍ وسیله ده. د بهرنیو د یرغل وسیله هم همدا طالبان دي، چې پدې وسیله په هېواد کې د نور مصیبتونو د زېږېدو سبب شول. دوی د اسلام تر نامه لاندې داسې داسلام ضد اعمال ترسره کړل چې نه یواځې پښتانه بلکې اسلام یې هم بد نامه کړ.
پاک الله دې دوی پخپل غضب ګرفتاره کړي.
آمین یارب العالمین
spinkar
04.09.2010
مونیر صیب ښی چاری٠
هر څوک چه ددی ملت دشمن و اویا وی باید ملت ورڅخه فاصله ونیسی٠
ډیر ښه مثالونه دی را نقل کړیدی٠
او کوښښ وکړه چه مستند فلمونه دجنایتکارانو پیدا او دا ځپلی ملت ته ې وړاندی کړی چه پوه شی چه دا یو افغان دی او یو وجود دی دلته تبعیضونه ځای او بقا نه لری
تر هغی چه ټول ملت خپل داخلی او خارجی دشمنان په سندنو سره وپیژنی، نه په خوله او خیال وپیژنی٠ چه باور ې راشی٠
یوه ورځ مسکینیار یو مستندفلم له خپل اریانا TV څخه د مسعود دغونډی چه په پنجشیر کی جوړه شوی وه او عبدالله عبدالله هم په کی تشریف لرلو ښکاره کړو شاید تاسو هم لیدلی وی چه یوه نفر بیانیه ورکوله ٠٠٠
این پښتونها کی هستند ؟ که دعوای افغانستان را می کنند، اینها پاکستانی هستندچرا به وطن خود نمی روند؟٠این ها اصلا پاکستانی هستند٠
امروز رهبر شان را قهرمان نام ګذاشتند٠
تاسو کولای شی چه د مسکینیار څخه دغه فلم وغواړی او لیدل ې هم په کار دی چه دا پروپاګند نه دی بلکه یو واقیعت دی
د مسعود دنورو اعمالو په هکله په لر او بر کی پوره معلومات ورکول شویدی علاقمندان ې لوستلی شی٠
ستاسو بریالیتوب غواړم چه ګوډاګیان ،خائنان ،قاتلان،وطن فروشان ،داړه ماران که په روسانو ،فرانسویانو،پنجابیا نو او امریکایانو دا خپل ملت خرڅ کړی او برباد کړی و،اودی ،یو یو معرفی او وغندی چه دوی هم پوه شی ملت پوه دی خلاصی نه لری یو ورځ به دخپلو اعمالو سزا وینی دا جبر دتاریخ دی دا ورځ راتلونکی ده ،انشاالله ډیر ژر.
دلته یو افغان دی او بس٠
یو بی سواده خورد ضابط معاون اول ریس جمهور چه دورځی ٥ پسونه دده ٤٥ جنګی سپو ته حلالیږی او ملت ې ډوډی نه لری ،ددی اعمالو تپوس به نه کیږی؟٠
خوښ اوسی٠
Sangar Watan
04.09.2010
وردک صيب سلامونه،
[quote:27c1877da5]پښتانه باید ځان له طالبانو بیل کړي![/quote:27c1877da5]
ددې شعار پر ځی بايد وويل شي چي پښتنانه يا بهتره وويل شي افغانان
بايد ځان د پنجابيانو،انګريز،يهود او صليبيانو له غلامانو نه بيل کړي٠
نن سبا هرهغه څوک چه هيواد وال د چټلستان،دکرزي دکرغيړن رژيم او د
اشغالکرو سره دهمکارئ،همنوائئ او ملاتړ لپاره رابولي،داسې افراد تر ټولو
خاين،دونهمته ،پست او بي وجدانه دي او بس!
سلامونه
tandar
04.09.2010
سنګر صیب خدای دی تل په سنګر کی لره٠
مونیر صیب هم غوښتل چه ستاسو نظر اصلا وړاندی کړی ٠
البته قلم ورڅخه دی خوا او هغی خوا منډه کړیده٠
افغان باید دداخلی او خارجی دشمن نه جدا او یو شی ،دا که انګریز، پنجابی او که کوډاګیان دی٠
دنورو نیکو نظرونو په امید مو٠